د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دوې بې خونده ټوکې

حمید هڅــاند
04.02.2013

۱) اوله ټوکه:
وایې یو چا خپل ملګری ګیر کړ او ورته ویې ویل چې: زه تاته دوه خبرونه لرم، یو یې بد دی ،بل یې بد تر!.
مګلری یې وارخطا شو، وېل بسم الله کړه نو، څه ته ګورې؟
ده ورته وویل: ډاکټر ویل چې ستا یواځې څلورویشت ساعته پاتې دي، ایسته به مرې!
ــــ سړی یې وارخطا کړ: ښه نو دا بد خبر دی که بد تر؟
ــــــ نه، دا بد خبر دی. بد تر دادی چې زه تېرې ورځې راهسې ستا په لټه سرګردانه وم، ایله اوس مې پیدا کړې........
دویمه ټوکه:
وایې خاوند مېرمنې ته وویل چې: زما سره ولي مینه نه لرې؟
مېرمنې یې ځواب ورکړ: چې مینه مې نه لرلی، نو دا پنځه زامن مې له ګوګل نه ډاونلوډ کړي دي څه؟

:twisted:


zargay
07.02.2013

یره هڅاند صیب، په رښتیا چې ډېرې بېخونده ټوکې مو وې.. :P


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more