د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دلته خو سم بم آلوتې دې

پښتون:
12.01.2013

په څه مشکلاتو ځان دلته میلډ کړو . کله ویی دا نوم دې ساقط دې او کله وایې دا پاسورډ دې غلط دې.
چې لیکنې کې اصلاحات راولې ،مجبور یې چې یو څو دقیقی دې پدې توګه ضایع شي.
د لیکنې رنګه کول او غټول هم یو عالم مشکلات لري.
کله ۵ او کله ۱۵ نفره انلاین وي ،او ثبت شوی کس پکې د سره نه وي.
د فورم لپاره مې یو مدیراتور او مسوول ونلید چې په نړیوالو پاڼو(فیسبوک او نور) کې ورته کمپاین وکړي.
ادبې او کلتوری لیکنې ، د کمپیوتر او تخنیک په هکله څوک هیڅ هم نه لیکی ،که لیکې یوازې د جنګونو په هکله د طالبانو او امریکایانو په هکله او د وهابیانو پسې لیکل کوي. ماته خو دا فورم هم داسې مدرسه ښکاری چې مجاهدینو یې اودس هم زده نه وو ،او کلمه یې هم .خو نور یې کافرول او بیا یی وژل.
نو زما په خیال چې کوم بم دلته آلوتې دې او هر څه یې دړې وړې کړي دي.


tandar
12.01.2013

سلامونه ياره
دبموچاودنوسره ټول عادي شوي دي الله دي نور ورحميږي
ستاراتګ هم دلته په دشمنانود بم چاودنه ده خومونږ درباندي من من غوښي اخلو :oops:
چه ديابيټ نه شو هههههههها
دcia او isi لاسونه زمادبي اتفاقه ملت په وينو سره دي


حمید هڅــاند
13.01.2013

تاسې خبره د ټول افغان وکړه، زه به خبره تر کابل ورسوم...
د مطیع الله عابد له وال څخه:
د معجزو ښار.....
یو سر ته ېې د قاضي فاتحه اخلي. بل سر ته ېې د مزاري
یو چوک ې د امر صاحب په نوم دی. بل ېې پښتونستان یادیږي
عبدالحق هم پکې یادگار لري او اندرا گاندهي هم پکې روغتون لري
د کنډوالو په سر د غازیانو عکسونه .د ادیرو په سر د شهیدانو عکسونه
کابل ریښتیا چې د معجزو ډک دی. هر چا دپاره پکې د دعا لاس او غزا ټوپک پورته کیږي.


پښتون:
13.01.2013

[img:0371a883e5]http://preparingyourfamily.com/wp-content/uploads/2012/11/bomb.jpg[/img:0371a883e5]


پښتون:
15.01.2013

وعلیکم السلام تندر صیب.
او زما د نن ورځې سلام هم تاسي دواړه ومنئ .مننه ستاسو د نیکو احساساتو.
یره هڅاند صیب کابل خو سم ډیران دې ډیران.
او اوس چې د افغانستان د تباهئ او د بربادئ د غټ عامل (منافق حسین احمد) د مرداریدو فاتحه هم پکښې اخیستل کیږي نو پوره ډیران ته ورته شو.
منافق حسین احمد هغه کس دې چې په افغانستان کې یې د افغانانو په بچو باندې پوهنتون ،ښوونځۍ او نور عالی تحصیلات حرام ګڼل. ولې د پاکستانیانو لپاره یې هیرا منډئ ،ډب ګرئ،او د لاهور او کراچۍ نایټ کلپونه ، ،یونیورسیټیانو او سکولونه،سینماګانې د بربنډو فلمونو سره ،د فلم سټدیوګانې د غټ کونو او غولانځورو فلمیانو سره حق او حلالې ګڼلې.
د امریکایی او انګریز کافر سره دوستی او مرسته اخیستل یی د پاکستانیانو لپاره حلال ګڼل ولې د افغان خوار سر یې د دې دوستۍ لپاره له تنې بیل کړ.
او اوس دې د منافقو قاتلانو فاتحه په کابل کې اخیستل کیږي.
دا فاتحه د چا لخوا اخیستل کیږي؟
د دې منافق ۳ وفاداره شاګردان د افغانستان په تباهۍ کې ( برهان الدین ربانی،ګلبدین حکمتیار،احمد شاه مسعود).
چې کوم شاګرد یی ورسره وفاداری لمانځي؟

اوس به یوه ټوکه تاسو سره شریکه کړم.

وایی، ښوونکي د یو زده کونکي څخه پوښتنه وکړه چې د خلقی/پرچمي او مجاهدینو په منځ کې توپیر څه دې.
زده کونکي ځواب ورکړ:
ښوونکې صیب !خلقیانو او پرچمیانو (عمده) په مکمله توګه هیواد يواځې په روسانو خرڅ کړې وو ،او هغوی چې یواځې په نوم مجاهدین دي ،(پرچون) لږ لږ او ټوټه ټوټه هیواد په ۴۲ هیوادونو وپلوره.

*******************************************
ډیر درناوي هغو پاکو او سپیڅلو مجاهدینو ته . او لعنت دې وی په هغو, چې د جهاد د نوم نه په استفاده یی چور او چپاول وکړ او میلیونران شول.


سلامونه

tandar
15.01.2013

سلامونه
دابم دي اوکه دچانه دي دوليوسره سترګه راايستلي ؟ :oops: :oops: :oops:
هغه پخواني مينه دي نشته
..........................لکه دزرو ګونګرو شوربه دي کوونه :oops: :oops:
تربيا


پښتون:
16.01.2013

وعلیکم السلام!
تندر صیب ! مینه پخوانئ ده خو وخت پخوانې ندې.
مینه او شور مو اوس هم لکه پخوا دې،خو د فورم سوړ حالت مو شور سوړ کړي.
د ټوکو ټکالو لپاره خو تاسو هم یو څو اضافه کرخې ولیکئ. زه خو ستاسو د دری کرخو ځواب په څو کرخو کې درکوم. ، ولې تاسو برعکس درې کرخې او هغه هم د ګیلې د لنډۍ سره.

اوس به دا ټوکه ولولو .

په یو کلی کی ملا امام وو، په ختم کی یی ډیر خوراک وکړ،او ښه وپړسیده.
کليوالو ملا په کټ کی واچوه ،او د کلينيک په لور یی حرکت وکړلو.
پدی وخت کی د یو کور څخه چا په یو قاب کی حلوا راوباسله، ملا ترینه پوښتنه وکړه چی دا څه دي؟
ماشوم وویل، چی دا حلوا ده .
ملا وویل چی راوړه لګه وخورم.
خلکو وویل: چی ملا صاحب ته خوپړسيدلې یي، بس دې دی .
نو ملا وویل چی خیر دې فقط په کی ګوته وهم ،خورم یی نه....... :lol: :lol: :lol:
[img:3ae960bedf]http://www.shindokht.com/Food/pics/fd0035.jpg[/img:3ae960bedf]


پښتون:
07.05.2013

ﻳﻮ ﭘﻼ‌ﺭ ﺧـﭙﻞ ځوئ ﺗﻼ‌ﺷﻲ ﻛړ. ﺩ ﺟـﻴﺐ څخه يي ﻭﺭﺗﻪ ﻧﺴـﻮﺍﺭ، ﺳګرټ، ﭼـﺮﺱ، ﺩ ﺟﻴﻨﻜﻮ ﻋـﻜﺴﻮﻧﻪ، ﺍﻭ ﺩ ﺟـﻴﻨﻜﻮ ﺩ ﻣﻮﺑﺎﻳﻞ ﻧﻤـﺒﺮﻱ ﺭﺍ وﻭﻳـﺴﺘﻲ.
ﭘﻼ‌ﺭ ﭘﻪ ﻏـﻮﺳﻪ ﺷﻮ ،ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ځوئ ﻳﻲ ډﻴﺮ ﻭډﺒاﻮﻩ.او پوښتنه یی وکړه:
څوﻣﺮﻩ ﻭﻭﺧﺖ ﻛﻴږي ﭼﯽ ﺩﺍ ﻛﺎﺭﻭﻧﻪ ﺩې ﺷـﺮﻭﻉ ﻛړي ؟.
ځوئ ﻳﻲ ﭘﻪ ﮊړا ﮊړا ، ﻭﻭﻳﻞ: ﭘﻼ‌ﺭﻩ ﻣﺎ ﺳـﺘﺎﺳﻮ ﻛﻮﺭتۍ ﺍﻏـﻮﺳﺘﻲ ﺩﻩ،،،هاهاهاهاهاها


حمید هڅــاند
08.05.2013

پښتون صیب! هغه ستا د انډېوال کره چې میلمه ورغلی ؤ او بیا یې بیرته په چرګ سپور کړی ؤ،،،،په یاد دې دي؟؟؟
یاره هغه میلمه نه لکه چې چرګ غلو بېولی دی!
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
.
ږ
ږ
.
.
.
.
.
.
.
.

.
.
.
.
.
.
.
[img:eb52194d8c]https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/534970_163242647174894_360703410_n.jpg[/img:eb52194d8c]


tandar
08.05.2013

بي وخته ازانونه به يې کړي وي لکه چه ګوانتانامو ته يې وړي دي ههههههههها
تربيا


پښتون:
09.05.2013

هاهاهاهاها
نو په ګونتنامو کې يي ټول چرګان تړلي دي؟؟؟
جالبه ده.
چې د ګونتنامو چرګانو ته یی د نظار شورا چرګانې ورلیږلې وې. د پارلمان چرګانې یی هم یو څو ورځې د ګونتنامو چرګانو ته لیږلې وی .
د ګونتنامو چرګان به اوس ښه قولنګي چرګان شوي وي او یا هم هسې خسکي چرګان!


tandar
09.05.2013

سلامونه
يره پښتونه بلاسړي يې ههههههههههههها
دبابا يې وطن په وخت دغه وظيفه رحيم غلام بچه پنجشيري په غاړه اخيستي وه چه دکاريزمير باغ ته به يې بابا ته سري اوسپيني چرګاني په اخطيار کي اچولي :oops: :oops:
خو اوس دامسئوليت يې نورو په غاړه اخيستي :oops: :oops:
تربيا


پښتون:
11.05.2013

سلامونه .
دا رحیم پنجی شیری یې څوک وو.
د ظاهر شاه په وقت کې دوی مرده ګاوی کوله اوس حکومت کوی.
که د جهاد یوه بله ډرامه په افغانستان راشی. ټول دله ګان به قهرمانان،مارشالان،مجاهدالکبیران،استادان د ماڼیو خاوندان شي. په جهاد کې خو دا مزی وي. غنیمت یا غلا پکښې د جهاد لاسته راوړنې دي.


پتوال
28.05.2013

د بلار او زوی یوه کیسه به د پښتون په خاطر تاسوته ډالۍ کم:

د یو جنجالی زوی حاضر جوابی :

پلار : زويه يو بوتل نوشابه راوړه .
زوى : پيپسي که مرنډا ؟
پلار : پيپسي
زوى : دايت که عادي ؟
پلار : دايت
زوى : قوطي که شيشه يي؟
پلار : قوطي
زوى : وړوکى که غټ ؟
پلار : نه يې غواړم اوبه راوړه
زوى : ساده که معدني؟
پلار : معدني
زوى يخې که ګرمې ؟
پلار : وهم دې ګوره
زوى : په لرګي که په چاقو ؟
پلار : څاروئيه!
زوى : خر که سپى ؟
پلار: له مخې مې لرې شه
زوى : په منډه که په ورو؟
پلار: په هرڅه چې ورکيږي ودې نه ګورم
زوى : ته هم راسره ځې که يواځې لاړشم ؟
پلار: درځم وژنم دې
زوى : په ټوپک که په چاړه ؟
پلار: په چاړه
زوى : حلالوې مې که وهې مې ؟
پلار: خداى دې درباندې لعنت نازل کړي زړه مې ودريده
زوى : ډاکټر ته دې بوځم که ډاکټر درته روالم؟


tandar
29.05.2013

هههههههههههها
پلار ، نوردي ونه وينم
ځوي ، په ويښه که په خوب :oops: :oops:
تربيا


حمید هڅــاند
29.05.2013

[color=darkblue:bf526caf7b]
یاره پښتون صیب! دا خو چرک نه دی، سم ځانمرګی دی... اوس یې په چا را ګرځوې؟؟؟
[/color:bf526caf7b]

[img:bf526caf7b]https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/969970_315673601896308_974038457_n.jpg[/img:bf526caf7b]


پتوال
29.05.2013

د خندا له پاره دغه لینک کلیک کړئ
او بیا د انځور نه پاس چپ خواته ابي رنګه
المانی Zurück zum Album کلیک کړئ!
او بیا د مرکه کونکې ژورنالستې د انځور دښي لاس څنګل سره لاندینۍ تڼۍ پرانیزئ او غوږ شئ

http://www.facebook.com/photo.php?v=493097970762400


ډاکتر څپاند
01.06.2013

يوې نجلې دې بام په سر لمونځ کاوه،پلارخپل زوئ ته کړه چې زويه دانجلي
ډيره ښه ايمانداره بریښي رازه چې مرکه وروليږو٠نجلې لمونځ قطع کړ او غږ
ئي کړچې روژه هم لرم :mrgreen:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more