ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بنګله دیش کې د هندي سیاستوالې لخوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي خلاف مظاهرې شوي

په بنګله دیش کې نن د پنجشنبې په ورځ جون ۱۶مه (غبرګولي ۲۶) شاوخوا ۱۰ زرو کسانو د هندي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې مظاهرې وکړلې چې د اسلام د پیغمبر په هکله یې کړي او په ټولې اسلامي نړۍ کې د خلکو قهر او غصه یې پارولې ده.

16.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.06.2022 امریکا غږ

په رواني ناروغیو د اخته افغان ځوانانو زیاتېدونکی شمېر

د افغانستان تت اقتصادي لیدلوري او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله، یو شمیرافغان ځوانان په رواني ناروغیو او ژورخپګان اخته شویدي او دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

16.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

16.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

16.06.2022 امریکا غږ

اېمېنسټي انټرنېشنل: د جینکو په تعلیم باید طالبانو ته سره کرښه راښکل شي

د بشري حقونو د کونسل مشرې کونسل ۵۰ مې غونډې ته په خپل رپورټ کې ویلي چې افغانستان کې د ښځو حالت اندېښمن دی او د 1.1 میلین جینکو په ثانوي تعلیم ښکاره بندېزونو دي چې له وجې یې د دوی راتلونکی نېغ په نېغه متاثره کېږي

16.06.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.06.2022 امریکا غږ

په امریکا کې د سود شرح سېوا شوي او یو بېنک د اقتصادي بدحالۍ امکان څرګند کړی

د امریکې مرکزي بېنک لخوا د سود په شرح کې 0.75 فیصد زیاتوالی غېرمعمولي ګڼلی کیږي چې د ملک دننه په ګرانۍ قابو راوستی شي. امریکا کې د می په میاشت کې ګراني 8.60 فیصد ته رسېدلې چې په تېرو 40 کاله کې د ګرانۍ د ټولو زیاته کچه ده

16.06.2022 ډیوه

چین د روس سره د کلکې ملګرتیا ژمنه تکرار کړې

د امريکا د خارجه چارو وزارت يو وياند د چين په دريځ اعتراز وکړو او وي او ای ته يې وويل چين دعوه کوي چې بې طرفه دی خو د چلن نه يې معلومه ده چې د روس سره د نزدې تعلق ساتلو عمل يې روان دی

16.06.2022 ډیوه

د پېسو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي په اړه اېف ای ټي اېف د پاکستان د ګامونو جاج اخلي

د جرمني سرښار برلن کې د ترهګرو د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف غونډه کې د پاکستان د ګامونو جاج اخیستل کیږي. د اېف اي ټي اېف غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ د تورونو په تړاو د مقدمو سره مخامخ دي خو څېړونکي وايي دا مقدمې به د اېف اې ټي اېف په پرېکړه کوم اثر نه وغورځوي. د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي په وزير اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ کېسونه روان دي او منى لانډرنګ هم د اېف اې ټي اېف په داېره کې راځي ولې پدغو قضيو کې د ترهګرو د مالي مرستو خبره نشته. هغه واي فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د دغو قضيو چرته ېادونه نه ده کړې ولې دا په ګوته کوي چې د پاکستان په بېنکارى نظام کې دا قسمه مشکوک ټرانزکشنز کېدې شي. پاکستان د کال 2018 راهیسې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل دې او سږ کال د مارچ په میاشت کې اېف اې ټي اېف د ترهګرو د مالي سرچينو وچولو او د مني لانډرنګ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د اقداماتو ستاېنه کړې وه خو ورسره ې دا ټينګار هم کړې و چې پاکستان دې د منى لانډرنګ په جرم کې د ککړو تنانو لپاره سزاګانې سېوا کړي. پاکستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ډيوه ته وايي اېف ټى اېف د پاکستان دننه سياسي مقدماتو ته پاملرنه نه کوي او هغوي پوهېږي چې دا رنګې قضيې سياسي بڼې لري. خو د اقتصادي چارو بل کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وايي اېف اې ټي اېف پدې ښه خبر دې چې په پاکستان کې ځینې سياستمداران د پېسو په غېر قانوني ترسيل ېا مني لانډرنګ کې ککړ دي. نوموړې وايي په کومه ورځ چې شهباز شريف د وزيراعظمې څوګند پورته کوو نو هم هغه وخت په نوموړي باندې د لاهور په يو عدالت کې د مني لانډرنګ په تړاو فرد جرم لګول کېدو او داسې د نړې په يو هيواد کې هم نه دي شوې. اېف اې ټي اېف هم دې اړخ ته ګوته نه نيسي. د څېړنيزې ادارې تبادلب په رپورټ کې ويلي شوي چې د کال 2008 او 2019 دوران د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې د پاتې کېدو لکبله د پاکستان اقتصاد ته د 38 بيلېنه ډالرو نقصان رسېدلې دې. او دا څرګندوي چې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شاملېدل هم ځينې اقتصادي اغېزې لري. څېړونکي وايي که څه هم په خړ فهرست کې شاملېدل د بندېزنو سبب نه ګرځي خو دا نړیوال مالياتي او بېنکى نظام ته د انتهايي خطر د ټرانزکشنز اشاره ورکوي. ښاغلې شاهد محمود وايي په خړ فهرست کې د شامل پاتې کېدو هم ځينې نقصانات وي. هغه وايي دا په نړيوال کچ د پېسو په ترسيل ځنې محدوديتونه لګوي خو خړ فهرست په بنيادي توګه يو خبردارې ورکوي. ولې ډاکټر سلمان شاه وايي خړ فهرست کې د شاملېدو زيات بد اثرات نه وي. دې وايي د خړ فهرست په نسبت سپين نوملړ ته د تلو لږه ډېره فاېده وي، دې سره په نړيوال کچ د پېسو په ترسيل لګښت کم راځي او د هېواد د بېنکي نظام نړیواله څارنه هم ورسره کمېږي. په عېن حال کې د پاکستان د دفاعي چارو مرکزي وزیر خواجه آصف د زيارت په ورځ اسلام اباد کې د خبري کانفرنس په مهال د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د روانې غونډې په اړه د څه وېلو نه ډډه کړې او دا ې د هېواد لپاره نازکه ستونزه بللې البته وېلې دي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د هېواد نوم زر تر زره د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د خړ فهرست نه وباسل شي.  

16.06.2022 ډیوه

مسکو: طالبان دې ټول شموله حکومت جوړ کړي

تر اوسه د نړۍ يو ملک هم د طالبانو حکومت نه دی تسليم کړی او اکثر ملکونه د طالبانو د حکومت په اړه داسې اندېښنې لري چې د نړۍ سره د خپلو هغو وعدو نه په شا شوي چې د افغان ولس د بشري حقونو احترام به کوي او د القاعده په شمول به ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د خاورې نه په نړۍ بريدونو ته نه پرېږدي

16.06.2022 ډیوه

د امریکي په پخواني صدر رانلډ رېګن قاتلانه حمله کوونکی تن ازاد کړی شو

د کال 1982 د مارچ د میاشت په 10 نېټه رېګن یوه حکمنامه لاس لیک کړه او د مارچ د میاشت 21 نېټه یې "د افغانستان ډی" یا د افغانستان ورځ وټاکله

16.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more