د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

غزاله جاوید څه شوه؟!!

حلیم
09.07.2011

سلام
ډیر وخت وشو چی د غزاله جاوید نوی سندری می ندی لیدلی

ایا هغه اوس هم سندری وای؟
آیا هغه اوس هم ژوندی ده؟

بیخی می یادیږی هه هه هه ه


اکرم
09.07.2011

[quote:894a1a61b8]ډیر وخت وشو چی د غزاله جاوید نوی سندری می ندی لیدلی
ایا هغه اوس هم سندری وای؟
آیا هغه اوس هم ژوندی ده؟
بیخی می یادیږی هه هه هه ه[/quote:894a1a61b8]
حلیم خانه ، دا نو څه ټوکه شوه ، [color=brown:894a1a61b8]چې ایا هغه اوس هم سندری وای؟ او یا هغه اوس هم ژوندی ده؟ [/color:894a1a61b8]
ته راته ووایه چې ته یې په کومه یوه ډیر مین يي نغمه او که غزاله جاوید؟ لمړی يې دپنځوسو کلو اوښتی او دځوانۍ شپې یې هم د ډاکوانو سره تیری کړي ، او اوس ، دعبد السلام خبره د هغې جنرالې پېښې کوي ـــــــــــــــــ او دویمه يې دمؤنث نوم پرته ګمان نه کوم دلته څوک وپیژني ! که ته یې پیژنی چې حتماً به يې پیژنې ، نو بده به نوی چې مونږ ته یې هم را وپیژنې ، بیا دې که خوښه وه ! د واده مشوره به ښه په اخلاص درکړو ، خو ګوره چې منګل درباندی خبر نشي !!!


ډاکتر څپاند
09.07.2011

روايت داسې دی چې بي بي غزاله ديوه ستر شيخ سره هغه چې ٣٠ ځله ئي
حج کړی او ٩٠ ځله عمره،واده شوې ده :roll:
دا هغه شيخ دی چې ميليونونه ډالره ئي ISI ته دخيرات په توګه ورکړي،څو
ISI پدې وتوانيږي چې په افغانستان کې اسلامي نظام را منځ ته کړي٠ :evil:


spinkar
09.07.2011

امرو صيب نغمه او منګل زمونږ ډير غښتلې سندرغاړې دې او خپله نغمې دهنر له لارې خپل ملت ته دپوښتو له لارې ډير خدمت کړيدې نو د قدر وړ ده او دلته پرې ټوکې او رخشند هيچا ته حق نه ورکول کيږې
ډير و کورنيو کې ښځې او نر سره جلا شوې دې او دشريعت نه هم دهر يو انسان حق دې چه وغواړې
ملت بايد په دواړو افتخار وکړې نه دلته پرې ټوکې وليکل شې
اميد دې چه خفه نشې
مننه


اکرم
10.07.2011

[quote:bac4e34028]امرو صيب نغمه او منګل زمونږ ډير غښتلې سندرغاړې دې او خپله نغمې دهنر له لارې خپل ملت ته د[color=white:bac4e34028]پوښتو[/color:bac4e34028] له لارې ډير خدمت کړيدې نو د قدر وړ ده او دلته پرې ټوکې او رخشند هيچا ته حق نه ورکول کيږې
ډير و کورنيو کې ښځې او نر سره جلا شوې دې او دشريعت نه هم دهر يو انسان حق دې چه وغواړې
ملت بايد په دواړو افتخار وکړې نه دلته پرې ټوکې وليکل شې
اميد دې چه خفه نشې
مننه[/quote:bac4e34028]
سپینکار ? که سپین غر ?

ډیره مننه چې زما پام دې ددې دوه ډمانو خدمت ته راواړو ! زه ددې دواړو شخصیت سره هڅ کار نلرم ، چې جدا دي، او که سره یوځای او که دواړه دي . !!! دا ددوي خپل کار دی . نه يې پیژنم او نه يې دپیژاندلو لیوال یم .
دا چې ته ددوي بې استعداده ډمتوب ته هنر وايې ستا ‌ذوق دی او ستا خپل نظر، تا ته دې مبارک وي زه یې هسې نه ګڼم .
او هو چې در په یاد يې کړم : پښتانه پښتو ته پښتو وايې او لیکي که د لمړي ټولګي زدکونکی دی او که د دویم ، دا یو منل شوی واقعیت دی ، هيڅوک به هم [color=orange:bac4e34028]پوښتو[/color:bac4e34028] د پښتو په ځای درسره ونه مني دا به ستا کورنۍ لهجه وي او ښه به هم دا وي چې هملته یې محدوده کړي ، او دا کار خدای مکړه پښتو ته کوم بل هنري خدمت و نه ګڼې !!!
ستاسو نه هم مننه


عنوان

spinkar
10.07.2011

امرو صيب سلامونه زه به خپله املاې غلطې اصلاح کړم او دنغمې او منګل په هکله زما او ستا دنظر ورکولو مثبت او منفې اړخونو ته به نور وروڼه پريږدو چه قضاوت پرې وکړې
چه ايا دوې دواړو دپښتو ژبې هنر ته خدمت کړې او که نه؟

مننه


حلیم
12.07.2011

ما د غزالی د سندرو پوښتنه کړی وه او تاسو خبره بلی خواته بیولی ده.

امرو غواړی تل په یوی خبری کی خبر را وباسی.

آیا ما دا پوښتلی چی زه د هغه سره واده کوم؟
او آیا ما ددی سره د واده په اړه ستا مشوره غوښتی ده؟
-------------------------------------------------------------------------
د سپینکار ورور د خبری په تایید:
نغمه او منګل په شخصی لحاظ بد خلک ندی، ځکه بد یی د چا سره ندی کړی، بلکه بد ورسره شویدی. د خپلی کورنی را نیولی بیا تر دا نن ورځی پوری د ولسمشر او امرو ډوله خلکو په شمول ټولو خلکو تر حد زیات بد ورسره کړیدی.

د نغمی د شخصیت او تفکر یوه بیلګه:
« زه په خپلو بچو تعلیم کوم چی ډاکتر او انجینر شی، زه به هغوی پری نږدم چی موسیقی ته مخه کړی. زموږ وطن علم ته ډیر ضرورت لری. او ټولو پښتنو ته دا پیغام لرم چی اتحاد وکړی، د ورورولی په ټغر سره کینی او په خپلو بچو باندی تعلیم او تحصیل وکړی.

دا می ارمان دی چی خپل هیواد آرام او خلک یی خوشحاله ووینم»

امرو صیب که لږ په واقعیت ځان پوهولی نو د نغمی شخصیت ته یی باید درناوی کړی وای. زه دا نه وایم چی ولی نغمه سندری وایی؟
بلکه د نغمی د همدی کار لپاره هم دلیل موجود دی، چی هغه هم زموږ د نا اهله خلکو دود او دستور دی، وایی د کندهار یو احمق زور واکی غوښتل د نغمی سره په زور واده وکړی، نو دی چی نه غوښتل د هغه سره واده وکړی کابل ته یی تیښته را وکړه، او دلته د خپل معیشت او ژوند په خاطر یی سندری ویلو ته مخه کړیده، د مجبوریت له مخی، نه د هوس - لکه چی یو ځای وایی: ماته می خپله ځوانی اور شوه.

نو، امرو وروره په واقعیتونو ځان پوهوه بیا خبری کوه ----مننه

دا ټولی ټوکی دی چی ته پری خفه نشی


عادل عادل
12.07.2011

السلام علیکم

[quote:85a4cfaa47] او دلته د خپل معیشت او ژوند په خاطر یی سندری ویلو ته مخه کړیده، د مجبوریت له مخی، نه د هوس - لکه چی یو ځای وایی: ماته می خپله ځوانی اور شوه[/quote:85a4cfaa47]

ماته خو داسې اشنا اشنا وبرېښېدې :)

زمونږ په ټولنه کې د کسبي ډمانو احترام موجود دی، زه یې هم احترام لرم ....... زمونږ د کلي ډمان د خلکو په ښادی او غم کې خورا ډېر خدمت کوي ........ زمونږ په ټولنه کې یوازې حرفه یي ډمان ځای نلري چې خبره یې د ډمتوب نه کرسی ته وایسته ..... یانې ډم-او-کرسي یا په مترقي اصطلاح دیموکراسي :) ......... یانې د ډمتوب تر څنګ کونيتوب، خورغودی او مورغودی ته رونق ورکول........

مثالونه یې د کرزي په فاسده اداره کې په خروار دي :)


عابد
27.07.2011

پته نۀ لګی یارو نو


-
27.07.2011

خدای دی راوله عابد صاحب هرکله راسی پخیر راغلې.
زمونږ خو یار یې که ته هرڅومره ځان په څنګ تیروې. :)


هوتک
27.07.2011

[quote:ec7ae2670b="عابد"]پته نۀ لګی یارو نو[/quote:ec7ae2670b]‎دهمدې لپاره دې راخوار کړو،
یاره ستا خوښه ده نو..... هههههه
خیر چه دکلیوال یار یې زموږ هم یار یې،
پخیر راغلې فورم ته


-
27.07.2011

هو که شجره ورسره راوباسو کیدی شي خپل وخیژي. :)
او رښتیا هوتکه دا دریم زوی (ستوری) دې هم مبارک شه!
خدای دې درته نیک صالح لوی کړي.
زه هم لږ پاتې یم در رسیدونکی یم.


هوتک
28.07.2011

[quote:63c90c240b="كليوال"]او رښتیا هوتکه دا دریم زوی (ستوری) دې هم مبارک شه!
[/quote:63c90c240b]‎الله تعالی دې جنتې که،
دوسته ته مې هم ایډوانس کې مبارکې درواخله، خدای تعالی دې ستا درې ۳ سره زامن نیکان اوصالحان کړې،
امین؟‎ ‎


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more