ادبي ټوکې ټکالې
دادی زه بیاراغلم؟؟
خان آغا
21.06.2011
اسلام علیکم
زه بیا راغلم
تاسی ټول ډیر ناځوانان یاست دادومره موده نه وم چا ونه ویل چه داخان آغا اوس څه شو اخیر دا څلویښت خوا اوشا منډی چه درسره ومی وهلی داخو دریادی کړی ..
تراب
21.06.2011
خان آغا ځوانه ستا په راتلو به یو ټوکه خیرات کړم ؟
ټوکه:
دوه درې کسان چې دخپلو خځو نه ډیر په عذاب وه تصمیم یی ونیوه،
چې خپلې خځې یو ځان په یو بې بریکه،
موټر کې کیناوې او دسیند په طرف به موټر ورخوشی کړو،
چې دوی په سیند کې ډوبې شې؟
ددوی دغه کسه یو بل کس واوریده اودوې یې ټینګ که؟
چې داخو جرم دی چې تاسی یې کوې :
زه به تاسو پولیس ته حوال کوم ،
دوی چې هرعذر ورته وکړ هغه نه مانه ،
په اخیرکې سړی ورته وویل چه په یوشرط مو پریدم ،
شرط دادی چی زما دښځی دپاره به یو خال سیټ پریږدۍ:
ماته خو خندا نده راغلی څه تاسی به ورته وخاندۍ اوکنه!
pupal
21.06.2011
خان آغا ستړی مشې!
دادې ډیره صحیح خبره کړې اګر که زه نوی لیکونکی یم خو زوړ لوستوال یم، نو دا راته معلومه شوې ده چې دلته په فورم کې یوازیني کس چې د ملګري د غیاب احساس کوي هغه (هوتک) دی .دانور چې کوم دي لکه زه، پښتون، کلیوال، تندر، قریش، ملابختور او نور... یو هم دچا پوښتنه نکوي چې ته ودرې دافلانی اوس څه شو؟ اوس که تندر صیب دچا پوښتنه کولای نو اوس به یې هرچا پوښتنه کوله خو نن ګوره چې یوازې بیوطن او سپینکار صیب یې پوښتنه کوي نور یې هیڅوک په غم کې نه دي.
هوتک
21.06.2011
پوپل صیب زه به هم اوس خان آغا ته هرکلی ووایم،
خان آغا ستړی مشې پخیر راغلې فورم ته حالانکه پوپل صیب زما ډیر تعرف کړی چه ملګرې یادوې خو ستایې ګیله نه ماهم نه یې یادکړی، تاته هم پته ده چه ولې مې نه یې یادکړی اوپوپل صیب ته هم هاهاهاهاهاهااوس که کلیوال یاقریش ګیله وکړې ورته ملامت یم او یابختور :
پوپل صیب
بختورملا خو هغه ورځ راغلی وو منې که یې تش سلام ویلی وې داسې غلی بیرته لاړ؟
[quote:edefc66fe6]یوازې بیوطن اوسپینکارصیب یې پوښتنه کوې[/quote:edefc66fe6]هاهاهاهاهاهاهاها یره پوپل صیب نو.........
خان آغا
21.06.2011
له پوپل صیب او هوتک نه مننه!
پوپل صیب دفورم لیکوالان هم دا متل په ځان عملی کړی چه(یار له کوڅی تیرکړه رنګ یی هیرکه)
مننه۰
اسد مومند
23.06.2011
خان آغا خدای مو راوله هرکله راشې . زه هم ډیره موده نه وم خوهیچا مي پوښتنه نده کړي دا ګیله دي پرځای ده اوزه یي هم تاییدوم.
ریشتیا دا فورم ډیر لنډی بوچی شوی نه دی؟؟
داسې بل رقم راته ښکاري.
هغه پخواني یاران خو یو هم نه معلومیږي لکه تندر ،پښتون، هوتک، قریش، سادات،نادر ،هلال، توراب، ډګروال بشری، ملابختور، زدکړیال اونور.....
هیله ده زما غږ واروي او اوري به یې خامخا.. او فورم ته بیرته راوګرځي.
هوتک
23.06.2011
اسدمومنده ښه راغلې:
دچاهیر یې دالله ج ولې داسې خو مکوه،
ځه که دهرچاهیر یې یې به زمانه خو نه یې هیر ته به منې یانه،
همدانن ورځ مې افغان ادبې بهیر ویب پاڼه کتل چه ستالاسلیک په مخه راغل ومنه چه رایادشوې،
تادجانان بشرې پوښتنه کړې وه هغه په مسکو کې دنړیوال سوداګریز مرکز وو که څه شی وو هلته یې کارونه ډیر شول لاړ هههههه
که دې حذیفه صیب هم پکې یاد کړی وای ښه به وو هغه هم اوس راغلی دی؟
مننه
عابد
06.08.2011
زما هم یو ورځ چهټی وه خان اغا صیب