ادبي ټوکې ټکالې
د عادل صیب خوب!
محمود سعيد
21.09.2011
مړي د خدای وبښي، خو هغه د عادل صیب خوب! :lol: :lol: :lol:
عادل عادل
21.09.2011
که دیدن کړې بیړه راوکړه
خټه خیشته ده سرتبی مې ګلوینه
غټې تبی پرې باندې کښېږدی
وړې تبی به کال دغه وخت ماتې وینه
ادامه ورکړی .......
محمود سعيد
21.09.2011
یار په وړو بمونو مړ کړم!
ما لوی بمونه ترې غوښتل رسوا ېې کړمه.
وزیري
21.09.2011
عنوان دی یو متن یی بل دی
زړه می خوټیږی زمکه ځای نه راکوینه
قیصې به ډیری راته وکړی
خو بی مضمونه قیصې خوند نه را کوینه
محمود سعيد
21.09.2011
دا د عادل صیب ګناه ده
یو ځل خوب ویني او بیا نه وايي حالونه
د بدخشان زیړیه لمره
په رباني ماما مې وایه سلامونه
جهانګیر خان
21.09.2011
ستاسو لنډیو زه ډیر وخندولم. :lol: :lol: :lol:
عادل صیب به کوم خوب لیدلی وي ،ما هم خبر کړی کنه؟
رباني ولاړه له جهانه
اوس ستمیان او وایرسیان کوي ویرونه
خدایه ریښتیا اخر زمان دی
خلک ناحقو ته د حق دعا کوینه
زما لنډې ستاسو پشان به نه وي خو بیا هم تاثیرناکه دي.
:idea: ما په خوب خبرکړئ ګنې بیا خپه کیږم. محمود سعید صیب ته خو مې حتماً خبر کړه.
عادل عادل
21.09.2011
السلام علیکم
غټې درنې تبی پرې کښېږدی
وړو بمونو دی وژلی څه بې کړمه
ارمان ارمان دنیا فاني ده
د کونډې اوښکې به یې څنګه پاکوونه
راځی چې تندر ته یې واده کړو
چې د استاد مزې يې ټولې هیرې شینه
د نکاح نوی پلار بې زه شم
مومند افغان یې که نکاح ور وتړینه
عنوان
tandar
21.09.2011
سلامونه
خداي دي په خوله برکت کړه
په نيمه شپه کي دي له خندا مړکړم دا څه ليکي؟ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربيا
شبيراحمد
22.09.2011
زه ويم عادل ته دي واده شي
مېړه هم په ژوندانه دعادل وونه
چې ترګردۍ ځواني يې ځارکړ
زماارمان شول دعادل ښکلي خوبونه
مومنداوهوتک هم هڅه وکړه
خودادی خاوري يې شول واړه ارمانونه
عادله قبرته يې ورشه
ورته وريادکړه هغه ټول زاړه يادونه
چې مې دمرګ خبرترغوږشو
خدایږوعادل مي زړه ته جګ ودرېدنه
:lol:
:lol: :lol:
:lol: :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
وصيل پېروز
22.09.2011
ناشاعرانو ته يوازي خندا ورپاتي ده
دلته به مو د ليکنو پر ځای په خندا بدرګه کړم
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
روغ او ټوکمار اوسئ