د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

پوښتنې او ځوابونه

پښتون:
28.04.2012

استاد : هلکه ! غواړې په راتلونکی کې څه وکړې ؟
شاګرد : واده
استاد : نه زما مطلب دا دی چې څه به شې ؟
شاګرد : زوم
استاد : پوه نشوې .. پدې معنی چې څه لاس ته راوړې ؟
شاګرد : ښځه
استاد : بد مرغه ! خپل مور او پلار ته څه خدمت کوې او دوی ستا نه څه غواړی ؟
شاګرد : لمسیان .


پښتون:
08.07.2012

ښوونکي خپلو زده کوونکو ته وویل ؛
هر سهار باید یو ګیلاس شیدې په نهاره وڅښئ تر څو مو حافظه ښه او درس مو ښه یاد شي
یو زده کوونکی کور ته راغلی پلار ته یې وویل ،
موږ ته ښوونکي وویل چې باید هر سهار یو ګیلاس شېدې په نهاره وڅښئ تر څو مو درسه ښه زده شي ...
پلار یې ورته وویل :
بچیه که په شیدو څښلو وای نو زموږ د میښې کټی به اوس انجینیر وای ...!!!


حذيفه
09.07.2012

یاره پښتون صیب !
زه به د خپل کم عمرۍ يوه کیسه درته وليکم چي ښايي د يوې ګپې ځای ونیسي ، زه وړوکی وم او په پاکستان کي مو د مهاجرت ورځې تېرولې ، نو مشر ورور به مي له ځانه سره مکتب ته بېولم څو زه له ماشومتوبه په سبق ويلو روږد سم ، خو زه چي لومړۍ ورځ ورسره ولاړم نو هلته مکتب ته هیئت راغلی وو او له زده کوونکو يې ځيني ازموينې اخیستلې ، نو زه دې حالت سخت وډار کړم چي که هره ورځ په مکتب کي دا حالت وي نو دا خو زه طبعه نه مني له دې وجې چي کله دويمه ورځ ورور ورسره روان کړم نو پلار کي مي ورته وويل : ولا وروره ! سخته ګرمه تبه مي شوه زه به کور ته ولاړم سم هغه راته اجازه وکړه او زما په توکه پوه نه سو ، بله ورځ مي همدا بانه وکړه چي وروسته مي پلان رسوا سو نو يې ايله کړم او کورته نژدې مکتب ته يې بوتلم او هلته مي مشرې خور هم زده کړې کولې ، خو هلته مي ښوونکي ته کله ناکله دا بانه کوله چي معلم صیب ! موږ نن کور خپل باغ اوبه کوو که راته اجازه وکړې ؟ هغه غریب به په دې ورځ اجازه راکړه او کله به مي ورته بله همدې ته ورته بانه کوله او هغه به خوشي کولم ، تر ټولو مهمه خاطره مي دا ده چي يوه ورځ معلم ټولو زده کوونکو ته وويل : ماته ګورئ او خوږ ونیسئ ! نو عين په دې وخت کي ما خپل غوږ په لاس ونیو خو کله چي مي نورو ته وکتل هغوئ چوپ ول او ښوونکي ته يې په ښه غور کتل نو ما هم خپل غوږ پرېښود .
هيله ده چي د پام وړ به مه ګرزېدلې وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more