د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

روژه

عابد
01.08.2011

روژه نن په سعودی عرب کښۍ ړومبے روژه ده


عابد
01.08.2011

روژه دا الله تعالی ډیر لوېی نعمت دے او بختو ر دی هغه خلق چی روژه ې نصیب شوه. کنی نو تیر کال ډیر خلق وو چی په روژ ه کښۍ وو، او نن هغوی نشته٠


عابد
01.08.2011

انشالله سبا به دویمه روژه وی٠ که الله ته منظوره وی


عابد
02.08.2011

انشالله سبا به دریمه روژه وی٠ که الله ته منظوره وی
سعودی عرب ریاض


عابد
04.08.2011

نن سلورمه روژه ده


خیریوسی
04.08.2011

ګورئ عابد دروژی حساب نیولی دی ،ورځی حسابی وای تاسو دروژی مبارکی نه ده راکړی .
عابد اود فورم نورو ګډونوالو پسله سلامه لمړی وعابد صاحب او وټولوانډیولانو ته دروژې مبارکی وایم خدای دی دا مبارکه میاشت پر موږ اوتاسو ټولو په خیر او عافیت سره تیره کړی او دروژی دمیاشتی دحق اداکولو توفیق راکړی آمییییییییییییین .


۰
04.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
خیریوسي صیب د روژي په مبارک کیدلو کي خو هڅ شک نشته خو دا مبارکي
ویل دي بیا یوه متنازعه مسأله رامنځ ته کړه اوس به نو څوک واي چی روژه خو
واقعا مبارکه میاشت ده خو دا مبارکي یو بل ته ورکول په دین کي نوی کار دی
او بل به واي چي مبارکه ده نو بیا خو مبارکي هم ورکول ښه کار دی
او اوس به سم دم دټوکو په خونه کي ناندري پيل شي .
خو داسي ووایه چي یو ښه غوړ امامت مي نیولي او ختم مي هم پیل کړي او سرسایه يي
دومره ده چي نیم واده پري کیږي نو ځه خیر ددي به بیا مبارکي درکړو
مبارک مبارک مبارک د خیریوسي صیب د تراویحو امامت او سرسایه مبارک مبارک مبارک.
خیریو سي صیب چي بیا ونه واي چي له احواله مي ځانونه نه خبروۍ :lol:

ستاسو مقتدي مومندافغان


عابد
04.08.2011

سلام کوم ټولو افغنیانو ته. زما یو سوال دے ځان له تراویح کیږی او که نه

دا دے جواب ماته پکار دے :arrow:


عابد
04.08.2011

سبا دا جمعے په ورځ انشاالله پینځمه روژه ده.

ټولو افغنیانو ته دا روژے مبارکی ورکوم . مومند افغان صیب ته
سپیشل سپیشل


Kamil
04.08.2011

وشوده ګله،
دا په تا څه شوي دي؟
مونږ په دی ضعیفه نیټ ۵ شپږ ټرایانی وکړو او راشو چی عابد شوده ګل به څه نوي راوړي وي خو تا لا خپل شوده توب نه دی پرېښې.


عابد
04.08.2011

وا زما ساده یاره ماسره دومره ټیم نشته او ته هم زما نه کم نه ېی


۰
05.08.2011

السلام علیکم
عابدخانه وروره تاته هم د زړه له کومي د روژي مبارکي وایم الله جل جلاله دي مونږ تاسو ټولو مؤمنانو نه قبوله کړي او لا د نور عبادت توفیق دي راکړی آمین.
تاسو د تراویحو باره کي پوښتلي وو چي ځانله کیږي او کنه؟
نو اګر چي دا يي خونه نده او په راتلونکي کي باید دا ډول پوښتني په اسلامي خونه کي مطرح کړي او اوس دي ځواب دای چي هو کیږي او که ستاسو دکلي
ملا صیب د تراویحو لمونځ په صحیح طریقه اعني په قراره قراره نه کوي اوهسي تري ځان خلاصوي نو بیا يي ځانله کول ډیر بهتر دي او که ښه لمونځ کوي نو په جمع بیا دوه ثوابه شو یو د قیام اللیل [تراویحو] اوبل د جمعي.

او کامل صیب سړی نوی دي لږه مږه ګذاره ورسره کوه او لاره ورښایه
او دګه يي مه دا د ټول افغان یو شریک فورم دی او هرافغان حق لري چي
دلته یو څه ولیکي او یو څه ولولي نو لیاره وروښايي.
ستاسو ورور مومندافغان


عابد
08.08.2011

نن د ګل ورځ او اتمه روژه ده ټولو افغانیانو ته هر کلے وایم او خاص زما دوست ته سپیشل سلامونه او دعاګانے وایم


رښتینی
08.08.2011

دعابد صیب په طرز :

نن سعودۓ عرب کۓ اتم پشلمۓ اوشو
البته شلومبۓ هم پکۓ بیخۓ ډیرۓ استعمال شوۓ


عابد
08.08.2011

ډیر خه


۰
08.08.2011

عابد خانه ورورکه چي کله لیکنه کوي نو یوڅو ټکي لیکه او کومه دفایدي خبره لیکه !
مونږ له کوم ځایه راولي چي عابد به څه لیکلي وي او چي پدي کمزوري نیټ کي ستا خواله راشو نو تا فقط دالیکلي وي چي ـ ‍ډیرخه ـ
ستاخو ډیوټي پاکستان دی[ کاراو وظیفه : پاکستان]
خو نور خلک ولي له کاره وباسي ؟ داسي مه کوه ښه!

ستاسو ورور مومندافغان


عابد
09.08.2011

نن نهمه نیټه او نهمه روژه ده


عادل عادل
09.08.2011

السلام علیکم

مومند صاحب

که مو په یاد وي، نو مونږ او تاسو به معمولا د فرضي روژې نیول، د والدینو د ترغیب او حاصله بې کچې شوق له مخې، د بلوغ د سن څخه دوه کاله مخکې پیلول، نو ما به د عابد ورور په څېر ورځې شمېرلې، ،،، مازدیګر نه وروسته مهال به مې د ګړی ثانیه -ګر او دقیقه-ګر دواړه څارل چې کله به روژه ماتي ته رسي :) ،

خدای شته چې دقیقه-ګر به د اوس په نسبت ډېر په ورو خوځېده :)

ثانیه-ګر بیا ښه وو زما د تلوسې خیال یې څه ناڅه ساته :)


وزیري
09.08.2011

ټولو ته السلام علیکم:

یاره کامل صیب، نه پوهیږم چی ستا په دی شوده ګل لغت کی کوم جادو وه چی ډیر زیات یی وخندولم.
ما په یوه بله لیکنه کی هم لیکلی وه چی ددی عابد مخه ونیسی کنه هسی ریشخند به ووهی.
:)

والسلام


۰
09.08.2011

عابد صیب کي دا مشکل دی چي لیکي خو لولي نه فکر کوم د لیکنو تعداد زیاتوي خو لیکني په کمیت نه په کیفیت پوري اړه لري .
عابده خیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر دي کنه رورکه دا لیکني دي لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــږي سمي کړه او داسي لیکني وکړه چي یو څوک پسي له لیــــــــــــــــــــــــري نه راشي نو چي یو شی خو وي دا دي څه لیکلی مړه لاخـــــــــــــــــــــــــــــو.


Kamil
09.08.2011

سلامونه
مومنده اعني چپرهاری صیب اوس ورته ټینګ شه، چی ما ورته نصیحت کولو ته راباندی څومره غوصه شوې اوس ورته ټینګ شه او روژې ورسره شماره ههههههههههههه. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:b29d9ed60d="وزیري"]ټولو ته السلام علیکم:

یاره کامل صیب، نه پوهیږم چی ستا په دی شوده ګل لغت کی کوم جادو وه چی ډیر زیات یی وخندولم.
ما په یوه بله لیکنه کی هم لیکلی وه چی ددی عابد مخه ونیسی کنه هسی ریشخند به ووهی.
:)

والسلام[/quote:b29d9ed60d]
وعلیکم السلام
وزیري صیب ما یو وخت په کلیی امام ابوحنیفه کی زده کړې کولې زمونږ د کمپیوټر یو پاکستانې استاد و نو یوه ورځ یی یو زده کونکي ته د یو سوال ځواب دوه ځل وکړو نو هغه لږ ساعت وروسته بیا ترېنه هماغه سوال وپوښته نو استاد جي ورته په غوصه کی وویل:
وشوده ګله وشوده ګله پچاس ځل می درته ددی کویسشن انثر درکړو خو ته پرې پوه نشوی.
له هماغې ورځی نه ورروسته بیا هغه هلک په شوده ګل مشهور شو او بیا به چی چا په کلیه کی معمولي عجیب کار وکړو نو په شوده به ګل مخاطب کېدو.


۰
09.08.2011

کامل صیب بیا خو داسي ښکاري چي عابد هماغه ستاسو کلاسفیلو دي او همتاسو دلته رابللی دی :lol:
اصل کي خبره یواځي دا هم نده چي مونږ تردي ځایه تکلیف شو او اخر کي عابد ....ګل لیکلي وي چي ډیرخه.
خبره اصل کي دا مشکله ده چي دي نه مخکي به یو ښه لیکوال لکه وصیل پیروز صب. مؤمن مهاجر صیب ، وزیري صیب ، شپون[رښتیني ] صیب یا فرضا نړیوال[محمودسعید]صیب یا کوم بل ښه لیکوال ملغلرینه لیکنه کړي وي او دا صیب به راشي او هغه ټوله لیکنه به یي په یوه [ډیرخه] باندي ور محجوبه کړي او د لیکوال سره به يي د لوستونکو له سترګو پناه کړي نو دابیا غټ زیاتی دی که څنګه کلیوال صیب؟
مومندافغان


جهانګیر خان
10.08.2011

د روژو د حساب سره څنګه یې. :lol:
نن څومو ده؟
داسی کوه چې کاڼي په منګي کې اچوه بیا به دی حساب د یاده نه وځې. :D
[quote:274a6fd491="عابد"]نن نهمه نیټه او نهمه روژه ده[/quote:274a6fd491]


Kamil
10.08.2011

[quote:bd55d9fe7d="مومندافغان"]عابد خانه ورورکه چي کله لیکنه کوي نو یوڅو ټکي لیکه او کومه دفایدي خبره لیکه !

خو نور خلک ولي له کاره وباسي ؟[color=white:bd55d9fe7d] داسي مه کوه ښه!!!!!!!![/color:bd55d9fe7d]
[/quote:bd55d9fe7d]
سلامونه مومنده:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
دا ستا زارۍ هم یو نوعه ټوکه ده، عابد ته داسی لګیا یی لکه ۴ کلن یا ۵ کلن ماشوم چی کوم غلطي وکړي او مشر بیا ورته وایي چی داسی مه کوه ښه دا ښه کار نه دی په دی باندی هلک ښه نه ښکاري او ته خو اوس غټ شوی هم یی....:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

[quote:bd55d9fe7d]عابد هم لکه چی ستا هماغه کلاسفیلو دی او تا دلته رابللی دی [/quote:bd55d9fe7d]
عابد خو د کلیوال او د هوتک ملګری دی چی په سر کی یی ورته ډیر ښه ګرم ښه راغلاستونه کول...:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
زمونږ کلاسفیلو ډېر هوښیار هلک وخو نه پوهیږم چی په هغه ورځ پری څه ټکه راغورځېدلی وه ّ


Kamil
15.08.2011

ټوکه:
د یو هلک نوم شېرمحمد و نو یوه ورځ یی مور پیشمني ته پاڅولو نو په ډېره تادۍ کی وه اوناوخته هم ونو آواز یی پرې وکړ:
پاڅه پیش محمده بچی شیرمنې تیار دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more