د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

تندر صاحب ته په هدیه کي


ع کريم حليمي
03.09.2012

تندر صاحب ، ځولۍ ځولۍ سلامونه
هغه د حضرت (صعب العلاجه) خبره زه ملا نه یم ، زه تر نن ورځي او سبا هم د دیني علومو طالب يم
زه ستاسي د تاوده هرکلۍ نه مننه کوم ، دلم پُـــر است خو څه وکم تش لاسونه مي دښمن دی ( دستانم خالی است )د هرکلي په عوض کښي به په یوه وړین جوال کښی یوه ادبي مطایبه اوطنز درته تحفه کم ، په ډېر څه ئې راڅخه قبول کړه
د کلي خان نوی ملا مقرر کړئ ، ملا چه مسجد ته بستره راوړه ، داسي خوږ زبانه ملا وو ، چه هر بانډار ، قومي روغي جوړي ، غوندي ، نکاحوي په مسجد کښي کېدلې ، د خان سراچه داسي سپېره ؤ درېدله چه په کال چا سر نه کۍ ورښکاره ، په داسي حال کښي چه د ملا تر راتګ نه دمخه د خان کاکا پر کور هره ورځ دوې درې قومي جوړي کېدلې ، د خان کاکا اعصاب ورځ په ورځ داسي خرابېدل چه آخر يې د صبر لښکرو ماته وکړه ، نو ملا جان خان ټه ئې جواب ورکۍ ،عمومآ ملایان کډه د شپې اخلي ملا چه ولاړی ، سهار چه مسجد ته خلګ د لمانځه له پاره راغله ملا نسته ، نو خلګو د کلي خان ته کتل ، او دکلي خلګو د حال په ژبه خانه ویل چه اوس به څه چل کیږي ، نقل به نه اوږدوم ، څه سر دي پرله ګرځوم د نقل کار دي
خان کا کا د مخه سو ، په داسي حال کښي چه یوه وجه الحمدالله ئې زده ده او بس او لمونڅ هم د سهار دي
چه الله اکبر يې وویل نو په سورت فاتحه ئې شروع کړه ، په لوړ آواز آميــــــــــــــــــــــــــــــــن وویلۍ
دا چه بل يي هیڅ سورت نه وو زده نو د غني خان په بیتونو ئې شروع وکړه چه :
ماته د جنت کیسې ځان ته د دنیا حساب
دا دی عجیبه انصاف دا دی عجیبه کتاب
زه په مستي سور کافر ته په هوس سپین ملا
ما ته په فتوا عذاب تا ته په دوکه ثواب
اې د عدالت زبه دا لوبه خو ورانه که
موږ انسانانو ته نوې لار ودانه که
نور که څه کوې که نه خلاص مو د ملا نه که
او په دوهم رکعت کښي يې د رحمان بابا په بیتونو شروع وکړه ،
د ریا له زاهدۍ ځما توبه ده
چه یی کاندی څوک په رسم او په عادت
په ورځ پېدا و نصحت وايي و بل ته
په شپه ناست وي د مغان په خرابات
دین يې دام وي د دنیا په لار کښي
ایشئ پرې را اوړي وحشیان د مخلوقات
د هغو په لور ئې سترګي وي ختلي
چه په لاس ئې سرمایه وي یا زکات
زه رحمان له هسي خلقه پناه غواړم
هر چه لافه کړي خلاف د مقامات ، سلام يې وګرځاوه
د دعا په عوض کی ئې خلکو ته مخ راوه ګرځولۍ ، څنګه ؟ لمونځ مو خوښ سو ؟؟؟؟
خلکو چغي او نارې جوړي کړلې ویل يې چه : خان کاکا !!، شل کاله مو لمونځ وکې په والله که مو يوه خاشه خوند پر اخستی ؤ
دغه نن د لمانڅه په خوند پوه ســــــــــــــــــــــــــولو
نقل اوږد دي کــــــــــــــــــــــه خوند يي درکی حال راکه هغه نور به هم درته راوباسم له جواله . جوال مي په حجره کي ایښی ، چه تاسو يې خوله ور خلاصه نه کې ، په جوال کي مار هم سته


سلامونه

tandar
03.09.2012

حليمي صيب سلامونه او احترامونه
وائې ددرنو مشرانو خبري او قيصي هم درني او هم خوږي وي ماترننه پوري داسي خوندوره ټوکه نه وه اوريدلي بياهم ډيره مننه
زما يو تره وو هغه به هم په حوجره کي دځوانانو تبه کوله دکلي ځوانانو به هم دده هرکلي کولو
دازما ١٨٠٩ ليکنه ده او همدغمره مي دنورو ورنو ليکني هم لوستي دي خو دومره خوند چه ستاسو په هديه کي پروت دي جوړه نه لري ډيره مننه
زه خپله په اخر دهري مياشت کي دليکنو وخت کم لرم ز ماد ټوکي ليکل ستاسو سره دهمکاري اود ډيري خوښي ابراز وو
داچه تاسو دنوي ډنډي په غاړه اخيستو سره اولينه ليکنه مو دټوکو له خونې شروع کړه مونږ ته مو ډير افتخار وبښلو ،تاسوته ژوند،ژوند،ژوند وايو
هر څوک چه دوطن ازادي او دملت خوشبختي غواړي هغه طالب دي او زمونږ افتخار دي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


سلامونه

tandar
03.09.2012

حليمي بيا هم سلامونه
دجوال په ساتلو کي درسره مرسته کوو خو کله کله يعني په مياشت کي اقلا يوځلي په خپله تبه يو څه تري دورونو دخوښي لپاره راباسه دابه زمونږ لپاره دخپل کلتور او مشرانو پخواني خوږي قيصي لکه سبق دزده کړي سبب وګرځي چه زمونږ مشرانو څه خواږه وختونه له ميني ډک تير کړي چه سړي ته ئې ارمان ورځي
ماته خو دخپل کلي ميا صيب ،ملاصيب، پاچاصيب دخپل جوميت دلوي چنار دوني سوري او تر لاندي لويه چوتره او دکلي دخلکو ناستي، ټوکي ټکالي ،خړ څادرونه اوچلم سره دتنباکو څرخاني ،په څنګ کي رواني اوبه سترګوته نيغ ودريدل داچه نه ئې وينم او نن خيال ګرځيدلي له خفګانه نور دليکلو حوصيله راڅخه ځي وايم چه خدايه نور په افغان اولس ورحميږه او وطن ئې ورته ازاد کړه چه هر سړي په خپل ټاټوبي کي ژوند وکړي او په خپله هديره کي ښخ شي او بس
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more