د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

کانديدان په ټپوکې

لړمون خوړينی
15.10.2004

[color=green:60941fc485]١) حامد کرزی :[/color:60941fc485]
جانانه ! خانده خوشحالېږه
پلارمې رضادی ، ماهم تاته درکوينه

[color=olive:60941fc485]٢) سيد اسحاق ګيلاني :[/color:60941fc485]جانانه ! صبر وظيفه کړه
ددريابونو ماهيان غاړو ته راځينه

[color=green:60941fc485]٣) ستار سيرت :[/color:60941fc485]زلفې مې ټينګې په لاس نيسه
دبدنصيبو روزي تل له لاسه ځينه

[color=red:60941fc485]٤) عبدالهادي خليلزی :[/color:60941fc485]له ډاره غږ کولی نشم
دسوال ياري ده اوس به ړنګه بنګه شينه

[color=red:60941fc485]٥) عبدالرشيد دوستم : [/color:60941fc485]په زړه دې غټه تيږه کېږده
ګورته به يوسې دانيمګړي ارمانونه

[color=cyan:60941fc485]٦) ميرمحفوظ ندايي :[/color:60941fc485]نه مې څوک وه نه مې پکار شول
دبې کسۍ سند په جيب کې ګرځومه
[color=darkblue:60941fc485]
٧) لطيف پدرام : [/color:60941fc485]موزي ګيان ټول په تبه مړه شول
يومې ساتلی خمير دان ورباندې وړمه

[color=brown:60941fc485]٨) حفيظ منصور :[/color:60941fc485]خولګۍ به خاورې ايرې درکړم
چارصدو بيست يې په حجرو وايې حالونه

[color=darkred:60941fc485]٩) محقق : [/color:60941fc485]ستا يارانه دشګوبند دی
څوک چې دشګو بند تړي اوبه يې وړينه

[color=olive:60941fc485]١٠) يونس قانوني :[/color:60941fc485]
درپسې يم پرې به دې نه ږدم
که داتيا زامنو مورشې يار دې يمه

[color=violet:60941fc485]١١) عبدالهادي دبير :[/color:60941fc485]خاونده ! داپرده مې وکړې
بيابه په نوم ديارانې سړی رټمه

[color=red:60941fc485]١٢) همايون شاه آصفي :[/color:60941fc485]ميلمه لاليه په خير راغلې
اول دې ښکل کړم ، که دې جيب ولټومه
[color=green:60941fc485]
١٣) مسعوده جلال :[/color:60941fc485]داسې مې زړه درپسې شين دی
لکه داپورته اسمان شين دی مړه به شمه

[color=darkblue:60941fc485]١٤) وکيل منګل :[/color:60941fc485]زما لالی ساده سړی دی
بازارته تللی څوک يې ونه غولوينه

[color=red:60941fc485]١٥) فاروق نجرابي :[/color:60941fc485]راځه قسم راسره وکړه
که نازولي مو ساتې درسره ځونه
[color=green:60941fc485]
١٦) احمدشاه احمدزی :[/color:60941fc485]ماويل که دی پرما مين دی
جانان جاسوس دی کيسې نورو ته ور وړينه

[color=indigo:60941fc485]١٧) حسيب آرين :[/color:60941fc485]يابه مې داياري ياري شي
يابه مې سر دغرغرې شمال وهينه

[color=cyan:60941fc485]١٨) ابراهيم رشيد :[/color:60941fc485]ځمکې ته کوز شه خاورې ښکل کړه
لايق مې نه يې پاک الله درکړې يمه


pattang
15.10.2004

خداي دي خوار مکه لړ مون خوړينه قسم ده داسي شيان دي ليکلي دي چې زړه د راتازه کړ.
دا لنډۍ مو له حال سه برابري څرنګه په فکرکښې را غلې ؟؟
دا بايد په يوه ورځپاڼه کې وليکل شي او که د رښتيانوم راته ليکې ن و والله زه
جا ئزه درکوم٠
ډير ښه الله دي بری درکړي.
زما زړه ده چې يو وخت لنډۍ راټولې کړم اويو غټ کتاب پری وليکم
په در ناوي زړه خوړين پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more