د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

اتڼ به کوو

tandar
08.06.2013

اتڼ به کوو
پتنګ صيب چه وطن ازاد شو اتڼ به کوو خو دڅڼو اچولو لپاره به چيري ساختګي ويښتان ورته پيداکړو :oops: :oops:
زه خو بياهم ګوزاره کوم خو فکر کوم چه دتا په سر به مچ له لري ښکاره کيږي ههههههههها
چه وطن ازاد شي بيرته ځوانان کيږو
تربيا
.-----------------------------
اتڼ هنري او ورزشي لوبه

وحیدالله وحدت
05.06.2013 10:45
د افغانستان په هنري او ذوق لرونکو ځانګړو تکتیکونو کې یو هم افغاني اتڼ دی چې ډېره پخوانۍ سابقه لري.
که تاریخ ته یې لیدنه وشي، د اریایي ټولنې نه پیل، لا تر اوسه رواج لري.
دا د افغانانو یو ځانګړ دود دی چې ډېرې وخت یې د خوښیو، مېلو، چشنونو او په نورو محفلونو کې د اتڼ د مینه والو او لوبغاړو له خوا تر سره کېږي.
اتڼ چې د افغانانو د ذوق برابر دودیز هنر او لوبه ده، په خاصه توکه په پښتنو سیمو کې ډېره مروجه وي او ډېر خلک پکې برخه اخلي.
اریایانو او پخواني جنګ سالارانو په هغه وخت کې اتڼ یوازې د جنګي تکتیک او ورزش په توګه کاروو، هر کله به یې چې د جنګ لپاره تیاری نیو نو د اتڼ حرکات په یې پلي کول، هماغه وو چې له جګړې وروسته به یې ډېرې ښې او د بریا پایلې درلودې.
هغو به دا حرکات د توره وهلو، ډوپک او کوتک په کارولو، د مخالف لوري د ګوزارنونو په مخنیوي او ورڅخه د دفاع په ډول کار اخیست.
دا یې د جنګ سالارانو لپاره د جنګي روزنې یوه ښه بېلګه او وسیله ګڼله.
له هغه وخته په تېرېدو دا حرکات نور هم زیات شول. په ډېرو سیمو کې وکارول شول، سر یې کلو او بانډو ته ورسېد، چې دا وخت نو کلیوالو یوازې د خوښیو په محفلونو او د میلو په ځایونو کې وکارول.
ډېریو کلیوالو به خوښ کړل، ماشومانو هم له ځانه سره له دې وروسته دا حرکتونه تکرارول.
همدا و، چې اتڼ په کلو بانډو او حتی په ډېرو نورو سیمو کې خپل رنګ وپاشه، ډېر مینه وال یې را وغوړېدل، ځوانانو به زیار ویسته چې د اتڼ کڼ شمېر حرکتونه په منظم او ښه مهارت سره زده کړي.
په هغه وخت کې د سرتېرو د لوبولو لپاره په نارو او اوازونو لوبېده؛ خو کله چې یې د عامو خلکو او ولسونو په منځ کې شهورت پیدا کړ، ورسره د اتڼ چیانو د دې لوبې د ښه والي په خاطر د ډهول او سورني یا شپېلې غږول هم مروج کړل.
همدا وشول، چې تر ننه یې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د مینه والو په را پیدا کولو سره، لوبغاړي او لوبغالي هم را پېدا کړل، چې اوس هم په ډېرو سیمو کې پر مخ وړل کېږي.
اتڼ کې ډول، سورنۍ یا شپېلې د موسیقي هغه الات دي، چې پرته له دې اټن نه کېږي، که وشي؛ نو هغسې چې تمه کېږی، خوند به ونه لري..
څرنګه چې د اتڼ لپاره ډهول او سورنۍ یا شپیلې مهم دې او پرته له دوی اتڼ نه تر سره کېږي، ورسره د ډهول وهنکی او سورنیی یا شپیلې غږونکی هم باید داسې یو څوک وي، چې د اتڼ لپاره د ځانګړي ډول وهلو ښه وړتیا ولري. شپلې یا سورنی غږونکی هم باید د خپلو تجربو په اساس د غوښتې سره سم شپلې یا سورنۍ وغږوي.
ځوانان او یا هغه څوک چې د اتڼ په لوبولو کې ونډه اخلي او له اتڼ سره مینه لري، هغو د دهول او سورنۍ په غږولو سره حرکت کوي؛ خو کله چې لږ د دې دواړو سور خراب شي، ورسره د اتڼ چیانو له زړونو هم هغه ذوق چې اتڼ ته به یې هڅوو ماتېږي، په کرار کرار سره ترې مخ اړووي او په خپلو ځایو کېښني، همدا علت وي چې د ټول محفل مالګه ختمه شي او خوند یې خراب شي.
دا نه یوازې په اتڼ چیانو بد اغیز کوي، ورسره ټول د محفل ګډون وال ناهیلي کېږي، زړونه یې ماتېږي حتی د را تلو پښېماني کوي، ارمان یې په زړه کې پاتې شي.
خو که ټول ساز وباز یې یو ځانګړی خوند ولري، د اتڼ مینه وال او لوبغاړي ترې خوند واخلي په کرار کرار سره یې مېدان داسې ګرم شي چې، ډېر ماهر کسان حتی د زیات عمر لرونکي خلک یې هم تاب نه لري او د اتڼ په لوبېدو کې برخه اخلي.
هغه څوک چې په اتڼ چیانو مشهور دي او هر وخت اتڼونه کوي، د پخوا په پرتله پکې زیات توپیر راغلی، دوی اوږده وېښتان یعنې څڼې پرېږدي، چرمه دار واسکټونه ورته جوړوي، لنډې جامې او اوږده ګېبي پرتګونه یې په تن وي، ځیني ورسره بیا چرمه لرونکي د اتڼ لپاره ځانګړې څپلې هم اغوندي. شمله دارې لونګې یې په سر کړې وي.
چې دا یې د محفل او د اتڼ رنګ ته لا ښکلا ور کوي، په کوم محفل کې چې ټول اتڼ چیان یو رنګ جامې واغوندي، خوند یې لا زیاتېږی، ټول مینه والو یې پرې سترګې خښې کړې وي.
پښتانه اتڼ په دوه ډوله پېژني، چپه اتڼ او راسته اتڼ، چې دواړ په یوه لوبه کې کاروي؛ خو کله نا کله له دوی یو ډول هم انتخابوي.
په اتڼ کې د بدن ټول غړي حرکت کوي، او د هر غړي یا اندام حرکت یې ځانګړی وي.
هغه چا چې اوږدې څڼې پرې ایښي وي، د سر په ښکته پورته کولو، یو او بلخوا اړولو؛ حتی په دوروه ورکولو سره د خپلې څڼې یا زلفې په حرکتونو را ولي، چې ډېر خلک یې خوښوي، یو بیل ذوق لري.
له دې سره متصل د غاړې حرکات هم پیلېږي، چې یول له بله پرته نه شي تر سره کېدای، همدلته دواړه حرکتونه پوره او په بشپړه توګه تر سره کېږي.
اوږې هم په اتڼ کې ډېر مهم رول لري چې د اتڼ د لوبغاړي په مهارت باندې دلات کوي. کله چې یو څوک په اتڼ کې اوږې په ښه انداز سره وښوروي، د لیدونکو او مینه والو په چګ چګو بدرکه کېږي، او لا یې په زړونو کې ځای نیسي.
لاسونه خو د اتڼ د لوبې هغه برخه ده، چې د اتڼ پېژندلو کې رول لري، او پرته له لاسونو اتڼ نه شي تر سره کېدای، همدا لاسونه دي چې د اتڼ ټول مهارت پکې تړل شوی وي؛ خو کې د اتڼ چیانو د لاسونو د خوځولو تجربه زیاته وي، د هر ډول ساز او حتی د اتڼ له سندرو سره هم په یو لېول کې موازي روان وي، چې هر حرکت یې ځانته مزه لري.
پښې یا ټوپ وهل د لوبغاړي تجربه او تکتیکي مهارت په ګوته کوي.
هغه اتڼ تر ډېره ښه وي او مینه وال یې هم خورا زیات وي چې چپه او راسته اتڼ دواړه پکې کارول شوي وي.
لوبغاړي یې مهار اتڼ چیان وي، چې د اتڼ له هرې سندرې او هر ساز سره په هماغه شان حرکتونه تر سره کړي.
د پښتنو په ډېرو سیمو کې د هغوی اتڼونه یو څه توپیر لري چې په بیلابیلو نومونو یې نومولي دي.
کندهاري اتڼ شته چې د کندهار خلک یې ترسره کوي، کېدای شي ډېر حرکتونه یې د نورو سیمو له اتڼونو سره فرق وکړي، سندرې یې ځانګړې وي وخت او نور لازم شیان به یې د نوور په پرتله خاص وي.
پکتیاوالي اتڼونوه هم د نورو سیمو اتڼونو ته په کتو سره، کېدای شي د حرکاتو په درلودلو زیاتوالی او کمو والی ولري، داسې چې په هغه سیمو کې به کېدای شي، د سورني او یا شپیلې په غږولو کې نوي مهارتونه موجود وي، د ګډون والو په خاصیتونو کې به یې زیات توپیروي.
غزنيچي اتڼ او نورستانی اتڼ هم ځان ته مشخصات لري، په تر سره کولو یې ټول مینه وال دې ته رسېږي؛ څو هغه اتڼ د حرکاتو او ځانګړتیا له مخې وپېژني، چې د کومې سېمې پورې اړه لري، طالبي نامي اتڼ هم شته چې له دوی سره یې په حرکتونو کې د اتڼ چیانو په خبره او څرګندونو بیلولای شو.
په اوسنېو وختونو کې ښځې هم له نارینو سره په اتڼ کې برخه اخلي، داسې چې یوه جنۍ او یو هلک درېږي.
اتڼچیان اتڼ په یو حلقوي شکل سره په مخ بیایي، د ښځنینه او نارینوو په ګډه اتڼ هم همداسې وي؛ خو نسبتاً بانظمه وی، د نورو په پرتله احساسات یې یو څه کم شي..
ځینو سیمو دودونه داسې وي چې د اتڼ په منځ کې د یوې وقفې په شان ټول ناسته کوي، یو له دوی څخه د ناستې حلقې په منځ کې ګډا کوي او څرخي، له دې وروسته بیا اتڼ پیل کېږي، په همدې شان روان وي.
په دې ترتیب ځینې خلک بیا د ناستې په ځای په خپلو ځایونو کې ولاړ وي او یو تن د اتڼ کونکو څخه مېدان ته کېږي او ګډا کوي.
په نوریستاني اټونونو کې بیا ښځې او نارینه یو د بل پر اوږو لاسونه اچوي، خپې ښوروي، چې دا د هغوی له دود دوستور او عنانو څخه دي؛ خو عموماً دا ډول اتڼونه د خپلو کورنیو د خوښیو په مراسمو کې تر سره کوي.
خو که د کورنۍ غړي نه وي د پښتنو د دود په اساس نارینه جلا او ښځې جلا د اټنونو حلقې جوړوي او لوبېږي.
ښځې هم د نارانو په شان لکه مخکې مو چې وویل: د اتڼ جامې اولباسونه یې د نورو جامو په پرتله خورا زیاتې ځانګړتیا وې لري.
کله نا کله همدا اتڼ چیان بیا د ډېر جوش او احساساتو په پېداکولو سره د زړه له تله چیغې هم وهي، چې د مینه واولو د لاسو په پړکا بدرګه کېږی.
په نوبتي شکل د اتڼ په دوران کې د ځانګړي شمېر دورو وروسته یې مشر یانې میر بدلېږي، ورپسې بل راځي، په همدې ترتیب ترپایه اتڼ چیان د میر په حرکاتو خپل حرکتونه اجرا کوي او پیروي یې کوي.
اوسنیو وختونو کې ټول خلک په خاصه توګه ځوانانو اتڼ لیدلی وي، او ځینې خو یې په لیدو د زیاتې مینې له کبله یاد کړی هم وي، په وزګار وخت کې د حجرو او یا تفریح زایونو کې یې لوبوي چې خورا خوند ترې اخلي.
اتڼ نه یوازې چې لوبه ده او د خوښېو د محفلونو مالګه ده ورسره د انسان د ټولو غړو د لافعالیت او غښتلتیا کې هم پوره ونډه لري.
او ډېرې ورزش کاران یې د ښه او سالم سپورت په نوم هم پېژني او ورته د ټولو ورزشي حرکاتو مجموعه هم وايي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more