د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ملا صیب، توبه بیا به تلویزون ته نه ځم

تيمور
18.04.2012

‎ زما یو ملګری چې ملا هم دی اودفتري کارونه هم کوی ، په یوه خصوصي تلویزیون کې یې نوې نوې ددینې خپرونو دچلولو دنده پرغاړه اخستی وه ،داخپرونه ،چې مالیدله دنوموړې لمړۍ ،خوجالبه ځکه وه چې کوربنه یې جنۍ وه .

خپرونه له مخکې ثبت شوې وه ، په دې ورځ مې اتفاقاً یو نوی سیم کارت هم اخستی وو چې لا یې نمبردچا سره نه وو.

ملاملګري به ،چې هروخت لیدلم ویل به یی ، هلکه ګمراه شوی یې ، دښځو سره په یوه دفترکې کار کوې ، لنډه دا ،چې ډېرې ټوکي به یې راباندې کولې او ډېر به یې تنګه ولم .

دا چې ملا صیب مې پرتلویزیون اوهغه هم دیوې ښځی سره لید راته جالبه وه. دکوټې دبل ملګري سره مې خبره شریکه اودملاصیب دځورولو نیت مو وکړ

پرهمدې تیلیفون ،چې نوی مې اخستی ووزنګ ور وواهه

ملاصیب ځواب راکړ

ـ اسلام اعلیکم

ـ مانو لهجه بدله کړه کړه

ـ وعلیکم وسلام ورحمت الله وبرکاته

ـ مهرباني وکړئ څوک؟
تاسی ملا ............... یاستئ؟
هو زه یم مهربانی وکړئ !
ګوره زه په کابل کې دطالبانو نظامي قومندان یم
دا خبره ،چې ملاملګري واوریده وضعیت یې یوڅه بې خونده شوو

ـ بلی.. بلی مهرباني وکړئ ملا صیب څه خدمت درته وکړم؟
داچې دسړي وضیت خړشوو نونورمې هم غږته زور ورکړ
خدای دې خوارنکړه ،تاغوندي خلکو دملایانورنګه وربده کړه ،تواوخدای ته نه شرمیدې ،چې دیوې نا محرمه شځې سره دې پرتلویزیون خبرې کولې؟ هلته خلک جماعت درپسې کی خو خبر نه دي ،چې ته دلڅ مخوشځوسره پرټی وي ګپ لګې !
دملا وضیت په دې خبرونورهم ترینګلی شوو

ـ ګوره ملا صیب والله که خبر وم ،چې زما سره به په تلویزون کې دا بلا کینه وي په خدای زه خپله هم پیښمانه یم

ـ خبره خلاصه ده دا دی نوم مو دې په لست کې وه لیکلئ

ـ ملاصیب نورله تلویزونه توبه بیا به نه ځم، خیردی دا ځل بښنه وکړه ! واړه ماشومان مې دي

ـ نه نه دا خبره اوس ترډیرو ځایوو رسیدلې

ـ ګوره که موبیا پرتلویزون ولیدمه ،چې هره سزا مو راکوله اخیتارلرئ خو دا ځلې مې معاف کړئ !
دملا ملګري دا حالت مې ،چې احساساوه ډېره خندا راتلله ،خو ځان مې ټینګ کړ او ورته وه مې ویل

ـ دلته دې یوملګری راسره ناست دی نمبردې هم همده راکړ واخله خبرې ورسره وکړه
تیلفون مې له غوږه لرې بیرته مې رانږدې اوپه خپله لهجه مې ورته وویل
وه وروره دا دي څه کارونه شروع کړي ؟ ملاصیب ډېر درته په غصه دی
په قهریې راته وویل

ـ نوتا مې ولی نمبر ورکړ؟

ـ مجبوره یې کړم

ـ څه پوه شوو چې زه دې ملګری یم ؟

ـ ریموټ زما په لاس کې وو،چینلونه مې بدلول چې په یوه کې مې ته ولیدلې ما ویل دا زما ملګری دی ، دا خبره مې په ډير ویاړ وکړه ، هغه مهال تا خبرې کولې خو څو لحظې وروسته جنۍ هم درسره راښکاره شوه ،چې دغه ځای یې ملاصیب ته خوند ورنکړ
ګوره یاره ته خو ما پیژنې ملاصاحب ته هم ووایه چې دا یوه غلطې وه بیا به داسي نه کیږي
سمه ده زه به خبرې ور سره وکړم خو فکرنه کوم ،چې ملا صیب به زما خبر وه مني
په همدې کې مې تیليفون پرې قطعه کړ.
دکوټې ملګری مې له ډېرې خندا خولې ته چادر نیولې وو
لا به څو لحظې نه وي تیرې ، چې ملاصیب مې دکوټې ملګري ته زنګ را وواهه
ملګري دتیلیفون بلند ګو ووهله
ترروغبر وروسته یې زه ورته یاد کړم چې چیرې دی ؟
دکوټې ملګري ورته وویل

ـ درې ورځې کیږي چې لادرکه دی ،تیليفون یې هم کارنه کوي نه پوهیږم چې چیرته دی
دملاصیب وضیت ددې خبروپه اوریدو نورهم خراب شوو
ملګري مې غږپرې وکړ

ـ ولی خیرت خو به وې ولې یې پوښتنه کوې؟ تاته خو به نه وي معلوم ؟

ـ نه همداسی ما ویل پوښتنه یې وکړم

ـ ته خو ووایه که کومه خبره ور پېښه شوې وي ،چې غمه یې وه خورو!
ملا: هغه خو اوس دطالبانو سره ګرځي ، زما نمبریې هم ورکړی او دملامنصور په نامه یوه کس ،چې دی هم ور سره ناست وو راته ګواښ وکړ،چې که بیا تلویزون ته لاړم کار به راخراب کړي ..
دوی لا خبري کولې ما له ځانه سره چورت واهه ما ویلی هسی نه کومه ستونزه ورته پیښه نه شي ،هسې نه دا ټوکه مټاکه شي!
له ملګري څخه مې تیلفون واخست او ټوله کېسه مې ورته تیره کړه .
خودملا باورنه کیده
په ګیلو ګیلو کې یې تیلیفون قطعه کړ
سهار وختی لا لمونځونه نه ووقضا ،چې یوچا مې له مخې کمپله لري کړه
که ګورم ،چې ملاملګری مې سرته نیغ ولاړدی

ـ پاڅه دطالبانوانډیواله
ما بیادده خبره ورته تیره وله

ـ ملا صیب توبه ده بیا به تلویزون ته نه ځم
لیکوال: محمد شفیق


اکرم
18.04.2012

سلامونه!

تیمور صاحب، چې داسې دوستان او ملګري دچا وي ، دښمن ته یې څه اړتیا؟؟؟
هی هی ! له داسې دوستانو !!!


پښتون:
28.04.2012

سلامونه!
یوه ملا به تل ویل :" خدایه ماته د شهادت مرګ راکې"
نو یو مقتدی ورته وویل : استاذه ! جهاد ته خو ته نه ځې ، او په حلوا کې درته څوک بم نه ږدی .


پښتون:
08.07.2012

یو ملا نه یو ورځ کارغه غوښه وتښتوله ، ملا ورته ورغږ کړ غوښه راوړه کنه نو د جومات په لاسپیکر کی اعلان کوم چې د کارغه غوښه حلاله ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more