د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

یو خوب

عابد
29.07.2011

په الحمرا هال کښ مي د تصويرونو نمائيش کتلو چه د پوخ عمر يوه سمارټ ، خوش لباسه زنانه زما مخي ته شوه او داسي جوخت جوخت راته په کتو شوه لکه چه د پيژندلو کوشش کوی ـ ما ورته اوي ـ ” زما نوم اعظم خان دي"
هغي جواب راکړو "ما وي کنه چه ته به اعظم خان يئ ـ زه د او نه پيژندلم جوړ ؟ زه هغه يم کنه"
" هغه څوک ؟ "
"ستا د وړوکوالی خوږه جانانه! زرينه "
“ ته زرينه ئ او لاتر اوسه ژوندئي ئ ؟ ”
“ د ښه صحت سره لخيره ژوندئي يم "
او بیا دَ سوچ چپو زہ پنځوس کالہ ورستو بوتلم ـ

ھغہ وخت زہ دَ څوارلس کالو وم دَ میټرک امتحان نہ فارغ شوے وم وزګار وم زان لہ مِي څہ مشغولا کتله
مبين ځما کلاس فیلو وہ - لَس کالہ شوی وُو چہ دَ انډیا نہ په ھجرت را غلی وؤ او دي ښا ر کښ ډيره شوی وه- پلار ئ په انګلینډ کښ اوسیدلو ھلتہ ئ بل وادہ کړي وہ- مور ئ زان لہ یو عجيبه شے وہ -که به ئ څه پاخه کړه نو مخکښ بہ ئ زان موړ کړو کہ بہ تر څه پاتي شول نو بل چا بہ اوخوړل کني کور تہ نزدي تنور وہ ھلتہ نہ بہ پہ دال روټئ کار اوچلیدو - مشر رور ئ فنکار غوندي وه خپل خیالونو کښ بہ ورک وہ - دَ کور معاملا تو کښ ئ څہ غرض نہ ساتلو – دوه رونړه ئ نور هم ؤ هغوئ د اليکټرانک يو دکان چلؤ- د کور ټوله خرچه به هغوئ چلوله ـ زرينه دَ ټولو مشرہ وہ او پہ ټولو زورہ ورہ ھم و ہ ـ ځما نه يو څلور پنځه کاله به مشره وه ـ په بی اے تهرډ ايئر کښ ئ کالج پريښودے وه او اوس کور ناسته وه

د دي کور نظام داسي بي نظامہ وہ چہ ھر یو کس به خپل زان سره غرض لرلو- د بل پہ کار کښ ئ کار نہ ساتلو – د دوئ د کور په نظام ځما هيڅ دلچسپی نه وه ـ خو ځما د وزګارو ورزو د مصروفياتوسره ئ ډير ښه سمي خوړ ځکه مي ورکره تلل راتلل جوړ کړل
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

خپل کور کښ زہ پہ کلک پښتون ماحول کښ اوسیدم زہ د خپل مور او پلار يکي يو ځوي وم ځمونږکور کښ خوڅوک جينئ د ازله نه وه کہ خپل خپلوان وؤ نوچا کرہ پہ آزادئ تلل راتلل نه وؤ که جینکئ وي ھم ـ نو ورسرہ د خبرو اترو سوال هډو نه پيداکيدلو ـ دجينکو باره کښ ځما ژوند شاڑ وجاڑ وه ـ د چا ژوند چہ په دي روما نی عمر کښ ریگستان و ی د هغه د پاره خو د زريني ملگیرتیا دچینے د یخو اوبو پشان وی ـ د زريني بي تکلفہ خبري ، د ھغي مُسکا ، دهغي خندا، د ھغي ځوانی، پہ صوفہ راسرہ جوخت کیناستل ، زما غوندي نا تجربہ کار، نوی ځلمی د پارہ د عشق تياره مسالہ وہ - او یو ورز ورته ما زړہ کلک کړو او رپیدو ژبہ مِي ورتہ اوئيل " زرينه باجی زہ خو پہ تا ميين شوي یم ـ اوس ته زما خوږه جانان ئ " نو ھغہ داسي پہ خندا شوہ چہ زہ ویریدم چه ټول کار مِي وران کړو - خند ل ئ، خند ل ئ، او بیا رانہ راچاپیرہ شوہ او راته غاړه غړئ شوه او پہ مخ ئ ښکل هم کړم ـ ځما خو هډو خيال کښ دا نه وه چه به داسي کيږی او دومره زر به کيږی
" نو تہ ھم په زرينه باجی ميئن شوي - د زرينه باجی عاشقان خو نور ھم ډ یر دی"
پہ ډير ناز او پہ خندا ئ راتہ اوي ـ " مينه کوي نود ميني ژبہ خو ھم ایزدہ کړه کنہ - ميئن هم ئ، جانان راته هم وائي او راتہ باجی هم وائي؟ " زہ ئ پہ
خپلہ خطا ستومانه کړم

پس لہ دغي ورزي خو زہ لیوني شوم - کہ پہ ناستي کہ پہ ولاړي ، پہ ګرزیدو یا پہ ملاستي، پہ ویښه یا پہ خوب، ھري ډډ ي تہ مي زرينه ليد ه - سحر به د کوره اوتم او نيغ به د زريني کره تلم او ټوله ورځ به مي هلته تيره وله ـ يره که رشتيا تپوس کوي نو خپل کور ته په راتلو به د کوم کافر زړه کيدلو خو نا چاری وه د پلار د يري به راتلم ـ کني شپه او ورځ د زريني خوا کښ د ژوند کوم خوند او مزه وه هغه خپل کور کښ چرته وه ـ چه به کور ته راغلم نو مور به رانه سم انټرويو واغستلو " چرته ټوله ورځ انړتي وهي، وږي تږے ګرځي - او په دي انړتو او ګرزيدو ستړي کيږي هم نه " ـ او کله کله به م پلار هم او تپوسلم " هلکه مور د رشتيا وائي ټوله ورځ چرته په کوڅو ګرزي آواره ګردی کوي ؟ " نو ما به ورله جواب ورکړو " نه دا جی په کوڅو کښ څوک ګرزی په وار وار مونږ دوستان د يو بل کره ناسته کوؤ ټوقي ټقالي کوؤ ګپ شپ لږؤ او د کالج نوي نوي خبري کوؤ څه ماشومان خو نه يو چه کوڅو کښ ګرزو " او مور به راته اووئيل " ځمونږ کره خو تر اوسه ستا يو دوست تا له نه دي راغلي" ما به مور ته جواب ورکړو " موري ځمونږ دا کور د ريل پټړئ نه دي بل اړخ ته دي او د ښار نه لږ لري هم دي کنه" او پلار به مي مور ته اووئيل " نيک بختي هر وختي ئ مه زوره څه بچي خو نه دي اوس له خيره خلمي دي په خپلو ښو بدو پوهيږی" او بيا به ئ ماته وي
" بچيه په وخت کور ته رازه مور د پريشانه کيږی کنه"
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

زما پلار سول جج وؤ اومونږ د سول لائن په ايريا کښ په سرکاری بنګلي کښ اوسيدو ـ سول لائن د ښار نه لږ لري او د ريل د پټړئ نه بل اړخ ته وؤ- د پلار څخه مي يو موټرهم ؤه په دغه زمانه کښ به موټر د چا چا څخه وؤ په دغي موټر يو سرکاری ډرائيور هم وه –ـ کوم وخت چه به زه سکول ته تلم راتلم نو ډرائيور به په موټر کښ د پاټک په لاره سکول ته بوتلم او راوستلم کني سکول ډير لري نه وه –دسول لائين اود ښار تر مئينځ د پياده تلو د پاره د ريل پټړئ د پاسه د ا وسپني يو پل وه دغه ورزو کښ د سکول نه وزګار ؤمه او د زريني کره به روزانه تلل راتلل وؤ نو د پل لاره لنډه وه په هغي به مي ختل کوزيدل کول- او د ګاډو ننداره پکښ لا جدا وه

د زريني د کور نظام خو نه نظام وه – څوک به راتلل ، څوک به تلل، تپوس په د چا نه وه ـ آزاده آزادی وه ـ دکور باهرينئ دروازه ما بنده نه وه ليدلي ـ زه چه به راتلم نو چري مي ور نه وه ټسولي نيغ به بي تپوسه ننوتم لکه چه زما د پلار کور وی - دومره وه چه د ور مخي ته د ټاټ پړده وزانده وه او د کوڅي نه به غولي نه ښکاريدلو ـ هغه د امن امان زمانه وه تر دي چه اکثربه د شپي هم چا ور نه پوري کولو ـ د زريني روڼړه به څه وخت کور ته راتلل ـ چا ته پته نه وه ـ– نه به ئ چاتپوس کولو او نه چري هغوئ وئيل چه چرته زی او کله به رازی

دهغي يو دوه سوهيلئ وي ـ هغوئ به ورکره کله نا کله راتلي ـ خو زما به بدی شوي ـ چه هغو کښي به څوک راغله نو زه به ورته هسے غلے ناست وم . بدی خو مي ټولے شولے خو هغه يوه ميخه مي ډيره بدی شوه ـ دا په لسم کښ د زريني ټيچره پاتي شوي وه ـ بی اے بی ټی وه او اوس هم د جينکو په ګو رنمنټ سکول کښ ټيچره وه ـ په وجود لږه درنه وه ځکه ورله ما ميخه نوم ايښودي وه کني خپل نوم ئ شاه بانو وه ـ يوه پکښ وه چه د ګذاري وه ـ رنګ ئ لکه د تبخی تور وؤ خو زما په عمر به وه ـ نوي نوي پيغله شوي وه نوپه نظربه ښه لګيده ـ
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

زريني راته ويئلي وؤ چه د هغے څلور رونړو دی او دوئ ګوجران دي – او ډير سخت خلک دي د دي مشره خور ئ د بل چم د يو هلک سره په خبرو نيولي وه نو هغه هلک غريب ئ په ډانګونو دومره وهلي وه چه بس د مرګ نه بچ شو خو ټول ئ ويني ويني کړي وه ـ– دا چه به راغله نو ما به ورته نه کتل ـ زريني راته يو ځل اووي چه ته دے ته ولے نه ګورےاوګپ ورسره نه لګئي ځکه چه رنګ ئ تور دي ـ ما ورته وي چه د تور رنګ سره زړه ته پريوزی خو چه ورته ګورم نو ما ته ښکاري چه د دي رونړه غټ غټ ډانګونه په لاس د دي شا ته ولاړ دی او ماته په بدو بدو سترګو ګوری لکه چه وارننګ راکوی وائي "خبردار! دا ډانګونه ويني"ـ– ددي د تور رنګ په وجه نه ، د دي د رونړود ډانګونو د يري ورته نه ګورم ـ ميخه خو ډيره کچره وه ما به تر زان ساتلو ـ يو ځل ئ په قابو راغلم ـ سمه پالوانه وه ـ ډير مي لاس پښپي اووهل ـ چرته تر خلاصيدي شوم ـ داسي په جوخته جوخته ئ راله ننګی ښکل کړل، نو هله تر خلاص شوم ـ زريني ورته وي" ګوره داهلکے ما سره واده کول غواړي ـ ته ئ لږ پوهه کړه - لا خو ئ شونډي نه دی شني شوي او نه ئ د لسم نتيجه راوتي ده خو د واده ډير ليوال دے" ـ خبر ئ دي ميخي ورته څه جواب ورکړو وي ئ " ښه نو دا خبره ده ـ ما ته ئ را دي خوا کړه ـ زه به ورسره واده اوکړم ـ او لکه دشهزاده به ئ ساتم ـ" ـ زريني راته اوکتل " زه کار د اوشو زه درنه خلاصه شوم " ما ورله سمدستی جواب ورکړو " دي ميخي سره واده ؟" نو زرينه راته په قهر شوه " تا زما استاذي ته ميخه اوي ـ ډير بي تميزه ئ "
" ميخه نه نو غوا ورته اووائيم "
"ته په رو رو ډير بي تميزه شوي ـ دا خبره زما خوښه نه ده“
"نوڅه اوکړم ستا په ځائ د دي شی سره واده او کړم "
“په دي طمع مه کينه چه زه به ستا سره واده اوکړم ـ ټول عمر به بي واده پاتي شي "
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

د زريني په خبرو زما زړه ډير خوږ شو ـ د کمري نه را اوتم او په برانډ ه کښ غلي کښيناستم ـ په سوچ شوم چه د زريني د زړه نه پريوتم ـ اوس به څه کيږی ـ په دي کښ ميخه را اووته او زما خوا کښ کيناسته " ما خو ټوقي کولي ـ د واده ماده خبري پريږده رازه چه دوستی اوکړو په دوستئ کښ چه څه خوند او مزه ده هغه په واده کښ نشته ـ او ته د واده د پاره لا ډير ورکوټي ئ " او بيا ئ په رو رو رانه لاس چاپيره کړل ـ زه د خبرو نه داسي ستړي شوي ؤم چه زان خلاصی د پاره مي لاس پښي اونخوزول ـ مخکښ خو دي زه د زان سره جوخت او نيولم بيا ئ په دواړه مخه ښکل کړم او سمدستی ئ راله په ننګی داسي په زوره چک او لګؤ چه زما دخلي چغه او خته ـ ځان مي تر خلاص کړو او په منډه بهر او وتم او خپل کور ته مي ځان او رسوؤ ـ او نيغ خپلي کمري ته ننوتم ـ مور مي چغي جوړي کړي " يا هلکه څه چل اوشو ور لر که چا سره د جوړ جنګ او کړو ور لر کړه" ور ئ راته ډبؤ خو ما ورته هيڅ جواب ور نکړو په کټ پريوتم او داسي په غم ډوب شوم لکه زما د پاره د نيا ورانه شوه هيڅ پکښي پاتے نشول او ژوند لکه چه بيکا ره ، عبث،او تش کارتوس وي او زه ژوندے نه يم مړے يم هيڅ مقصد مي په ژوند کښي پاتے نشو اوس خو زه مړ ښه يم ـ

مور مي را پسي ډير ور او ډبؤخو ما ورلر نکړو چه ستړي شوه نوغلي شوه ماښام چه مي پلار کور ته راغي نوهغه هم ور او ډبؤ ـ " هلکه ور لر که څه لوبي د جوړي کړی دی" ـ زه پاسيد م او په رو غوندي مي ور لر کړو يو لاس مي په مخ ايښودي وه چه دوئ هغه د چک نښي او نه وينی خو چه ما څه پټول هغه پټ نه شول پلار مي مخ ته اشاره اوکړه " دا مخ د ولي پټ کړي دي لاس د پس کړه چه او ګورم"
“ نه هيڅ هم نه دی "
پلار ځما لا س په زوره د مخ نه لري کړو او په حيرانتيا ئ تپوس اوکړو
“ دا څه ـ دا مخ د ولي خوږ دي؟"
“ کرکټ مو کولو نو بال مي په مخ اولګيد"
“دا خو د کرکټ د بال زخم نه دي ـ او تا کرکټ د کله نه شورو کړي دي؟"
مور مي هم را نزدي شوه او ډير په غور ئ ځما مخ ته اوکتل
"اوئ خدايا دا خو درله چا چيچلي دي ـ سم غاښونه ئ درله په ننګی خښ کړی دي"
پلار مي سمدستی ډرا ئيور ته د موټر راوستو د پاره غږ کړو ـ موټر د ور مخي ته راغي پلا ر دلاسه اونيولم او شاته موټر کښ ئ ځان سره کښينولم او ډرائيور ته ئ وي زه د ډاکټر بلال کلينک ته
مونږ په پنځه منټه کښ کلينک ته او رسيدلو ډاکتر زه خپل مخي ته په کرسئ کښينولم او ځما مخ ته ئ په ډير غور اوکتل " هون نو در باندي چا داسي کلک چک لګولي دي "
“ نه جی دا دکرکټ بال باندي خوږ شوے يم"
“ کرکټ بال باندي! د بال غاښونه ؤ؟"
“ خبر نه يم"
بيا ئ راله يوه ترخه ستن په مټ اومنډله او مالوچ ئ څه دوائ کښ لامده کړل او په مخ ئ راله کيښودل ـ د هغے سوي خو دومره تريخ ؤ چه ځما نه ئ چغي ويستي ـ په زړه کښ مي ميخي ته بلا کنځل او خيري اوکړي ـ ډاکټر مي پلار ته اوي " جج صيب فکر مه کوئ ستن مي ورته او وهله انفکشن به نه کيږی او دا زخم به ئ ورځ نيمه کښ سم شی " ـ او بيا ئ ماته مخه کړه " بچيه ځان د جينکو نه ساته ستا عمرلا د تعليم دے خپل ټول وخت او توجه په تعليم ساته د جينکو نه لري اوسه "ـ
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

مونږ کور ته لاړو او ځه نيغ خپلي کمري ته ننوتم مور مي راله رامنډه کړه خو پلار مي په اشاره غلي کړه او ورته اوي ټول خير دي د غم خبره نشته ما ځان پسي ور پوري کړو او په کټ پريوتم ـ خوب چا له ورتوـ ټوله شپه مي کرل ريبل کؤل ـ څو زله مي په خيالونو کښ د ميخے مرئ ته پړي واچؤ او کوڅه کښ مي راښکله خو د خري لور ډيره درنه وه ـ نه مي شوه راښکلے بيا مي د زريني دمرګ نيت جوړ کړو که پړے د هغي مرئ ته واچوم نو په آسانه ئ راښکلي شم ـ خو زړه کښ مي خيال راغے زرينه نشم وجلي ـ زړه مي هسي خپه خپه غوندي شو او سترګو کښ مي اوښکي راغلي ـ سوچ مي اوکړو چه بيا څه اوکړم ؟ زريني سره خو هر څه ختم شو ـ نو د زريني نه بغير به ژوند څه رنګ تيريږی ـ د داسے تنها او بي مقصده ژوند نه خو مرګ ښه دي ـ نو مي فيصله اوکړه چه د خپل ځان نه ځان خلاص کړم ـ د ټولو غمونو نه به خلاص شم

پاتے شپه مي د خود کشئ باره کښ په سوچ تيره کړه ـ په جدا جدا طريقو مي سوچ اوکړو چه کومه به ښه وي او په آسانه به کيدي شی ـ د زهرو نه يريږم ـ خلک وائ چه زهر تراخه وی ـ د طماچي ګولئ به بده نه وی خو ځما دا پلار څنګه پښتون دي په کور کښ ئ هډو چري اسلحه نه ده ساتلي خلک راکټ لانچرونه ساتی ځمونږ کره نه ټوپک شته نه طماچه چه سړي په ځان خو او وژنی ـ ډيرو خلکو ځان د بجلئ پکی سره زوړند کړي دي ـ نه يره ـ لر که داسي مرګ ـ دا د نارينؤ کار نه دي ـ سين ته ټوپ وهل هم بد نه دی خو په دغي کښ هم يو وراني دي ـ ما له ډيره ښه لامبو رازی او ځه به د اوبو نه ژوندي را اوزم ـ او يو چل شته چه د پښي سره درنه ګټه اوتړم او بيا ډونګی ځائ ته ټوپ کړم ـ خو په دي چل کښ يو خرابي دي ـ په اوبو کښ بنده سمدستی نه مری او ډير ساعت پوري ئ ساه بنديږی ـ دا ساه بنديدل مي نه دی خوښ ـ څه داسي طريقه پکار ده چه د سړی ساه هم نه بنديږی څه تکليف پکښ هم نه وی بس خو درز او غرب شی او قيصه خلاصه ـ ډير سوچونه مي اوکړل ـ آخر مي يو چل را ياد شو هغه دا چه د ريل د پل نه روان ګاډی مخي ته ټوپ اوهم ـ لا به په ځان نه يم پوهه شوي چه قيصه به خلاصه شوی وی ـ نور شوچونه مي بند کړل ـ بس دغه آخری فيصله شوه ـ او هغه لنډ شانے تقرير مي په ذهن کښ زوت کړوـ چه سحر به د زريني کره زم او ورته به ئ په ډيره غصه کښ اؤروم او ورته به وائيم چه دا ځما د ژوند فائنل فيصله ده ـ نور بس ـ خدا حافظ
اوبيا په ځان پوهه نه وم چه کله اوده شوم
humdard101 (profile)

Posts : 674
28-7-2011

سحر چه مور پاسولم نو نمر ډير اوچت راغلي وه مور راته وي " پاڅه بچيه غرمه شوي ده اوګوره نن مي درله ډيره په مينه ناشته جوره کړي ده ـ د پنجاب په خالصو غوړو کښ مي درله پراټي ، اګئ او حلوا جوړه کړي ده زړه به د خوشاله شی" زه لږ په سوچ کښ پريوتم چه بيګا مي په خپل پروګرام کښ د ناشتي آئټم ولي هيره کړي وه خير دي نن به د مور د زړه د پاره ښه سمه ناشته اوکړم هسي هم په تشه ګيډه مړه کيدل ګناه وي ښه په مزه مي دوه پراټي، څلور اګئ او د حلوا روغ يو پليټ اوخوړ او د ري پيالئ چائ د چينو ډکي مي اوسکلي ـ ځان مي ښه موړ کړو چه دا ځما آخری ناشته ده بيا به په جنت کښ د مور د لاس ناشته نه وی دناشتي نه پس خپلي کمرے ته لاړم اوښه ښکلي نوي سوټ ، سپين قميض اوسره ټائي مي واچوله ـ او دکوره را اوتم ـ او نيغ د زريني کره لاړم هغه په غولی کښ ولاړه وه زما په ليد و مسکا شوه " وئ قربان! نن خو په رشتيا شهزاده ښکاري "ـ
"نن زه تا ته دا وينا له راغلي يم چه د نن نه پس ځما په تا هيڅ غرض نشته ـ نه په تا مئين يم نه ستا سره واده کول غواړم " ـ
“ شکر دي چه عقل د راغي ـ خو په يو ورځ کښ څنګه دومره ميچيور شوي؟ "
“ ته ډيره بي وفا جينئ ئ ـ پرون تا ځما ډيره بي عزتی کړي ده "
“ وئ له تا زار شم ته خو په رشتيا خپه شوي ئ "
“ته به اوس ما چري او نه ويني "
“ ولي د لاهور په کالج کښ د داخله اوشوه؟ "
“ نه – زه ستا غوندي بي وفا خلکو نه لري، او ډير لري روان يم "
“ ښه نو د امريکي ويزا د بيا موندله؟ "
"نه زه اوس روان يم د ريل د پل نه به روان ګاډی مخي ته ټوپ وهم او د دي بي وفا دنيا نه به ځا ن
ټو ل عمر د پاره خلاص کړم ـ خدا حافظ !" او د هغي د کوره په تيزئي را اوتم

“ اعظم خانه اودريږه زه در پسي ننداري له درزم "

لاړم پل ته اوختم ا و د کومي ډ ډي ګادي په تيزئ را روان وه هغه پله مي مخه کړه ګاډي ډير په تيزئ را روان وه ـ لږ په سوچ کښ پريوتم که د دومره تيز ګادی ته مي ټوپ کړو نو ځما پوټی به څوک بيا نه مومی ـ پريږده چه دا تيز ګاډي تير شی ـ بل که لږ په دمه راغي نو به ګورو ـ لږ ساعت پس يو اوږد مال ګاډي پياده راروان وه ـ پل ته رارسيدو پوري د سوچ د پاره ډير ټايئم وه ـ نو سوچ مي اوکړو چه د دومره ناراست ګاډی لاندي راتلل خو داسي دی لکه په پڅه چاړه ځان حلالول ـ او دا ګاډي به ما د ځان سره تر کومي راکاږی ـ ځما دا نوي سوټ به ټول خراب شی ـ بيا مي زړه کښ وي لري که دا د ګاډو لاندي مرګ هم هسي خوشي کاردے د مرګ نه خو ژوند ښه دے

په دي که څه ګورم چه زرينه په رامنډو ده چه را نزدے شوه نو په چغو شوه " او د نه دنګل" اوسمدستی ئ راله دپل نه ديکه راکړه په ما ملک او ګرزيد او د هغه تيز ګاډی لاندي راغلے وم چه پلار راښکلم – سترګے مي اوغړولے ايسته اورته مي اوکتل نو د کټ نه ښکته غورزيدلے په فرش پروت وم پلار د لاسه او نيولم او د فرش نه ئ اوچت کړم "هلکه ته څه کوے په خوب کښي هم د ټوپونونه نه قلاريږے" او ما وے
يا الله ستا ډير شکر دے چه په رشتيا د پل نه نه يم غورزيدلے کني هډوکی به مي چوره شوی وؤ شکر دے ژوندے يم او دا ټول خوب وه ـ

بيا مي زر زر مخ لاس ا و و ينز ل، او په ښه سر کښي ناشتے ته کيناستم ـ پلار راته په خبرو خبرو کښي دا خوشخبری واؤروله " په ګورنمنټ کالج لاهور کښي ستا د داخلے خط راغلے دے او بله خوشخبری دا ده چه لاهور ته زما د تبادلے منظوری هم اوشوه – که خير وی نو صبا په لاهور ته يو چکر لږَؤ"
زه د خو شځالئ په ټوپونو شوم " صبا ولے ـ نن ولے نه زو"
"نن د د دوستانو سره ليده کاته اوکړه کنه " مورراته اووئيل ـ
“ورک که دوستان، زما هيڅوک دوست نشته ـ رازئ چه نن زو صبا چا ليدلے دے”


عابد
29.07.2011

په آزاد کشمير کښي د ژمی په موسم يو څو مسافر جمات ته د شپے د پاره راغلل ـ او د اور خوا ته کيناستل ـ هغوئي کښي يو هلکے هم وه ـ د ملا صيب ورته نيت بد شو - يو ګينټه دوه پس چه ښه تياره شوه نو ملا صيب غلے غوندے هغه ځائ له راغے کوم ځائ چه د ده خيال کښي هغه هلک اوده وه- لاس ئ په او وهه، خو هلته هلک نه وه بل کس ملاست وه، د ملا په نيت پوهه شو نو د ملا لاس ئ اونيولو او په خپله ګيره ئ کيښود ـ ملا زر اوے " اوهو آپ بهی مولوی هين، ميرے لئے دعائے استغفار کيجئے"


Kamil
31.07.2011

سلامونه
عابد خانه ښه کاپي پیسټ خو دی زده کړی.
په یو ځاي کی دی ۵۰۰ متله را کاپي کړي او په بل ځاي کی دی بیا شعرونه.......
مطلب لږه سړه خوره


عابد
31.07.2011

نو سه اوکم یار ته


pattang
31.07.2011

ډېره ښه پاڼه ده :

http://lawaghar.com/profile.aspx?uname=humdard101

[quote:1b0b56f7bb="عابد"]نو سه اوکم یار ته[/quote:1b0b56f7bb]


عابد
01.08.2011

ډیر مننه جی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more