د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

عبدالفتاح لاړ

۰
18.06.2011

یو سړی وو چي عبدالفتاح نومیده نو خلکو به ورته پتا ویلي د خوګیانو وو او دکوهاټ په کیمپ کي چي په پښتونخوا کي واقع دی اوسیده.
یو ورځ یو مخور سپین ږیر چي اوس وفات شویدی کورته ورغی او څه کار پسي يي لیږه نو د کور دروازه يي وټکوله د عبدالفتاح میرمن راووته ویلي څوک؟؟!
ملک صیب وویل پتا شته ؟!
نه ملک صیب پتا لاړ دی
ملک همدلته ښکنځلي ورپیل کړي چي ددی څه وڅه کړي چي نوم يي هم کنځل دي.هاهاهاهاها

مومندافغان


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

یره مومند صایب بېشکه ،،،،،، نره ټوکه او نره پالیسي مو ده، :) :) :)

په هغو ټولو دې بوته چې ستاسو د تګ اوازې یې اچولې وې، او زګېروي یې درپسې کول :) :) :)

ما چې ستاسو د تګ په اړه د وروڼو لیکنې ولوستې نو د بحثونو خونې مې لټ په لټ کړې، ما وېل خدایه چې مومند صیب چېرته د تګ ویلي چې دا خلک پسې وایي؟


هوتک
18.06.2011

مومندصیب ته هم پخیر راغلې یو لنډه خندابه دې ټوکې ته وکړم هاهاهاهاهاهاها
عادل صیب خدای وو راستې که دې په مطلب پوه سوی یم؟
زه اوکلیوال بیخې په کینایانو نه پوهیږو


۰
19.06.2011

السلام علیکم
نه عادل صیب اوس خو زما دټوکي نه د عبدالفتاح نوم مه جوړوی هاهاهاها
ما خو بس هسي ټوکه کړي وه او ټوکه خو عامه وي.
او دي ملګرو چي اندیښني کړي وي نو دوی سره زه په شخصي پیغامونو کي مخاطب وم نو یو څه خبره شوي وه خوبیا دي ورونو دي کورودان وي سره ستاسو نو دوي بیا نیکي توصیي وي چي په کړي هوډ پښیمان شوم، دتلو مي نه وو ویلي خو دامي ویلي وو چي په میاشت کي به یو ځل راځم او بس خو اوس به ان شاءالله ډیر ډیر راځم او بنډار به کوو.
بیا هم دښاغلي هوتک صیب او ښاغلي ګران ورور صادق صیب نه ډیره مننه چي نیکي توصي يي له ما ونه سپمولي او خپل ملګرتیا يي ثابته کړه.

مومندافغان


اړم
25.06.2011

سلامونه
لږ مصروف يم يو څو ورځې ورسته راځم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more