د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ښاغلې پیرې نیونکې یا ویستونکې،اور خوړونکې او مارنیونکې,,,,,,,,دطبلې وهلو څوورځينئ کورس

جهانګیر خان
08.09.2011

د یو اعتبار خاوند او پیژندل شوي مرجع لخوا اعلان وشو چې ولسي جرګې کې دطبلې وهلو څوورځينئ کورس خلاص شوي دی که نورڅوک هم غواړي چې دملت دردونه دوا کړي او د غریبو او بیچاره ،کونډو او یتیمانو په حقونو باندی سترګی پټی کړي ،په خپلوسرونو دې طبلې ووهی او نن سبا د افغانستان د جمهوری ریاست د غوجلې په مخکی د طبله چیانو ډلې په ښه زور سره خپلې دوکړئ او طبلې وهي .
د راپورونو له مخی د ننګرهار د سرخرود مشهوره دوکړه مار ظاهر قدیر د دوکړو د کورس سره په پښو زنګونه هم تړلې او د مچ پشان پخپل پک سر یې دوه منه وړه لامده کړي او پخپل سر یې را باندی کړي دي. :lol: :lol: :lol: :lol:


ښاغلې پیرې نیونکې یا ویستونکې،اور خوړونکې او مارنیونکې

جهانګیر خان
14.09.2011

[color=yellow:f73c379924][size=24:f73c379924]ښاغلې پیرې نیونکې یا ویستونکې،اور خوړونکې او مارنیونکې[/size:f73c379924][/color:f73c379924]

د طب او نباتي روغتیاپالنه د کوټی(خونی) المتخصص آلعلومې طب الانساني
او الحیواني ،او نه کنه، الحیواني نه دی النباتي د ډاکټرانو لپاره غوره اعلان.

ډاکټران کوالاي شي بعد له دی نه خپلی لوحې په همداسې ښکلو او مناسبو الفاظو
او د خپل مکمل تخصص، سره د ژوند د ټولو تجربو په یو لویه اوسپنیزه رنګ شوی
لوحه باندی ولیکې او یوه څه چې څو دانې دي ولیکې او دښار د مشهورو زیارتونو
او د بیکارانوپه بی تشنابه پارکونو کې دی وځړوي .

[img:f73c379924]http://a4.sphotos.ak.fbcdn.net/hphotos-ak-ash4/264147_10150230950250778_724445777_7763504_2400853_n.jpg[/img:f73c379924]
ښاغلې پیرې نیونکې یا ویستونکې،اور خوړونکې او مارنیونکې:
هر ډوله پیران له خلکو باسي ،دا چې پیران هم په څو ډوله دي زه خو یې نور هم ویرولم.
دلته په ټول افغان کې یو وخت عبدالهادي حیران هم له پیرانو سخت ډار شوی و
ځکه خو بیا بیرته رانغې.
دیوان او پریانی هم درنه باسي او د ماشومانو سره هم څه مرسته کوي خو دا دیوان او پریانې
هم په خلکو کې ننوځي.هیڅ خبر نوم دا څه حال دی زه خو سم له نیمی نړۍ ناخبره یم.
دا چې دیوان او پیران هم په خلکو ننوځی او یا پرې کیني الله پاک ته به معلومه وي
چې دا کیسي ریښتیا دي او که هسی کیسي دي.
بــــــــــــــــــــــــــــــــو دی.هاهاهاهاها مه یریږه ندی خوري.
د اولاد پیدا کیدو علاج البته د متاهلینو لپاره مجردان دی د کالو مینځلو نه ډډه وکړي،
د جینکو بخت او طالع معلومول،سم دم د هندوانو پشان د جیني طالع معلوموي
چې څه وخت ورته مناسب وخت دی.
نور خپله پوه شۍ.
د سر درد،دغاښو درد(یو وخت زمونږه یو ورور دلته و چې هغه خو به هوتک صیب نه و
،سخت د غاښونو درد یې درلوده ان شالله اوس به ښه وي) ،دسترګو درد،غوږونه
ولې پوزه نه شي جوړولاي،پښې ،د ملا درد او نور هر قسم دردونه علاجوي او ټولو لپاره
یو قسم ګرده ګولۍ او یا رنګه ګولۍ او یا په آونګ کې ټکول شوی د نخودو او
د یوه انتیبیوتیک ګولۍ سره په مختلفو قیمتونو د بیمار په لیدلو سره توسیه کیږي.
دا چې جوړیږی او که نه جوړیږی د جامع الکمالات صیب پری څه.


محمود سعيد
14.09.2011

هههه، په زړه پورې ده.
زموږ کلي ته نږدې د سویډن یو کلینیک وو، که به ورغلې سرطان به دې درلود او یا به دې کلوشه (بوټ) شکیدلې وه، نو هماغه یو شان سپینې ګولۍ به ېې په پلاستیکي کڅوړه کې درکولې...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more