د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

چې هرو خت دې وخندولم نو بيا به دې مزدوري زياتوم

Farhad zaheer
12.08.2004

[size=18:ae0e954987][color=red:ae0e954987] چې هرو خت دې وخندولم نو بيا به دې مزدوري زياتوم[/color:ae0e954987][/size:ae0e954987]
نو هلک په مزدورۍ پسې ګرځيده ،چې له يوه سپين ږيري سره مخ شو ،،دسپين ږيري هم مزدور په کار و ،هلک په لږه مزدورۍ له سپين ږيري سره جوړ شو ، خو سپين ږيري ورته وويل چې هرو خت دې وخندولم نو بيا به دې مزدوري زياتوم.
پوه ورځ سپين ږيري يوه بورۍ غنم په خره ورسره بار کړل،داوړوکولولپاره يې ژرندې ته يوسي، غنم يې ژرندې ته يوړل او خر يې له ژرندې نه دباندې وتاړه ، ژرنده ګړي غنم دژرندې په ډول واچول ، چې غنم يې وليدل ډير ناپاکه وو،شګې په کې وې ، نويې هلک ته وويل :داغنم دې ناپاکه دي، دباندې يې لږپاک کړه،بيا به يی درته اوړه کړم.
هلک ورته وويل چې اوس مې دژرندې وار نيولی،چې اوړه شي نو بيا به يې پاک کړم .
کله چې غنم اوړه شول نو مزدور دباندې پرڅادر واچول او بادول يې چې پاک شي ، هغه ټول باد يوړل ، ژرنده ګړي چې وليدل چې اوړه يې په باد يوړل ،لاسونه يې ومروړل ، له ناچارۍ يې خالې بورۍ په مزد کې ترې واخيستله .
هلک چې دباندې راووت ، څه ګوري چې دشپې يې خر ليوانو خوړلی ،نو همدسې خالي لاس دکور په خوا روان شو په کور کې يې چې سپين ږيري ته کيسه وکړه، هغه له غوسې وخندل .خو هلک په خوشالۍ ورته وويل ،خو هلک په خوشالۍ ورته وويل:اوس خو دې وخندل ، نوله ژمنې سره سم مې تنخوازياته کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more