ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلوچستان: سي ټي ډي په مستونګ کې د داعش د کمانډر سره د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.

17.10.2022 ډیوه

بلوچستان: پولیس په مستونګ کې د داعش د کمانډر په شمول د پينځو مشکوکو ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي دعوه کړې چې د اتوار/ يکشنبې په ماښام يې د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په عملياتو کې پينځه ترهګر وژلي چې پکې یو د داعش ډلې کمانډر هم شامل دی.

17.10.2022 ډیوه

د افغان ښځو په تړاو د ملګرو ملتونو بحثونه څومره مهم دي؟

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا اوونۍ د افغانستان د ښځو د وضعیت په تړاو ازاد بحثونه ترسره کړي. دا بحثونه څومره مهم دي او ایا د افغان ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره به مرسته وکړي؟ همدا پوښتنه د یوې مرکې په پيل کې  اسداله لودین د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او د ښځو له فعالې شینکۍ کړوخېل څخه کړې ده. د اغلې شينکۍ کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

17.10.2022 ازادي راډیو

پاکستان: ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ عمران خان ګټلي، اېمل ولي: جعلي ووټونه اچول شوي

د غېرسرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه په اته و کې په شپږو حلقو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشراو مخکنی وزیراعظم عمران خان کامياب شوی دی. د عوامي نيشنل ګوند اېمل ولي خان چې د چارسدې نه یې د عمران خان سره مقابله وه، تور يې لګولی په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا سرکاري مشينري کارول شوې ده.

17.10.2022 ډیوه

د تیلو د تولید د کموالي پر سر د امریکا او سعودي جنجال

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د سعودي عربستان لپاره د هغې پریکړې له کبله د عواقبو ژمنه کړې چې د تیلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د مشر په توګه یې د تېلو تولید کم کړي.

17.10.2022 امریکا غږ

ټاکل شوې امنيت شورا روانه اوونۍ د افغان مېرمنو په اړه ازاد بحثونه وکړي

د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو پرله‌پسې اندېښنې د دې لامل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سږ کال په خپلو ازادو بحثونو کې دا موضوع و ارزوي. ټاکل شوې چې د ازادو بحثونو په دې غونډه کې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۸مه) ترسره کېږي، د ۹۲ هېوادونو د نړیوالو بنسټونو ۴۸۱ استازي ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجرایي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د دغو بحثونو اصلي ویناوالې دي. هیدر بار په هغه پيغام کې چې تېر ماښام یې ازادي راډیو ته رالیږلی ویلي، سږني بحثونه به د افغانستان د ښځو پر وضعیت متمرکز وي. هیدر بار ویلي، دا غونډه به یو فرصت وي چې نړیوالو ته وویل شي، د افغانستان لپاره کومو کارونو ته اړتیا ده. نوموړې ويلي: "موږ به له ماموریتونو او ملګرو ملتونو سازمان سره بحث وکړو چې څو ګامونه اوچت کړي، دغو ګامونو کې به د ملګرو ملتونو له صلاحیتونو نه په استفادې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونې په پار سفري او نور بندیزونه هم شامل وي." هیدربار وایي، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت له لارې به په افغانستان کې د بشري سرغړونو حساب کتاب هم کېږي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ۹۲ هېوادونو او بشري سازمانونو استازو په یوه ګډ لیک کې له امنیت شورا وغوښتل چې په نړۍ او ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو د حقونو ټینګښت ته جدي پام وکړي. په ظاهره همدا بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته نه پاملرنه او د نجونو پر مخ د ښونځیو بندېدا د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پیژندنې اساسي لاملونه دي. د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر یو شمېر هغو طالب چارواکو د ویزې بندیزونه ولګول چې د ده په ټکو د افراطي تګلارو له مخې یې د ښځو حقونه نقض کړي دي. د طالبانو حکومت د امریکا دې اقدام ته غبرګون کې وویل، دا ډول کړنې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.

17.10.2022 ازادي راډیو

پاکستان کې امنیتي ځواکونو ۵ وسله وال وژلي

په پاکستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د دې هیواد په نارام بلوچستان ولایت کې د وسله والو سره په جګړې کې ۵ تنه وژلي دي.

17.10.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو ۵مه اوونۍ ؛ بشري حقونه وایي ۲۳۳ تنه پکې وژل شوي

پداسې حال کې چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې په عمومي لارو کوڅو، پوهنتونونو او ځینو ښارونو کې پنځمې اوونۍ ته داخلیږي، د بشري حقونو څارونکي وایي چې تر دې مه پدې مظاهرو کې د ماشومانو په ګډون ۲۳۳ تنه وژل شوي.

17.10.2022 امریکا غږ

بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن د پولیو د له منځه وړلو دپاره 1200 میلینه ډالره مرسته کوي

(رائټرز)  - د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې د پولیو مرض د ختمولو په مقصد ژمنه کوي چې یو اعشاریه دوه بلینه (۱۲۰۰ میلینه) ډالره به مرسته وکړي. بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن په اصل کې د مایکروسافټ کمپنۍ د بنسټګر، بل ګېټس او د هغه د پخوانۍ مېرمنې ملېنډا ګېټس مشترک خیراتي تنظیم دی. د دې تنظیم سي اي او/مشر مارک سوزمن ویلي: «د [پولیو مرض] پوره له منځه وړلو ګامونه، تر ډېره اندازه سخت دي. خو زمونږ فاونډېشن د پولیو نه پاک مستقبل ته ژمن دی، او مونږ خوشبینه یو چې داسې آینده به ډېر ژر وګورو.» ټاکل شوې ده چې د اکټوبر په اتلسمه نېټه د جرمني او د پولیو د له منځه وړلو عالمي پروګرام (GPEI) په مشترک کوربه توب، د پولیو سره د مقابلې دپاره د نړېوالو ژمنو یو کنفرانس هم جوړ شي. د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن په نوموړي پروګرام (GPEI) کې شامل دی او دا د حکومتونو او عالمي تنظیمونو ترمنځ یوه ستره مشترکه منصوبه ده. د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن تر اوسه شاوخوا پنځه (۵) بلینه ډالره د GPEI پروګرام سره مرسته کړې ده. پولیو یو ډېر وبائي مرض دی چې زیاتره د ماشومانو په منځ کې خوریږي او هر کال ګڼ شمېر ماشومان په دې مرض باندې یا مړه او یا هم فلج کیږي. که څه هم د دې مرض دوا تر اوسه نده موندل شوې، مګر که ماشوم ته درې ځله پوره وېکسین یې ورکړی شي، نو سل فیصده د پولیو مرض په وړاندې تحفظ ورته حاصلیږي. د نړۍ په نورو ملکونو کې د انسانانو ترمنځ د پولیو مرض انتقال ختم شوی، مګر په پاکستان او افغانستان کې اوس هم لا دا مرض ماشومانو ته لګيږي او حکومتونه او ادارې کوشش کوي چې په دې دوو هېوادونو کې هم پولیو مرض ختم کړي. تېره میاشت د پان امېریکن صحت تنظیم (PAHO) وویل چې برازیل، ډومېنیکن رېپبلک، هېټي، او پېرو د ډېرې غټې خطرې سره مخ دي چې پولیو مرض یو ځل بیا هغو ځایونو کې خپور شي. په دې وروستیو کې چې د امریکا د نیویارک ریاست د ځینو نالیو په سمپلونو کې د پولیو وایرس وموندل شو، نو هغه ریاست د خپلو وګړو د وېکسین کولو عمل تېز کړ. په لندن او یورشلیم کې هم ځیني کېسونه وموندل شول. په ملاوي هېواد کې د پولیو د تازه کېسونو د پیدا کېدو سره، په مارچ میاشت کې د صحت عالمي ادارې یو جګپوړي چارواکي وویل چې د پولیو په شان مرضونو په مقابله کې، دا د نړۍ یوه "خطرناکه لحظه" ده.

16.10.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.10.2022 امریکا غږ

د ایران په جېل کې اورلګېدنې څلور تنه مړه کړي او 61 نور یې ژوبل کړي دي

واشنګټن  - د ایران حکومت وایي چې د سرښار تهران په اوین جېل کې د اورلګېدنې له امله څلور قیدیان مړه شوي او یو شپېته (۶۱) نور زخمیان شوي دي. چارواکو د دې پېښې ذمه واري په قیدیانو اچولې ده. اوین د ایران یو لوی جېل دی چې سیاسي قیدیان او د حکومت ضد فعالان هلته په بند کې ساتل کیږي. د ایران سرکاري ټلوېژن د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه وېډیو خپره کړله چې په کې په مبینه توګه په اوین زندان کې د سکون بیا برقراري ښکاري. عدلي چارواکو ویلي چې څلور تنه قیدیان د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شوي، او په ژوبلو کسانو کې هم د څلورو تنو صحت د فکرمندۍ وړ ګڼل شوی دی. چارواکو دا هم ویلي هغه څلور کسان چې په دې پېښه کې مړه شوي دي، هغه کسان و چې د غلا په کېسونو کې بندیوان شوي و. د ایران حکومتي رسنیو ویلي چې د څو ګنټو اورلګېدنې پس، اور خاموشه کړی شو او هېڅ کوم قیدي د جېل نه ندی تښتېدلی. په سرکاري ټلوېژن باندې یوې خپرې شوې ويډیو کې ليدلی کیږي چې د یوې کېمرې دېوالونه او چت سوځېدلی دی او ویلی کیږي چې د جېلخانې د درزي ګرۍ ورکشاپ دویم پوړ/منزل و. د تهران ګورنر محسن منصوري ویلي چې، "دا اورلګېدنه د ځینو قیدیانو ترمنځ (د درزي ګرۍ په ورکشاپ کې) د شخړې له امله پېښه شوه. دا ورکشاپ د قیدیانو دپاره د روزګار موندلو په مقصد جوړ شوی و." د ایران سرکاري خبري ادارې (اېرنا) د یو جګپوړي امنیتي چارواکي له قوله د شنبې/خالي په ورځ رپوت ورکړی و چې د جېل په یوه برخه کې قیدیانو د جېل د کارکنانو سره شخړه کړې ده. همدغه چارواکي دا هم ویلي و چې قیدیانو یو ګودام ته چې د قیدیانو د یونیفورمونو ډک و، اور واچاوه. د اوین په جېل کې د خالي/شنبې په ورځ په داسې وخت کې اور ولګېد چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې هفتې ته غځېدلي دي. د دې مظاهرو پیل، د مذهبي پولیسو په قید کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ نجلۍ، مهسا امیني د مرګ راهیسي و. مذهبي پولیسو هغه په دې خاطر ګرفتاره کړې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی. مګر د تهران سرکاري وکیل علي صالحي وویل چې د اوین جېل پېښه، د مهسا امیني د مرګ په ضد مظاهرو سره هېڅ کوم تعلق نه درلود.

16.10.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې به د افغان ښځو د حقونو په مسله غور وشي - هیدر بار

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا روانه اوونۍ د «ښځې، سوله او امنیت» تر سرلیک لاندې خپله کلنۍ غونډه کوي، خو دا ځل به د افغان ښځو حقونه د دې غونډې د اجندا عمده موضوع وي.

16.10.2022 امریکا غږ

د کرکټ د نړیوال جام پیل؛ افغان ټیم وايي سیالیو ته چمتو دی

ددې جام د لومړي پړاو په دوو سیالیو کې نن نامیبیا سریلانکا ته او هالنډ متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. 

16.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more