ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو په اړه د روغتیا سازمان اندېښنه

د افغانستان روغتیايي سازمان د احتمالي پاشل کېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه هیواد اوس مهال د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو سره مخ دی.

09.08.2022 امریکا غږ

څېړونکي: د پښتونخوا ترهګرۍ ځپلې سيمې يو ځل بيا وسله والو ته سپارل کيږي

څېړونکي وايي په داسې حال کې چې وسله وال يو ځل بيا په ملاکنډ ډويژن او قبايلي سيمو کې د خلکو نه بهتې يا قلنګ غواړي، هدفي وژنې کوي او خپل ځان منظم کوي ، حکومت د وسله والو سره مذاکرات کوي، د دې مطلب دا دی چې دغو ترهګرو ته يو ځل بيا د ترهګرۍ نه اغېزمنې سيمې بيا په لاس کې ورکولو سازش روان دی.

09.08.2022 ډیوه

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

افغانان، زده‌کوونکي او ښوونکي له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت څرګندونې ناسمې بولي‌. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له تېر یوه کال راهیسې د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېل لاملونه په ګوته کړي او تر ټولو تازه یې د دوی د پوهنې وزارت د سرپرست څرګندونې دي. نورالله منیر پرون دوشنبې خوست ته د سفر پر مهال ویلي، د نجونو یو شمېر ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي دي‌. خو افغانان، ښوونکي او زده‌کوونکي د نورالله منیر دا خبرې ناسمې بولي‌. یوه ښوونکې نیلوفر وايي: "هېڅ سند نه‌شته چې طالبان ووايي، موږ خلک قانع کوو. همدا اوس زموږ له خپلوانو له دې امله چې نجونې یې ښوونځي ته نه شي تلای، خپل ټول شته یې پرېښودل‌ او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپلو نجونو د زده‌کړو لپاره کډه وکړه‌." کابل مېشتې فروزان د طالبانو د پوهنې وزیر څرګندوني ردوي او وايي، طالبانو له راتګ وړاندې میلیونونه نجونې ښوونځيو ته تلې او زده‌کړه یې کوله‌. هغې وویل: "زما له انده‌ هېڅ فرهنګي‌ ستونزه نه‌شته، ځکه د جمهوریت پر مهال نجونو درس وایه، تحصیل یې کاوه، کار یې کاوه او له سړو سره یوځای په ټولنه کې په ټولو چارو کې شریکې وې." د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزيزاحمد ریان د دې راپور تر خپرېدو د خلکو د نیوکو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې. طالبانو له دې وړاندې هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېلې خبرې کړي‌، چې کله یې شریعت بهانه نیولې، کله نصاب، کله هم د بودجې کمې او تازه کلتوري محدویت. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر دا هم ویلي چې دوی به د خلکو د راضي کولو وروسته له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي‌. خو د دوولسم ټولګي‌ زده‌کوونکې تمنا چې طالبانو پرې ښوونځی بند کړی، له دوی غواړي چې هر څه ژر ښوونځي بېرته پرانېزي. هغه وايي: "غواړم وپوښتم ستونزه چېرې ده چې ښوونځي نه پرانستل کېږي‌؟ له اسلامي امارت زما غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي." ها خوا د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي د جرمني له شپېګل‌ مجلې سره مرکه کې ټینګار کړی چې افغانان غواړي لوڼي‌ یې ښوونځيو ته ولاړ شي‌. کرزي تور پورې کړی، چې له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځيو تړل د پاکستان پلان دی‌. هغه په دې مرکه کې زیاته کړې: "د نجونو د زده‌کړو بندول د منزوي افغانستان په معنا دي‌ چې و نه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي‌‌. د ښځو له زده‌کړو پرته د یوه مړه شوي هېواد په توګه‌ یوو‌." سره له دې چې هره ورځ په کور دننه او له بهر له طالبانو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کېږي، خو‌ تر اوسه په دې اړه د هیلو کوم څرک نه‌شته‌. له دې وړاندې طالبانو په دې اړه د يوې طرحې جوړولو خبره هم کړې، خو ښکاري چې هغه هم یوازې یوه بهانه وه‌.

09.08.2022 ازادي راډیو

د عمر خالد خراساني د وژنې وروسته به د ټي ټي پي او پاکستان مذاکرات روان پاتې شي؟

د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستاني حکومت لخوا جرګه کې برخه اخستونکي وايي د ډز بندۍ په وخت د ټي ټي پي او حکومت داوړو غړي په بريدونو کې وژل شوي دي، خو د مزاکراتو لړۍ روانه وه، د دوي په وينا د عمر خالد خراساني د وژنې وروسته هم پکار ده چې مزاکرات روان وساتل شي.

09.08.2022 ډیوه

په سوات کې وسله والو سره په نښته کې تښتول شوي پولیس په ژوبل حالت کې خوشي شوي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په مټه علاقه کې پرون د ګل/دوشنې په ورځ د وسله والو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې پکې د ډي اېس پي پوليس افسر په ګډون څلور پولیس وسله والو تښتولي خو ويل کيږي چې تښتول شوي پوليس چې پکې ژوبل افسر هم شامل دی د مذاکراتو وروسته خوشي کړی شوي دي.

09.08.2022 ډیوه

طالبان: د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت 'فرهنګي محدودیتونه' دي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د نجونو د لیسو او متوسطه ښوونځیو بندېدو اساسي لامل په دغه هیواد کې «فرهنګي محدودیتونه» بللي او په خبره یې د یادو ښوونځیو پرانیستلو په اړه کار جریان لري.

09.08.2022 امریکا غږ

د بخښنې نړیوال سازمان وايي طالبان باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د تیرو څو ورځو پرله پسې چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول افغان اهل تشیع د امنیت ټینګولو هڅې وکړي.

09.08.2022 امریکا غږ

څوک او ولې په افغانستان کې شیعه مذهبي په نښه کوي؟

سره لدې چې پدې تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې په ملکیانو داسې ستر بریدونه وشول چې مرګ ژوبله پکې بیخي ډیره وه خو اسلامي افراطي ډلو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو او هزاره ګانو ښوونځي، روغتونونه، مدني مظاهرې، عامه ځآیونه، جوماتونه او تکیه خانې په نښه کړي.

09.08.2022 امریکا غږ

د پاکستان حکومت د ARY تلویزیون خپرونې وځنډولې

په پاکستان کې چارواکو د ARY نیوز خپرونې په سمدستې توګه تر بل امر پورې ځنډولې. دا تلویزیون د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اوسني حکومت انتقادي خپرونې کوي.

09.08.2022 امریکا غږ

طالبان: د فرهنګي محدودیتونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي

په داسې حال کې چې پر طالبانو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د کورنیو او نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وایي، دوی د نجونو د زده کړې مخالف نه دي خو ځیني ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله بند دي. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر پرون دوشنبې په خوست کې خبریالانو ته وویل چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي. هغه زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له تعلیم سره کوم مخالفت نه لري او نه په هغې باندې کومه شرعي ملاحظه لري خو اصل کې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه یو قناعت حاصل کړي او انشاالله دا پروسه به شروع شي." ښاغلي منیر ونه ویل چې دغه پروسه به کله پیل شي، خو په داسې حال کې چې نوموړی په لیرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو پرمخ فرهنګي محدودیتونه خنډ بولي، د افغانستان په لویو ښارونو کې هم له نږدې یوه کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوي دي. پر دې سربېره دغه راز په تېرو شلو کلونو کې پر ښاري سیمو سربېره د دولت تر کنټرول لاندې ډېرو لیرې پرتو سیمو کې د هلکانو ترڅنګ میلیونونو نجونو ته د زده کړې امکانات برابر شوي وو. په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام ډېرې نجونې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړي دي. یوه یې هم د ننګرهار اوسېدونکې ښکلا شېرزاد ده چې آزادي راډیو ته په را استولي پیغام کې یې دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دوی د زده کړې له حق څخه محرومې شوي دي. شېرزاد وویل: "تاسو ولې زموږ حقونه اخیستي؟ کله چې پر تاسو هغه د فېسبوک پاڼه تړل شوې وه، یا ستاسو پر ضد چې څوک خبره کوي، څومره ژر یې پر وړاندې خپل غږ اوچتوئ او هغه ردوئ. دا هم زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، زموږ غږ مه غلی کوئ." دا یوازې ښکلا نه ده بلکې ډېرو نورو نجونو هم له دې مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته غوښتنې مطرح کړي دي. رحمن الله ذکي چې د افغانستان د لیرې پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی، ازادي راډیو ته په را استولي پیغام کې د طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بللې او هغه یې د نجونو او د افغانستان د راتلونکې لپاره یوه تېروتنه بللې. ذکي وویل: "د طالبانو پرېکړې چې نجونو ته یې د زده کړې اجازه نه ده ورکړې موږ ډېر خفه کړي یوو. دا د افغانستان د راتلونکې او د نجونو د حق په برخه کې یوه نادرسته پرېکړه ده. موږ غواړو چې هغوی (طالبان) هرڅومره ژر چې کېدای شي، نجونې زده کړو ته پرېږدي." یو شمېر په دې باور دي له ښوونځیو د نجونو د منع کېدو د پرېکړې تر شا سیاسي انګېزې پرتې دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له جرمنۍ شپېګل مجلې سره په وروستۍ مرکه کې تور پورې کړی چې په افغانستان کې له زده کړو له شپږم ټولګي پورته د نجونو محرومول د پاکستان په اشاره شوي دي. هغه ویلي، دا یوه سیاسي پرېکړه ده او له اسلام سره تړاو نه لري. د کرزي په خبره له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان د لا زیات منزوي کېدو په معنا ده چې دا هېواد ونه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي. طالبانو د کرزي د دغو وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې به نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار ټول حقوق ورکوي.

09.08.2022 ازادي راډیو

ټرمپ: د ایف بي آی اجنټانو مې په کور چاپه اچولې

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه اګست ۸ (زمري۱۷) ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د فلوریډا په ایالت کې د هغه د اوسیدو په شخصي کور چاپه اچولې او دا کار یې د عدلې سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستنه بللې.

09.08.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.08.2022 امریکا غږ

چین او طالبان له یو بل څخه ناخوښ او مایوس دي-کارپوهان

یو شمېر کارپوهان وايي‌ چې د جولاۍ په ۲۸ نېټه د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ ملاقات په ځینو مهمو مسائيلو متمرکز وو او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ  د نا رضایتۍ او مایوسیت څخه یو کال پوره شو.

08.08.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

08.08.2022 امریکا غږ

څېړونکي: د چین او طالبانو ترمنځ عدم اطمینان او مایوسي

د وانګ او متقي د ملاقات په موقع چین وویل چین ته برامد کېدونکو په ۹۸ فیصد افغان مصنوعاتو به محصول ختم کړي، د اګست د میاشت لومړۍ نېټې نه به افغانانو ته د چین ویزې ورکول شروع کړی شي او افغانستان د پاکستاني بندرونو سره تړلو دپاره به چين په افغانستان کې د بنیادي سهولتونو منصوبې شروع کړي

08.08.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more