ادبي ټوکې ټکالې
متلونه
عابد
28.07.2011
ډ١نګ په اوبو نه بیلیګی
عابد
28.07.2011
علم د ښه سړي نه ډېر ښه او د بد سړي نه ډېر بد جوړوي
عابد
28.07.2011
داسې متل نشته چې رښتيا نه وي
********************************
خپل کار سره کار لره
********************************
وخت د هر غم دوا دى
***************************
تللى وخت بېرته په لاس نه راځي
----------------------------------------
-------------------------------------
عزت کوه عزت به دې کېږي
عابد
28.07.2011
اول سلام پسى کلام .
اول ځان پسى جهان.
امانت ځمکه هم نه خيانتوي.
انسان تر کاڼى کلک تر ګل نازک دي .
اوبه په ډانګ نه بيليږى.
اوبه چى تر سره شى څه يوه نيزه څۀ دوه نيزه
عابد
28.07.2011
اور ته راغلي دکور ميرمن شوى !
اورته چى نږدى کيږى خامخا سوزيږ ى.
اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک .
آزمويلى سړىنه آزمويى .
آسونه ئى نعلول چنګښو هم پښى پورته ونيوى .
اوبه خړى ماهى نسى .
اختر پټ ميړه ندى .
ابى مړه تپه شکيدلى.
باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى .
مار چى هر څومره خوار شى بيا هم څنګښى نه خورى .
بښنه په لک حساب په کلک .
بد بوټى بلا نه وهۍ .
بد به دى په زړه لرم سلام به دى خوله .
بد تربور په بده ورځ پکار يږى.
بى ډوله مه ګډيږه .
بلاوه وه خو برکت ئى نه و .
پى ګودره مه ګډيږه .
بل ته چى گوته نيسى ُ ځانته درى کوتى نيول کيږى .
بى عقل دومره پر بل نه کوى لکه په ځان .
بيکارى هسى بلا ده هم ددين هم ددنيا ده .
بد زوي نه زوى .
بيړه دشيطان کار دى.
بد بوټى بلا نه وهى .
په دوه بيړ يو پښى مه ږده .
پوره ! ورک دى کړل دوه کوره .
پر پچه وخوت کشمير يى وليد .
پر دى خواړه يا پور دى يا پيغور .
پردى کټ تر نيمو شپو دى .
پر ښو تلوار او پر بدى وتاءمل .
پړ مى که مړ مى که .
پښى هلته ځى چى زړه ځى .
پلار ګټلى زوى ته آسانه .
پور چي ځنډينى شى خوړنى شى.
پر پردى کور سل ميلمانه هيڅ دي .
پخپله خر نه لرى دبل به آس خاندى .
په ډيرو ړوندو کى يو سترګى پا چا وى .
په شرم هغه شر ميږى چى پرى پو هيږى .
په درنو دروند په سپکو سپک .
په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږى .
په يو ګل نه پسرلى کيږى .
په يوه موزه کى دوى پښى نا ځايږى .
پشى خو به له اوړو جوړه کړو خو ميو به څوک وکړى .
په کور کى کلى نشى .
پوردى وى په ورور دى وى .
تر پردى ګلالى زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .
تر پراته زمرى گرځنده ګيډړه ښه ده .
تر څو چى رښتيا راځى درواغو به کلى وران کړى وى .
تورى به لا لا وهى مړى به عبد الله وهى .
تر تيارى برخى مه تير يږى .
ترکاڼى دبيزو کار نه ده.
جامه چى دپور شى په ځان اور شى .
چى جنګ سوړشو ميرى تود شو .
چى نه دى وه سيالى مه کور کړه مه کالى .
خپل گور هر چاته تنګ ښکارى .
خر به خند اه نه پو هيږى .
خپل عمل د لارى مل دى .
خپله خوله دى هم کلا ده هم بلا .
خپل ګريوان دبل لاس ته مه ورکوه .
څوک ځان غواړى څوک جهان .
څه چى په ګټوه کى وى په څمڅى کى را پورته کيږى .
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده .
څو ګړى ږيره د چړى لا يقه ده .
چا به کلى نه پر يښود وى اس مى دملک کره وتړى .
چاړه که دسرو ده هسى نه چى دځيګر دمنډو ده .
چى اختر تير شى نکريزى په ديوال وتپه .
چى باد نه وى ونى نه ښورى .
چى بد کوى بد به مومى .
چى بد ګر ځى بد په پرځى .
چى غواړى په هغو واوړى .
چى او ګره سړيږى ميلمانه ډيريږى.
چى زه او ته راځى نو څه دى دقاضى .
چى باغ پوخ شى باغون کوږشى .
چى سړى زړيږى حرص زياتيږى .
چى ډب نه وى ادب نه وى .
چى موړشى سوړ شى .
چى دښمن په پاتو مرى په زهرويى مه وژنه .
ددرواغو مزل لنډ وى .
دا وړى نه شړى ګيږى .
دلمدو خټو لږ اوبه حاجت وى .
ډيرى لاړى لږ ولاړى .
دزور او به په څلى خيژى .
دميږ چى مرګ راشى وزرونه وکړى .
دملک مخى او د قاطر شاته مه زه .
دمرورو برخه تا لاوى .
دحجر ا غم به کورته راوړم دکور غم به چيرته يو سم .
دسوال مړى له ستونى نه تيريږى .
دو هندوانى په يو لاس کى نه نيول کيږى .
دړ انده له نيولو او د کاڼه له وهلو د خدى ساته .
دو پک هغه هم سره ورک .
دريا ب په لوټه نه خړيږى .
دزرو قدر په زرګر وي .
دزړه زړه ته لار وى .
دزمر کور بى هډو کو نه وى .
د زورورو وهل او د کمزورى کنځل .
دسپو له خوارى ګيډړان پر بامو لوبى کوى .
دسوال په اوبو ژرنده نه ګرځى .
دښار دروازى تړل کيږى دخلکو خولى نه .
دظلم عمر لنډ وى .
د غريب غاښ په حلوا کى وځى .
دغريب ملا په آذان څو ک روژه نا ماتوى .
دغنمو له برکته اغزى هم او به کيږى .
دکبر کاسه نسکوره ده .
د گو نگى ځوى ژبه خپله مور ښه پو هيږى .
دگيډړ تر نازه د زمرى داړل ښه دى .
د لو گرى لو ته زړه نه کيږى لور په لو ټه تيروى .
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه .
دنيا ء په اميد خوړله کيږى .
دوږي سترگى په دستر خوان کى وى .
ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى .
ديوى سپږى لپاره ټول پو ستين مه سوزه .
دراغجن د رواغ وايى او ريښتنى يى قياس کوى .
دفقير چى چيرته ښه هلته شپه .
دمچ جنگ به د پک په سر معلوم شى .
دغه گز دغه ميدان .
دميړه يا ترب دى يا خرب .
درياب به لو ښو نه وچيږى .
دخوارانو ديگ په صبر پخيږى .
دصبر خواړه خواږه وى .
دقبر خاورى په قبر تماميږى .
دمړى څخه شيطان بيزار دى .
درواغ د ايمان زوال دى .
دښار وو ځه له نر خه نه .
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپى کوه .
دوست به دي وژړوى دښمن به دى وخندوى .
ډ بره دخوارو په سر ولويږى .
ډمى نڅا نه شوه کولاى ويل ځمکه کږه ده .
ډم چى ډول وهى زور به يى لرى .
رښتيا ويل تر خه دى .
رحم په ليوو ظلم په پسو .
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده .
روغ صورت نيمه پاچاهى ده .
مگر زه وايم چى روغ صورت جوړه پاچاهى ده .
څوک چى روغ صورت ولرى هر ورځ يى اختر دى .
مگرزه وايم څوک چى روغ صورت ولرىورځ يى اخترشپه يى برات دى .
زه گورم وتاته ته گورى وماته کار شو ترميځ پاته .
زهر به زهرو وزى .
ړانده يو ځل امسا ورکوى .
سر که لا اړ شى عادت نه ځى .
سرکه غټ هم وى پټکى غواړى .
سترگى له ستر گو شر ميږى .
سل دى ومره يو دى مه مره .
سپين والى د زړه ښه دى نه دويښتو .
مگر زه وايم سپين والى دويښتو ښه دى نه دسترگو .
سپى ډير دځان لپاره غاپى لږ دکور دپاره .
سر خريلى ښه ده نه ميړه شړلى .
ښه کوه له پاچا مه وير يږه .
شرم لکى نه لرى .
مگر زه وايم که چيرى شرم لکى ولرى نو اندازه به يى ګرانه وى .
عقل له کم عقلو زده کيږى .
عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى .
غم له غمه نه شر ميږى .
غلبيل کوزى ته ويل چى سورى يى .
غر که لوړ دى به سر يى لار ده .
غله ته هر کاڼى سړى ښکارى .
غل په غره کى نه ځايږى .
غله ته وايى غلا ه کوه دکور څيښتن ته وايى کور سا ته .
غل غل پيژنى او مل مل .
غوښى خانانو وخوړى پر هډوکويى سپى جنگ کوى .
غوښى د هر چا خوښى دى خو پشو ايمان پرى راوړى .
غر به غره نه ورځى خو سړى په سړى ورځى .
فيل که هر څو مره تږى شى په نس کى ئى يو زنگون اوبه وى .
که ښه يم له يارانو سره يم .
کيله ،کيله دخداى په هيله .
کم عقل اول ننک کوى بيا جنگ کوى .
کار چى بى استاده وى؛ خود به بى بنياد وى .
که او به زور لرى ځمکه سور لر ى .
که مشر مشر توب غواړى کشر هم ددنيا دود غواړى .
کوڼ دوه واره خاندى .
کار اسان دى خو پيل يى گران دى .
کوټ کوټ دلته کوى خو هگى هلته اچوى .
کور کى دى جوارى نشته له دماغه دى دپلو بوى راځى .
کار گر کور مړوى لټ مور ژړوى .
کبر جن دخداى دښمن دى .
که هر څوک هو ښيار يى نادان پو ښته .
که نړى ودانه ده په مړى قيامت دى .
که ډوډى دبل ده نس خو دى خپل دى .
که سړى غرونه دى ښځى يى اړمونه دى .
کارغه د زرکى رفتار کاوه خپل يى هير شو .
کوږ بار تر مزله نه رسى .
کونډ ه د زوى په طعمه له ميړه ووته .
کلال يى په کودى کى خورى .
که شپه تياره ده مڼى په شمار دى .
گوړه ، گوړه يادوه خوله به دى خوږه شى .
کيد ړى ته خپل پوست بلا دى .
گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږى .
ګټى تر گټو لاندى دى .
گنجى که داکتر واى نو لومړى به ئى دخپل سر علاج کړى واى .
له شنه آسمانه وريدل نه کيږى .
له پور وړى بل خوار نشته .
له خوشى غږيدو پټه خوله ښه ده .
له پښى تښته نشته .
لو څ له ابو نه ډاريږى .
ليوه هغه ميږه وړى چى له رمى جلا وى .
لو يه مړى ستونى شکوى .
لږ وخوره تل وخوره .
له يوه لاسه ټک نه خيږى .
له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه .
لنډ ه ژبه هر ى خواته گرځى .
مه ځه په هغه لار چى نه دى مور ځى او نه پلار .
مرگ حق دى گور او کفن شک دى .
مرگ نه په واړه دى نه په زاړه .
مرگ د ډيرو پرده ده .
مساپرى بده بلا ده .
او زه وايم بى وطنى ستره بلا ده .
ملا ځان هير کا او بل ته مسلى کا .
ماما چى جيب ته لاس کوى د خورى طعمه ورته وى .
مرغه دانه وينى لومه نه وينى .
موړ د وږى له حاله څه خبر دى .
مه کوه په چا چى وبه شۍ په تا .
مار د ځان له ډاره خولى اچوى .
مړى نه خاندى که وخاندى کفن څير وى .
مور که ليو گى هم شى خپل ځوى نه خورى .
مه داسى خوږ شه چى څوک دۍ وخورى .
مه داسى تريخ شه چى ودى غورځوى .
ماهى چى نيسى تر لکى يى نيسه .
مار چيچلى له پړى ډاريږى .
ميږ ته چى خداى په قهر شى نو وزرونه ورکوى .
ميا که رښتيا ميا وى خپلى وزى به ميږى کړى واى .
مخ يى پټ کړه رنګ ئى ورک کړه .
ميلمه وى دڅو شپو نه چى پايى تر کلو .
نرمه غاړه توره هم نه غو ځوى .
نوم دلنگر دى کور دى ډگر .
ورک شه هغه ورور چى له ډمانو اخلى پور .
وړکى خوله لويى خبرى .
وزه له ليوه نه تښتيده د قصاب کره ننوته .
ورورى به کوو حساب تر مينځ .
وزه چى څملى خپل ځاى پاکوى .
وږى پيشو د زمرى سره چنکيږى .
وږى ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږى ويل ئى اته ډوډى .
واده يم خو خبره نه يم چى په چا .
وزه چى په بام وخيږى نو ليوه ته ښکنځلى کوى .
وچى خاورى په ديوال نه نښلى .
ونى چى ميوه نيسى ډبرى په خورى .
هر څه چى خام وى پخيږى انسان چى خام شو نه پخيږى .
هيڅوک نه وايى چى زما شړومبى تروى دى .
ښه وکړه په ابو کى يى واچوه .
عابد
28.07.2011
اجل چې راشي وخت نه غواړی
اختر پټ ميړه نه دی
انسان ته خبره خره ته لرګئ
اوبه په ډانګ نه بېلېږي
اوښ که تږی شي، بيا يې هم يو زنګون اوبه په نس کې شته
بدبختي يوازې نه راځي
بې زحمته راحت نشته
پر آس ، ښځې او توره باندې مکمله باور نه کېږي.
پر پردي لاس مار مه وژنه
پر ښو تلوار په بدو تامل
پردئ کټ تر نيمو شپو دی
په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي
په پچه وخوت کشمير يې وليد.
په تل کې به يې پېدا کړې
په درندو دروند، په سپکو سپک.
په دوه ګوتو لمر نه پټېږي
په زور کلي نه کېږي.
په کور کې که څوګ دي ، نو يوه خبر بس ده
په هوا کې ماڼې نه جوړېږي
په يوه ګل نه پسرلی کېږي
په ډېرو قصابانو کې غوا مردارېږي.
په ښايست مه نازېږه
پور دې پور منت دې نور
پوره ورک دې کړه دوه کوره
پړ مې که ، مړ مې که
تر بيکاري بېګاري ښه ده
ترکاڼي د بيزؤ کار نده
تروږمۍ چې ډېره شي، سهار نژدې کېږي.
تشه لاسه ته مې دښمن يې.
تللی وخت بيا نه راګرځي
تمه چې پېدا شي، مينه ورکېږي.
ته چې درنه تيږه جيګوې بېرته به ستا په پښو ولېږي
ته له ما جار زه له تا جار
تور لمڅی په صابون نه سپينېږي.
جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې
چرګه چې غټېږي، کونه يې تنګېږي
چرګه معلومه نه، چورګوړي اسمان ته وختل.
چونګښه او يخمالکه
چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي
چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.
چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې
چې خر نلرې په خره نه ارضې.
چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله
چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي
چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه ګرځي په تېرو پسې ډير
چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار
چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي
چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته
چې هوګه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي
چې څه کرهې هغه به رېبې.
چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي
خبر د خپلې خولې په اندازه کوه.
خپل د زړه راز کوچنيانو او ښځو ته مه وايه
خپل عمل د لارې مل دی
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.
خپله لاسه ګله لاسه
خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې
خدای ته مرض کم نده ......... بنده ته بهانه
خر د ګل په بوې نه پوهېږي
خط له ټکي شروع کېږي
خفه وم چې ولې بوټونه نلرم، څو سړئ مې وليد چې پښې نلري
خوله يې د سوی شخوند وهي د اوښ.
خيال ګړي ګړي، په زياته د بدرنګ سړي.
د بد بخت سړي به د اختر په ورځ په ګېډه درد وي
د خدای قانون نه بدلېږي
د خره مينه لغته ده
د خلکو زور د خدای زور دی
د درواغو مزل لنډ دی
د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ.
د شيدو سوئ مستې پوه کوي
د صبر ميوه په مراد پخېږي
د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي
د غله په سر خلۍ ده.
د غله په غره کې ځاې نشته
د غله په ږيره کې خلی ده
د کبرجن سر ټيټ وي
د کمبخت سړي به په حلواه غاښ وځي
د لستوڼي د مار نه وډار شه.
د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي.
د لوګري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي
د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.
د ميدان نه وتلی پهلوان په هېڅ ارزښت نلري
د ميلمه مېلمه بد ايشي د صاحب د کور دواړه.
د نه رسيدلو نه په ځنډ رسيدل ښه دي.
د هرې شپې پسې ورځ ده.
د واده او ګور شپه نه په کور کېږي.
د ورغويي تڼاکه ملغلره ده
د ډول آواز له ليرې ښه خوند کوي.
د ړوندو په ښار کې يوسترګئ پاچا ده
درست کښت يې وخور دی يې لا مږه نه بولي.
درواغ د ناپوهه وزر دي
درواغجن حافظه نلري
درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي
دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي
دوست به له وره وباسې ولې له زړه نه يې نشې ويستلئ
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې
دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي
دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې
دوه پکه، هغه هم سره ورک.
ديوالونه مږکان لري او مږکان غوږونه لري
زه ځان خورم تا لره، ته غار کينې ما لره.
زور يې د ملخ ، پټې وهي په مخ.
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
ژوند په اميد خوړل کېږي
ساده سړی خدای ساتي
سپئ چې لېونئ شي خپل خاوند هم خوري
سپور د پلې په حال څه خبر دی
سترګې له سترګو شرمېږي.
سل دې ومره يو دې مه مره
سل روپۍ پور کړه د اختر شپه په کور کړه
سړی چې شتمن شي، حرص زياتېږي.
شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي.
عبدالحقه ستا خو حق ده، عبدالخېر تاته خېر.
عيسی په خپل دين موسی په خپل دين
غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته.
غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي.
غوسه چې ډېره شي، عقل کمېږي.
غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته صبر دی.
قانع د خدای دوست دی
قربان د خپله کوره ، چې تيز واچوې په زوره
قصابان ډېرېږي غوا مردارېږي
کبر زوال لري
کلاله وکه خپله سياله.
که غواړې چې خلکو ته خدمت وکړې نو خپل ځان هېر کړه.
که ما ويل چې زه يم، او تا ويل چې زه يم ، نه به ته يې او نه به زه ، او که تا ويل چې ته يې ، او ما ويل چې ته
يې، هم به ته يې او هم به زه يم که ډوډئ پردی وي نس خو دې خپل ده
کوهي جوړؤنکی پخپله کوهي کې ده
کوڅه ډبی سپي نه مه وېرېږه
کوږ بار تر مزله نه رسېږي
لمر په دو ګوتو نه پټېږي.
لمړۍ ځان پسې جهان
له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم
له باران نه پاڅيد ناوې ته کيناست
له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه
له خپل ټغر سره پښې وغزوه
له خوږو نه خواږه له ترخو نه ترخه د تا يې پرې څه
له شوروا نه مرور له غوښې سره پخلا
له لوږي مړ شه د منت خواړه مخوره
له مياشې نه فيل جوړول
له ناکلالې ښځې جره بې کوره ښه دی
له وخت نه ګټه واخله
له ږيرې يې اخلي پر بريتو يې ږدي
له ښو نه ښه ځېږي له بدو نه واښه
لورې تاته وايم نږورې ته يې واوره
ليدؤنکئ د اوؤه وزيرانو عقل لري.
لږ به خورم هوسا به اوسم
لېوه ته چې نصيحت کړې په هغه ورځ دوه خوري
مات لاس غاړې ته لوېږي.
مار چې څومره کوږ ځي، خپل سوري کې سمېږي.
مار يې لنډئ کړ خو مړ يې نه کړ.
مال خپل ساته ګاونډی غل مه نيسه
مکوه په چا چې وبه شي په تا
مکوه هغه کار چې نه دې مور کړی وي نه پلار
ملامت سترګې نلري
ملکان چې ډېر شي، کلی ورانېږي.
منځګړي چې ډېر وي، جګړه تودېږي.
مه مې يادوه بد پلار چې زه دې ياد نکړمه ښه پلار
موټی د خروار نمونه
موړ د وږي له حال څه خبر دی
مياشتې ته له لومړې ورځې دعا کېږي
ميلمه د کوربه سره نه جنګېږي
مينې نه مينه ځېږي
مېږي چې وزر وکړي، اخر ورکېږي.
ناپوهه دومره په بل نه کوي لکه په ځان
نارينه غرونه غرونه، ښځې اړمونه.
ناړې جې پورته اچوې بېرته ستا په مخ ولېږي.
نوک او اورۍ سره نه بېلېږي.
نوم يې لوی کور يې وران
نيمچه ملا سړی کفر ته باسي
هر چاته خپل وطن کشمير دی
هر کار په حوصله کېږي
هر ځلېدونکي ته ملغلره مه وايه
هر څوک خپل شی ښاغلی ګڼي
هره ورځ اختر نه وي
هره ورځ د بلې مور ده.
همېشه خپلې ګټې د خلکو په ګټو کې لټوه.
هېڅ ګل بې اغزي نشته
وچې خاورې په دېوال نه نښلي.
وخت سره زر دي
وخت ښه قاضي ده
ورغستلئ له منځ نه وتلئ
ورور په يوه اشتباه کلک مه نيسه
ورور دې هغه ده چې په درد دې وخوري
وروري به کوؤ حساب ترمينځ.
وروري به کوؤ خو حساب تر مينځه
ورېځ چې سپينه شي، اورښت توندېږي.
وسله هغه چې په لاس کې درغله.
وسله هغه ده چې په لاس کې دې وي
وينه په وينه نه مينځل کېږي
وړوکی لوښی زر ډکېږي.
ياخپل ګور يا خپل ګور
يار له کوڅې تير شو رنګ يې هېر شو
يتيم په ژړا پوخ دی
يو انار سل بيمار
يو وايي کور مې درجار، بل وايي زه هم سترګې لرم.
يو وايې کور مې له تا جار، بل رسی ورته وغوړوله.
ځانپېژنده ، خدای پېژندنه ده.
ځمکه د خدای ده کور دې خپل
ځمکه هغه توده وي، چېرته چې اور بلېږي
ځمکه هغه سوځي ، چېرته چې اور پرې بل وي
څاڅکي څاڅکي ډېرېږي
څه چې کرې هغه به رېبې
څه چې ځانته غواړې، خلکو ته يې هم غواړه.
څو زحمت و نه ګالې راحت نه مومې
ډوبېدونکی هر بوټې ته لاس اچوي
ړوند رڼا نه پېژني
ړوند يو يوار خپل د لاس لرګی ورکوي
ښه چې کوې امېدواره اوسه، او بد چې کوې خبرداره اوسه
9 ښه شی اول په ورور پېرزو لره
ښه کوه درياب ته يې اچوه
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه، د سيند ماهيان هم هغه نشي هضمولی
ګنج په کنډواله کې ده.
ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه وي
ګټه په تاوان کېږي.
اوبه چې تر ستونې شي، ځوی او لور تر پښو لاندې شي
تورې به لالا وهي ، مړی به عبدالله وهي.
واده د مولا داد پکې غورځي الله داد
يو ودېږي لس ورته رقصېږي
داسې ژوندی اوسه چې په توصيف او تعريف وارزې
د سل کالو د بې عزته ژوند نه د يوې دقعې با عزته ژوند ترجيح لري
زيارت کې بانډاره ده خورې ته هم پسې راځه
داسې مړ شه چې په دعا وارزې
که مېړه دې څه ويلې، کلي ورکه ترې راځه
هغه شی چې دې نه ده ايښی مه يې اخله
چې نه دې وي له موره ، ورته مه وايه چې وروره
ګل په بوټي کې ښه ښکاري
څه چې دی نه وي کړي په کړو کې يې مه حسابوه
هر سر د پګړی وړ نده
منت واخله ولی منت مکوه
غيبت کوؤنکي او درواغجن ته په ژوند کې لاره مه ورکوه
عابد
28.07.2011
بيړه دشيطان کار دى.
بد بوټى بلا نه وهي .
په دوه بيړ يو پښې مه ږده .
پوره ! ورک دې کړل دوه کوره .
پر پچه وخوت کشمير يې وليد .
پر دي خواړه يا پور دي يا پېغور .
پردى کټ تر نيمو شپو دى .
پر ښو تلوار او پر بدو تاءمل .
پړ مې که مړ مې که .
پښې هلته ځي چې زړه ځي .
پلار ګټلي زوى ته آسانه .
پور چې ځنډينى شي خوړنى شي.
پر پردي کور سل ميلمانه هيڅ دي .
پخپله خر نه لري دبل په آس خاندي .
په ډيرو ړوندو کې يو سترګى پا چا وي
په شرم هغه شر ميږي چى پرې پو هيږي .
په درنو دروند په سپکو سپک .
په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږي .
په يو ګل نه پسرلى کيږي .
په يوه موزه کې دوې پښې نا ځايږي .
پېشو خو به له اوړو جوړه کړو خو ميو به څوک وکړي .
په کور کې کلى نشي .
پوردې وي په ورور دې وي .
تر پردي ګلالي زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .
تر پراته زمري گرځنده ګېډړه ښه ده .
تر څو چى رښتيا راځي درواغو به کلى وران کړى وي .
تورې به لا لا وهي مړۍ به عبد الله وهي .
تر تيارې برخې مه تېرېږئ .
ترکاڼي دبيزو کار نه ده.
جامه چې دپور شي په ځان اور شي .
چې جنګ سوړشو ميرى تود شو .
چې نه دې وه سيالي مه کور کړه مه کالي .
خپل گور هر چاته تنګ ښکاري .
خر به خندا نه پو هيږي .
خپل عمل د لارې مل دى .
خپله خوله هم کلا ده هم بلا .
خپل ګرېوان دبل لاس ته مه ورکوه .
څوک ځان غواړي څوک جهان .
څه چې په ګټوه کې وي په څمڅه کې را پورته کيږي .
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده .
څوکړۍ ږيره د چړې لا يقه ده .
چا به کلي نه پر يښود وې یې اس مې دملک کره وتړۍ .
چاړه که دسرو ده هسې نه چې دځيګر دمنډو ده .
چى اختر تير شي نکريزې په ديوال وتپه .
چې باد نه وي ونې نه ښوري .
چې بد کوي بد به مومي .
چې بد ګر ځې بد به پرځې .
چېغواړې په هغو واوړې .
چې او ګره سړيږي ميلمانه ډيريږي.
چې زه او ته راضي نو څه دى دقاضي .
چې باغ پوخ شي باغون کوږشي .
چې سړى زړيږي حرص زياتيږي .
چې ډب نه وي ادب نه وي .
چې موړشي سوړ شي .
چې دښمن په شاتو مري په زهرويې مه وژنه .
ددرواغو مزل لنډ وي .
دا وړۍ نه شړۍ کيږي .
دلمدو خټو لږ اوبه حاجت وي .
ډيرې لاړې لږ ولاړې .
دزور او به په څلي خيژي .
دميږي چې مرګ راشي وزرونه وکړي .
دملک مخې او د قطار شاته مه ځه .
دمرورو برخه تا لاوي .
دحجرې غم به کورته راوړم دکور غم به چيرته يو سم .
دسوال مړۍ له ستوني نه تيريږي .
دو هندوانې په يو لاس کې نه نيول کيږي .
دړ انده له نيولو او د کاڼه له وهلو د خداى ساته .
دوه پکان هغه هم سره ورک .
دريا ب په لوټه نه خړيږي .
دزرو قدر په زرګر وي .
دزړه زړه ته لار وي .
دزمري کور بې هډو کو نه وي .
د زورورو وهل او د کمزوري کنځل .
دسپو له خوارۍ ګيډړان پر بامو لوبې کوي .
دسوال په اوبو ژرنده نه ګرځي .
دښار دروازې تړل کيږي دخلکو خولې نه .
دظلم عمر لنډ وي .
د غريب غاښ په حلوا کې وځي .
دغريب ملا په آذان څو ک روژه نا ماتوي .
دغنمو له برکته اغزى هم او به کيږي .
دکبر کاسه نسکوره ده .
د گو نگي ځوى ژبه خپله مور ښه پو هيږي .
دگيډړ تر نازه د زمري داړل ښه دي .
د لوگرى لو ته زړه نه کيږي لور په لو ټه تيروي .
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه .
دنيا په اميد خوړله کيږي .
دوږي سترگى په دستر خوان کې وي .
ديوال نم زړوي خو انسان غم زړوي .
ديوې سپږې لپاره ټول پو ستين مه سوزه .
دراغجن د رواغ وايي او ريښتنى يې قياس کوي .
دفقير چې چيرته ښه هلته شپه .
دمچ جنگ به د پک په سر معلوم شي .
دغه گز دغه ميدان .
دميړه يا ترپ دى يا خرپ .
درياب به لو ښو نه وچيږي .
دخوارانو ديگ په صبر پخيږي .
دصبر خواړه خواږه وي .
دقبر خاورې په قبر تماميږي .
دمړي څخه شيطان بيزار دى .
درواغ د ايمان زوال دى .
دښار ووځه له نرخه نه .
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې کوه .
دوست به دي وژړوي دښمن به دې وخندوي .
ډ بره دخوارو په سر ولويږي .
ډمې نڅا نه شوه کولاى ويل ځمکه کږه ده .
ډم چې ډول وهي زور به يې لري .
رښتيا ويل تر خه دي .
رحم په ليوو ظلم په پسو .
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده .
روغ صورت نيمه پاچاهي ده .
مگر زه وايم چې روغ صورت جوړه پاچاهي ده .
څوک چى روغ صورت ولرى هر ورځ يى اختر دى .
مگرزه وايم څوک چى روغ صورت ولرې ورځ يې اخترشپه يې برات ده .
زه گورم وتاته ته گورې وماته کار شو ترميځ پاته .
زهر په زهرو وزي .
ړانده يو ځل امسا ورکوي .
سر که لا اړ شي عادت نه ځي .
سرکه غټ هم وي پټکى غواړي .
سترگي له ستر گو شر ميږي .
سل دي ومره يو دي مه مره .
سپين والى د زړه ښه دى نه دويښتو .
مگر زه وايم سپين والى دويښتو ښه دى نه دسترگو .
سپى ډير دځان لپاره غاپي لږ دکور دپاره .
سر خريلى ښه ده نه ميړه شړلى .
ښه کوه له پاچا مه وير يږه .
شرم لکۍ نه لري .
مگر زه وايم که چيرى شرم لکۍ ولري نو اندازه به يې ګرانه وي .
عقل له کم عقلو زده کيږي .
عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى .
غم له غمه نه شر ميږي .
غلبيل کوزې ته ويل چې سورۍ يې .
غر که لوړ دى به سر يې لار ده .
غله ته هر کاڼى سړى ښکاري .
غل په غره کې نه ځايږي .
غله ته وايې غلا کوه دکور څيښتن ته وايي کور سا ته .
غل غل پيژني او مل مل .
غوښې خانانو وخوړې پر هډوکويې سپي جنگ کوي .
غوښې د هر چا خوښې دي خو پېشو ايمان پرې راوړى .
غر به غره نه ورځي خو سړى په سړي ورځي .
فيل که هر څو مره تږى شي په نس کې ئې يو زنگون اوبه وي .
که ښه يم له يارانو سره يم .
ګيله ،ګيله دخداى ج په هيله .
کم عقل اول ننګ کوي بيا جنگ کوي .
کار چې بې استاده وي؛ خود به بې بنياد وي .
که او به زور لري ځمکه سور لر ي .
که مشر مشر توب غواړي کشر هم ددنيا دود غواړي .
کوڼ دوه واره خاندي .
کار اسان دى خو پيل يې گران دى .
کوت کوت دلته کوي خو هگى هلته اچوي .
کور کې دې جوارى نشته له دماغه دې دپلو بوى راځي .
کار گر کور مړوي لټ مور ژړوي .
کبر جن دخداى دښمن دى .
که هر څو هو ښيار يې نادان پو ښته .
که نړى ودانه ده په مړي قيامت دى .
که ډوډى دبل ده نس خو دې خپل دى .
که سړي غرونه دى ښځى يى اړمونه دي .
کارغه د زرکې رفتار کاوه خپل يې هېر شو .
کوږ بار تر مزله نه رسي .
کونډ ه د زوى په طعمه له ميړه ووته .
کلال يې په کودي کې خوري .
که شپه تياره ده مڼې په شمار دي .
گوړه ، گوړه يادوه خوله به دې خوږه شي .
کيد ړې ته خپل پوست بلا دى .
گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږي .
ګټې تر گټو لاندې دي .
گنجى که ډاکټر واى نو لومړى به ئې دخپل سر علاج کړى واى .
له شنه آسمانه وريدل نه کيږي .
له پور وړي بل خوار نشته .
له خوشې غږيدو پټه خوله ښه ده .
له پېښې تېښته نشته .
لو څ له اوبو نه ډاريږي .
ليوه هغه ميږه وړى چى له رمى جلا وى .
لو يه مړى ستونى شکوى .
لږ وخوره تل وخوره .
له يوه لاسه ټک نه خيږى .
له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه .
لنډ ه ژبه هر ى خواته گرځى .
مه ځه په هغه لار چې نه دې مور ځې او نه پلار .
مرگ حق دى گور او کفن شک دى .
مرگ نه په واړه دى نه په زاړه .
مرگ د ډيرو پرده ده .
مساپري بده بلا ده .
او زه وايم بې وطني ستره بلا ده .
ملا ځان هير کا او بل ته مسلې کا .
ماما چى جيب ته لاس کوي د خورى طعمه ورته وي .
مرغه دانه ويني لومه نه ويني .
موړ د وږي له حاله څه خبر دى .
مه کوه په چا چې وبه شې په تا .
مار د ځان له ډاره خولې اچوي .
مړى نه خاندي که وخاندي کفن څير وي .
مور که ليو گۍ هم شي خپل ځوى نه خوري .
مه داسې خوږ شه چې څوک دې وخوري .
مه داسې تريخ شه چې ودې غورځوي .
ماهى چې نيسې تر لکۍ يې نيسه .
مار چيچلى له پړي ډاريږي .
ميږي ته چې خداى په قهر شي نو وزرونه ورکوي .
ميا که رښتيا ميا وي خپلې وزې به یې ميږې کړي واى .
مخ يې پټ کړه رنګ ئې ورک کړه .
ميلمه وي دڅو شپو نه چې پايي تر کلو .
نرمه غاړه توره هم نه غوڅوي .
نوم دلنگر دى کور دى ډگر .
ورک شه هغه ورور چى له ډمانو اخلې پور .
وړکي خوله لويې خبرې .
وزه له ليوه نه تښتيده د قصاب کره ننوته .
وروري به کوو حساب تر مينځ .
وزه چې څملي خپل ځاى پاکوي .
وږپ پيشو د زمري سره جنګيږي .
وږي ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږي ويل یې اته ډوډى .
واده يم خو خبره نه يم چې په چا .
وزه چى په بام وخيږي نو ليوه ته ښکنځلې کوي .
وچې خاورې په ديوال نه نښلي .
ونې چې ميوه نيسي ډبرې به خوري .
هر څه چې خام وي پخيږي انسان چى خام شو نه پخيږي .
هيڅوک نه وايي چې زما شړومبى تروې دي .
ښه وکړه په اوبو کې يې واچوه
عابد
28.07.2011
(1) د كور خبره دباندي مه كوه.
(2) د ګيدړ تر ناز د زمري څيرل ښه دي.
(3) د غريب ملا په آذان څوك روژه نه ماتوي.
(4) د سپو كور په كور ميرڅه وي فقير ته يې سلا يوه وي.
(5) د كاږه تيكي سره كږه توره جوړيږي.
(6) كږه خوله سوك سموي.
(7) د خپل كور پير چا ته نه معلوميږي.
(8) مار چي د غار خولې ته ورسېږي سم سي.
(9) چي بد غورځي بد به پرځي.
(10) توره سره ښه ده خو نه د ورور په وينو.
(11) د كونډي دوه غوايي وه يو ووت نه بل ننووت نه.
(12) تقدير او تدبير نه سره جوړېږي. (تدبير بندونه تړي تقدير پر خاندي م هوتك).
(13) چي بل ته كوهي كيني پخپله پكښي لوېږي.
(14) كوږ بار تر مزله نه رسېږي.
(15) دعاوي زاړه كفن كښ وګټلې.
(16) ځنګل چي اور واخلي وچ او لانده ګډ سوځي.
(17) هر فرعون سره موسى سته.
(18) كه څوك آزار كړې په نوك تا به ووهي په سوك. (كه د بل دروازه ووهې په نوك ستا دا به ووهي په سوك، م هوتك).
(19) پردى كټ تر نيمو شپو دى.
(20) چا په كلي كي نه پرېښود ده ويل زما آس د ملك په كور كي وتړئ.
(21) له رستمه يې نوم بهتر دى.
(22) د ډول ږغ د ليري ښه خوند كوي.
(23) دوه به سره جوړ سي د دريم دي مخ تور سي.
(24) دوه غوايي چي په پټي كي په جنګ سي، زيان يې بوټو او كاڼو ته رسيږي. بل روايت دى : دوه غوايي چي ښكر په ښكر سي زار د بوټو و د كاڼو.
دلته زار د افسوس او حسرت په معنى دى، پيرمحمد كاكړ وايي :
زار د هغه چا دى چي آزار كوي د زړونو
ژوند د ظالم كم دى چي مدام دل آزاري كا
(م هوتك)
(25) لندو خټو ته نرى باران پلمه سي.
(26) د زرو قدر له زرګر سره وي.
(27) اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي.
(28) اوګره په تلوار نه سړېږي.
(29) اول به مړانه په سيالي وه، اوس سپيتانه په سيالي ده.
(30) ايلچي لره نه مرګ سته نه زندان.
(31) د بل تر وريجو غوښو سوړسك د كور ښه دى.
(32) باز چي له خپلي ځالي روان سي د پاچا منګول يې ځاى سي.
(33) بد بانجڼ آفت نه لري.
(34) تر ورخ تېري اوبه بيرته نه جاروزي.
(35) بد ورور د بدي ورځي دپاره ښه دى.
(36) برخي وېشه مړونه ګوره.
(37) سپي درګرځوه د خيره دي بېزاره يو.
(38) بې ثمره ونه څوك په ډبرو نه ولي.
(39) پردي خواړه يا پور دي يا پېغور دي.
(40) پردى غم نيم اختر دى.
(41) پښتون سل كاله وروسته بدل واخيست ويل يې تلوار مي وكړ.
(42) په بدلو څوك نه لويېږي.
(43) له بارانه ولاړ سو ناوې ته كښېنستى.
(44) په يوه زين كي دوه تنه نه ځايېږي.
(45) په يوه تيكي كي دوې توري نه ځايېږي.
(46) خپلي پښې له كمبلي اوږدې مه غځوه.
(47) باز چي هر څومره خوار سي چنګښي نه خوري
عابد
28.07.2011
زړه شوه خو له شوقه ونه لويده
- اخونده رښتيا مه وايه په کلي کي به دي ځاي ورک شي .ي
- اس دميږوي په زور غورځي .
- افسوس – ميږي او ليوان په يوه ځاي اوبه څښي .
- اختر چي تير شي نکروزي په ديوال وتپه.
- ارمان به کړي هلکه بيابه نه مومي ادکه.
- ارږمي دپياز کاږي او خبري دقورمي کوي.
- اسونو نالونه وهل چنګښوهم پښي پورته کړي.
- اس ته چي خداي په قهر شي ګاډي ته ولويږي.
- اسپه چي دزرهاووروپوبچي زيږوي خو هيڅوک هم تري نه خبريږي خو چرګه چي دپځوروپوهګي اچوي ټول کور په سرواخلي.
- اسمان په ډبرومه وله خپل سربه مات کړي.
- اعتبار په علم اوادب ده نه په مال اونسب.
- اغزي چي وړوکي وي تيره وي چي لوي شي پڅ شي.
- الم ترکيف دهرچازده ده خو خوله دملاعثمان غواړي.
- چي چيري سورګيري ويني نو وايي ملاشاه ګل ده.
- چي سيفوشوم په ځان پوه شوم.
- مه دومره خوږيره چي څوک دي ښوي تير کړي او مه دومره ترخيږه چي څوک دي ايسته واچوي.
- انسان له کاڼي کلک له ګل نازک ده.
- انتقاد اسانه ابتکار مشکل ده.
- اوبه چي له سره جګي شي څه يوه نيزه څه دوه نيزي.
- اوښ ته چاويل چي لوړښه ده که ځوړ _ هغه ويل چي په خټو کي به دي نيکه ځي.
- اوړه دي په اوړه منت دي په څه .
- اول زده کړه بياکوزده کړه
جهانګیر خان
10.08.2011
وی تی هی،د کاکا صیبه دا دی څه بلا متلونه کتار کړي دي،دا به څوک لولې.
لږ ه به دی ګذاره کړی وی مړه .
۰
10.08.2011
عابد رښتیا واي ډانګ په اوبو نه بیلیږي هاهاهاهاهاها[img][/img]
Kamil
10.08.2011
[quote:e94511bbac="مومندافغان"]عابد رښتیا واي ډانګ په اوبو نه بیلیږي هاهاهاهاهاها[img][/img][/quote:e94511bbac]
السلام عليكم
ګوره مومنده د عابدشوده ګل له قانونه دی سرغړونه کړې دلته دی ټوکه کړې خو په هغه بله سکالو کی دی حاضري نه ده لګولې نو باید چی جرمانه شی، که څنګه عابده شوده ګله؟
نوټ: اوس هم څه تللي راغلي نه دي ورشه او حاضري زر زر ولګوه که غیر حاضر شوې نو بیا دی خیر نشته.........
او ریښتیا مومنده دا img img ددی نه دی څه مطلب دی؟
شبيراحمد
10.08.2011
زه به هم پس له سلامه درګډشم
ههههههههه
ډانګ په اوبونه بېلېږي
ههههههههه
اوس زمامتلونه واورئ نه غلط شوم ولولئ.
مېړه پټ اخترنه ده
مېږوی داس په زورخښېږي
نکريزي چې نه وي اخترپه لوټووله
چنګښولامبووهله اسونوهم پايڅې ورپورته کړې
اول يوه کوزده وکه اوزده يې که بياکه بله وکې پروانشته
نوربياکه ژوندوو
۰
10.08.2011
او دا هم زما لخوا چي له متلونو بي برخي نه شم:
۱: چي ويي خوري په خوله نو غواړي به يي په څه
۲: مه کوه په تا چي وبه شي په چا
۳: د خپل ځوی نه پردۍ لور ښه ده [ په ما خو له خپلو ځامنو پردۍ لور په رښتیا ګرانه ده ]
چي دروازي ساتي نو اوښان دنګ ږده
دوه ګوتي په لمر نه پتیږي
نوربیا
عابد
10.08.2011
پته نه لګی چه دا دے فارم مشر سوک دے چه هر سوک دے نو ښه لالا او شوده ګل بالی دے
Kamil
10.08.2011
[quote:df71379627="عابد"]پته نه لګی چه دا دے فارم مشر سوک دے چه هر سوک دے نو ښه لالا او شوده ګل بالی دے[/quote:df71379627]
هو ولا.
لالا خو ځکه دی چی ستا غوندی شوده غویانو لېکنې پریږدي هههههههههه :
lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عابد
11.08.2011
ته چا دا دے فارم مشر کړے ېۍ ستوری صیب
شبيراحمد
11.08.2011
ستوری / کامل صيب ښه درته وايي کنه
ته چادمشرفارم کړې غلی کېنه. :lol:
اوليکنې ته هم يوعابدصيب وکه چې ستوری شې. :lol:
:wink: :wink: :wink:
محمود سعيد
23.08.2011
هههههه، په دې (فارم!) کې مو ستوری عابد خواشینی کړ. له کوره یو لیونی هم ښه وي
عادل عادل
24.08.2011
اسلام علیکم
عابد ستوری صیب لکه چې د هر چا د نوم سره ستوری هم لولي....... اوس خو دا دی دوی هم د ستوري د کورنی غړی سو، نو بیا ولې خپه سو :)
۰
11.09.2011
[quote="عادل عادل"]اسلام علیکم
عابد ستوری صیب لکه چې د هر چا د نوم سره ستوری هم لولي....... اوس خو دا دی دوی هم د ستوري د کورنی غړی سو، نو بیا ولې خپه سو :)[/quote]
عادل صیب بس عابد بهاي لاړه او ورسره متلونو هم سروخوړه هڅوک ييي نه راوړي ګویاکي متلونه يي هم له ځانه سره یوړل۰