د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

نیم هوښیار

شمس الله همدرد
28.10.2004

یوه شپه یوه ځوان چی ځان یی ډیر هو ښیار او ځیرک باله خپلی ښځی ته باټی وهلی "زه دومره هوښیار یم چی هیڅوک می نه شی غولولی " ښځی یی ورته وویل چی "سړیه : زما په فکر خوته ډیر ساده یی . سړی ته قارورغی او په تحقیر امیز خندایی ښځی ته بدبد وکتل او له کوره ووت په خپل ورځنی کار پسی ولاړ. یوه،دوه اونی وروسته ښځه بازارته لاړه او تازه ښکلی ماهی یی واخیست او پټ یی هلته کیښود چی میړه یی سباته هلته یوی کوی . بله ورځ سهار ،سبا ناری یی خپل میړه ته دهمیشه په شان پټی ته وروړ . میړه یی ماهی وروښود او حیران و چی څرنگه هلته پیداشو. ښځی یی هم ځان ناگاره واچاوه خپله حیرانتیا یی وښووله او ماهی یی له ځانه سره کور ته یووړ.
میړه یی ورته ویلی وو چی دبیگاه لپاره یی پوخ کړی . کله چی دی کور ته راغی پوښتنه یی وکړه چی ماهی پوخ دی او که نه ؟
ښځی ورته وویل : " کوم ماهی یادوی ؟ تاماته کوم ماهی نه دی راکړی. "میړه یی ورته وویل " وې په پټی کی می ماهی درنه کړ؟
ښځی ورته وخندل اووی ویل "چی ته خوب وینی هیچا په ځمکه کی ماهیان نه دی موندلی " ته بیخی بی عقل خر یی"
میړه یی ډیر په قهر شو او دښځی په وهلو یی پیل وکړ ، ښځی بغاری وهلی او ټول گاونډیان راټول شول ښځی ورته وویل : "چا په ځمکه کی ماهیان نیولی دی ؟ دده اعصاب خراب شوی دی . "کلیوالو د موضوع په باب قاضی ته راپور ورکړ . قاضی له دوی څخه پوښتنه وکړه او بالاخره پریکړه اعلان شوه ، چی میړه دروغجن دی او باید سزا ووینی . ښځی قاضی ته عذراو زاری وکړی چی دده له سزا څخه صرف نظر وکړی
قاضی ده ته عفو وکړه کله چی کور ته راغلل ښځی ورته وویل : ګرانه : هیڅکله باټی مه وهه :ماهی ما په پټی کی درته ایښی و په یاد دی دی چی تاویل ما څوک نه شی غولولی؟ میړه ډیر زیات شرمنده شوه خپلی ښځی گیر کړ. ترڅو چی ژوندی و، اصلی کیسه یی چاته ونه کړه او بیا یی باټی هم نه وهلی .


خانو حاجي
06.04.2011

خدای دې له داسې حاله ساته ،
چې ښځې ته پآتې راشې او ورته خجالت شې.


SADEQ MUSALMAN
06.04.2011

وۍۍۍۍۍۍۍ داڅومره اوږده ټوکه ده
زماخوورته حوصله له واره ختمه شوه :wink:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more