د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

راځي چې سره وه خاندو


Adil watanmal
29.08.2004

============================[color=blue:f87c194254]مثالونه[/color:f87c194254]===============================
وكيل قاضي ته وويل :
محترم زما د مؤكل مقديمه بالكل داسي ده لكه څنګه چه هغه فلاني فلاني مقدمي دى. ددي مقدمي د فيصلو مثالونه تاسو په خپل ميز د قانون په دى پروت كتاب كې په صفحه ١٨٠ او ٢٠ كې كتلي شي.
قاضي چې كتاب پرانستلو نو په نوموړو صفحو كې د ٥٠٠ روپو دوه لوټونه پراته وه ده هغي د اخستلو نه وروسته و كيل ته وويل چې داسي څلور نورو مثالون دي پيش كړي شي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


قدر


Adil watanmal
29.08.2004

++++++++++++++++++++++++[color=darkblue:66659cf9fb]قدر[/color:66659cf9fb]+++++++++++++++++++++++

يو ماشوم مورته اوويل: زه نن سكول ته نه ځمه.
مور ئې ترينه د سبب پوښتنه وكړه. ما شوم وويل:
پرون استاذ ويل چې روزانه يوځاي ته په تلو د سړي قدر كميږي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


يو او دوه


Adil watanmal
29.08.2004

________________________[color=darkblue:894fef6ede]يو او دوه[/color:894fef6ede]____________________________

دوه ميږي په لاره روان وه چې يو زمري په مخه ورغلو. يو ميږي بل ته وويل:
راځه چې د زمري سره جنګ وكړو.
دويم ورته وويل:
خبره دى بده نه ده خو دى زمونږ نه كمزوري دى. لومړى په حيراني سره ورته وويل: هغه څنګه؟؟
دويم ورته وويل چې هغه يواځي دى او مونږ دوه يو.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


اوريدونكي


Adil watanmal
29.08.2004

اوريدونكي

د يو شاعر نه پوښتنه وشوه چې دوزخ ته تلل دى خوښ دى كه جنت ته؟؟
شاعر وويل:
چرته چې اوريدونكې ډير وي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


اوريدونكي


Adil watanmal
29.08.2004

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،[color=darkblue:2a52a08563]اوريدونكي[/color:2a52a08563]،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

د يو شاعر نه پوښتنه وشوه چې دوزخ ته تلل دى خوښ دى كه جنت ته؟؟
شاعر وويل:
چرته چې اوريدونكې ډير وي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
29.08.2004

***************************************[color=darkblue:f9a6f92f3e]جواب[/color:f9a6f92f3e]**************************************
يو بخيل سړى يو روسټورنټ ته د ډوډي خوړولو لپاره لاړو. په رسيدلو سره ئې بيره ته امر وكړو چې د يوي روپي تركاري او يوه ډوډي راوړه. سړي چې په خوراك شروع وكړه نو په تركاري كې ئې مچ ترنظر شو چې په بي غمه خوب وده دي نو په ډيرقهر سره ئې بيره ته وويل چې تركاري كې مچ پروت دى. بيره ورته جواب وركړو چې د يوي روپي تركاري كې خو درته چرګ نه شم راوړي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


په جنت كې


Adil watanmal
29.08.2004

################[color=darkblue:c51c671c1b]په جنت كې[/color:c51c671c1b]################
يو ښځي په جلسه كې تقرير كولو نو ډير په ګرم جوش سره ئې وويل:
زه دديى سړونه پوښتنه كوم [color=white:c51c671c1b]كه چيري ښځي نه ويي نو تاسو سړي به چرته وي؟؟[/color:c51c671c1b]
يو سړى په سمدستي پاڅيدو سره جواب وركړو چې په [color=darkblue:c51c671c1b]جنت كې.[/color:c51c671c1b]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
04.09.2004

========================== [color=darkblue:a92d213f14] نصيحت[/color:a92d213f14] =========================

يو زدكونكې به ده ښونځي نه پټيدو او ښونكې به ورته نصيحت كولو كه غواړي چې لوي سړي شي نو دا كارونه پريده خو يوه ورځ ښونكې ډير په غوسه شو او په غوسه كې ئې د زده كونكې نه پوښتنه وكړه چې ته د څو كالو ئې؟
زده كونكې جواب وركړو چې ١٢ كالو.
ښونكې ورته وويل چې تاته بيا شرم پكار دى ځكه چې پدي عمر كې د فرانس شهنشا نپولين و په خپل ښونځي كې اوله نمره وه.
زده كونكې ورته وويل چې تاته هم شرم پكار دى ځكه چې ستا په عمر كې نپولين شهنشا وه او ته فقط د يو ښونځي ښونكې.

د آزاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
22.09.2004

====================== [color=blue:610acba946]لړم[/color:610acba946] =====================
يوه ورځ د لړم نه چا پوښتنه وكړه چې ته په ژمي كې ولي نه را اوځي؟
لړم په جواب كې وويل په اوړي كښې تاسو زما كوم قدر كړي چې په ژمي كښې هم راووځم.

------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
26.09.2004

[color=blue:62a8f5acb6]دوزخ[/color:62a8f5acb6]

قاضي ملزم ته وويل:
خپله ټوله قيصه په تفصيل سره بيان كړه.
ملزم د خپلي قيصي په اخر كې وويل :
هغه زما ډيره بي عزتي وكړه او د خلقو مخكښې راته ښكنځل وكړه او بيا ئې راته وويل چې[color=darkblue:62a8f5acb6] دوزخ [/color:62a8f5acb6]ته لاړ شه.
قاضي ترينه پوښتنه وكړه نو بيا تا څه وكړه؟
ملزم وويل زه نيغ ستاسي[color=blue:62a8f5acb6] عدالت[/color:62a8f5acb6] ته راغلم.

___________________________________________________

--------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
26.09.2004

-------------------------------------[color=yellow:5e053dff8e]مقابله[/color:5e053dff8e]-------------------------------------

يو دوست د بل دوست ليدو ته پس له ډيري مودي ورغلو د جوړ تازه څخه ئې ورسته پوښتنه وكړه چې ستاسي هغه طوطي څه شو چې هر وخت به ئې څه نا څه خبري كولي؟
دوست ئې جواب وركړو چې هغه وتښتيدو.
ميلمه د تښتيدو سبب پوښتنه وكړه نو دوست ئې جواب وكړو:
چې كله ما واده وكړه نو طوطي غريب زما د ښځي سره د خبرو په مقابله كښې د ماتي خوړو څخه ورسته و تښتيدو.
___________________________________________________

--------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
26.09.2004

=================================[color=indigo:91ae783fc2]سر او ږيره[/color:91ae783fc2]

يو سړي له بله څخه پوښتنه وكړه چې ستا د سر ويښته سپين شوي او د ږيري ويښته دي لا تور دي سبب ئې څه دي؟
دوهم جواب وركړه محترمه د سر د ويښتانو د ږيري د ويښتانو څخه د مخكښي سپينيدو سبب دادي چې ږيره د د سر د ويښتانو څخه شپاړس كاله كشره دي.

___________________________________________________

--------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
26.09.2004

============================[color=yellow:8624a85c27]بل واده[/color:8624a85c27]

يو سړي په ټولټاكنو كې دري ووټونه وړي وي. كله ئې چې ښځي ته دا خبر ورسيدو نو په ژړا شوه او خاوند ته ئې وويل:
ما ته د مخكې څخه پته وه چې تا بل واده هم كړي او اوس خو د هغي ثبوت هم پيدا شو د دوو ووټونو نه علاوه دا دريمه ووټ د چا كيداي شي.
___________________________________________________

--------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
26.09.2004

===========================[color=yellow:b1619542a7]نيم فيس[/color:b1619542a7]
د بينك بابوته يو سړي اوويل:
زه به د ټي وي د لايسنس نيم فيس جمع كوم.
بابو په خيرانتيا د سبب پوښتنه ترينه وكړه. سړي په جواب كې وويل:
دا ځكه چې زه په يوه سترګه ړوند يم.

___________________________________________________

--------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
12.10.2004

===================[color=yellow:5d6c4babfb]پوډري[/color:5d6c4babfb]
يوه پوډري له بله نه پوښتنه وكړه چي څنګه دي سترګې پټې كړي او هنداري ته ولاړ يي؟
هغه ورته وويل:
زه غواړم پوه شم چي كله ويده يم څرنګه ښكارم!

========================

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
12.10.2004

----------------------------[color=blue:acb9856f19]چرګوړي او هګۍ[/color:acb9856f19]

يوه چرسي بل ته وويل:
-------------------ياره ! زه دي ته حيران يم چې دا چرګوړي څنګه له هګۍ نه راوزي؟
هګۍ خو بنده وي.
بل چرسي ورته وويل:
-------------------- زه بيا دې ته حيران يم چي دا چرګوړي هګۍ ته ننوزي څنګه؟
هګۍ و بنده وي!!

---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
30.11.2004

سړك

ګل ببو په سړك روانه وه په خطايي كې نويد ورسره ټكر شو.
ګل ببو: سترګې دي ووزه ما نه ويني چې ځان دي راسره ټكر كړو، څه دا سړك ستا د پلار دي؟
نويد: نه قربان دا ما ته په جهيز كي ستا د پلار نه ملاو شويدي.
----------------------
----------- د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------- عادل وطنمل



Adil watanmal
30.11.2004

لغته

يو جاهل ته خر لغته وركړه.
جاهل ډير زيات غوصه شو او خره ته ئې دوه لغتي وركړي. او بيا ئې ورته وويل څه پوه شوي زه ستانه څه كم يم.

----------------------
----------- د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------- عادل وطنمل



Adil watanmal
04.12.2004

منل

يوه ورځ ګل كاكا د خان ګل ماما د كور دروازه پدي نيت وټكوله چې جرندي ته د غنمو د وړو لپاره ترينه خر (او يا د محترم هوتك صاحب په قول ښاغلي) وه غواړي نو كله چې ګل كاكا د كوره راوه وتلو او د سلام څخه ورسته د خان ګل ماما په مطلب پوه شو نو وويل چې خر راڅخه بل چا بيولي دي او په كور كي نشته ، پدي كې خر هنګيدل شروع كړه نو د خان ګل ماما ئې چې اواز اوريدلو ګل ماما ته ئې وويل چې سړيه خر دي ناري وهي او په كور كي دي او ته انكار كوي چې نشته ولي دروغ وايي؟
خان ګل ماما ورته وويل چې ته د خر خبره مني او كه زما ؟
--------------
-----------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
04.12.2004

زر اشرفي

ملا دوپيازه به هر ورځ د سهار د لمانځه نه ورسته دا دعا كوله چې يا الله ماته زر اشرفي راكړه كه يوه پكي كمه وي نو نه ئې اخلم.
د ملا صاحب په ګاونډ كې يو يهودي اوسيدلو او د ملا صاحب دا دعا به ئې اوريدله ، يوه ورځ ئې له ځان سره فكر وكړه چې ملا صاحب امتحان كړي چې دي ريښتيا هم كه په زرو كې يوه اشرفي كمه وي نه اخلي. نو په كڅوړه كې ئې يو كم زر اشرفي واچولي او چې كله ملا صاحب په دوعا شروع وكړه نو ده دا اشرفي ورته وروه غورځولي. ملا دوپيازه چې اشرفي وشميرلي نو وويل چې يا الله پاك چې دا دي راكړي نو ته پدي هم قادره ئې چې يوه بله راكړي.
نو كله چې يهودي دا خبره واريدله او په منډه راغلو او د ملا د كور درووازه ئې وټكوله چې ملا صاحب راوه وتلو يهودي په وارخطائي ورته وويل چې هغه اشرفي زما دي او ما ته پري امتحان كولي نو زركوه او اشرفي مي راكړه. ملا صحب ورته وويل چې تنګول مه كوه او زه ډير كارونه لرم او اشرفي ما ته الله پاك د ډيرو دعاګانو نه وروسته راكړي . يهودي چې پوه چې ملا صاحب پيسي نه وركوي نو ورته ئې وويل چې زه چې زو په قاضي باندي دا فيصله كوه. ملا صحب ورته وويل چې زه دومره په پښو مزل نه شم كولي او جامي مي هم خيرني دي نو پدي شرميږي چي د قاضي مخكي ودريږم. يهودي مجبور شو او ملا صحب ته ئې نوي جوړه جامي هم وركړي او خر ئې هم وركړه چې كله د قاضي په مخ كې وه دريدل نو يهودي خپل بيان وكړه خو كله چې د ملا صحب نمبر شو نو ملا صاحب وويل چې دا دروغژن دي او ډير بد سړي دي او كه مسلمان د لوږي هم مړي شي نو يهودي به يوه ګوله ور نه كړي خو زه پدي نه يم بلكي دا سړي په هر څه دعوه كوي اوس به وايي چې دا خر هم زما دي ، يهودي سمديستي وويل چې ولي خر خو زما دي او تا ويل چې زه دومره مزل نه شم كولي نو ما د سوارلي لپاره دركړو.قاضي حيران شو نو ملا صحب موقعه پيدا كړه او قاضي ته ئې وويل كه د دي بد مغزه سړي دي لږ شان مراعت وكړو نو اوس به دعوه وكړي چې دا جامي هم زما دي نو يهودي وويل خداي ته وه ګوري ولي دا جامي زما نه دي څه؟
قاضي چې دا خبري واريدلي نو يهودي ئې ورټلو او ورته ئې وويل چې ته په شريفو خلكو دروغ وايي زه لاړ شه كني خير به دي نه وي. نو يهودي او ملا دوپيازه كلي ته راستانه شول د څو ورځو تيريدولو څخه ورسته ملا دوپيازه يهودي راوه غوښتلو جامي ، خر او اشرفي ئې ورته وركړي او په نصحت كي ئې ورته وويل چې ياد ساته چه بيا په چا ازميښت ونكړي.
=====================

د ازاد اسلامي افعانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
04.01.2005

سخى(د غوا بچي)

خان ګل سخى كور ته روان كړي وه خو سخي په لاره كي په مستي شروع وكړه او ډيري لغتي ئي وهلي چي خان ګل د قابونه ووتلو خو اخير ئي سخى پريښودو او كورته په رسيدو سره ئي د غوا پر وهلو شروع وكړه چي ښځي ئي په منډه ځان وروه رسولو او لرګي ئي ونيولو اورته ئي وويل چي ليوني شوي يي كه څه درباندي شوي چي دا غوا په لرګي وهي؟؟؟
خان ګل په قهرجنه لهجه ورته وويل دا ژوندي نه پريږدم ځكه زه ددي ځوي ډير په عذاب كړي يم او كه دي ورته دغه چلونه نه وي خودلي نو هغه د شپږ مياشتو سخى پدي څه پوهيدو.
----------------------
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


خانو حاجي
06.04.2011

یو خوزمونږپدي ټول افغانیانو کې مې دا کار خوښ ندی چې یوځل یوه لیکنه یاټوکه ددویم او دریم کتار څخه کوزه شوه بیا ورګوري هم نه . داکار ښه نه دی.
دا وګورئ وطنمل صاحب څومره ښې ټوکې لیکي ؟
د ټوکمارو ورونو نه هیله ده چې همدلته یې پسې تعیب کړې .
ډیرې خوندورې ټوکې دي. :?


SADEQ MUSALMAN
06.04.2011

رښتيايې هم په زړه پوري ټوکي ليکلي
ټول ټوکيان بايدراشي اوتعقيب يې کړي
اودخوندځای يې دادی چې ابي هم دي

مننه وطنمل صیب

:idea:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more