د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دخره په نامه دهغه دپلاروصيت نامه

hotak
03.11.2004

يارانو سلامونه وايم.
بښنه غواړم داخركافر هسي زمامخي ته نيغ نيغ كيږي.مانه غوښتل چي هغه دامريكايانو په خبره خرټچ كړم.خوعجيبه حالت دي.ياره دلته په امريكاكي كه ښكته وګورى ياپورته همدا دخره اوكيري عكسونه به يوځاي سره لګيدلي وي.
والله كه په بغدادكي دصدام دومره عكسونه وو لكه څومره چي دخره په امريكا كي دي.له ماسره ټوكه داوشوه چي اوس آن په شيطاني خوبونوكي هم جولۍ په سر خره تاويږي راتاويږي.
هغه ورځ ناڅاپه لكه ملانصرالدين له خوبه راغوزارسوم.ادې چي مي داحالت وليد سم له لاسه يى سړې اوبه راوړې.واي زويه خيرخوبه وي ولي دي په خوب كي په بالښته پښې اړولى را اړولى؟ زه وهم شرميدم خوڅه مي كړي واي اوس پيښه وه.ماورته ويل والله خوب مي ليده چي له محمديعقوب كاكاسره په پټي كي په خره سپريږم. اوخره هم داسي چي ښه هندي ساړۍ يى اغوستي وي.ادى مي ويل خيردى بى عقله زويه په نيك شاګوم يى ونيسه هاغه دى دكوزدى لپاره غم درته خورم لګيايم.
دغه دى ماپه ريښتيا دغه خوب په نيك شاګوم نيولى.
وړم كال له حاجي رمضان سره هند ته تللى وم.په بمبۍ كي مي عجيبه نرښځيان وليدل.له بيرته راتګ وروسته پوره يوكال راته هغه دله ګان نيغ نيغ كيدل.داسي شپه به نه وه چي مابه له دوي حراميانوسره خرې نه وى بيه كړي.بياچي خداي له هغه غمه خلاص كړم بيانوكيري راغى اودهغه په طفيل مي خره كافرپه دماغ كي ځاي ونيو.
دخره ذكرِخيرراغى. داخبره مي هم راپه يادشوه چي خرنن سبا دنړۍ په تيره بيا دافغانستان اوامريكا په سِول اوملټري چاروكي خورا ارزښت ترلاسه كړى.ماپه تيروخت كي دفرانسې دخبري اژانس په نقل يوخبر ټول افغان ته وركړى وو چي وايي په ګرديزكي دملي اردو يوډګروال دپوليسو له لوري په داسي حال كي ونيول شو چي له بده مرغه هغه مهال له يوې پايې پاك لمني (پاك لكۍ)مَركبي سره په داسي حال كي په چنغله بازي لګيا ووچي دمركبي له غټو اوپه خدايي رنجو توروسترګو لپه لپه اوښكي رواني وى.دفرانس پريس خبريال دخپل دغه خبر په ترڅ كي دانه ده په ډاګه كړي چي دخرې اوښكي په خپل قسمت نصيب باندي درشك له امله وې اوكنه دلوړپوړي پوځي چارواكي له لوري يى په رڼا ورځ دحيواني حقوقو په ترپښولاندي كولو باندي احتجاجاً ژړل.پوليسوترى وپوښتل وايي ډګروال صيب خداي دي خواركړه په دى كنډواله كي څه كوې؟نوموړي ورغبرګه كړه چي حرامونيو! نه مي وينۍ چي ډيموكراسۍ په عمل كي پياده كوم؟؟؟
ريښتياهم دافغانستان په كنډوالو كي بايد چي دډيموكراسۍ لوړ او اوږدلكۍ انساني اقدارپياده كړل شي.هاغه دى له خيره سره امريكايانودهمدغه لوړهدف دترلاسه كولولپاره ډيرې اچولي دي.وبه ګوروچي كله دوي په خپل دغه نيك مقصد كي كاميابيږي.خوماته افسوس دهغو يارانو په حال راځي چي په پردي بهيركي لكه (مذكورين) رازغلي.تاريخي حقايق‘درسونه اوعبرتونه په پام كي نه نيسي اوځانونه يى دنورو دآجندالپاره دملت‘هيواد اواسلام دښمنۍ ته وركړيدي.
نن درته دهمدغسي يوه خره كيسه لرم.هيله ده چي ويى لولۍ:
وايي يودوبي به هره ورځ پخپل خره باندي كالي بارول اودمينځلو لپاره به يى لري ورشو ته بيود.خربه يى هلته وتاړه اودى به پخپل كارلګياوو.يوه ګيدړه متوجه وه.يوه ورځ خره ته راغله.
’’سلام خره وروره!,,
’’واليكم خورې خداي دي راوله,,
’’خداي دي شه دربوزي,,
ګيدړي ورته په پوره مكارۍ سره څرګنده كړه چي تاته مي له دى امله ډيره خوابديږي چي دغه ظالم دوبي درباندي دومره ظلم كوي.خره بيچاره ورته وويل چي څه وكړوزموږ خروملوني خوهسي هم دپردو په لاس كي وي.خپله كومه اراده نلرو.مجبوره يو بس تيره وو به يى.
ګيدړي ورته وويل نه ياره داسي خبره مكوه.ته راځه له ماسره.له دغه غره نه هوري داسي شنې ورشوګاني دي چي ازاده فضاء لري.دهيچابه راسره سروكار نه وي.خورو څښو به اوحساب به نه منو.ددوبي او ژرنده ګړي له ظلمه به خلاص يو.
بس هماغه وو چي خره ته يى دوكه وركړه.اودى مبارك ورسره روان شو.په نيمه لاره كي منافقي ګيدړي ورته وويل چي ياره ډيره ستړي يم كه لطف وكړى اوتريوه ځايه مي په شايوسى.هماغه وو چي خره ورته خپله شاتقديم كړه.
خوكله چي يو دوه غرونه ورهاخواشول.نوخره وكتل چي زمرى خورا شوقي شوقي تانګونه ايستل.هغه په دى تمه ووچي ګيدړه به اوس ښه څورب خردښكارلپاره راولي.خره چي دخطرزنګ واوريد نوګيدړي ته يى پرته له دى چي په ځان يى پوه كړي ورته وايي:’’خوري ته لږ واروكړه.والله زه له تاسره نشم تلاى,,
’’ ولي څه پيښه ده؟,,
’’والله له مانه مي دپلاروصيت نامه پاتي ده.زه بايد هغه له ځانه سره راوړم,,
’’څه فرق كوي وصيت نامه دي نه وي,,
’’والله پلارمي وصيت راته كړى چي داوصيت نامه بايد تل ستاتربالښته لاندي ايښي وي,,
’’ځه خيردى راويى وړه.خوزه به هم درسره ولاړه شم.ته به وصيت نامه راواخلى اوبيابه له خيره سره دواړه سره راشو,,
هماغه وو چي ګيدړه دخره په شا كيناسته اومخ دكلي خواته روان شو.په لاره كي ګيدړه ورته وايي چي وروره قبله ګاه صاحب دي په وصيت نامه كي څه درته ليكلي دي؟ خره ورته ويل چي څلور ډيرقيمتي وصيتونه دي.
لومړى يى دادى چي له نادان دوست نه هوښياردښمن غوره ګڼه.
دوهم داچي ډبره چي چيري پرته وي هماغلته درنه وي.ځكه نوبايد له هاخواديخوازغاستوځان وساتى.
دريم داچي له كلي وزه خوله نرخه مه وزه.دپردوپه نوكرۍ كي دخپل ملت آرونه اواصول له پامه مه غورزوه.
اوڅلورم داچي دګيدړي له آشنايي دومره لري ګرزه لكه دسپي له غولو.
ګيدړه چي واردمخه يى لا دخره بيخكي خبري دشك په غوږونو اوريدلي وى اوس پوه شوه اوسم له لاسه دخره له شاه غوزاره شوه.
خوخرهم دومره كم سپورنه وو.په يوه زوروره هينګاره يى دكلي سپي پرى واشكارل اوپدى ډول ګيدړي همدلته سرله لاسه وركړ...........................
مينه اومننه ستاسي نصيراحمدهوتك



Adil watanmal
04.11.2004

هوتك وروره او ګرانو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته
هوتك وروره ټوكه خو دي ډيره ښه او په زړه پوري ده او ګيدړي خو خر ديمقراطي فضا ته روان كړي وه خو ..... او خره له ئې په لاره كې كوهي كندلي وه
وروره دا ډګروال صاحب بايد محاكمه شي ځكه د حمارګلي حقوق ئې تر پښو لاندي كړي. او كنه ريښتا هغه خو غوښتل چې ډ يمو كراسي په عملي طريقي سره تطبيق كړي او اوس خو ئې محاكمه....

عادل وطنمل


hotak
14.11.2004

عادل جانه سلام
ياره ته كه دحمارګلي دحقوقو دنقض له امله ډګروال اعداموې كه هرڅه پرې كوې.
زه خوله دې وروسته والله كه خره ته كه نروي ياماده لاس هم وروړم.ځكه دخپلي پورتنۍ فلسفيانه مقالې له امله مي خورازيات ګواښونكي شخصي پيغامونه ترلاسه كړي چي بيريږم هسي نه څوك مي ووژني.
والله ديارانو خوپه خره دومره خوابده ده ته به واكومه خپلوي ورسره لري. :lol: :lol: :lol: زه له ټولو وروڼو نه چي ماته يى شخصي پيغامونه را استولي دي بښنه غواړم


islam dost
14.11.2004

قدرمنووروڼوهوتک صيب اوعادل وطنمل صيب اوګرانولوستونکولومړئ زماله خوتوده سلامونه اوداخترمبارکئ ومنئ هيله ده چي اخترموپه خوښئ تيرشوئ وي
هوتکه وروره وايی چي ځيني خلک په يوغشي دوه مرغئ ولي خودلته تاسوپه ډيرمهارت سره دوه نه بلکي څلورمرغئ ويشتلي ښايی هغه چاچي تاته يی شخصي پيغامونه ليږلي دهغوی کومه مرغئ دهم په پښه ګوډه کړي وي خوښه به داوه چي مونږته دهم ښودلي وی ترڅوبيامونږهم په راتلونکي کښي ددوی په وړاندي دخرو غيبت ونه کړو،پاتي شودحمارجاني سره دډګروال صيب زياتئ دفيلانوپه پاچاهئ کښي شوی اواعدام يی هله شونی ووچي دخروپاچاهي وی اوياپه دي وروستيوانتخاباتوکښي خروماتي نه وی خوړلي ٠
که څنګه هوتک صيب ؟؟؟
هوتکه وروره په خره پسي ديوه ټوکه راياده کړه هغه دا :
وايی چي ملانصرودين يوورځ سوچ کاوه چي دده خرډيرزيات خوراک کوي نوښه به داوي چي له دي وروسته په خرباندي خوراک کم او وروريی له لوږي سره بلدکړي ددي پلان عملي کولولپاره خره ته دري وخته وښوورکولوپه ځای اول دوه وخته لږوروسته په څليريشت ساعتوکښي يووخت اوڅوورځې وروسته يی په دوه ورځوکښي يووخت وښه اوخوراک ورکاوه ،خرکه څه هم دکم خوراک له امله ورځ په ورځ ډنګريده خوملانصرودين خوشحاله ووچي ګني خريی له لوږسره بلديدوپه حال کښي ده
بالاخريی په خره باندي بيخي خوراک بندکړ ،څوورځې وروسته چي ملانصرودين دغوجلې دروازه خلاصه کړه څه ګوري چي خر يی له لوږي مردارشوی دی ،ملانصرودين په ډيرافسوس سره وويل هی هی کاشکي مخکښي مړشوی وی اومړهم هغه وخت مړشوي چي له لوږې سره بلدشوي ٠


hotak
14.11.2004

وروڼو سلام!
لومړۍ خبره داده چي له حمارګلي سره پام كوۍ چي خُمارګله نوم يى وانخلۍ.هسي نه دچاخوابده شي.



Adil watanmal
23.11.2004

هوتك جانه وروره د سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته
وروره د حق په ويلو كې خو دا خبري راځي. او هدايت د الله پاك په لاس كې دي .
زه د هغه وروڼو څخه چې تاسي ته ئې شخصي پيغامونه ليږلي هيله لرم چې خپل نظر دلته په ډاګه كړي چې تر څو ئې شخصيت لوستونكو ته ښه په ډاګه شي.
او د ډګروال صاحب په اړوند به دمره ووايم چې ده داسي ډيموكراسي تطبيق كونكي ته سزا وركول د افغانستان په اوسني حكومت كې ممكن نه ده. ځكه چې ....
----------------------------------------------------------
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more