د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

دروژې ټوکې

ډاکتر څپاند
03.08.2011

يو سړي روژه نه نيوله خو چربانګ يا پيشنمی به ترټولو دمخه دخوړو لپاره په
دسترخوان ناست وو٠چا ترې وپوښتل چې ظالمه چې روژه نه نيسي نو ولې
ځان ته زحمت ورکوې او د چربانګي لپاره پاڅيږي؟
روژه خور ورته کړه چې غواړې کافر شم :D :D :D


watanguljan
04.08.2011

ريښتيانۍ ټوکه
د مشرقي ولايتونو د کوم يو ولايت دوه ګوندي وروڼه وو ، يو مشر وو او بل کشر ،
کيسه داسې وه چې دا دواړې په کابل کې اوسېدل ، د ترکي په حکومت کې مامورين
ول، چون چې چناچه د دې کشري پوهه لژه زياته وه، نو د ثور انقلاب سره راغلو مترقي
افکارو ته ډېر مؤمن مخلص او وفادار و، او د خلوص يوه علامه يې دا وه چې د دولتي
هرې رخصتۍ په شپه کې به يې په کور کې د شوروي مترقي انقلاب غويمنډونو تيارۍ
نيول کېدی، ده د ثور د انقلاب په عالي اهدافو دومره په خلوص سره ايمان راوړی وو، چې
خپله نازنينه به يې له ټولو سره شريکه ګڼله ، او په دغو غويمنډونو کې به د هر غوايي
تر اختيار لاندې وه
مشر ورور يې خبر شو، ويې واهه، چې دا دې لا څه لوبه پيل کړې، نو هغه ورته ويلي وو،
چې دا خو د ثور انقلاب پرتمينې ډالۍ دي، ته ماته مخلص ګوندي نه ښکارې، ورور يې
چې هر څومره کوښښ وکړ چې ګوره مونږ خو افغانان يو، پښتانه يو، خو کشر د هغه د
مخبرۍ هوډ کړی چې ورور يې صادق او مخلص نه دی، او د ګونديتوب سره سره د ثور
انقلاب دښمن دی

والسلام


۰
05.08.2011

وطنګل خانه!
دا دي ټوکه کړي او که مشرقیوالو ته دي ښکنځل کړي؟
ما خو پکي د ټوکي کوم ځاي ونه لیده چي ورته مسکی شم خو بالعکس
د یو افغان په حیث او بیا د خپل کلي په ننګ يي وځورولم.
کشره پدا کشره ټوکه دي!

مومندافغان


watanguljan
05.08.2011

ماموند صيب
خپه نشې، دا کمونستان خو د افغانستان ټولو ولايتونو کشې وو، او د دې هم نشې منکرېدی چې په پښتنو کې هم وو، ته به اوس وايې چې د پښتنو بېعزتي دې وکړه،
خو چون چنانچې دا
زما راوړل شوې کيسه په یو مشرقي ولايت کې پېښه وه، نو ځکه مشرقۍ پرې ياد شو،
نور نو مشرقي ته دومره په تقديس مه ګوره، چې داسې کاتې ماتې به په کې نه کيږي،
لغمان مه هېروه دوسته، له کوچي پښتنو پرته نور يې ټولو د هورا هوار رمباړې وهلې
او اوس ګوره چې د پنجيانو همدا لغمانيان ښکته پورته کيږي، د کوچي درنو پښتنو
مخې ته دې پرده وي
بس تا همدا غوښتل چې هغه ولايت راباندې مشخص کړې :o :o :o
او کنه په مشرقي کې رنګارنګ خلک په کې ژوند لري، ته به په کې د کوم کوم بې غيرته
په سر خفګان کوې :wink: :wink:


۰
05.08.2011

هاهاهاهاهاها هههههههههههههههااااهاهاهههههههههاهاهاهها
السلام علیکم ورحمةالله
نه وطنګلجانه وروره خبره دا نده خوو په ټوکه کي یو خاص شخص یا کوم خاص قوم ،قبیلي او یا هم کوم ولایت مشخص کول راته ښه نه ښکاري
او یا که د کوم ټوکي یا سادګۍ په مثال کي وي خیر دی خو داسي ټوکه باید عامه وي او ځاي،قبیله ، او شخص پکي یاد نشي مګر داسي شخص چي هغه ارزي لکه د یرغلګرو غلامان ، دپاکستان غلامان ، دروسانو غلامان او داسي نور وطنپلورونکي ، ناموس پلورونکي او بي وجدانه خلک که په نوم هم یاد شي پروا نه کوي خو سمت ،ځاي او قبیله یادول مي خوښ ندي.
خوښ اوسي
او ګوره وطنګلجان وروره ته خو بیا زما د ټول افغان استاذ هم يي زه چي اول دلته راغلم نو تاسو او قریش ورور لاره راښودله یوه ورځ مي [عادل عادل] لیکلی وو نوتاسو بیا راته وویل چي صیب ورسره لیکه چي ترننه مي هغه ستاسو نصیحت په غوږ کي دي او د هرچا د نوم سره حتما صیب لیکم او ستاسو ډیر منندوي یم.

ستاسو ورور مومندافغان


ډاکتر څپاند
08.08.2011

محترم يا محترمې وطن ګلجان ته سلامون لغمانيان کمعقله مه بوله،حتی ستا په مثال کې لا اقل يوه ئي پوه بريښي،او دا
په ظاهر ناپوه هم خپلې غلطې(مګر دده په اند صحيح)عقيدي ته کلک وفادار دی٠ :evil:
 دا څومحدود مثالونه دلغمان نمونې:[quote:48ddcd1101]

Sunday, 24 July 2011 13:58 | Written by سید عبدالقهار فدایی | | | :shock:
د شهيد استاد غلام محمد نيازي لارويانو ته د تسليت او مبارکۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ او خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د [color=red:48ddcd1101]اسلامي نهضت د بنسټ ايښودونکي استاد غلام محمد نيازي[/color:48ddcd1101] لمسي د استاد محمد نسيم زوي عبدالله د خپل نيکه په پل باندې قدم کيښود او د بدر د عملياتو په ترڅ کې یې د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې د امريکايي عسکرو په لوى پوځي مرکز استشهادي بريد ترسره کړ چې له امله يې يرغلګرو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوله او پخپله هم د دخپل نيکه په څير د شهادت عالي مقام ته ورسيد، روح دې ښاد وي او یاد دې تل د شهيد استاذ په څير د مسلمانانو په زړونو کې ژوندى وي، او په قيامت کې دې الله تعالى د بدر له شهيدانو سره حشر کړي.

[/quote:48ddcd1101]

مرحوم عبدالظاهر صدراعظم،داحمدظاهر پلار
مرحوم احمد ظاهر دځنو کابليانو او. . . . رضاعي زوم :?
مرحوم ګل پاچا الفت چه دمعرفي کولو حاجت ئي نشته
مرحوم ډاکر سعيد افغاني،په اسلامي علومو کې لمړنی افغان ډاکتر
سميع الدين ژوند،،دمرحوم موسی شفيق په حکومت کې عدليه وزير
محمد صديق کاوون ستر شاعر
محمد اسمعيل اړم شاعر ،هنرپال
او بالاخره دټول افغان دبحثونو په سايټ کې "عمومي مدير"ډاکتر څپاند صافی :shock:

اونور اونور،


جهانګیر خان
10.08.2011

او ښاغلې منګل د اغلې نغمی میړه و.


ډاکتر څپاند
10.08.2011

او اغلې محترمه نغمه هم دټولو پټانانو خور،لور او يا ناموس 8)


۰
10.08.2011

دا نو اوس ټوکي شوي که ناندري؟
که زما منۍ نور دي خبرو نه تیر شۍ!
له ټولو نه په معذرت.
مومندافغان


جهانګیر خان
10.08.2011

ښه نو، له دی خوشحالي دی خبر نه وم. 8)
[quote:b33e1d5cb6="ډاکتر څپاند"]او اغلې محترمه نغمه هم دټولو پټانانو خور،لور او يا ناموس 8)[/quote:b33e1d5cb6]


ډاکتر څپاند
10.08.2011

[quote:8bab79556d]
ښه نو، له دی خوشحالي دی خبر نه وم.
ډاکتر څپاند ليکلي:
او اغلې محترمه نغمه هم دټولو پټانانو خور،لور او يا ناموس[/quote:8bab79556d]

٠٠٠مګر پدې خو ښه خبر ئي چه نغمه هم ستا پشان ځان ته  پټان وائي :lol:


ډاکتر څپاند
11.08.2011

اوړی او ګرمي وه،دروژې مبارکه مياشت کې ،په دېره ښځې کچالان پاخه 
او مرچ ئي هم وربارکړي ول٠ميړه په خورما په جومات کې روژه ماتې کړې وه او تر لمانځه روسته دکچالا
نو په شوق کورته ورسېد٠ښځه هم په انظار کې وه او دواړه په کاسه منګولې
خښې کړې٠لا دوه مړۍ يي تېرې نه وې چې دوتنو مسافرو سلام ورکړ٠دوي
ورله دخوړه ست وکړ خو مساپرو کړه چه موږ مړۍ خوړلې ده٠سړی کلک شو چه نه،حتما به موږ سره ډوډۍ خورۍ!
مساپرو کړه چې موږ خو ماړه يو خو او هسي په کاسه کې به لاس ووهو،
مساپر کيناستل او په يو درنګ کې ئي ټول کچالاه دوچې ډوډۍ سره نوش جان کړه!
کور والا چې وږي پاته ول نو مساپرو ته ئي کړه چې کشکې په کاسه کې مو
 لاس په بل ځي کې وهلی وی او اصله مړۍ مو موږ سره خوړلې وی  :D


جهانګیر خان
11.08.2011

هو،داکتر څپاند صیب !
نغمه خو پټانه ده او همداسی څپانده او هڅانده هم ده.
ښایسته ،خوږ غږی اوشاعره هم ده،د میلینونو زړنو تخنونکې او لاسته راوړونکې هم ده.او همداسی ډیر نور صفات ورسره ونیسه.
چې تاله یې ولې زور درکړی. :mrgreen:
[quote:9be91f6c2c="ډاکتر څپاند"]
٠٠٠مګر پدې خو ښه خبر ئي چه نغمه هم ستا پشان ځان ته  پټان وائي :lol:[/quote:9be91f6c2c]


ډاکتر څپاند
12.08.2011

دروژې مبارکه مياشت وه،ښځې او ميړه تر پيشنمي روسته دخير کار شروع کړ،قريب اوج ته رسېدلي ول چې ملا دسهار اذان وکړ،
دميړه حالت خراب او شی ئي مړاوی شو،خو ښځې پر غږ کړ چې سړيه
دا اصل ملا ندی بلکه طالب دی هسې دملا پېښې کوي :D :D :D :D


جهانګیر خان
12.08.2011

ډاکټر صیب ټوکه دی ښه او سترګه دی بدرنګه ده. :mrgreen: :mrgreen: :mrgreen:

د یوې ښځې او سړي سره سوال او ځواب شو
لومړی سړي ښځې ته وویل چي ښځې د موږکانو خوۍ لري. ولي موږکان زر خوښوي او ښځې هم ٬
ښځې بیا ورته ؤ ویل چي نارینه هم د موږکانو خوۍ لري
ولي چي هر ځای سوری ویني دوئ پسي ګرځـــــــــــي. :mrgreen: :mrgreen: :mrgreen:
[img:6c42380bbe]http://www.thehypertexts.com/Mysterious_Ways/Images/Eye%20of%20God.jpg[/img:6c42380bbe]


ډاکتر څپاند
21.08.2011

دروژې مبارکه مياشت وه،ښځې ميړه ته کړه چې ګاونډی هر ماښام خپله ميرمن په غيږ کې نيسي او د خېر معامله تر سره کوي،ته څه بلا وهلی ئي؟
بيچاره مېړه چه په خبره پوره رسېدلی نه وو،داسې ځواب ورکړ:
وښځې ته په حال ئي يا بيحاله؟ پردۍ ښځه څنګه په غيږ کې ونيسم :D :D :D :D :D


ډاکتر څپاند
14.09.2011

دکابل دچتې يا چارچتې بازار نوم به مو اوريدلی وي،که چانه وي اوريدلی،
دا بازار په کابل کې د اوسنۍ ميوند جادې دچوک په جنوب کې يو سرتړلی بازار وو چې د کابل ټول عمده ا اساسي لاسي مصنوعات لکه زرګري،چرمګري
او نور هلته تر سره کيدل٠خو دابازار انګريزانو هله وسوزاوه چې کله د افغانانو له يرې په کابل کې دانګريز نماينده کيوناري(کمناری) ځان ته اور ولګاوه او پکې مردار شو٠

خو ټوکه،
په همدې بازار کې يو اطرافي کوچی دخپل خړي سپي سره روان وو چې له شا
نه چا پرې غږ کړ "اوغان پدرت کجا ميبري"کوچي ورته کړه چې دا پلار مي
تيره شپه چربانګ ستا په ادې ختلی وو نو اوس ئي دغسل لپاره حمام ته ورولم :D :D


سلامونه

spinkar
14.09.2011

سلامونه
يره بدون له ټوکې ې ښه دندان شکن ځواب ور کړې دې ههههها چه بيا داسې سوال له بل چا ونه کړې ههههها
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more