د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

هيله

tandar
30.03.2012

هيله ده چه دټوکو دمخ تړلو ته ضمينه مه مساعده کوي
له يوي خوا اشغالګر دي له بلي خوا دخوار او ځپلي ملت زوريدل دي خلاصه له غمو ډک ژوند دي چه تيريږي نو کله کله دزړه له پاسه ،نه له مستي نه ،دوطن او دخپلو خلکو او ديري په ياد يوه کمه ټوکه له خپلو غمځپلو وروڼو سره دخپلي ديري ،کټو او چلم او څرخاني په ياد دلته دزړه دبړس دايستلو په خاطروباسو او تاسو نن غواړي چه دا ديره هم په راباندي وتړي نو ډير دخفګان ځاي دي
مينه ٠محبت ، وروري او وروري سره له ګذشت به کله زمونږ په نصيب شي؟
خداي ته وګوري او دخپل هيواد اشغال سترګو ته ودروي او دبي ګناه انسانانو دوژل کيدلو سرو وينو ته وګوري نور بس دي سره دوروري لاس ورکړي ټول يو وجود او يوه وينه يو نور به بس وي
بهرنينانو ته مو چه هر يو ورور که کوني وي او يابواسير ولري هههههها
بس ټول پري ياديږو پس ټول کونيان او بواسير والا يو هههها
نو ديوه غيرتي افغان نوم بايدله ځانه لري کړو
لږ شرم وکړي او بس کړي
او که نه دهمدغه تاسو په سر تندر له خدايه غواړم
حتمي له کوم ځايه رهبري کيږي چه دټول افغان نوم بد کړي


م . ق
30.03.2012

محترم مشر تندر صیب،
دا د ټولو افغانانو او ټول افغان بدنامي ده چې روانه ده، زه یې په کلکه سخته غندنه کوم او وایم هرڅومره زر چې کیداي شي دغه موضوع باید د بیخه ړنګه شي، دا د شرم ځاي دی چې پښتانه دې حدته سپک او ټیټ شول.
دښمنان مو که پنجابیان دي او یا دا نور د خوشحالۍ څخه به اخې کوي او ملنډې به وهي.
زما هدف ددغې موضوع څخه صرف یوه ټوکه وه ځکه دغه نوم راته عجیب وبریښید خو زه څه خبر وم چې ددې ټوکې څخه به داسې څه جوړیږي چې حتی لوستل یې هم نشو کولی او نه یې نور په طرف ورلیدی شو تردې چې د موضوع په لیکلو پښیمانه شوم.
د ټولو څخه مې احترامانه او عاجزانه هیله ده چې د افغانیت او اسلامیت په لحاظ نور نو ټول افغان او افغانان مه شرموﺉ، همدومره بس دی د خداي په لحاظ!!!
دا زمونږ د ټولو بدنامي ده او هم یوه لویه ګناه چې د هیڅ مسلمان سره نه ښايي.
الله دې ټولو ته هدایت وکړي. آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more