د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ستړی مشی:

بابا
24.06.2011

اسلام علیکم!
ټوله ستړی مشی زه داڅو ورځی کیږی چی دلته راغلی یم.... دفورم په لارو ګودرو کی ډیر سخت نابلده وم....... له ډاره می څه نه لیکل ویریدم چی داکوټګۍ می ولیدل ملګرو ښه بانډارونه کړی وه خوښ می شول ماوی
ته راځه اوله شروع له دی ځایه وکړه................اوس
که اجازه وی ستاسو مبارکو لخوا نو راغلم اوکه اجازه نه وی نو لاړم ....
اوکه یو داسی ځوان پیداشی چی ما دلته بلد کړی ورنه خوشحال به شم...


-
24.06.2011

بابا خدای دې راوله شه راغلاست.
زه هم چې اول وفورم ته راغلی وم ګردسره نابلده وم خو کرار کرار بلد سوم. چورت مه خرابوه پخپله به ورسره اشنا سې.
نور نو په دې هیله چې په راتګ سره مو د ټوکفورم په رګو یو ځل بیا وینه وچلیژي.

نوټ:
هوتکه ستا بې اجازې مې ستاسې لهجه وکاروله چې تر نیوکې لاندې دې رانه شم؟ :)


بابا
25.06.2011

بیاهم ستړی مشی
الا کلیوال جانه ستاقربان شم تادومره په مینه هرکلی راته کړی ده او زه نه یم
دادی اوس راغلم
چل داسی وو لیکنه می چی وکړه وروسته برق لاړ څه وخت ورته انتیظار شوم خو په انتیظار انتیظار کی خوب راباندی چاپه ووهل سهار چی راپاڅیدم دتره زوی می سرته ناست وه ویل ځه بابا چی ځو ځمکی ته به اوبه ورکړو لاړم له هغه سره دادی اوس راغلم اوس هم چیری روان یم همدومره بس ده بیابه بیګاته ګورو..............


بابا
25.06.2011

[quote:44a5b53bbd="كليوال"]
نور نو په دې هیله چې په راتګ سره مو د ټوکفورم په رګو یو ځل بیا وینه وچلیژي.
[/quote:44a5b53bbd]‎وچلیده مومند اړم او ډبل عادل می درته راوستل نور څه کوی....
‏[quote:44a5b53bbd][/quote:44a5b53bbd]


SADEQ MUSALMAN
25.06.2011

باباته السلام عليکم
ښه راغلاس اوالله موراوله
باباډېرمبارک سړی ښکارې دادی دوه سوه لکني مي ستاپه ښه راغلاست پوره شوې.
په دې سپينه ږيره اوږدژوندولرې.


h.karezwal
25.06.2011

بابا ماته ډیر کمزوری سړی ښکاریږی
په دې څلویښت کلن انقلاب کې چی څوک ترسپینې ږیرې رسیږي ، او یوه بلا یې نه وهي نو توخدای داکمزوری نه ده ؟؟؟؟؟


spinkar
25.06.2011

کاريزوال صيب که له ناروې نه خبرې کوې؟
زه درته ډير احترام لرم مګر دا د ټوکو مخ دې
تاسو خو داسې شيانو ته دومره وخت نه لرلو که څنګه؟
او که بل کاريزوال ې نو ښه به وې چه يوه سمه ټوکه وروتوغوې هههههها
دا دنورو خبرو تکرار لکه سړې چه ژاولې ژوې دومره خوند نه لرې :roll:
ستا دښه نظر ه هيله


بابا
25.06.2011

[quote:49afa2f083="sadeq"]باباته السلام عليکم
ښه راغلاس اوالله موراوله
باباډېرمبارک سړی ښکارې دادی دوه سوه لکني مي ستاپه ښه راغلاست پوره شوې.
په دې سپينه ږيره اوږدژوندولرې.[/quote:49afa2f083]‎صادق جانه ستاقربان شم چه دومره په اخلاص دی راتا
هرکلی وکړو
چی دوا دی راته وکړو آباد اوسی.
کاریزوال صاحب نور چی هرڅه کوی درته اجازه ده مګر دبابا سره به لږ احتیاط کوی......
دبابا زړه ډیر وړوکی دی او ډیر ژر ورته زړه لږیږی....
‏.


عادل عادل
25.06.2011

السلام علیکم

بابا ستاسو راتلو ته هرکلی وایم، داسې ښکاري چې د ګاونډ ځوانان مو ټول په تول پوره سړي کړل ، اوس نو وار زمونږ دی، ستا وېل زمونږ منل،....

ستا پندونو او اندرزونو ته سترګې په لار

په ډېر احترام بابا


عنوان

spinkar
25.06.2011

عذتمنده عادل صيب يو هههههها به ستا دليکنې سره که اجازه وې ور زيات کړم
ستاسو خوښې زما له يوارمانو پوره کيدل دې
مرګ په asi ,cai او ايرانې
ديو خپلواک افغانستان په هيله
مننه


بابا
26.06.2011

[quote:bd24360ad7="عادل عادل"]السلام علیکم

بابا ستاسو راتلو ته هرکلی وایم، داسې ښکاري چې د ګاونډ ځوانان مو ټول په تول پوره سړي کړل ، اوس نو وار زمونږ دی، ستا وېل زمونږ منل،....

ستا پندونو او اندرزونو ته سترګې په لار

په ډېر احترام بابا[/quote:bd24360ad7]‎له هرکلی دی مننه عادل عادل صاحب زما دځوانانو ګپی دیری خوښیږی او خپل می هم وغوښتل چی په دی باندارو کی ورسره ګډون وکړم ،
مګر عادل عادل جانه قربان دی شم داکشران به پوی کړی چی له بابا سره احتیاط کوی.....
خدای مکړه چی یوه ورځ بابا دکډی بارته مجبور نکړی ....‏


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more