د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

نوي مقرري

bewatan
28.07.2011

نوي مقرري
په بعضو سرليکنو کی دبعضو دنومونو سره سړي داسي مخ کيږي لکه ګل کار ته چه په شفاخانه دجراحي وظيفه وسپارل شي هههههههههها
يا له چرګي نه دمالګي څټلو هيله وشي ههههههههههها
له ډيري خندا نه عبدالسلام وروره اوس ستا دبم غورځولو وخت دي هههههههها


عابد
28.07.2011

ډیره مننه روره


عبد السلام
29.07.2011

(زما په شان بیوطن) لیکلي :
[quote:7b7a4db64d]نوي مقرري
په بعضو سرليکنو کی دبعضو دنومونو سره سړي داسي مخ کيږي لکه ګل کار ته چه په شفاخانه دجراحي وظيفه وسپارل شي هههههههههها
يا له چرګي نه دمالګي څټلو هيله وشي ههههههههههها
له ډيري خندا نه عبدالسلام وروره اوس ستا دبم غورځولو وخت دي هههههههها[/quote:7b7a4db64d]یاره بیوطنه ، څه درته ووایم !
خوسلام او درناوی تر هرڅه دمخه ومنه ! دملایانو په سبک امابعد:
رښتینی صیب به، یواځې دهغه دحسن نیت او یوستویتوب په دلیل د ارواپوهنې دخونې د مشر په توګه دسر په سترګو ومنم ، خو د پتنګ ددندې په اړه! ( دریاضیاتو دخونې د مشر په توګه ! ها ها ها ، فکر نه کوم !!!
د پښتون او تندر دخونې په (کورک Cork) دخوشحالیه په جامو کې نه ځایږم هاهاهاها ها ها !!!!
که د ډاکتر څپاند په تقرر دې حسد زړګي ته لار موندلې وي ، تیر وتی یې ، پرته له وهاج يې نور ټول په ډاکتری اوطبابت معترف دي ، او زه خو ورته دیوه متوازن الفکر لیکوال په توګه ، چې دی ، نه یواځې خپله رآیه ورکوم بلکې مبارکی هم ور ته وایم .
راغلو غورځنګی ته ، د ته باید دده دفکر مطابق یوه ځانګړې خونه نه بلکې یو ویب سایډ جوړ شي ، ځکه زه چې دده دفکر وسعت ته ګورم په ټول افغان کې نه ځایږي ، او دده شخصیت ته ښایې په ډیره ټیټه کتل وي چې یواځې د یوې او یا دوه خونو څارنه ور ځانګړې شې .

نور نو هغه پړي او Straitjackets څه شول ؟؟؟
ته به وایې : چشم حسود کور !!! زه به وایم آمین .


ډاکتر څپاند
29.07.2011

اول ټوکه،
ګلاغا او ګلغوټۍ دکباب دخوړو لپاره دميز په دواړو خواوو ناست ول چه د
رستوان شاګرد د ګلغټۍ نه و پوښتل چې ته ولې کباب نه خورۍ؟ ګلغټۍ ورته
کړه چې زه د غاښو انتظار لرم،کله چې دګل اغا کباب خلاص شو نو زه به
غاښونه را واخلم او کباب به وژووم٠

دويم،
د محترم عبدالسلام صيب د ښه او مهربانۍ نه ډک نظر څخه مننه٠
زه نه پوهيړم چې ولې ده يعنې عبدالسلام صيب ته لا تر اوسه "وظيفه"
ورکړی شوی نده؟ دده پوهه نه يواځې تر چا کمی نلري،بلکه ډير لوړ دی٠
دريم،
غواړم عرض کړم چې وهاج ساپی/وهاج افغان دادی د کليوال تر نوم لاندې
ميو ميو ميو کوي٠

څلورم،
واقعا د عبدالسلام صيب د وينا سره سم، ښاغلی غورزنګی قراني د يوه نه لا دوو سايټو دلرلو سزاوار دی٠

پنځم،
داچې دبحث فورم پخواني حالت ته ګرزېدلی،هيله ده چې ګران دوستان ،ښاغلي
تندر او اړم صاحبان پخپل پخواني تصميم تجديد نظر وکړي٠


عبد السلام
29.07.2011

[quote:63f3cfb96a]زه نه پوهيړم چې ولې ده يعنې عبدالسلام صيب ته لا تر اوسه "وظيفه"
ورکړی شوی نده؟[/quote:63f3cfb96a]
یاره خو تولعنت دې په پخوانیو حکامو وي :D که ما ته چا " وظیفه" راکړی وای
نو د پتوال په شان امیانو به داحال و چې نن دی ؟؟؟
دا ټوله پره د سړو سوړسکو او شړو مبو ده !!!

ما خو هیڅ اختیار نلره !!! او دا د [color=blue:63f3cfb96a]لا يكلف الله نفساً إلا وسعها [/color:63f3cfb96a]
په معنی زه لا تر اوسه نه پوهیدم !!!


عنوان

bewatan
29.07.2011

عبدالسلام وروره سلامونه عذتونه
دااوس وطنمل صيب هم انلاين دې لکه پاليزوان چه په خپل پاليز ګرځي او ګوري چه چيرته کومه هندوانه شکوڼ وهلي ده که نه ههههههههههها
زمونږ هم بعضو ليکوالو ته په دو لاسو سلام دي خو ؟؟؟؟؟ههههههههها
[quote:025801e2d7="عبد السلام"](زما په شان بیوطن) لیکلي :
[quote:025801e2d7]نوي مقرري
په بعضو سرليکنو کی دبعضو دنومونو سره سړي داسي مخ کيږي لکه ګل کار ته چه په شفاخانه دجراحي وظيفه وسپارل شي هههههههههها
يا له چرګي نه دمالګي څټلو هيله وشي ههههههههههها
له ډيري خندا نه عبدالسلام وروره اوس ستا دبم غورځولو وخت دي هههههههها[/quote:025801e2d7]یاره بیوطنه ، څه درته ووایم !
خوسلام او درناوی تر هرڅه دمخه ومنه ! دملایانو په سبک امابعد:
رښتینی صیب به، یواځې دهغه دحسن نیت او یوستویتوب په دلیل د ارواپوهنې دخونې د مشر په توګه دسر په سترګو ومنم ، خو د پتنګ ددندې په اړه! ( دریاضیاتو دخونې د مشر په توګه ! ها ها ها ، فکر نه کوم !!!
د پښتون او تندر دخونې په (کورک Cork) دخوشحالیه په جامو کې نه ځایږم هاهاهاها ها ها !!!!
که د ډاکتر څپاند په تقرر دې حسد زړګي ته لار موندلې وي ، تیر وتی یې ، پرته له وهاج يې نور ټول په ډاکتری اوطبابت معترف دي ، او زه خو ورته دیوه متوازن الفکر لیکوال په توګه ، چې دی ، نه یواځې خپله رآیه ورکوم بلکې مبارکی هم ور ته وایم .
راغلو غورځنګی ته ، د ته باید دده دفکر مطابق یوه ځانګړې خونه نه بلکې یو ویب سایډ جوړ شي ، ځکه زه چې دده دفکر وسعت ته ګورم په ټول افغان کې نه ځایږي ، او دده شخصیت ته ښایې په ډیره ټیټه کتل وي چې یواځې د یوې او یا دوه خونو څارنه ور ځانګړې شې .

نور نو هغه پړي او Straitjackets څه شول ؟؟؟
ته به وایې : چشم حسود کور !!! زه به وایم آمین .[/quote:025801e2d7]


هوتک
29.07.2011

[quote:1cca18def4="ډاکتر څپاند"]زه نه پوهيړم چې ولې ده يعنې عبدالسلام صيب ته لا تر اوسه "وظيفه"
ورکړی شوی نده؟[/quote:1cca18def4]‎كیداسې چه عبدالسلام ورور به په دوهم نامه وظیفه لرې؟؟
چه وطنمل وظیفه نه ورکوې څه معلومه ده؟


-
29.07.2011

[quote:c0a0ab87b5="هوتک"]كیداسې چه عبدالسلام ورور به په دوهم نامه وظیفه لرې؟؟
چه وطنمل وظیفه نه ورکوې څه معلومه ده؟[/quote:c0a0ab87b5]
بالکل هوتکه ماته هم همداسې ښکاري.
او څپاند صیب خو..... نو بس څه ووایم


عادل عادل
30.07.2011

السلام علیکم

عبدالسلام ورور هم اوو-ورر-کوالي-فایډ -over qualfied راته ښکاري، یانې د چلوونکي چپنه پرې لنډه خیژي، ځکه خو وطنمل صاحب وظیفه نه ورکوي، او همدا وجه ده چې د قراني صیب په تقرر یو څه بې قراره شوی :) او د سترمنو په څېر د بحثونو نتېجه ګیری دلته کوي :) :)

په ګیر دې ورکړم؟؟؟ :) :)


عبد السلام
10.08.2011

ګرانه عادل عادل وروره! السلام علیکم ...... :
قسم به نخورم ، خو ټوکې نه راځي . له څه مدې روسته مې سر را ښکاره کړ او د ګران ورور کلیوال په غم د زړه له تله خواشینی شوم ، نور هیڅ په کې نشم ویلای پرته له دې چې ځان ورسره په غم کې شریک کړم . الله دې زمونږ دورور جنتونه نصیب کړي .آمین


Sangar Watan
12.12.2011

کابينه بيا ترميم شوه،

کله چې کرزی پدې مطمئن شو چې دبن دويمه ناسته هم دده او شريکانو
داوږدې مودې دګټو دتائمين په اړ لازم تهعدات ورکړه او دې رشوت،خيانت،غلا ،چور اوچپاول دروازې ئي پرانستې پريښودې،دادی
دټول افغان کابينې هم نوی رنګ پيداکړ٠

په نوې کابينه کې ددواړو ګواکې مخالفو ډلو دې خوشحالتيا اورضايت په خاطر،دهغو معتدل او محافظه کاره کارپوهان (کمونستانو به معتدله خلک دمرتجعيو په نامه يادول،نعوذ بالله،ځکه مرتجع ته په انګرېزۍ کې flexable ويل کيږي) هريو ښاغلی شهير او رښتينی دڅو مختلفو وزارتونو سرپرستان وټاکل٠
دنوی کابيني دجوړيدو په موقع تلاش شوی چې دمخالفينو دجملی نه دې
هغو يو غير افراطي او دې ازاد بحث او منطق معتقد شخصيت ښاغلي
عادل عادل ته هم څو وزارتونه ورکړی شي٠خو دښاغلي عادل وياند
ديوه نامعلوم ځای نه زموږ خبريال ته دټيلفون په ليکه وويل چې
محترم عادل به ډير شيان دې مخالف جهت سره ومني،خو ددين سپکاوی
منلی نشي٠

پدې کابينه کې پخواني کمونستان،طالب پلوه شخصيتونه او ځينې جهادي څېرو،خپلې تشريفاتي دندې ساتلې کړی دي٠

له بل پلوه پخواني بحثګر او دې ټول افغان دبحث دخونې هرکاره شخصيت،ښاغلي وهاج ساپي خبريالانو ته
کړه چې په کابينه کې غټ جديد التقرر وزيران بايد دده د سرنوشت نه
عبرت واخلي٠

دختيز او سهيل خبري اژانس


ډاکتر څپاند
13.12.2011

سيبازول

کله چې انټيبوټيک دميکروبي ناروغيو د درملنې لپاره ،دلمړي ځل لپاره افغانستان ته راوړل شول،افغاني ډاکترانو هم
دهغو د پکار وړلو چم زده او رنګارنګ ناروغان پری معالجه کېدل٠

سيبازول (Sebazole)يو دهغو مشتقاتو نه وو چه خورا ډير مروج شوی وو٠دې هر ډاکتر،نرس،"کمپوډر" او ناروغ په ژبه سيبازول يادېده٠
خلص دا چې د سيبازول نوم دومره مشهور شوی وو چې ځيني خلک چې دسيبازول پشان دې "هرمرض"دوا او دهرکار له عهدې وتل هغو ته هم دې سيبازول نوم ورکړی شوی وو٠

زه لا کوچنی وم خو زما مرحوم پلار دشاهي دولت ديوه عاليرتبه مامور سره شخصي دوستي لرله،کله به چې نوموړی شخص زموږ حجرې ته راغی،نو ويل به ئي چې فلانی سړی "سيبازول"دی،چې هر
صدراعظم راشي نو نوموړي يو نوی وزارت ورکوي٠

مطلب داچې دې ټول افغان دبحثونو په خونه کې هم سيبازول زيات شوي دي٠ :?

خوداسې برېښي چې محترم عادل عادل دسيبازول په افتخار خوښ ندی :roll:


پښتون.
13.12.2011

هاهاهاهاهاهاها څپاند صیب او سنګروطن صیب سلامونه!
بعضې وخت مقرریانې د یوي پرتمیني ورځې په ویاړ هم کیږي،ځانونه ورته کاندید کړئ. :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more