د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

امريکايي مېډيا

وصيل پېروز
07.09.2011

بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه. ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی دی. سپی پر انجلۍ حمله کړه. بډو خان ور منډه کړه او د سپی سره په جګړه شو. په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل.

له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل:

- ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په ریشتیا چې ته نامی یې. سبا به ټول اخبار او مجلی ستا په هکله خبری وکړی. د اخبارو عنواین به وی. ‍‍ْ د نیویارک یو بهادر اوسیدونکی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! ْ

بډو خان ورته وویل:

- زه د نیو یارک اوسیدونکی نه یم.

د ماشومی مور وویل:

- ښه، نو بیا به په اخبار کې داسی ولیکل شی چې: یو بهادر امریکایی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری!

- زه امریکایی هم نه یم.

- نو، ته له کوم ځای یې؟

- زه د افغانستان یم.

په سبا یې بډو خان د اخبار عنوانونه وینی چې پکی لیکلی:

یوه بنسټ پاله افغان یو امرکایی سپی وواژه!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


وزیري
08.09.2011

حقیقی ټوکه وه، اوس هم بنسټ پاله افغانان په افغانستان کی په درز سره امریکائی سپیان وژنی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more