د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
ښځه به ئې سهار مړه وه
ع کريم حليمي
06.12.2004
وامي ورېدل چه يوه سړي چه به واده وکړي سهار ته به ئې ښځه مړه وه ٠ پنځه ودونه ئې وکړه
او په يوه بل کلي کښي داسي ښځه وه چه واده به ئې وکړي ٠ مېړه به ئې سهار ته مړ وو
اخير د وطن خلګو صلاح او مصلحت وکۍ ٠ چه دغه ښځه او هغه سړی دي واده سره وکي ٠ او ښځي ته ئې ورياده
کړه ٠ د ښځي دستي صلاح سوه ٠ سبا ئې د واده کاروبار ورچوړ کړي ٠ د مسجد څه ئې يو څوک را وستلي او نکاخ ئې ور وتړل ٠ خلګ د سبا په انتظار ناست دي چه خدای به څه پېښه کړي ٠ ورځ تېره سوه شپه سوه او خدای شپه هم تيره کړه ٠ چه ګوري دواړه ژوندي دي ٠ خلګ ډېر حيرت واخسته ٠ شکر ځاي دي چه دوي ندي مړه سوي
کله ګوري ګوري ٠ په دغه سهار هغه څوک مړ وو هغه نکاح چه ئې ورتړلې وه