ادبي ټوکې ټکالې
ډیربه نه خاندئ !!
bette
02.07.2011
يوه خان خپل نوکر ته وويل چې د باندی ولاړ سه او يو د اتلسو کالو زلمی راوله چې خپله لور ورکړم٠نوکر تر نيمی لارې ولاړ او بيرته راوګرځېد او خان ته يې وويل چې که د اتلسو نه و نو د نهو نهو دوه راولم؟ :D :D
bette
02.07.2011
په یوه کور کې یوه ورځ د کور مشرانو د قیامت د ورځې په اړه خبرې کولې او ویل یې چې د قیامت یوه ورځ به لکه پنځوس زره کاله دومره اوږده وی ، یو ماشوم چې نور له ښونځي نه پوزې ته راغلی وه ، نو خپل پلار ته یې وویل :
پلاره که په دغه ورځ زموږ ښونځی رخصت وي نو سخت خوند به وکړي
bette
02.07.2011
یوه بندي درې کاله په ګوانتانامو کې تیر کړل، دوسیه یې د څیړلو لپاره یوړل شوه، د څيړنې ډله یې بیا د معلوماتو لپاره راغله ترې ویې پوښتل چې ستاسې جرم څه وو؟؟؟
بندي: وروره هیڅ نه پوهیږم په جومات کې مې لمونځ کاوه دوه رکعته مې وکړه دوه پاتې وو چې دلته راورسیدم
د بندیکیدو علت یې دا وو چې ژباړن په ژباړه کې تیروتی واو ویلې یې وو چې دې دوه راکیټه فیر کړي او دوه پاتې وو
عادل عادل
03.07.2011
السلام علیکم
له یوه مجاهد اسیر څخه وحشي یرغلګرو د ژباړن په توسط پوښتېدلي وو چې:-
امریکایی: ورته ووایه چې واده لرې؟
ژباړن: واده لرې ؟
مجاهد: نه
امریکایی: ورته ووایه چې ماشومان لرې؟
ژباړن: ماشومان لرې
مجاهد: په تا مې راوړي وای؟