د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

اختر مومبارک شه

Kamil
18.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ټولو مسلمانانو مهاجرینو او انصارو، مشرانو، کشرانو، همزولو مسافرو اومقیمو وروڼو ته د راروان نېکمرغه کوچني اختر مبارکي په ایډوانس کی وایم.
پاک رب دې زموږ ټولو خلکو عبادتونه قبول کړي، او الله نور د جګړې او بدبختۍ ټغر زموږ له ګران او خوږ وطن څخه ټول کړي .

اختر مو له خوښيو ډک !!
[img:788cc8a120]http://larawbar.com/data/image/news/eid_mobarak_2009_loy_akhter_mo_mobarak_afghan_greetings_.JPG[/img:788cc8a120]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نوټ: چی څوک راباندی د اوزګار ګومان ونکړي :twisted: :twisted: :twisted: :twisted: یو یادونه کوم چی نور د ۲۰ ورځو لپاره د نیټ سره خداي پاماني کوم نو له موقع نه په استفادې سره په ایډوانس کی مبارکي درکوم.:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: .


وزیري
21.08.2011

السلام علیکم:

کامل وروره تاته دی هم اختر مبارک وی.
نن لکه چی زمونږ ۲۱ روژه ده او میاشت په اسمان کی پوره نیمائی ده. نو څه فکر کوی چی اختر به کله وی. په مونږ خو یی د لیلة القدر شپی هم ګډی وډی کړی، ځکه چی روژه د خلکو ۲۱ ده او میاشت د ۲۲ ده. اوس طاق شپی بی اعتباره شوی.

والسلام


عبد السلام
30.08.2011

درنو ورنو ، مشرانو ،کشرانو او همزولو ، السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته !

تاسو ټولو درنو ښاغلو ته دزړه له کومی ، د نیکمرغه کوچني اختر مبارکی وایم ، لمنځونه ،روژې اوعباداتو مو لوی څيښتن جل جلاله قبول ،شپې او ورځې مونیکمرغه ، هیواد مو آزاد ،
او دښاغلي کامل صاحب په لاندې دعا آمین !
[color=darkred:f324630792] الله دې نور د جګړې او بدبختۍ ټغر زموږ له ګران او خوږ وطن څخه ټول کړي . [/color:f324630792]


شبيراحمد
30.08.2011

تولووروڼوته داخترمبارکي وايم
الله دي دا اختردنېکمرغيودراورېدوسبب وګرځوي اوالله دي يې بدمرغيوته دپای ټکی کړی.
امين ثم امين


۰
11.09.2011

السلام علیکم
شبراحمد[SADIQMUSALMAN] وروره ستاسو دي هم مبارک وي
اوهو رښتیا له ډیري مودي هغه [بابا] دی که [عبدلقهار] دی [محمدزمان هوتک ] یادوم هغه نه ښکاري چیرته به وي ، فکر کوم په سپین بولدک کي بابا شو خو ښار يي ونه لیده کلیوال به يي همیشه غولاوه چل به يي ورباندي کاوه
الله دي راولي زړه مي ورپسي خفه دی۰


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more