ادبي ټوکې ټکالې
دټول افغان نه دخداې په امان
tandar
15.06.2011
دټول افغان نه دخداې په امان
په پښتو او پښتونولې او دپښتنو دکلتور په څانګه لکه چه کودتا وشوه؟ :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
چه دا ديره مو را ورانه کړه، چه دا ټول افغان نعضوبالله چه قبله هم وګرځې سجده به ورته کښينږدم ،دا زما نظر دې
ماته خپله ژبه او دپښتنو ديره ،خپل کلتور له هر څه نه حتې له خپله ځانه هم زيات او مقدس وه ،دې او وې به ٠
مننه
پښتون.
15.06.2011
په څه لیکلو نه ارزئ.
رښتینی
15.06.2011
دپښتو دخونې ورکه اسانه وه بېرته به پیداشی خو دهغې خونی
هغه دووه چلوونکې چې ټول افغان یې په پښو درولی وو هم خپه شول
ښاغلی وطنمل صاحب اوس ورته ټېنګ شه !
ګورئ محترم تندر اوپښتون صاحبانوباید موضوع را مخته کړو دومره سمدستې
خپګان موضوع نه حل کوې را ځئ له وطنمل سره خبرې وکړو چې ولې یې
دا کار کړی دی ما هغه زړه موضوع نوې کړې ده هغې ته راځئ
tandar
16.06.2011
زور مې په تا نه رسيږې مړ به دې پلار کړم
ددې څانګې پر ځاې به وطن ته تللې وې ،اشغالګر به ې له خاورې ايستلې وې چه ټولو ته په اينده کې افتخار وې
pupal
16.06.2011
تندر ته به ووايم:
چي پردي كټ تر نيمي شپي وي.
هوتک
16.06.2011
تندرصیب اوپښتونه
خفه کیږۍ مه.
دنوی ورور پوپل خبره پردی كټ ترنیمې شپې وې؟
Kamil
01.07.2011
تندر كاكا او د پښتون ورور تګ خو مې په زړه درد کړو دا وطنمل صيب ولې داسې کوي؟
ولې دومره زر دومره غټې څټې خفه کوي؟
ولى د پښتو او پښتونولې او دپښتنو دکلتور كوټنۍ په وطنمل صيب بوج وه؟
عذر او زارۍ درته كوم چې دومره غټې څټې په دومره وړکي څيز مه خفه کوه.
-
02.07.2011
یره کامل صیب په دې یوه نیمه خبره کې درسره زه او هوتک هم موافق یو.
دا ځینې خونې باید وطنمل صیب نه وی ړنګې کړې لکه مثلا دا د پښتونولۍ فورم شو یا نور فورمونه.. خو زه پخپله شخصا د هغه تنکیو ځوانانو خونې پسې، چې ریښتیا خبره وي، لږ خفه یم.
او تانه خبر نه یم چې ته به پرې خفه یې او که نه، خو زه خپل ځان یادوم چې هغه فورم مې ډیر یادیږي او باید وطنمل صیب نه وی له منځه وړی. :roll: :roll: :roll:
عنوان
spinkar
02.07.2011
کليواله خپل مرض دی په خپله مونږ ته ښکاره کړو لتانه نور ډار په کار دې لکه چه دقندهار دکاکوګانو په کاسه کې دې وړه کړيده هههههههها
[quote:25b197a5fb="كليوال"]یره کامل صیب په دې یوه نیمه خبره کې درسره زه او هوتک هم موافق یو.
دا ځینې خونې باید وطنمل صیب نه وی ړنګې کړې لکه مثلا دا د پښتونولۍ فورم شو یا نور فورمونه.. خو زه پخپله شخصا د هغه[color=red:25b197a5fb] تنکیو ځوانانو خونې پسې، [/color:25b197a5fb]چې ریښتیا خبره وي، لږ خفه یم.
او تانه خبر نه یم چې ته به پرې خفه یې او که نه، خو زه خپل ځان یادوم چې هغه فورم مې ډیر یادیږي او باید وطنمل صیب نه وی له منځه وړی. :roll: :roll: :roll:[/quote:25b197a5fb]
هوتک
02.07.2011
[quote:821e3bc3fc="كليوال"]خو زه پخپله شخصا د هغه تنکیو ځوانانو خونې پسې، چې ریښتیا خبره وي، لږ خفه یم.
[/quote:821e3bc3fc]هاهاهاهاهاهاهاها یاره کلیواله ګومان نکوم چه ته دې ډیر ورپسې خفه یې؟ خوزما هم معمولې قدر یادیږې هههههه
او روشتیا نن مې تندرصیب هم ولید؟
Kamil
02.07.2011
كه په ريشتيا درته اوايم نو د پښتو او پښتونولې او دپښتنو دکلتور خونى پسى صرف د [color=green:b6538c9235]تندر[/color:b6538c9235] او[color=green:b6538c9235] پښتون[/color:b6538c9235] لپاره خفه يم.
نور زما د پښتو او پښتونولي دا اخواديخوا چى سړى نشنليتوب ته اوباسي نه خوښيږي.
تندر مى نن اوليدو او نوم يى هم په [color=yellow:b6538c9235]زيړ [/color:b6538c9235]رنګ ليكل شوى و په خداي نور هم خفه شوم او دا راته د تندر بى عزتي ښكاره شوه.
او د تنكيو ځوانانو خونى په باره كى دومره بايد اوايم چى تر اوسه پورى مى ورته نه دى پام شوى, اوس چى تاسو ياد كړو نو پوه شوم چى دا خونه خو هم وه نور د[color=red:b6538c9235] اړم [/color:b6538c9235]خبره .........
-
02.07.2011
هوتکه اوچته پوه شوی یې چې زه ورپسې څومره خفه یم. :D :D :D :D
او د ښاغلي ګل عزیز باوري صاحب (تندر) د لیدلو په زیري باندې ډیر خوشاله شوم، خدای چې وکړي چې باوري صاحب نور خپل احتجاج ته د پای ټکی کیږدي، په فورم کې چې باوري صاحب او پښتون صاحب نه وي نو هغه به لا څه فورم وي. په دې خپله خبره باندې یوه ټوکه رایاده شوه. زمونږ په قومیانو کې یوه سپین سرې ښځه (انۍ) وه، د پخواني جهاد په وخت کې چې د شهیدانو قصې ډیرې وې، یوه ورځ چا ورته وویل چې فلانی روسانو شهید کړ. دې وویل: اصلي شهید خو هغه وي چې مجاهدین (مسلمانان) یې ووژني دا به لا څه شهید وي چې روسانو وژلی وي!! :D
خالي یوه خاطره وه، ټوکه نه وه. :wink:
Kamil
02.07.2011
كليواله خواشينې كيږه مه, هغه د تنكيو ځوانانو خونه اوس هم شته خو د ماشومانو په خونه يى ورننويستى ده.
هوتک
02.07.2011
کلیواله اشنا هغه بل کلې ته هم درپسې درغلی یم سختې ګیلې مې هم درنه کړې دې ههههههه؟
دپښتون او تندر سره ډیر زړه مه خوره انشاءالله یوه ورځ به دواړه وګورې چه په مستعار یاغیر مستعار نامه به دواړه دلته درته ناست وې؟
کامل صیب وایې چه هغه دتنکیو ځوانانو خونه یې دماشومانو په خونه ورننویستلې ده؟
کامل صیب که روشتیا درته ووایم هلته میرمنې دې موږ شرمیږوهههههههه
h.karezwal
02.07.2011
[quote:91928cfa53]تندر مى نن اوليدو او نوم يى هم په زيړ رنګ ليكل شوى و[/quote:91928cfa53]
اخ اخ
تردې نو لوی ظلم به چیري وي چې لکه دترافیک ډانګه کله دې شین کړي او کله زیړ :?
په دې باره که بایدله ډاکټر سره خاصه خبره وشي هسې نه نور شنه زېړ کړي :( او رشتیا کامل صیب په دې باره کې باید نوره پلټنه هم وسی ترڅو معلومه شي تراوسه څو مره شنه بیرته زېړ شوي دي
-
02.07.2011
هوتکه رښتیا هم ته خو ډیر ګیله من یې، خو ځه جواب به یې هملته درکړم چې ولې داسې وشو.
یره ما ته خو داسې ښکاري چې پښتون او چپرهاری هم هغه بل کلي ته تللي او هلته یې پاخه اړولي دي.
رښتیا د تندرصیب ویب سایټ مو ولید او که نه؟ زه خو وایم که تندر صیب په خپل دا ویب سایټ کې یوه څانګه دبحث فورم ته ورکړي نو ډیر خوند به وکړي، د تندر صیب څخه نیولې تر ما پورې به د ټول افغان لیکوالان ټول پکې ۲۴ ساعته ناست وي. بیا به وګورې چې وطنمل هم بستره په شا کړې وي او غلی غلی د تندر صیب حجرې راروان وي.
که څنګه تندرصیب ؟!
اړم
06.07.2011
سلامونه او نيكې چارې
نيټ ته د شپى ناوخته كيناستم او نېغ مى ټول افغان خلاص كړو، چى مى خلاص كړو نو داسى رامعلومه شوه لكه ځاي مى چى غلط كړې وي له غټ پټ ټول افغان نه پچونكې شى جوړ شو ى، سمدلاسه مى زړه دربا شروع كړه ما ويل وطنمل صيب لكه چى بيا..... نور مى څه ته دومره توجه ورنكړه خو اول خپلى حجرى ته "ټوكو ټكالو" خونې ته راننوتم نوچى د صفحى اخر ته راكوزيدم چى په دى عنوان مى سترګى ولګېدې تاسو په خداي اعتبار وكړۍ چى په سترګو مى تياره راغله خو خونه مى خلاصه كړه او د ښاغلي تندر او پښتون د خداي بامانۍ ليكنه مى ولوستله خفګان مى نور هم زيات شو ما ويل چى د تندراوپښتون غوندى ليكوالان وطنمل صيب خفه كړيدي .
د ټول افغان ښاغليو ليكوالانو نه هيله كوم چى كم ازكم يو هړتال خو دې په دى باره كى وكړي تر څو وطنمل مجبور شي چى دا دواړه ليكوالان بېرته راستانه او د پښتواو پښتونولۍ خونه بېرته پرانيزي.
له ښاغلي تندر او پښتون نه هيله كوم چى بېرته ټول افغان ته راشي او په مذاكراتو دى دا مسئله حل كري.
___________
نوټ: ما له ځانه سره ډېرې ښى ټوكې راوړې وې خو تر څو چى تندر او پښتون ټول افغان ته نه وي راغلي نو زما يى هم د ټوكونه استعفاء.
پښتون.
29.07.2011
سلامونه! ایله نن راستون شوم خو لا د لیکلو هوډ نلرم.
د ټولو ګرانو ملګرو نه مننه چې ډیر ځلې مو زه یاد کړی یم .
نور مو په الله (ج) سپارم.
د الله په امان.
-
29.07.2011
وعلیکم السلام پښتونه پخیر راغلې. خدای دې وکړي چې د سفر ستوماني دې ووځي او د لیکلو هوډ درکې پیدا شي.
خو دا لاسلیک مو هم لازم تعدیلات غواړې. :)
ته خو پرې یو ځل کلیک کړه!
هوتک
30.07.2011
وعلیکم اسلام،
پښتونه پخیر راغلې یقین چه په لیدو دې خوشحاله سولم، داسې به نکوې چه فورم کې به یواځې ما اوکلیوال پریږدې، کله ناکله به ضرور سر راښکاره کوې؟
همداسې به نوروزخان،تندر،قریش ګران، بزرګ صادق جان،ټول به موږ یواځې نه پریږدۍ،
وخت ناوخته به راځۍ راته ګپ به سره لګوو،
که څنګه کلیواله،
۰
30.07.2011
السلام علیکم
پښتونه ورورکه په خیر راغلي ستړی مشي
یره تاسو خو له یوه سره ټول په کارونو پسي لاړۍ پښتوت،اړم،صادق،تندر، صیبان ټول له یوه مخي په کارونو پسي ورک شوی ولي دا اوزګار درته همدا کلیوال،هوتک او مومندافغان ښکاري.
دالله نیک بندګانو لږ په نوبت سره ځي کنه له یوي مخي ټول په یو وار مه ځي خونه تششششششه پشه ده، داسي مه کوۍ ښه!
ستاسو مومندافغان
حذيفه
30.07.2011
سلام ..... يارانو !
څه حال مو دی ؟ الله دي وکړي چي جوړ به ياست .
مومند ا فغان صاحب په ځانګړي ډول ستړې مه شې درته وايم ، يارانو ! ټول يادوئ مګر زه مو هېر کړی وم . :lol: :lol: :lol:
پښتون صاحب زه درنه هيله لرم چي له خپله هوډه واوړی او يو ځل بيا د ټوکو ټکالو خونه توده وساتی !
زه به مو هم په څنګ کي يم :) :) :)
هوتک
30.07.2011
[quote:055f9aa31a="حذيفه"].
مومند ا فغان صاحب په ځانګړي ډول ستړې مه شې درته وايم ،[/quote:055f9aa31a]ولې په ما اوکلیوال دې بیا په ځانګړی ډول ستړې مه شې پیرزو نشې هههههههه
-
30.07.2011
[quote:b994e2e79f]همداسې به نوروزخان،تندر،قریش ګران، بزرګ صادق جان،ټول به موږ یواځې نه پریږدۍ،
وخت ناوخته به راځۍ راته ګپ به سره لګوو،
که څنګه کلیواله، [/quote:b994e2e79f]
یاره خو کاشکې داسې وشي! که نوروزخان، تندر، قریش، صادق، پښتون، شبیراحمد، ملابختور، اړم، وزیري، او خان آغا راشي نو ډیر خوند به وکړي.
ډاکتر څپاند
31.07.2011
ياره کليواله رښتياهم چې ډير ټوکي سړی ئي 8)
[quote:dd0e8ca1a5]یاره خو کاشکې داسې وشي! که نوروزخان، تندر، قریش، صادق، پښتون، شبیراحمد، ملابختور، اړم، وزیري، او خان آغا راشي نو ډیر خوند به وکړي.
_________________[/quote:dd0e8ca1a5]
ګوره چې ملا وهاج در نه هېر شوی :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: