د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
چي وشول ديدنونه مسخوتن کښي
عابد
29.07.2011
چي مو وشول ديدنونه مسختن کښي
بيا راغونډ شول اميدونه په لمن کښي
چي سپرلئ شولو د زړۀ غوټئ مي ګل شوي
په صحرا شولۀ ګلونه په وطن کښي
ارمانونه چي رخصت غواړي لمانه
هله واهي ټوپونه په بدن کښي
ځکه کډي باروي په ژړا درومي
ديره شوي وو زما په زړۀ غمجن کښي
هيله مند چي راځي به جنازے ته
چي بيا وګوري همدرد په سپين کفن کښي