د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

پښتو شعر څنګه جوړیږي

۰
04.09.2011

په وطن پال شعرونو خونه کي مي یو سکالو ولیده چي عنوان يي وو[پښتو شعر څنګه جوړی] ماسره هم یوه فارموله شته خو هلته نه دي ځاي کي راته مناسبه ښکاري ستاسو په خدمت کي يي وړاندي کوم پدي هیله چي استفاده ورنه وکړي.
یو ځل یو ښه اوږد نثر ولیکي اویا دبل کوم چا نثر راکاپي کړي[خو دګلبدین نه ځکه چي هغه ډیر اوږد وي] او ښه به دا وي چي په پنسل يي ولیکۍ او بیا يي په منځ کي ورته پنسل پاک ووهۍ او بیا روسته ورته دا کلمات ولیکۍ: مېنه،شینه،کوینه،راځینه،ورځینه، خورینه ،څښينه، ... او نور
نو بیا ورته وګورۍ تاسو به یو ښه شعر جوړ کړي وي بیلګۍ يي لاندي ده:
چي کمپیوټرته کله کینم،چي آن کړم نوبرق لاړ
ټوله لیکنه راته ړنګه شي او په سین لاهــــــو
نیټ خراب شي او زړه مي شین
کله چي جوړشي نو دبرق له لاسه تباه شی

اوس ددي له منځ نه دا کلمات وباسم
چي آن کړم
شي
اوبس
نود

چي کمپیوټرته کله کینم++++نو بــــرق لاړشیـــنه
ټوله لیکنه راته ړنګـه ++++ او په سیـن لاهو شینه
کله نیټ راته خرابوي++++زړه مي شین شــینه
کله چي جوړشي برق++++دلاسـه تبـــاه شــیـــنه

اوس رښتیا وواي چي فارموله مي صحیح ده کنه او خاصکر عادل صیب خو شاعر
یا متشاعر هم دي رښتیا دي وواي چي پښتوشعر يي په همدي چل زړه کړی کنه!

:lol:


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

[quote:491bd3db56]اوس رښتیا وواي چي فارموله مي صحیح ده کنه او خاصکر عادل صیب خو شاعر
یا متشاعر هم دي رښتیا دي وواي چي پښتوشعر يي په همدي چل زړه کړی کنه![/quote:491bd3db56]

لومړی دا دا راته ووایه چې دا فارموله ده که چل؟ :)

دوهم دا چې دا "خاصکر " کومه رتبه/لقب دی چې زما له نامه مو لاندې کړی دی؟ :) :)

په پښتو کې خدای خبر څه ورته وایي، خو په پاړسي کې "شعر سفېد" ظاهرا همداسې وي لکه په نثر کې چې پنسل پاک ووهې او بیا یې ساره په اوږدو بدل کړې ،،،،،،، د فرخ فرخزاد د اشعارو یوه ټولګه همداسې ده،،،،، او په دې ډول شعر کې د شینه، مینه، کوینه ،،،،د کارولو حاجت نشته

مثلا

د مرغانو شور
د شنه سحر
په تیاره ځپلي پای کې
له درانه خوبه
له داسې خوب چې
په همدې خوب کې
په ویښو ګورم
د بحث فورمونه
سړې حجرې
داسې تودې وي
لکه ورک یاران چې
کله هم
چېرته تللي نه وي
نوروز خان
وهاج
هیښ
باتور
کامران
تندر
شبیر
هوتک
لا څه چې
....
ټول راپیدا وي

حامد خوشحال وي
پتوال نه ځار چې
د دین وطن او خپلواکی په غم کې
یرغل ناروا ګڼي
غازي محبوب
پخوا یې دواړه
بلل مردود
او
هر یو همداسې
مخ او استر شي
اند او پښتو کې
-
نوم مو افغان وي
-
خو مسلمان وي

او په دې منځ کې
شینکی اسمان
خپله لمن کې
څو ټوټې ورېځې
په لمدو لښتو
داسې وهي چې
لا ژوندی کیژي
او د یوالي
په لور خوځيژي
زیری وي زیری
چې را اوريژي
ورک تندر ورور مو
په تنېدو
پداسې حال چې
د اسمان
په څوکو کې
د شنو شړومبو څخه
په توبو توبو
لاس په سر
او
نم - نم
په ټول افغان کې
د بحث د خونو
د پښتني حجرې
په خټین بام باندې
داسې را واوري
چې خاورین دلکشه بوی یې
د زړونو زخمونو ته
التیام څه چې
تازګي بښي
او
له خوبه مې پاڅوي
:) :) :) :)

خدایه دا خوب مو
رښتیا رښتیا کړې


۰
04.09.2011

هاهاهاهاهاهههههههههههاهاهاهاهاهاهههههههههاهاههاهاهاهاها
لدي مي هم ډیر ورته خندلي دي هو عادل صیب دا فارموله ده خو بیا هماغه دچل خبره شوه زمونږ خوله اوس په [چي دی] اموخته ده که هرڅومره يي هیروو نه مو هیریږي او بیا بیا مو خولي ته راځي په اصل کي مونږ چل فریب او دهوکي ته نه وایو بلکي چل همدي فارمولي ته وایو لکه چي یو سړی واي تاته دموټرسایکل چل درځي یعني ته موټرسایکل چلولی شي!
نودلته مو هم مراد طریقه او فارموله ده نه چي فریب.
او رښتیا ګوره تاخو دا فارموله پدي څو دقیقو یا ساعتونو کي دومره تمرین کړي چي سم شاعر شوي .
ځه خو دعا راته کوه چي دشاعرۍ فارموله[چل ] مي دروښوده خلک يي په ډیرو پیسو نشي زده کولی او ما مفت دروښوده خو اوس دا ونه واي چي زه له مخکي نه شاعر وم.
خو ای کاش چي پخپله يي نشم عملي کولی :lol: :lol: :lol: :lol: :)


شبيراحمد
04.09.2011

مومندافغان صاحب په دې فارموله / چل خوهلته هم ښې خبري شوي وې.
ښه فارموله موراښودلي
خوزه يې
لکه ته نشم عملي کولی
داوس مي هم
له عادل صيب نه زده کړ
ګنی شاعرنه يم
اونه مي خوښېږي
راځه چې دواړه
يې له عادله زده کړو
ماته استاذښکارېږي
نوريې بس کوم
پ دې مي هم ډېر
پنسيل تمام کړ
والسلام
شاعرشبيراحمد ۲۰۱۱/۹/۴پکتيا


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

د یار بانه شوه
نه علاقه
لنډ پنسل پاک

شعر دی نور څه
مبالغه ده

چې کړي غلو بیا
مفاجعه ده

خو حقیقت کې
شعري خیالات

ټوله درواغ دي
خدای دې رحمیژي
په شاعرانو
د هجا تورو
په سپید پوښه
جادوګرانو

ټوکې دي
ټوکې
پند و اندرز هم
چې خپه نشی
اې شاعرانو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more