د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دا تاسو چېري یاست؟

حذيفه
08.07.2012

د دې برخې ګډونوالو !
دا څه کوئ چي نه يو ملګری معلومېږئ او نه مو کومه ټوکه سته ؟
ولي خپه یاست ؟
له چا؟
ولي؟
پر څه؟
څه وخت؟
موږ ولي نه خبروئ؟
دا به هيواد څرنګه جوړ کړو چي تاسو په فورم کي خوشاله ژوند نه سئ تېرولای؟
راسئ ! وروڼو !ګپې وکړئ ، ټوکي راوړئ ، خوشاله مو کړئ ، دا چپه چوپتيا مو ډېر زورونکې ده .
ستاسو د راتګ او ښو ټوکو راوړلو په تمه !
حذیفه


پښتون:
08.07.2012

حذیفه صیب سلامونه،،،دا دې راغلم،،د یوې بې ربطې ټوکې سره. اخوا دیخوا مې جیبونو کې وکتل او دا ټوکه مې مونده کړه .
یارونو نو تاسو ټوکه باندې ټوپ کړئ ،زه به بله ټوکه راونیسم.

یوه ورځ یوه مولا په بس کی سفر کاوه له ده نه مخکی سیټ کی یوی ښځی خپل بچی ته بیا بیا ویل چی زویه دا حلوا وخوره کنه دغه مولا ته یی ورکوم.‌ په څلورم وار چی ښځی دا خبره تکراروله مولا ورته وویل :
خوری ! دا فیصله دې لږ ژر وکړه اوس هم څلور سټیشنه له خپل ځایه راتیر شوی یم .


پښتونه

tandar
08.07.2012

پښتونه سلامونه ههههههههههها
ډيردي وخندولم هههههههههها
دا به حتمي دپتنګي له ملايانو څخه وو چه د ISI حلوا وخوري بيا افغانان پري وژني
دا چه تر پتنګي پوري ټول بحر ته کړي او داتاتورک قانون پري تطبيق کړي
بيابه افغانان له يوه دشمنه په امن کي شي
دisi لاسونه زما دملت په وينو سره دي


حذيفه
09.07.2012

پښتون صیب ! الله مو روغ لره !
دا چي موږ ته مو له خپل اتوماتيک راتګ سره ټوکه هم راوړه نو بیخي زياته مننه ، زه هم ان شاء الله پر خپل وار له ګپې سره را ګرزم .


پښتون:
09.07.2012

سلامونه!
تندرصیب الله ج دې زمونږه هیواد او خلک لدې پاکستاني فتواګرو په آمان کې وساتي.
حذیفه صیب ستاسو څخه هم مننه چې استقبال مو راته زر وکړ،ګنې ما خو دا فکر کاوه چې دا حلوا به ټوله زه خپله خورم.

وایې یو بې عقل خپله ښځه(ماندینه) په غیږ کې ټینګه نیولې وه او هرڅومره فکرونه یې وکړل چې یو څه عاشقانه خبرې ورته وکړي خو په یاد یې هیڅ هم رانغلل نو ورته یې وویل:چې ښه دې ټینګه کړمه ،غول به دې راوځي.


حذيفه
09.07.2012

پښتون صیب ! الله مو راته ژوندي لره !
وايي يوه مسجد ته د ډوډۍ غړۍ او هم يې ترڅنګ حلوا راغلې وه ، کله چي لمونځ وسو نو د کلي مشر ږغ کړ چي دا غړی تقسیم کړي ، د کلي ملا امام اخوند وويل : زه خو يوازي حلوا خورم ، يو چرسي چي همدلته ناست وو د ملا پر دې خبره په تبصره کولو وويل : ملا صیب دا پيته پوزه وخورې حلوا خو هر څوک خوري نو غړی به څوک خوري ؟
عععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععههههه


پښتون:
09.07.2012

آمین.
حذیفه صیب الله ج دې تاسو سره د ټولو دوستانو راته روغ لري.
ټوکه د ماته نوی ټوکه وه.اوس ورته خاندم.
او دا خندا دې که تندرصیب او عبدالسلام صیب ولیدله نو بیا به یې د کوچي ماما ټوکه په یاد شي.
دا تندر صیب هم کم پیدا دې،،سم ترینه د دشپې ښاپیرکې جوړ شوی.د ورځې ورک وي او دشپې بیا نو تر سهاره کوردیناتونه ورکوي.

وايي چې دوه ملګري وو يو پکې چرسي وو.
يوه ورځ طاليبانو ونيول چرسي ته يی وويل چې :
چرس راووبا سه .
چرسي ورته وويل چې چرس خو را سره نشته.
طاليب ورته وويل چې : زه درته وايم چې چرس را وباسه.
چرسي بيا ورته وويل چې : په والله که چرس راسره وي.
طاليبانو يې په قسم باور وكړ او پرې يې ښود .
چرسي او ملګرى يې چي يو څه مخته لاړل نو ملګري يې ورته وويل چې:
تا سره خو چرس شته تا څنګه ورته قسم وكړ چې نشته له خدايه نه ډارېږې ؟
چرسي ورته ووېل :چې قسم مي ځکه ورته وکړ چې الله مي وروسته وهي
خو طاليبانو سمد لاسه وهلم .


حذيفه
09.07.2012

او هو ! پښتون صیب دا د فیسبوک له لارې دي ولي نه سم موندلای ؟.


حذيفه
12.07.2012

انډيوالانو ! سلامونه !
وايي : يوه ګاونډي ملا ته وويل : ملا صیب ! ګډو شريف در پوخ کړم ؟
ملا په خواره او د مکر په لهجه ورته وويل :
ګنهار سړی يم ګډو شريف زما وړ نه دئ يو زناکار چرګ راته حلال کړه .
وګورئ د ملایانو فريبونو ته !
عععععععععععععععععععععععععععععععععععععععععع!
ههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه!


پښتون:
12.07.2012

مسلم خان صیب سلامونه!
وایی کامه اوبو یوړه او بیړاګان اوس خبر شول.
د پتنګ صیب او تندر صیب سوله وشوه ،خداي ج دې وکړي چې باقي شیبې سره په فورم کې د وروڼو پشان تیرې کړي.
هیله لرم تاسو هم زمونږه سره ښه شیبې ولرئ.


پښتون:
12.07.2012

[quote:cbe33610a1="حذيفه"]او هو ! پښتون صیب دا د فیسبوک له لارې دي ولي نه سم موندلای ؟.[/quote:cbe33610a1]
سلامونه حذیفه صیب!
ټوکې ته مې دې ډیر وخندل.خصوصا د زناکار چرګ ټوکه دې بلکل کاغذ پیچه وه.هاهاهاها
اوس مې ادرس صحیح کړ.بس ټک ورکړه او بلنه راولیږه.


Muslim Khan
13.07.2012

[quote:f316f920be="پښتون:"]مسلم خان صیب سلامونه!
وایی کامه اوبو یوړه او بیړاګان اوس خبر شول.
د پتنګ صیب او تندر صیب سوله وشوه ،خداي ج دې وکړي چې باقي شیبې سره په فورم کې د وروڼو پشان تیرې کړي.
هیله لرم تاسو هم زمونږه سره ښه شیبې ولرئ.[/quote:f316f920be]
وعلیکم سلام پښتون صیب زه پاڼي ته په ډیر ځنډ او کله کله راځم
ما تر اوسه پوري داسي کوم څه نه دي لوستلي په هر حال د پتنګ صیب او تندر صیب روغه دخوښۍ خبره ده
خو داچي زما لیکنه ډیلیټ کیږي دخواشینۍ خبره ده


خیریوسی
13.07.2012

تندر، پتنګ او پښتون صاحبانو خدای دې وکړی چي په صحت روغ یاست
وای دیوه سړی خونه سوځلی وه ویل یی :
خونه که مي وسوه دیوالونه یی پاخه سوه

خیریوسی


حذيفه
13.07.2012

پښتون صیب !
ليک مي درته لېږلی دئ او تاسو يې وګورئ ځواب يې ژر را کړئ او په فیسبوک کي مي په هغه نوم چي ما درته ليکلی دئ هڅه وکړئ چي پيدا مي کړئ ما خو مخکي هم ټک ور کړی وو او ستاسو له لوري ځواب نه سته .
مننه !


سلامونه

tandar
13.07.2012

حذيفه صيب سلامونه
دا دټک کلمي دي يوه خاطره دمکتب دوخت راياده کړه
درحمن بابا دليسي هلکان به ماسپښين دکوټه سنګي دبازار شاته باغونو او ځمکو ته تلل او هغلته به ئې څادرونه هوارکړي وه او درس به ئې زده کولو
داوړي موسم وو او توتان هم پاخه وه نو يو هلک چه له ځاځيو څخه وو او زماغوندي په پاړسي هم سم نه پوهيده په يو باغچه کي دتوت په ونه کي ختلي او توتان خوري چه خاوند ئې ورباندي راغلو هههها او ډير په غوسه هم وو
او بچه در درخت چه ميکني ؟ تا شو ،زود تاشو او داسي نور
ځاځي هلک ورته وائې ،حاجي صيب يک [color=red:560ba08cc1]ټک [/color:560ba08cc1]بتيم هههههههها
دځاځي منظور داوو چه توتان دروڅنم
حاجي صيب چه دټک کلمه واوريده نور هم ورته په قهر شو ،
[color=red:560ba08cc1]پدر ت را ټک بتي [/color:560ba08cc1]ههههههها او داسي نور
خو خلاصه هلک ئې له وني راښکرته کړو اودرحمن بابا تر ليسي پوري ځغلولي وو
کتابونه بيا پسي مونږ راوړل هههها
اوس حذيفه صيب دا [color=darkblue:560ba08cc1]ټک[/color:560ba08cc1] موضوع دي معلوم کړه چه تا څوک تر سپين بولدکه ونه ځغلوي هههههها
تربيا
[quote:560ba08cc1="حذيفه"]پښتون صیب !
ليک مي درته لېږلی دئ او تاسو يې وګورئ ځواب يې ژر را کړئ او په فیسبوک کي مي په هغه نوم چي ما درته ليکلی دئ هڅه وکړئ چي پيدا مي کړئ ما خو مخکي هم ټک ور کړی وو او ستاسو له لوري ځواب نه سته .
مننه ![/quote:560ba08cc1]


حذيفه
14.07.2012

ولا یاره !
ټوکه مو خوندوره وه ، خو له ما سره مخاطب کس پوښتون دئ او هغه په دې پوهېږي ځکه نو کومه خطره ترې نه احساسوم .


خیریوسی
14.07.2012

په بهر کی د یو چا پلار دشپی مړسوی ؤ وسفارت ته یي زنګ وواهه
انسر مشین جواب ورکی :دکار وخت دسهار داتو بجو څخه تر څلور بجو موږ ستاسو په خدمت کی یو .
سړی ورته وویل نوکریوال صاحب تاسودورځی کار کوی موږ ته ملک الموت دشپی راځی .

-


پښتون:
14.07.2012

جمال جانه ولې دومره په قار یې؟
دا ټوکې کوی که کنځاوی کوی؟
د نوم سره د مبارکه کلمه لیکلې ده،او په زړه کې سور اور ګرځوی.دا ولې؟
او دا چا ،کوم ځاي در سره جنګولې چې لا ماغزه یې په کرار ندي؟که څنګ د څنګ سره ولږیږي بیا به یې اوږه او یا ډډې درد کوي نو سر یې څه لپاره درد کوي.
او بیشکه چې د امریکا په وړاندې جهاد روا دئ.خداي ج دې توفیق او همت درکړي چې د جهاد په صف کې ودریږې.
جمال جانه ! واقعي مجاهدین ښه خبرې کوي او لیکي یې .تاسو هم د ښه مجاهد صفت غوره کړئ.
ګنې بیا به برعکس نور مجاهدین د امریکایانو سره مجاهدین شي.


حذيفه
16.07.2012

وايي په هندوستان کي يوه استاد خپلو شاګردانو ته د دهريت ترغيب ورکاوی نو هغوئ ته يې وويل: تاسو ما وينئ ؟
هغو وويل :
هو !
ده ورته وويل : ځکه مې وينئ چي ستاسو مخته ولاړ یم ، نو الله وينئ هغوئ ورته وويل : نه ! ده وويل : ځکه يې نه وينئ چي وجود نه لري ، پر همدې مهال يوه شاګرد نورو ته وويل : ايا تاسو د ښوونکي صیب عقل وينئ ؟ هغوئ وويل : نه ! ده ورته وويل : ځکه يې نه وينئ چي هغه وجود نه لري له دې امله يې تاسونه سئ ليدلای .
ډېر مثبت ځواب دئ ، د ځينو په دماغو کي ښايي همدا خبره وي او کړې به يې هم وي .
ههههههههههههههههه


حذيفه
05.08.2012

زما د ټوکو یارانو بیا هم سلامونه!
یارانو ! تندر صیب زه دلته يو څو ورځې نه يم ليدلی نو د اسلامي بحثونو خونې ته پسي راغی ، ټوکه يې هم کړې وه ، زما په دې ناخلاصه حالته کي يې وخندولم الله دي خیر ور کړي نو زما هم شوق وسو چي یاره د اخلک خو دي بیخي هېر کړي دي نو دا هم يوه کاغذ پېچه ټوکه:
وايي د يوه سړي له کور سره مسجد وو نو هر وخت به يو خر ور تلی بیا يو ه ورځ يو کس ورته وويل : دا خر له مسجده وشړه هغه ورته وويل: ګوره دا حیوان دئ کار مه په لره تر اوسه به دي زه نه یم په کي ليدلی .
داسي خلک لا هم سته .
ههههههههههههههه!
اوس دې خونې ته زیات نه راځم ځکه د اسلامي بحثونو په خونه کي زيات بوخت يم او هسي هم له سفرونو سره بوختیاوې زياتې لرم له دې امله ډېر نه سم راتلای خو تاسو مي نو مه هېروئ لکه تندر صیب که ځنډ وکړم هلته بیا سر را ښکاره کوئ نو زه هم بیا راځم.ان شاء الله!
تر بیا


وزیري
06.08.2012

حذیفه صاحب زه چی تا وینم په سفر کی به مصروف یی، چیرته کوم تجار بین المللي یی او که وزیر خارجه د کوم مملکت، شرکت اویا NGO یی؟ ماته خو دي سودا را وغورځوله.
او یا کیدای شي چی له کوره تر کاره او له کاره تر کوره په ټونس کی هغه هم د کابل په ګنه ګوڼه کی سفرونه لري.
که دا هم نه وي نو بیا به له مومن مهاجر سره یوځای یی. هغه هم ډیر سفرونه لري.
یو هلک نه چا پوښتنه وکړه چی څه کار کوي؟ هغه ورته ویل چی له ماما سره می یم. سړي ورته ویلي چی ماما دي څه کار کوي؟ هلک ورته ویلي چی ماما می بیکاره ده.

هیره دي نه وي، دریم ستوری دی هم تبریک شه! ورتی مونږ چی مظهري او وزیري لرو ډیر داسي ستوري به مو خوا ته منډي را وهي.

په تمه :lol:


صيب

tandar
06.08.2012

وزيري صيب ستړي مشي خداي پاک داسي شر پيدا کړي چه دټولو په کي خيروي ههههها
ښه شو حذيفه صيب دليل شو چه دټوکو مخ ته هم راغلي ههههه يعني توبي چه دي پري ستلي نه وي نه ئې پريږدي ههههها
يو وخت کي خلکو ويل چه حذيفه صيب نجلۍ ده ههههها
خو مونږ تري خلاص کړو ههههها
اوس به هم دصلحي کوښښ وکړو
ديره په تاسو ښه ښکاري کله کله چه راشي ټول وروڼه خوښيږي
تربيا


حذيفه
06.08.2012

وزیري صیب ! د ټوکو خونې ته ښه راغلاست!
که دي هر وخت په سړه سينه همداسي ټوکي کولې نو بیا به بحثونه زیات خوندور او ګټور وای خومتاسفانه چي کله ناکله ته او ملګری خو دي هر وخت ټينشن اخلئ دا کار مو ښه نه دئ .
ګپه دي هم خووره ده او کله ناکله يې راسره شريکه وه .
ملګرې ! زما سفرونه لنډ وي خو زيات دي ، ځکه ډېرو کارونوته یوازي يم او کله چي خپل مرکز ته ستنېږم نو هلته مي هم بوختیاوې زياتې دي .
له دې امله زه په بحثونو کي زيات وخت نه يم او ډېر کم ورته راځم خو اوس چي روژه ده نو ډېر نه ګرزم بلکي ډېر وخت د خلکو دعوت هم نه سم منلای ځکه ليږ غوندي ځان را ته ناروغ ښکاري ځکه نو په مجلسونو کي هم زياته برخه نه اخلم خو خپلو ورځنيو چارو په مخه کړئ يم .
باوره وکړه په يوه ورځ کي مي تر همدې روژې مخکي تر سل کلو ميټره زيات سفر وکړ او ماپښين بېرته ځای ته راستون سووم .
يوه ټوکه به هم در ته وکړم چي ورته وخاندې!
وايي : د يوه کليوال بڼ یا هم باغ ته ځوانان ور اوښتي ول ، نو انګور يې خوړل ، په خوړلو کي يې ځانونه داسي حالت ته رسولي دي چي د تلو نه ول نو همدلته يې څملستي ول ، کله چي د بڼ خاوند راغی نو له يوه يې پورښتنه وکړه چي دومره سړی ځان مړوي؟
هغه ورته وويل:
تا موړ څه ليدلی دئ ، موړ خو په هغه بله جو وه کي دی ، کله چي د بڼ خاوند هلته ورغی نو که ګوري ځوان يو وښکی د انګورو پر خوله د پاسه ایښی وو ، نو دې ته وايي موړ .
مننه!


اکرم
07.08.2012

حذیفه صیب ! ترکمنان وایې : اګر امام غلط مقتدی در دوزق(دوزخ) !!! اویا هغه چې وايي : که عقل نباشد جسم در عذاب است!!!
دا ستا تاثیر لکه چې ستا په مقتدیانو هم پریوت !؟ یو وخت یې ستا دنوم په تآنیث او تذکیر کې ستونځه لرله ، اوس دا دی ستا په شان په په فقې اصطلاحاتو کې هم دستونځو سره مخ دي . دوطي او لواطت تر منځ په فرق ندي قایل !؟

[quote:52453254c5]وزیري لیکلي :
تندر صاحب، ته لکه چی د لواطت او وطي په کلماتو کی اشتباه شوی یی. دا دواړه کلمات سره فرق کوي [/quote:52453254c5]


سلامونه

tandar
07.08.2012

مشره سلامونه او احترامونه
په دي مبارکه روژه کي په سخته موضوع ،لواطت، بحث روان دي ههها
روژه پري لنډيږي هههها
په روژه کي دسړي خاصو شيانو ته حتمي فکر کيږي ههها
تربيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more