د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دې ته وخاندو كه وژاړو؟

شپون
25.08.2011

کلات ښار (پژواک ٢ وږى ٩٠): د زابل په مرکز د کلات ښار په يوه خپلمنځي شخړه کې نهه تنه ټپيان شوي دي.

دغه شخړه تېر ماښام له روژه ماتي وروسته د کلات ښار اړوند د خوازو په سيمه کې رامنځته شوه او په کې د يوه ټپي شوي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دى.

د خوازو د کلي يوه اوسېدونکي عبدالرازق د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه جنګ کې له چړو، تبرونو او بېلچو څخه کار اخيستل شوی دى.

د نوموړي په وينا، شخړه وروسته له هغه پيل شوه، چې د خوازو د کلي يوه اوسېدونکي له روژه مات وروسته له بل تن سره د اوبو پر سره شخړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې وروسته له دواړو کورنيو نور کسان هم جګړې ته راغلل، چې له امله يې ۵ تنه له يوه او څلور تنه له بل کور څخه ټپيان شول.

عبدالرازق وويل، چې دواړه کورنۍ سره د تره زامن دي او وروسته ټپيان د نورو کليوالو له خوا د کلات روغتون ته راوړل شول.

ته او خداى...دا نو اوس كوم سړيتوب شو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


عبدالله صابر
25.08.2011

شپون صاحب

[quote:e779af4753][quote:e779af4753] دې ته وخاندو كه وژاړو؟[/quote:e779af4753][/quote:e779af4753]

دواړه به ونه شي ؟


شپون
25.08.2011

يوه ټوكه دې راياده كړه...روژه هم ده، خو ځه خير
وايي د يوه سړي دوه خره وو. لوى خر يي ليوانو خوړلى و. سهار، چې كليوال د تسليت لپاره ورغلي و، وايي دخره څښتن به وخاندل او بيا به يي وژړل. كليوالو، چې د يو وار خندا او بيا ژړا پوښتنه وكړه، وايي ده ورته ويل، چې: ژړا ځكه راځي، چې خر مې ليوانو خوړلى او خندا مې دې كوچني ته راځي، چې كله هغه لوى خر ليوانو خوړ.. ده بيچاره به ورته له ډاره څومره تېزونه اچولي وي.


۰
25.08.2011

شپون صیب خو وخندل خو زه به وژاړم .
د پښتنو پدي حال چي په هڅ خبره به سره سرونه مات کړي نه کوم دګټي کار وي او نه کوم د دین کار وي هسي د غیرت په نوم تربورولي پالي نه واي چي دامي د کاکا ځوي دي زما ورور دی زما مټ دی بس واي غیرت دی نو خپل سر هم مات کړي او دخپل ورور هم . ګذشت او تیریدل چي نه وي نو نه خو خپلوي کیږي اونه ګاونډیتوب او نه هم یاري انډیوالي ،همیشه باید یو سړی تیریدل وکړي نو اجتماعي ژوند به کوي کنه بیا به يي بیدیا ځاي وي او خپل کلي کور او اولس به تري پاتي وي.
ګذشت خصلت مردان است
د یوي دقیقي صبر او زغم دټول عمر خزڅ دی
پهلوان هغه ندی چي یو څوک څملوي بلکي پهلوان هغه دی چي د غصي په وخت کي خپل ځان کنترول کړي.
نوربیــــــــــــا


عادل عادل
26.08.2011

السلام علیکم

ما وېل که دا جګړه له روژه ماتي نه وړاندې د نصواریانو په منځ کې پېښه ده،،،، زمونږ په جومات کې داسې ورځ ناروا شه، چې دوه نصواریان به یو تر بله سره لفظي شخړه نه کوي،

مومند صیب دا "نصوار" کومه صیغه ده، ځنې یې په سین لیکي؟ :)


۰
26.08.2011

عادل صیب نسوار یا نصوار په وزن د مردار یو غیرمنصرف کلمه ده نورنه پري پوهیږم خو اوس به وزیري صیب یا بل کوم ملا صیب راته واي چي په صرف کي غلط شوي ،خو ډیر ناولی شي دي الله دي پاکان ورنه ساتي اوناپاکانو ته دي الله ورنه نجات ورکړي.


شپون
27.08.2011

مومند افغان وروره كه د روژې په ماښام دې د شيلګر د نسوارو خوند ليدلى واى. ومنه كه داسې خبرې دي كړي واى


شبيراحمد
27.08.2011

سلام درباندي اچوم
[quote:26e1b2fdff]نسوار یا نصوار په وزن د مردار یو غیرمنصرف کلمه ده[/quote:26e1b2fdff]
مکه مومنده دادي څه ويلي له تانه مي داتوقع نه وه.
هيله ده خبره دي بيرته درخپله کړې.
ښه ده چې له نسورايادعادل صاحب په صيغه نصوارله کولو وروسته مي ستاخبره وليده
که مي مازديګرليدلی وای خوښ شوی به دي وم.

که نسواري/نصواري يې نومي خوښ يې
که سګرېټي يې نودي شونډي پرې کومه

چې داندېښنودرباندي زور شي
پوړۍ ته لاس کړه نسور/نصوارواچوه مینه

اومننه


۰
27.08.2011

هاهاهاهاها شبیر احمد صیب تاسو خو ورسره نصوص هم وړاندي کړل
ځه اوس به نورپکي څه نه وايم خو دومره وایم چي لږ ترلږه په کوټه یا حجره کي
باید توفداني نه وي داسي راباندي بده لګلیږي چي کوم ځاي کي توفداني ووینم نو بیا
ډوډۍ رانه پاتي وي نسوار به زه درسره تحمل کړم خو توفداني نه تاسو تیر شی :lol:


شپون
28.08.2011

ځېنو پخوانو سپين ږېرو به ژمى د پوستين په لستوڼړو كې نصوار توكل، اوس به يي په څا شي كې توكو...؟


عادل عادل
28.08.2011

السلام علیکم

[quote:ce0e85d1e9]هاهاهاهاها شبیر احمد صیب تاسو خو ورسره نصوص هم وړاندي کړل [/quote:ce0e85d1e9]

:) :) :) :) :)

هغه یو نیم نصواریان چې نامي نصوار لري، نو په یو وار نصوارو یې نصواریان سرونه ماتوي،،،، زمونږ د کلي نامي نصواري د خپلو نصوارو په شهرت کې له نصواریانو دېر پازاب وو، ،،،، آخر یې دوهم ډبی هم په جیب کې ساته،،،،

خپل نصوار به یې په دې دوهم ډبي کې تووووکل !

نصواریانو ته ډېر ساده برېښېده، خو ساده ګان دوی وو چې د نصوارو په شوق کې کله هم دده د دوهم ډبي په راز باندې پوه نه شول! :) :) :)

خدای دې عفو وکړي، مونږ غیر نصواریانو ته چې دا راز مالوم وو، نو نصواریانو ته به مو دده د سخاوت او نامي نصوارو ډېر صفتونه کول...... :)


۰
28.08.2011

یره عادل صیب ستاسو دلیکلو سبق مي ډیر خوښیږي او بیا خو پدي ۲۷ کلن ژوند کي دومره خاطري لري لکه ټول عمردي په سفرکي تیرکړي وی دخپل کور ډوډۍ دي هم کله خوړلي که !
خفه نشي مقصد مي دا وو چي مسافري دي ډیره کړي اودافریدو د میلمتوب قیصه دي ډیره مزیداره وه.
ښه نو چي د موضوع نه ونه وځو ځکه ډیره مهمه موضوع ده چي پاتي نشي.
زمونږ ځاي کي یو مولوي صیب وو اوس وفات شوي دي الله دي وبښي نوده کره میلمه راغلي وو ، میلمه ورته ویل چي مولوي صیب توفداني به نه وي دا نسوار پکي توف کوم!
مولوي صیب ورته ویلي چي نه توفداني باندي زه څه کوم زه خو ملا یم اوخپله نسوار نه کوم او چي میلمه مي راشي نومسجد کي راسره وي اوس د توفداني کوم ضرورت لرم او ته داسي وکړه چي نسواردي دي خپله کلوشه[کوښه] کي توف کوه ښه!
میلمه ویل چي دا څه واي مولوي صیب کلوشه خو بیا مرداریږي کنه!
مولوي صیب ورته کړه چي نو بیا دا ستاخوله د کلوشي نه هم ډیره پلیته ده چي خوله کي يي اچوي او بیا چي همداشي کلوشه کي ږدي نو مرداریږي.
بس د همدي وینا سره هغه سړي بیا نسوار پریښودل .
او بل بد عادت يي دادی چي هر نسواري سوالګر وي پدي معنی چي خپل نسوار به وسره وي او بل ته به ورغوی ونیسي چي راکه یو وار نسوار :lol:


شبيراحمد
28.08.2011

هههههههههههههه
مومندافغان صيب دادرسره منم چې نسواري سوالګروي، خوداځکه چې دبل دنسواروخوندځکي.
اوبله به درته وکړنسواريوداسي بې کاره عادت دی چې که دوه درې ورځي ډوډۍ ونه خورې
زه وايم چاته به لاس اوږدنه کړې خوکه په روژه کي دي ترماشامه نسوارونه کړل له روژه ماتي پس به ضروريوچاته سوال وکړې چې ته راکه يونسوار. :lol: :lol: :lol:

دعادل صيب په خبره مي يوه کيسه راياده شوه
زمونږپه کلي کي هم يونامي نسواري و، نسوار يې هم نامي نسوارکول يوه ورځ يې کيسه
کوله چې مازديګروخت مي اوبه لګولې چې دکلي خادم/ډم راغی اوراته يې کړه چې راشه داسنت درته برابرکړم.
ده ويل زه هم بې له ځنډه ورته کېناستم خوډم دکارپه پيل کي رانه يونسواروغوښت ماهم ورکړ، وايي کله چې يې سنت رابرابر کړل کورته لاړم، سهارچې له لمانځه وروسته کورته راغلم هنداري ته ودرېدم چې ته راځه داړنګه بنګه ځواني دي پکي ووينه، چې ګورم خوله مي کږه ده.
کوروالي ته مي وويل چې اې ته راشه زه خوپه شپه کي ګوزڼ نه يم وهلی ؟
هغې راته ويل چې په ښادي شې برېتونه دي کاږه خرېيلي دي :lol: :D :lol: :D :lol: :D
وايي چې سوچ مي وکړراپام شوچې ياره نامي نسوارودي ډم نشه کړی اوبرېتونه يې درکاږه کړي دي.هههههههههههه
نومومندصيب کله به دي برېتونه هم کاږه خرېیل کېږي :shock:
ستادملاصيب په کيسه مي هم يوه کيسه راياده شوه.
زمونږيوکليوال به په غټه ږيره سګرټ څکول يوه ورځ پرې يوټوقي برابرشو، ټوقي ورته
وويل چې ياره ته خوچې دسګرټ دودواپس له خولې راوباسې داسي ښکاري لکه په ترخو
کي چې دښکار/چره دار توپک ډزوکړې اودوړي يې پورته شي. :lol: :lol:
همغه ورځ وه چې سړي له سګرټوتوبه کړه.
خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
ماته نسواردومره ګران دي چې که موضوع يې هرڅومره مهمه وګڼې ددې له پاره چې
په ټول افغاني نسواريانونسوارپرېدې، په ماباندي به يې پرې نه ږدې. :wink:

ځاردي شم


عادل عادل
28.08.2011

السلام علیکم

مومند صیب، د خدای ج خوښ شې چې زما د لیکنې سبک دې خوښیژي، بس از هر چمن سمنې لیکو،،،، او د شبیراحمد ورور ټوکو ته مې نو خدای شته ډېر وخندل، خدای دې خیر ورکړي چې زمونږ د یو څو لحظو پام یې غلط یانې پرېشانه فکر یې راسم کړ :) ،،، نصوص یې بس کړي دي :)

نصواریان د نصوارو د سوال په اړه یو متل هم کوي، وایي مرداره روزي ده، په سوال به یې نه شرمېږې،،،، که څنګه شبیر وروره

او دا نامي نصوار هر نصواري هم نشي کولای، ما ډېر داسې لیدلي چې د نامي نصواري ته به یې ورغوی نیولی وو، چې ته راکه یو نصوار، هغې به ورته ویل چې هلکه خاپوړي به درباندې وکړي،،، خو چې وربه یې کړل نو په بنځو دقیقو کې به یې کانګې پیل کړې،،،،، او په ګونډو به له جوماته په وتو شو،،

رښتیا مومند صیب نصوار مې هم جوړ کړي دي خو کړي مې ندي، چې ځومره وموښل شي هومره نامي راځي،،، دوه برخې تنباکو او یوه برخه د سپېدار د پټوکي ایره به مو سره ګډوله، خو د جوړلو په وخت به پرنجی خامخا مل وي ورسره،،،،، خدایه نصواریان له نصوارو خلاص کړې ،،،، آمین

او مومند صیب دا زما عمر مو ولې ۲۷ اټکل کړی دی، ولې مو مثلا ۲۶ یا ۲۸ نه دی ښوولی :) ماته نه دی رامالوم نو تاته څرنګه درمالوم شو :) :)

یوه ورځ مې یو ملګري ته په مسینجر کې ویل چې که دا عمر دې راته ووایې، ځکه کله ناکله درسره داسې خبرې کوم لکه همزولی یا کشر، ده په ځواب کې راته کړل چې ولا که ماته هم مالوم وي، ما وېل ولې، ده وېل بس چې له ادې وپوښتم چې څوکلن یم، نو وایي به چې زویه ته د قحطی په کال پیدا شوې، پادشاهي هم اوښتې (یانې منقلبه شوې) وه او د مامک دې د عسکری پچه ختلې وه :)،،،،، او یا به مثلا وایي چې په هغې کال مو درمند (یانې د غنمو حاصل) درې خرواره شوی وو :)


۰
29.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
شبیر احمد صیب ګوره اخر هم ټوکي شوي د عادل صیب سره نژدي نژدي کیږي نو خود به ټوکي کیږي ، زه هم ښه جیدي وم خو چي عادل صیب او تندر صیب سره مي دوستانه شوه ټوکو ته مي مخه شوه او عادل صیب خو بیا دقریش صیب شاګرد خاص دی نو ځکه داسي نامور ټوکي دي که څنګه عادل صیب اوس دا ونه واي چي تاته څه درمعلومه ده چي زه دقریش شاګرد خاص یم!
او عادل صیب واي چي زما عمر څنګه درمعلوم دی نو عادل صیب تاته به نه وي معلومه خو زه دلته په ټول افغان کي داحصايي مامور یم او د ټولو لیکوالانو تذکیري راسره دي، نوم ، ځاي ، داوړي مېنه د ژمي مېنه دسرخیل نوم عمر او کوایف ټول راسره دي په کوم کوم نومونو باندي لیکني کوي دا ټول ماسره خوندي دي اخر داحصايي مامور یم مني که نه!
ټوکه:
یوي ښځي چي ماشوم يي په نس وو بلي ورنه پوښتنه وکړه چي ماشوم دي د څومیاشتو په نس دی دي ورته کړه چي د هغي ورځي نه چي دتاسو نه مي چج[د غنمو دڅپ وهلو اله] راوړي وو نو دي ورته ویل چي مونږ نه خو ټول کلي چج وړي او راوړی اوس زه څه خبره یم چي تا په کوم تاریخ چج وړی وو.
نو عادل صیب زه خو دچج تاریخ یاد لرم کنه څه پوه شوي
مومندافغان د ټول افغان داحصايي شعبه


عادل عادل
29.08.2011

السلام علیکم

زېری زېری زېری ،،، نورزی جهاني له ټول افغان څخه وشړل/چغه شو!


۰
29.08.2011

دومره دزیري خبره نده ځکه فکر کوم هغه پخپله تلی دی او که دشړلو خبره واي
نودومره به مهلت نه ورکیده .
خو لکه چي ته هم داخبره د ټوکي نه کوي ځکه دي دټوکو خونه کي لیکلي هاهاهاهاهاهاهاهههاهاها زیری هاهاهاهاها زیری
یره عادل صیب نووووووووو.


شبيراحمد
29.08.2011

:lol: داحصائي مامور :lol: :lol: :lol:
پس له دې دي مامورصيب بولم. :shock:
ښه مامورصيب که خبره دي رښتياوي نو وښيه زه په څونومونوليکني کوم؟؟؟
درته اجازه ده دټولوپه وړاندي راته ووايه.
که دي راته وويل نوزه به هم ستاپه څېر يوخودوه نومه وجودشم :wink:
اوعادل صاحب دازېری خوپرون وطنمل صيب کړی خوخدایږوکه مي زړه پرې خوشحاله
شوی وي. دمومندصيب په خبره هغه په خپله تللی.

منني


عبدالله صابر
29.08.2011

يره مومند افغان صاحب

که پخپله هم تلئ وي خو داهم غټه خبره ده چي وطنمل صيب لاسپوڅي بولي
د ازادی مقاومت ته د هشتګردئ ويلو په سزا يی له ټول افغان څخه شړي
اوهمدا يی ممهم علت ګڼي نور الله پاک ښه پوهيږي ، ،

خوستا په فکرښايی وطنمل صاحب د نصرودين ټوکه کړي وي ، هغه
داسي چي وايی يوځل نصروودين د لارې په غاړه ويده وو خپلې کيړئ
(څپلئ ) يی سرلاند ي اييښي وي چي غل راغئ اوڅپلئ تري وتښتولي
نصرودين پسي راپاڅيد غل مخکښ اونصرودين پسي وروسته منډې وهي
لنډه داچي نصرودين په منډه ستړئ شو اوغل يی راګير نه کړو ،نوله شا
طرفه يی غږپي وکړ [color=red:7d7ac31a1c]ځه دالله په رضا دشوي [/color:7d7ac31a1c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more