ادبي ټوکې ټکالې
دکارغه ټوکه
هیښ
03.09.2011
سلامونه
يوكارغه په ځنګل کې ديوې ونې په لوړ شاخ ناست ؤ.یوبل کارغه ئې له څنګه تیریده او پوښتنه ئې ترې وکړه چې دلته څه کوي؟
ناست کارغه ورته وویل :
هیڅ،ناست یم او لکه احمق تماشا او سیل کوم .
داخو ښه خبره ده ،زه هم دا کار کوم.او دوهم کارغه داولني څنګ ته په لوړ شاخ کیناست.
لږ شیبه وروسته یوه سویه راغله او دواړه کارغان ئې ولیدل ،نو ئې ورته وویل چې:تاسودلته څه کوئ؟
ځواب:
هیڅ، دلته ناست یو او داحمقانو په شان سیل او تماشا کوو.
سویې وویل :
« زه هم غواړم دا تجربه کړم.» او ترشاخ لاندې ئې ډډه ولګوله.
څه وخت نه و تیرشوئ چې یوه ګیدړه په همدې لوري راغله .ګیدړې چې دواړه کارغان او سویه ولیدل نو پوښتنه ئې ترې وکړه چې دلته څه کوئ؟
سویې وویل :
هیڅ ،دلته ناست یو اوداحمقانو په شان سیل کوو.
اههههها ئې وویل او دسویې څنګ ته کېناسته.
څلورواړه ناست ،هیڅ ئې نه کول او دبې عقلانو په شان ئې کتل ،ترهغې چې یو ښکاري راغئ او سویه او ګیدړه ئې وویشتل او دځانه سره ئې یوړل.
په دې وخت کې یوه کارغه دې بل ته وویل :
[color=white:fcdb5f666a]هیڅ نه کول او داحمقانو په شان سیلونه او تماشې کول یوازې په لوړپوزیشن او مقام باندې ممکن دي.[/color:fcdb5f666a]
مننه
۰
04.09.2011
السلام علیکم
هیښ صیب که رښتیا ووایم نو دا خو ټوکه...یره نه يي وایم پوهیږم چي بیا به زړه بدی کیږي خو دا به ووایم چي ښه پند او نصیحت وو.
مننه
وصيل پېروز
04.09.2011
مومند صاحب ! دا څرنګه ارزوئ؟
یو چاله چانه پوښتنه وکړه (ټوکه) !
یو چاله چانه پوښتنه وکړه
دا مچان او غوماشې څه دي؟
هغه بل یې په ځواب کې وویل چې دا خو ډاکټران دي مچان د ورځې لخوا معاینه کوي او غوماشې د شپې لخوا پیچکارۍ ورکوي.
۰
04.09.2011
هاهاهاهاها یره وصیل پیروز صیب دا نو اوس رښتیا هم ټوکه ده
ځکه چي ورته مي وخندل او که زما ورته خندا نه واي راغلي نو بیا
بیا ټوکه هم نه وه ټوکه هماغه وي چي سړی وخندوي.
تعني غوماشي يي کمپاوډران دي پیچکاري لګوي اومچان يي ډاکټران دي
او بلاتشبیه خو پکي وایه کنه چي د مچانو او غوماشو توهین ونشي :lol: