د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

اختر مو مبارک شه

hotak
31.08.2011

ټولو هغه دله ګانو ته چې ځانونه لږ تر لږه په شرافت او لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو کې ډير نيمګړي بولي او پرخپله ګناه ګارۍ معترف او دخدای تعالی دمغفرت په هٍيله وي دکوچني اختر مبارکي وايم.
هغوي چې ځانونو ته لاهم پرتقدس قايل دي او ژبه اوعمل يې سره يو نه دي، زړه او فکر يې په جلا جلا لارو روان دي، په کار دي چې پر خپل آند له سره کتنه وکړي.
که څه هم پرمبارکۍ نه ارزي، خو بيا دې هم اختر مبارک وي....


۰
02.09.2011

what is this?


پتوال
02.09.2011

داسې برېښي چې hotak صيب هم په وياړ او کمينۍ سره ځان د لومړۍ ډلې مشر او د مبارکئ وړ بولي ، نو په دې وسيله زه هم د زړه له کومي
دغه مشر دله ته هم ددغسې مشرتابۀ او هم د اختر مبارکي وايم ! :lol: :lol: :lol: :lol:


عادل عادل
03.09.2011

السلام علیکم

oH-تک صیب ستاسو دې هم زر ځلې مبارک وي :) :)

دروند پتوال صاحب ولا چې ماته هم داسې وبرېښېده چې ښاغلی oH-تک صیب به ځان هم په لومړی کتګوری کې شمېرلی وي :) ،،،،،،

زما په نظر خو د oH-تک صیب په پورته خبرو کې د عبرت یو څه شته، خو اهمیت یې د ،،،، دله،،،، د ناوړه توري کارولو لږ څه چې ډېر پیکه کړی دی،،، :)

پوښتنه داده چې که د ،،،،، دله ،،،،، ناوړه او غیر مناسب صفت ترې حذف/لرې کړو،،،، نو ایا زمونږ په ټولنه کې به بیا هم له ډېرو ځنو ظاهرا سپېڅلو کتګوريو څخه همدا لومړی کتګوري نسبتا سپیڅلې ثابته نه شي، ځکه چې ، کم تر کمه په خپله خطا/بې لاری باندې خو معترف دي،،،؟؟؟ که څنګه


۰
03.09.2011

ښاغلو تاسي ښي ليکني کړي خويوي خبري ته د ځيرک عادل صيب هم فکر ندی چي ښکنځلي hotak کړي [مبارکۍ کي ښکنځلي] خوتاسو نرغوندي هوتک صيب ډبولی ولي تاسو نه پوهيږۍ چي دا دواړه بيل بيل سړي دي ښاغلی هوتک صيب يو مجاهد اودښو اخلاقو څښتن دی فکرته موپام وي او hotak خو دخوني مدير دی او اخلاقا نووووووووو بس څه نه پکي وايم.


اکرم
03.09.2011

نه !
اغلب ګمان په دې دی چې د..وتک دمبارکۍ مقصودین دې وطنمل، حلیمی او پتنګ وي :oops: :oops: :oops:
د ...وتک په دې نعت (دله) مبارکی به بل کوم چا ته راجع وي ؟
هو ښايي [size=24:a09547e4a1]زنجیري ډیرانی[/size:a09547e4a1] یې بل وي :oops: :oops: :oops: :oops:


عادل عادل
03.09.2011

السلام علیکم

محترم مومند صاحب، مننه چې د هوتک او hotak و نقطې ته مو زمونږ پام کړ، :)


هوتک
03.09.2011

مومندصیب،مننه چه زما او دمدیر ‏hotak‏ په بیل والې دې ملګرې خبرکړه، زوندی اوسې،


پتوال
04.09.2011

عادل صيب په لومړۍ کاتېګورۍ هغه کسان ټول راځي چې روژه يې د ګناهونو د تويولو اود روح د سوچه توب او چاندي کولو له پاره په استغفار
او تقوا سره نيولې ده، hotak يې دمبارکۍ ورکولو او خپل وياړ هم وړ بولي ، خو پوښتنه داده چې دئ ورته د ځان په شمول ولې
د دله ګانو خطاب کوي ؟ آيا الله تعالی ته سر ټيټول هم دۀ ته د کوم غرور له مخې بې غيرتي ، پيغور او دله توب ښکاري که څنګه ؟
الله دې له داسې شيطاني غرور څخه مونږ او hotak صيب او په نامه مسلمان ټول وساتي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more