ادبي ټوکې ټکالې
دپښتنو دديرې څانګه
spinkar
02.07.2011
دپښتنو دديرې څانګه
هر څوک چه په خپله مورنې او ملې ژبه پښتو باندې فخر کوې بدون له ټوکې کولاې شې چه دلته دپښتنو په ديره کې دنر غوندې بنډار جوړ کړې او له ټولو يارانو سره خپله ديره ګرمه وساتې
او که دلته هم چا ددې ديرې پوزې ،ليمڅې او خړو کټونو ته په سپک نظر وکتل بيا به هغه له سره افغان نه وې
دشهيد ملنګ ملنګ جان غږ داسې و
زما ځوانې ډول کوې له پښتونوالې سره
زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم
پښتانه او پښتو ژبه او کلتور څوک نه شې ورکولاې په دې لاره کې ډيرې قربانې ورکول شوې دې تاريخ شاهد دې
دټولو دعذت او خوښې او يو ازاد هيواد په هيله
-
02.07.2011
په مینه او درناوي ښاغلی سپین غر صاحب!
دا دی زه اولنی کس یم چې د پښتو او پښتونولۍ ددې څانګې تایید او ملاتړ کوم. که خدای کول داسې به یې پر مخ وړو لکه د وطنمل صیب په لاس ګډه شوی د پښتونولۍ خونه چې مو پر مخ بیوله.
اوس چې د پښتونولۍ څانګه بیرته فعاله شوه خدای دې وکړي چې پښتون او تندر صیب هم فورم ته راوګرځي او په خپلو لیکنو مو ونازوي.