د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

طوفان راغى

طوفان
11.08.2004

ګوښه شئ چي طوفان راغئ ٠٠٠٠
وايی چي ملانصرودين ته څوک راغئ چي ملاصاحب مرسته وکړه چي زمونږدغواسرپه کټوی کښي نښتی ملاصاحب په منډه راغئ چي هله زرکوئ غواحلاله اوسرتي پري کړئ خوکله چي له غواڅخه سرپري کړخلکوورته ملاصاحب اوس څه وکړو ،ملانصرودين ورته وويل اوس کټوئ ماته کړئ ٠


لړمون خوړينی
11.08.2004

په خير طوفان خانه ستړی مه شې !
الله دې راوله ځوانه


طوفان
11.08.2004

سلامونه لړمون خوړينه وروره
وروره که د خفګان سبب نه ګرځي نو دا
لړمون مو ولي خوړين دی

ته چي پيدا شوي تا په خوله کي څاڅيدل شهدونه
زه چي پيدا شوم ما د مور اوښکو ته خوله ونيوه

ستاسو ورور خوارطوفان


لړمون خوړينی
12.08.2004

ښاغلی طوفان صاحب ! که مې حال درته ووايه نو ستالړمون به هم خوړين پړين شي ، خوبس داسې کوه چې سمې اوپه زړه پورې ليکنې کوه اوپاڼه لاښکلې کړه


hotak
14.08.2004

سلامونه يارانو!
لړمون خوړينى ياره داسي ښكاري چي مرچ مسالى ډيري خوري.كه دي ليدلي وي پنجابيان دغه پكوړى مكوړى،اوسموسى ډيري خوري.هغه دومره ترخه وي چي هرپنجابى دبولو په ځاي سور رنگ غورزوي.
په پيښور كي خو يوډول مساله خرڅيدله چي پسكۍ مالگه به يى بلله. :lol: :lol: :lol:
بى ادبي معاف............خداي دي روغ كړه..............ستاسي ورور نصيراحمد هوتك


طوفان
14.08.2004

سلامونه دټول افغان پاڼي کار کوونکوته ، يو عرض لرم ، هغه داچي اول پخپله بيا دنټ کار کوونکوته
داپه کار دي چي دنټ پاڼه بايد په ادابو اوښکلي ليکلو دومره ښائسته کړو ، چي ترڅوزمونږ ترشا دنټ
کتوونکي ډير په مينه خواښي سره دټول افغان پاڼي ته راودانګي ، زمونږ ځني وروڼه ډير په زړه پوري
ليکني کوي ، خو ځني خطاوي او بي ادبۍ تري اظهارشي ، مونږ ته دا په کاردي دنټ پاڼه بايد په ادابو
دومره ښائسته ښکلي کړو چي ترڅو زمونږ دپاتي نسل دپاره يو داسي يادګار پاتي شي ، چي نوره غيره
ژبي دمونږ ادابواوليکلو ته ګوتي په غاښ پاتي شي،

اوس به لږ اوخاندو،،،،،،

يوه ورځ ملانصرودين نه روپي ورکه شوي وه نو دوسکټ ټول جيبونه يی ولټول صرف يو جيب يی
پريښود خپلي ښځي تري تپوس وکړ چي دابل جيب کښي هم وګوره ملا صيب ورته وويل چي هغه جيب
کښي نه ګورم ولي؟ چي که په هغه جيب کښي هم په لاس رانغله ، ښايی دخفګانه به مي زړه پړق وچاوي
دادي دپاره يی نه ګورم،

په درناوي

ستا سو ورور خوار طوفان


hotak
14.08.2004

طوفان صيب سلامونه اوښې چاري!
دغه دى صاحبه زه هم خداي ستا دنصيحت له بركته دومره ښه سړى كړم.رښتياهم دنيټ په پاڼه كي دادبي ټوكوټكالو په خونه كي له دى وروسته ديني تبليغ ته ملا وتړل شي.موږهسي لوده گان يو چي ټوكي سره كوو.خداى موهير دى.اخرت مو هيردى.اخركله به سم سړي رانه جوړيږي.


طوفان
15.08.2004

هوتک صيب سلامونه نيکي هيلي ،محترمه ( ١) تا دقران عظيم شان سورت البقره چي دنټ په پاڼه
کاپي کړي دي ښکاري دقران کريم تلاوت درته يو غټ پړاؤ موجود دي( 2)په داپوهيږم چي موضوع
دټوکو ټکالو دي خو متأسفانه چي ادب ورسره زيات شوي دي (٣) هوتک صيب ته تيرشوي ليکل ځان
ته په بيعه مه اخله ما دتا سره شخصي دوښمني نشته ، دا پاڼه دمونږ اوستاسو دمحبت دپاره هغه چا
جوړه کړي ښايی دمونږ نه تاته ښه معلوم وي ، رب متعال پاک جداي ((ج)) دي د دعمر زمونږ اوستاسو
سره لا نور ډير زيات کړي (( أمين)) ،

په در ناوي
ته چي پيدا شوي تا په خوله کښي څاڅيدل شهدونه زه چي پيدا شوم ما دمور اوښکو ته خوله ونيوه
ستاسو ورور طوفان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more