د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

يو څو ټوکې


هيواد شېرزاد
05.09.2004

اول خو مې سلامونه په ورين تندي ومنئ!
يو څو ټوکې واورئ:
وايي چې دوه زده کوونکي ټولګي ته ناوخته راغلل. ښوونکي د يو زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه:
ولې ناوخته راغلی؟
زده کوونکي ځواب ورکړ:
زما نه يوه روپۍ ورکه شوې وه، هغې پسې ګرځېدم.
نو ښوونکي د دوهم زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه:
ته ولې ناوخته راغلی؟
هغه ورته وويل:
ما په هغه روپۍ باندې پښه ايښې وه. :D
...........................................................................
وايي يو ماشوم خپل پلار ته وويل چې ما په ښوونځي کې شامل کړه.
نو پلار يې ترېنه وپوښتل چې په ښوونځي کې دې څه شی ډېر خوښيږي؟ نو ده ځواب ورکړ: رخصتي! :D
...........................................................................
وايي يو ډاکټر ته يو مريض راغی او ډاکټر ته يې فيس ورنه کړ. نو کله چې يې دوا واخيستله بېرته ډاکټر ته راغی او د پرهيزانه پوښتنه يې ترېنه وکړه، چې څه شی وخوري او د څه شي نه پرهيز وکړي. داکټر ورته وويل: يو د داکټر فيس مه خوره نو چې هره بلا خوري هغه خوره.
..................................................................
وايي يو ډاکټر ته يو چا ټليفون راوکړ چې ډاکټر صيب، ورور مې تېل خوړلي او اوس په انګړ کې ګرد تاويږي، نو ډاکټر ورته وويل چې غم مه کوئ، هر وخت چې تېل پکې خلاص شول نو پخپله به ودريږي. :)
.........................................................
يو سړی د ونې نه راغورځېدلی وو او پښه يې ژوبله شوې وه. ډاکټر ته ورغی چې دوا ورته ورکړي. کله چې يې د درملځای نه دوا واخيسته او ويې ليدله، نو ګوري چې دوا د چينجو ده. ډاکټر ته ډېر په قهر باندې ورغی او ورته يې وويل چې ډاکټر صيب، زما پښه ژوبله شوی ده او تا راته د چينجو دوا راکړی ده، نو ډاکټر ورته وويل : که تا کې چينجي نه واي نو تا په ونه کې څه کول چې ورختلې. :)
..................................................................
نور بيا....


ziauddin
26.10.2004

شيرزاد صاحب داهم واره چه معلم يو هلك ته دامتحان له اخستلو ورسه
دشپر نبر وركړ هلك شكايت وكړ چه ولي دي دغه نمبر راكړ معلم ورته وه ويل
له دي كښته او كمزوري نمبر نه ول وسلام ضيأالدين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more