د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

شېخ صېب یو مؤلفة القلوب راغلى څه ورسره وکړو؟

Kamil
14.07.2011

په پېښور کې د اهل حدیثو یوه مدرسه ده او شیخ الحدیث یې شېخ امین الله الپیشاوری دی.
زمونږ یو ملګرې یو ورځ په یو ضروري کار پسې شېخ امین الله ته ورغلې وه، زما ملګري ویل چی د شېخ امین سره د هغې موضوع په باب غږېدم چی په دی کې یو طالب کوټې ته راننوت او شېخ امین ته یی داسی وویل:
شېخ صېب یو مؤلفة القلوب راغلى څه ورسره وکړو؟
نو شېخ امین هم سمدلاسه ورغبرګه کړه: هلۍ درې څلور هلکان ورسره شۍ او ښه خدمت یی وکړۍ چای مای پرې وڅکۍ چی بېرته زړه تورى نشي.

العياذبالله دى وهابيانو ته احناف بيخي كفار ښکاري.

که په خاطره چا ته درد رسیږي نو اډمین دی حذف کړي.


Re: شېخ صېب یو مؤلفة القلوب راغلى څه ورسره وکړو؟

وصيل پېروز
15.07.2011

[quote:4bc25df06b="كامل"]
که په ټوکه چا ته درد رسیږي نو اډمین دی حذف کړي.
[/quote:4bc25df06b]
کامل صاحب ! دا خوټوکه نه بلکي يوه خاطره وه هغه هم داسي خاطره چي هيڅ خندوونکې خبره پکي نه شته هغه څه ټوکه بلل کېدای شي چي يو انسان خو اقلا موسکی کړي مګر ستا په اصطلاح په دې ټوکه کي هيڅ داسي څه نه وو.


رښتینی
15.07.2011

زه وایم دا هغه ناسم خوی او وژنکی عادت دی چې زموږ ملاصاحبان
پري مبتلا دې الله دې زموږ سیني لویې او اخلاق لوړ کړي موږ خپل
اختلافات بلکل د متقابل احترام له پولو لرې کړې دې او د کرکې او
نفرتونو ترحده مو رسولي دې


Re: شېخ صېب یو مؤلفة القلوب راغلى څه ورسره وکړو؟

Kamil
15.07.2011

[quote:a9f7057a19="م . وصيل پېروز"][quote:a9f7057a19="كامل"]
که په ټوکه چا ته درد رسیږي نو اډمین دی حذف کړي.
[/quote:a9f7057a19]
کامل صاحب ! دا خوټوکه نه بلکي يوه خاطره وه هغه هم داسي خاطره چي هيڅ خندوونکې خبره پکي نه شته هغه څه ټوکه بلل کېدای شي چي يو انسان خو اقلا موسکی کړي مګر ستا په اصطلاح په دې ټوکه کي هيڅ داسي څه نه وو.[/quote:a9f7057a19]
م.وصیل پېروز صېب سلامونه او نېکې چارې.
ټوکه مې خاطره کړه چې ته خفه نشې.
ماته خو ددی نه نوره غټه ټوکه بله هيڅ نه ښکاري، مؤلفة القلوب په قران کې د څه لپاره استعمال شوې او سلفیان (وهابیان ) یی د څه لپاره استعمالوي العیاذ بالله تاسو اعني وهابیانو ته مونږ بلکل کفار ښکارو چې ډیره د افسوس خبره ده.
ټول مذهب یی په لسو احادیثو کی راغونډ دی او علماوو پسې به خبرې کوي.


وصيل پېروز
16.07.2011

کامل صاحب زه نه خپه کېږم او نه زه وهابي يم بلکي زه ځان ته د يو مسلمان په سترګه ګورم خلک که هرڅه وايي پروا يې نه لرم مګر هو ! که دي زما حق وخوړ بيا يې نه در بخښم.
زه د داسي چارو مخالف يم ، هيڅ څوک له ښکاره دلايلو پرته بل څوک کافر او مشرک نه شي بللای.
له تاسو ډېره مننه
ښه وخت درته غواړم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more