ادبي ټوکې ټکالې
راځئ هر څه پښتو کړو!
محمود سعيد
13.10.2011
قیام الدین کشاف چې د رباني ګل په مشرۍ د دولت لخوا دسولې د عالي شورا ویاند ټاکل شوی، ویل کیږي چې یوه ورځ یې خالص بابا نه غوښتنه وکړه چې د ټولو تنظیمونو نومونه پښتو کړو، خالص بابا د خپلې خوشمزاجۍ له مخې چې لرله یې ورته وویل: ښه خبره ده خو د تنظیم له نوم سره به وروسته ګورو، اول به خپل نومونه پښتو کړو اوپیل به ستا له نومه وکړو، چې ویې ژباړو نو له قیام الدین کشاف نه "ولاړودین توسن" جوړیږي
ـــــــــــــــــــــــــ ــــــ
له فیسبوک څخه. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ډاکتر څپاند
13.10.2011
محترم محمود سعيد صيب سلامون،
دځينوخلکو بابا ،ملا خالص نه په پښتو ژبه کې ملا نګه جوړېږي :D :D :D
محمود سعيد
13.10.2011
علیکم سلامونه څپاند صیب.
بس نو زموږ مشران دي!
ویل کیږي چې مولوي محمد نبي صیب به ویل چې ماته هغه موټر واخلئ چې شاته ګیلن لري... :o :o :o
همدا شان رباني صیب د فوټبال د لوبې پر مهال ویلي وو چې دې خوارانو ته نور توپونه واخلئ چې ټول په یوه توپ پسې زغلي. :lol: :lol: :lol: