د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دا هدیره ده!!

پښتون:
19.01.2013

دا هدیره ده!!


حمید هڅــاند
20.01.2013

دا بیا ولي؟؟؟


پښتون:
20.01.2013

هڅاند صیب !
کله چې هدیرې ته تشریف راوړئ ،نو ووایاست !
السلام علیکم یا اهل القبور. خدای بخښلي خوشحالیږي.
د فورمونو پدې هدیره کې په کراتو کراتو د ژوندیو په تمه یواځې ګرځیدلې او را ګرځیدلې یم.خو ولاهکه چا یو قپ حلوا هم راوړي یې.ټوله حلوا یې په جوماتونو ننویستې ده.


حمید هڅــاند
20.01.2013

پښتون صیب! خلک به لا په دې چورتونو کې وي چې دې هدیره کې به پښتون، تندر، هڅاند او یو څو نورو ښې حلواوې خوړلې وي، ځکه دوی مو یواځې نوم ګوري او دننه د هدیرې دروازه پرې تړلې ده! نو راځئ جګه غاړه به ګرځو، لوستونکې خو هسې هم دلته نه شي راتلی، خو فکر به کوی چې موږ دلته مزې وکړې.. :cry:


يوي

tandar
20.01.2013

يوي ښځي خپل ميړه ته ويلي وه چه دخير کار راسره نه شي کولي نوشيګڼي پوري مي هم مه خانده :oops:
چه څوک دديري سره علاقه نه ښکاره کوي نو دبهانو او نورو نومونو کيښودلو ته هم ضرورت نشته
دبي اتفاقي له لاسه ټول افغانستان اديره ګرځيدلي دي
دلته هرسړي ښه راغلي اومونږ يې هرکلي کوو
داديره شخصي نه بلکه دټول افغان ده دهر يوه په راتلو سره زمونږ ديوالي معني ورکوي
تور توتان له ټولو جار دي
په راتلو او ليدلو مو افتخار کوو
تربيا


پښتون:
20.01.2013

تندر صیب سلامونه.
تاسو ولې په قار شوی یئ؟
دلته خو په فورم کې په سوونو ګډونوال ګډون دي. او هر یو حق لري چې هدیري ته راشي او دوعا وکړي او حلوا هم ورسره نوش جان کړي.
یواځې خو تاسو د فورم یواځینې ګډونوال نه یاست. او یا داسې مسوول چې حتمي او لازمي دې فورم څاري.تاسو هسې نم ځانته کش کړې دې.
خفه کیږه مه.که زما په عنوان خفه یاست نو ټوله ړنګه ولې شئ او بخښنه کوه.


سلامونه

tandar
20.01.2013

پښتونه وروره سلامونه
زه نه په قهر يم اونه ګيله کوم خوپه تاسل په سله حساب کوم
ددي لپاره چه په ځان نومونه کيږدو ښه به وي دخپلي ديري چلم تازه او واقعي ياران راجذب او دخپل افغاني اودپښتنولي درواجونو سره سم دټوکو اوټکالو غونډي جوړي اوديوالي اودوروري يوه دميني فضا مينځ ته راوړو يو امريکايې او پنجابي افغان کيدلي نشي او نه مو له غمه اودرده رنجيدلي شي خويو واقعي افغان دبل افغان په غم کړيږي اوپه خوښي يې خوښيږي
زه بيا وايم دلته شخصي ملکيت نشته دا دټول افغان ديره ده اونه هديره ده :oops:
ماته دهرچاپه راتلو سره يولوي عذت دي
اوته هم ولاکه رانه خلاص شي قسم چه کورته درپسي درځم
ماته يې په وړکتوب کي مور او خور ويلي وه چه خوټه درپوري ده لاړشه حوجره کي دنرانو سره په درستخوان کښينه څه دلته دښځو سره ناست يې هههههها
داتربيه دديري مو له وړکتوبه اخيستي ده داچه نن انټرنيټ ټول افغان ،حوجره او ديره او دوطن حالات مينځ ته راغلل نو خوشحاله يم که له خپلي ديري لري يم مګر دغلته دهمهغي ديري په ياد له يارانوسره دزړه بړ س وبا سم
زه دټولو خدمتګار او منونکي يم
داهديره نه ده دپښتنو ديوالي مرکز دي
شخصي روزګار وخت نه راکوي اوکه نه په ديره کي به بنډارونه جوړشي
ديوازاد هيواد په هيله


پښتون:
20.01.2013

تندر صیب، دا د ټوکو ټکالو ځای دې ،او هدیره د یوی ټوکې عنوان دې. دا چې د هدیرې ټوکه به څه وخت راځي ،لږ صبر غواړي.
او په همدې توګه تاسو او هڅاند صیب هم راغلئ او حلوا مو نوش جان کړه. تر سبا پورې به ګورو چې نور څومره د حلوا شوقیان دلته تشریف راوړي .
نو تندر صیب بیا هم وایم چې تاسو چې د موضوع نه کومه نتیجه اخیستې ،هغسې کومه خبره نشته.
زما موخه راپارول وو.او تاسو مې وپارولئ،خو ښه شو چې ډیر په قهر شوی نه یې.ګنې بیا به مې څه کول.
او زه داسې نه چې یواځې تاسو سره یم ،ډیر نور مې هم ستاسو پشان نازوي. نو کله هلته او کله دلته او بیا بل ځای.
او کله هم د پاڼو په لمړۍ مخ باندې. مستعار نومونه دې ژوندي وي.

[color=darkblue:7bfe32f193]دوه کسانو خپل مابین کی سره جنګ کاوه دریمګړی د کلنګ سره راغی او ورته یی وویل دا کلنګ واخله او پر سر یی پری وهه، نورو خلکو د دریمګری څخه وپوښتل دا ته څه کوی په عوض ددی چه سره خلاص یی کړی کلنګ ورکوی چه سره مړه کړی ؟ دریمګری ورته وویل: زه قبر کن یم او د څو ورځو راهیسی مړی ندی شوی مه یی کوه چه سره مړه کړی او ماته کار پبدا شی.[/color:7bfe32f193]


حمید هڅــاند
21.01.2013

هلو!
اا غږ مو اورم..
پښتون کاکا دا لا څه ډول ټوکه وه چې تندر لالا دې پې خپه کړ!
بل وارې که دې داسې کار کړی ؤ، بیا به ښه نه وي درته،،،اوس دې لا سر خلاص وي!

رښتیا، زما خبرې خو هسې د ژرندې دربا نه دي، که سم نه شوئ، پسې درزم...په نیمه سره خلاص کئ نو!!
.
.
.
.
.
[img:07972462da]http://sphotos-e.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/407843_412740052137837_95842583_n.jpg[/img:07972462da]


پښتون:
21.01.2013

آلووووووووووو !!
وراره جانه غږ مې اوریییییی.
و زما سوی سکور وراره جانه ! دا څه کوی ؟ ځوان جان لالا دې پریخوده او په کاکا دې راباندې کړل.
سپین ږیرې دې ولیدم.
دا نوی ځونان هم عجیبه کوی. ځوان جان تندر لالا له خاطره په بوډا پښتون کاکا زور وباسي.
اوس نو دې لالا ځواب درکړي ، چې ولې په بوډاګانو په قهریږئ!!

وه لالااااااااا خلاص مې که.
[img:136070afc3]http://www.rnw.nl/data/files/imagecache/must_carry/images/lead/article/2012/04/iwan_botse_damsko_voxpop.jpg[/img:136070afc3]


tandar
22.01.2013

داغټ په tel کي ورته وايې
ماچه داستاسترګي ليدلي
.....................دنورو سترګي راته خوند نه راکوينه :oops: :oops:
ځکه ماشوم بيچاره توري عينکي په سترګو کړي او له کاکو يې پټي کړي :oops:
تربيا


پښتون:
22.01.2013

هاهاهاها دا څه وایی!!
په تورانو لالاګانو کې هم کاکوان شته؟؟

تندر صیب ډریور ته ضرورت نلرې؟
[img:58a49dfaff]https://fbcdn-sphotos-b-a.akamaihd.net/hphotos-ak-snc7/408213_272779596182358_593861629_n.jpg[/img:58a49dfaff]


حمید هڅــاند
22.01.2013

دا [quote:65d20dcf83]کاکوان [/quote:65d20dcf83] بیا څه شی شو؟؟ زه مو بیا کنپیوز کړم..


پښتون:
23.01.2013

څپاند صیب ،نو زه هم دو کرخو لیکنو ته ځواب نه وایم.
د تندر صیب نه مې پوښتنه کړې او تاسو ورته پیوز آلوزولې دې.صبر وکړه چې ځواب راکړي ،بیا پوه شې.
په پښتو کې:کاکوان وا کاکو ګان( لنډغران) چې د لوچکۍ پسې به ګرځي او لکه پښتو فلمونه یې د پښتنو نوم بد کړې.
په فارسۍ کې: کاکه یعنې ځوانمرده او اخلاصي کس ته وایی.


حمید هڅــاند
23.01.2013

چې د هڅاند پر ځای دي څپاند راته وویل....زه به دې هم په ارام پرېنږدم...ته څه فکر کوې چې یو ته عکسونه پیدا کولی شې....

[img:fcd028c772]http://sphotos-b.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-snc7/484852_443871595686158_904780440_n.jpg[/img:fcd028c772]

[color=green:fcd028c772]په خــــپل حسن باندی دومره غرور مه کړه
تا نه ډیر ښکلی اوسیږی ویسټ انډیز کې
[/color:fcd028c772]


پښتون:
23.01.2013

هاهاها هڅاند صیب وبخښه. ستاسو د ټوکې لاندې څپاند صیب د الیپ ټوکه لیکلې وه . حتمي د هماغې تاثیر دې.
والله هیڅ پام شوی مې نه وو.
ځه ښه اوشو چې زما لیکنې درباندې تاثیر وکړ او د یو آنځور سره راغلې خو د کاکوانو د مانا په هکله دې سر هم ندې ګرولې.


tandar
23.01.2013

سلام ګرانه پښتونه
کاکو هغه ته وايې چه ځمکه ښوري او ؟؟؟ نه ښوري ههههههههههههها
ماپه جرايم اخلاقي کي هم وظيفه اجرا کړي
سړي له سترګو پيژنم :oops: :oops:
خوخداي پاک مي دي د isi لپاره وزېر دفاع کړي چه کاکو وروښيم
تربيا


پښتون:
24.01.2013

هاهاهاها تندر صیب .داسې نه چې د هر چا سترګو ته ګورې او زړه کې دې ګرځي چا دا هم دې.
تاسو چې د سترګو لارې یې پیژنئ نو زه هم اوس یو څو د کو!!!نواو د کاکوانو د سترګو آنځورونه راوړم ،تاسو یی راته روغ او ناروغ یا فاعل او مفعول وښایاست.


tandar
24.01.2013

چه د؟؟؟؟ رانوړي چه هغه خو ټولي دنيا ته معلوم دي چه cia ساتلي دي :oops: :oops:
تربيا


پښتون:
05.05.2013

د ټوکو ټکالو د بندی خانې ریس صاحبانو مکرم المعظمو مولانا حلیمی او مولوی تندر او په فورم کې حاضرو او غیر حاضرو ملګرو ته سلامونه سره د ټوکې وړاندې کوم .هیله ده جوړ او روغ اوسئ ،او ټوکه مو په خولو خندا راولي.

یو چا کره میلمه ورغلی وه. نو کوربه ورته ویل، والله وروره ډیر درته خجالت یم چې څه خاص مې درته پاخه نه کړل. ستا قدر مې ونه کړو.
نو میلمه ورته وايي چې خیر دی زما د آس حلال کړه.
نو کوربه ورته وايي نو بیا به ته خپل کور ته څنګه ځې؟
نو میلمه ورته وايي خیر دی زه به هغه کونج کې ولاړ چرګ باندې سپور شم.

[img:81125953ae]https://fbcdn-sphotos-b-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash4/485225_494126863986786_1828598402_n.jpg[/img:81125953ae]


حمید هڅــاند
06.05.2013

یاره غیر حاضر پښتون صیب! دا ټوکه دي یو څه پېچلې ده، اول به فکر ورته کوې چې کوربه چل وهلی، بیا ګیر شوی دی او بیا یاره که دا انځور نه وای خو بیخي د منطق علم به ترې جوړ ؤ، اوس به مې لا فکر کاوی :)


پښتون:
06.05.2013

هاهاهاها هڅاند صیب ،په تاسو مې کله دومره زحمت پیرزو دې،نو ځکه مې ورسره آنځور مل کړ.
له هغه وخته چې حلیمی صیب او تندر صیب د بندي ټوکو کوټوالان شوي دي، ټول له ټوکو پرهیز شوي دي.
نو د پورته ټوکې په اړه مې یوه ټپه را یاده شوه.

هر سړې د ځان دوست مه ګڼه دلبره
چرګوټې چې په تا وخوري یار هغه دې

ټوکه : د مارکونډي ماما چرګان

مارکونډې ماما ډیر چرګان او چرګې درلودې چې چرګان به ېې جنګ ته ساتل ،خو کوم وخت به
چې چرګ د جنګ میدان وبایللو په هغه به یې چاړه راتیروله ،او مزه داره ښوروا به يې د وریجو
د خوړلو لپاره پرې جوړوله ،او همداشان یې چرګئ د هګیو د کولو لپاره ساتلې،خو کومي چرګئ
به چې هګې نه کولې په هغې به یې هم چاړه راتیروله او د پیازو،تورو مرچو ډکه یخنې به یې پرې
جوړوله .په مارکونډې ماما خپل چرګان،او چرګئ دومره ګران وو چې په نیږدې ملګرې فهیم
خان باندې یې هم د چرګ نوم کیښود.داچې فهیم خان مارکونډې ماما ته ډیر احترام درلود نو همدا وجه وه چې د چرګ
په نامه به صرف په موسکا شو او بس،خو د وخت په تیریدو سره په فهیم خان باندې د مارکونډې ماما
کیښودل شوي نوم چرګ دومره مشهور شو چې هر چابه فهیم خان ولیدو نو ورته ویل به یې چې
چرګا څنګه يې،چرګا څه کوي ،چرګا چیرې ځې، اوداسې نور .فهیم خان د یوي مودې وروسته دچرګ د نامې تر ستونئ
راغې ،او یوه ورځ يي په لوی مجلس کې د مارکونډې په شمول ټولو ته په ډیر قهرخبردارې ورکړ ،او ورته وایې ویل
چې د هر هغه چاسره به د نن څخه وروسته ډیر بد عمل ،او بد چلند وکړې که څوګ د چرګ نوم ورته واخلې.په همدې
وخت کې مارکونډې ماما هم دریږې او د خبرو په دوام کې داسې وايي:دوستانو ملګرو زه هم په خپل وارسره تاسې ټولو ته دا خبردارې
درکووم چې که هر چا زما چرګوټې ته د چرګ نوم واخیستو نو زه به هم ډیر بد عمل اوبد چلند ورسره وکړم .


پښتون:
09.05.2013

زما چرګ خو پیدا شو.
د چرګانو غل د (بم آلوتې دې) په نوم د چرګانو کوټنۍ کې تړلې وو.
ښه شو چې په وخت مې ولیده او بیرته مې راوړه.

[img:fb18116534]https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/534970_163242647174894_360703410_n.jpg[/img:fb18116534]

په هر صورت د دی ټوکو د بندی خانې مشرانو باندې مو سلام کړې وو،ها د پتنګ صیب خبره چې له سلامه خو به دا خلک مرور نه وي.
یا د فورم په نا اعلان شوی سیاسی جګړه کې دوی هم د نن ټکي آسیا د مسلمانانو پشان د اروپا د مسلمانانو سلام ته وعلیک نه وایي.
د کافر د ټکنالوژئ نه په ګټه اخیستنې یوه ډله انټرنیټی مسلمانان بله ډله انټرنیټې مترقی فکره مسلمانان د جنت مستحق نګڼي او سلام ته یی وعلیک ،لکه کوم نصارا ته یی چې وعلیک ویلی وي.
مونږ هم د هر چا وعلیک ته محتاجه نه یو.
ځکه چې د یو امي او ملا نه ښه دې ،په پیغمبر ص درود ووایم.


پښتون:
10.05.2013

پورته ولاړشه.
پورته ولاړشئ.
پورته ځه.
ځه کنه ،څه رډې رډې ګورې.


حمید هڅــاند
12.05.2013

په دې چرګ څه کار شوی دی. ولي یاره، غله دې روغ پرېښودل پښتونه او دا ډول چرګ دي ترې راووړ.

[img:5aeb4d7cd3]https://fbcdn-sphotos-d-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/943047_253012334843877_1903644262_n.jpg[/img:5aeb4d7cd3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more