د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د شپانه غږ

شپون
24.08.2011

تور سترګو، شين سترګو او سپين سترګو ته سلام.
ډېره موده وروسته راغلم او هغه هم په داسې ځاى ور سم سوم، چې د څښتن په باره كې يي چاويل: درويزه يي كوله، نو د يوه كور په دروازه كې غږ كړ.... خوره..زر كوئ ...خير راوړئ خداى مو وبښه...هوتك ميړه يم ...ډېر بې ځايه ولاړ يم.
وايم مغرور سړى دى..داسې نه يي، چې بېرته مې وشړي..اى رشتيا ..دا زاړه ګنانګاران خو يو هم نه ښكاري..چې دا ولي؟


عادل عادل
24.08.2011

السلام علیکم

شپونکیه وروره ستړی مشې، زاړه ګنانګاران به چېرته په اېتېکاپ مېتېکاپ کې خوبونه کوي،،،

....... وام خدای دې زمونږ وطن ازاد کړي، چې د غرو په شنو لمنو کې شپني وکړو، د کلي بوډیو ته به ترښې او وښتې راوړو، او پتمنو کلیوالو خویندو ته پښۍ/رَوَښې او د غره سابه،،،،،، په دې زاړو ګنانګارانو به هم کله ناکله پوڅه خورو،،،، هسې نه چې د ښاري ملګرو په څېر یې ګېډه تاو راتاو او د پاڼ څنګ ته په منډو کړي.

اې خدایه و دې روژې او زمونږ نوې ته وګورې او په خپل فضل سره زمونږ وطن له وحشي غلیمانو او ددوی له سیوري، لاس او اثر څخه د تل لپاره ازاد کړې، امین

خدایه ! مونږ مسلمانان خوشې وبښې، آمین آمین


۰
24.08.2011

شپون[حامد رښتونی] صیب ستړی مشي پخیر راغلي هرکله راشي.
دغسي لږ لږ دي ورشو ته هم راځه ګوره څنګه ښه څړځاي دي .
او دا زاړه ګنهګاران څوک دي ؟
قریش ګروپ خو به نه یادوي هاهاهاهاها
مومندافغان


شپون
25.08.2011

عادل عادل او مومند وروڼو خوار مه شئ
يره مومند اكا كه راسره منې يي، نو ومنه، چې په توره تياره كې غشي ولې.


۰
25.08.2011

که تیـاره کي غشي ولم خـطا نه ځـي
په چشمو کي مي کامل کامل توان شته


عادل عادل
25.08.2011

السلام علیکم

یره مومند صیب ستاسو هاغه د (حبز) خبرې ته مې نن وخندل، اوس به محمود سعید صاحب په ټوکه کې درته ورک وي :)


۰
25.08.2011

عادل صیب ښه چاري!
ورورکه دا راته ووایه چي غشي مي صحیح په هدف لګیدلی او کنه؟
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عادل عادل
25.08.2011

السلام علیکم

یره مومند صیب ستاسو ټوکې مې خوښیژي، هاغه ....وښویېد او انفلق ..... ته اوس هم خاندم، غشي دې سم لګي خو د شپون صیب په اړه مطمین نه یم.

د خدای شکر دی چې زه درته متعدد نه برېښم :)

او رښتیا د خدای یوه بنده ته د دوو په سترګه کتل شرک دی کنه؟ :)


۰
26.08.2011

هاهاهاهاهاها
هو عادل صیب تاسو هم راته دوه ښکارۍ عادل+عادل هاهاهاها
او شرک یره خو نوووووووووووووو.


عادل عادل
26.08.2011

السلام علیکم :) :) :)

یره مومند صیب په دې روژه کې مې سابو ته ډېر زړه کیژي، د پخولو یې هم ډېر ښه چل راځي، یانې د یوه څاښت په سابو باندې د لسو څاښتو خواړه خوندور کولای شم، وریجو کې ګډ، قورمه کې ګډ، لوبیا سره، سوپ ترې جوړ،،،،

په اصل کې د کلي روژه ماتی ډېر خوند کوي، متنوع خواړه وي پکې،،،، خو چې ملا صیب هم د ماښام په غم کې نه وي،،، خوند پکې دا کوي چې خواړه یو تر بله سره شریک کیژي،،،، هغو یوه نیم به چې ځان له خوړل، نو د اقامت نه تر رکوع پورې به مو د هغه په لوښو برید خښ کړ،،، مړی په خوله به مو ملا صیب په رکوع کې رانیوی،،،، یوه ورځ یو مېلمه وو،،،،، ټوکي وو،،،، اسمان لا سپینه رڼا وو چې ملا صیب په محراب کې ودرېد،،،،، زمونږ په وطن کې خو اقامت هسې هم بې دلیله د مقتدي په برخه دی ،،، نو ملا صیب اواز کړ چې نور ،،، راځی ،،،، پس له لمانځه یې وخوری ،،،،، مونږ داسې وښوده لکه میلمه ته چې تم وو،،،، میلمه په ورو خپل کوربه ته کړل،،، چې درځی تاسو هنډل وهی،،، مونږ درپسې یو،،،،، د خدای وهلي مطلب اقامت وو :)


شپون
27.08.2011

زموږ د كلي ملا به د بر كلي له ملا سره سيالي كوله. له هغه به يي پوره پنځه دقيقې وروسته اذان كاوه. بيخ يي شين ګړي تباه يي كړو. بالاخره په يو وېشتم روژه ماتې ورسره جانګل اكا تر ګريوانه ونيول. عجب خوند يي كاوه، زموږ هلكانو هسې هم ملا ته زړونه ډك وو، كله چې جانګل اكا او ملا صيب يوه بل ته اړم شول، نو موږ به د ملا پشې راكاږلې. توبه ...څه ليونتوب و.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more