د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د لغمانی معما کندهاري ته

۰
14.06.2011

د هوتک له سترګو مي دي حیا وي اوس ټوکه ده نو!

واي یو لغماني او یوکندهاري سره معما[چیستان] کاوه نو لغماني ورته په لغمانۍ لهجه وویل:
ما سره یو شاي ده ګرد ده او تک سپین ده او پوست ده اوډیر مزیدار ده که دي وښوده نو په اخلاص يي درکوم!
کندهاری: نو را دوري سه د زړګی سره بلا دي واخم نور مي ولي ځوروي خو راواړوه نو او دي سره يي شاته لاس هم وروړ.
لغمانی: لري سه ورک سه څه کوني درته ښکاره سوم ؟ زه درته پنیر ښایم هاهاهاها

ګرد ده سپین ده او پوست ده او ښه مزیدرار ده که دی وښوده نو درکوم يي!!!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

مومندافغان


هوتک
14.06.2011

مومند صیب ګذار دې وکړ
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها


h.karezwal
14.06.2011

داټوکه اوس په کندهاریانو پورې ویل شوې که په لغمانیانو پورې ؟؟


۰
14.06.2011

کاریزوال صیب ټوکه دچا پوري نه وي ټوکه بس ټوکه وي
او ما چي لیکلي دهوتک صیب نه دي حیا وي نو دا مي هم هوتک صیب سره ټوکه کړي او هغه پري پوهیږي
د کاریز کبیر ټوکه رایاده شوه خو درسره بلد نه یم او که ويي کړم بیا به خفه خفه کیږي اوټوکي مونږ دخوشحالۍ لپاره کوو .

مومندافغان


وزیري
14.06.2011

السلام علیکم

د مومند افغان ورور تخنیک می ډیر خوش شه. هغه داسی چی کله ټوکه وکړی نو خلک یی ولولی او ورته وخاندی او په دی خندا سره خلک ګنهګار شی، نو سمدستی ورسته له ټوکی نه یی (په سیګنیچر کی) استغفار هم ورته لیکلی چی دا ووایی نو خدای به مو دا ګناه در معاف کړی. آفرین، ښه ابتکار دی کړیدی. خو ته یی خپله هم وایه.

والسلام


SADEQ MUSALMAN
14.06.2011

وزيري وروره ټوکخوني ته ښه راغلې.
دوه منډي نوري هم وکړه چې يوه ميلمستاوخورواوګپه شپه سره ولګوو.
اوپه تابه ځکه لويه ميلمستاکووچې ټوکخوني ته نوی راغلی يې اوبيادي زمونوږديوټوکي
مومندابتکارهم خوښ شوی دی.
هيله ده ټوکي دي هم خوښي شي.
بس څوورځي تېري کړه که خدای کول ته به تردې ښې ټوکي ليکې :wink: اواستغفاربه
دمومندپه لاسليک کي وايې :lol:


وزیري
15.06.2011

خیریوسی صادق جانه وروره، زه خو په ټولو خونو باندی چکر وهمه خو دخالت ډیر کم کوم. ټوکی می هم زده دی خو لګ بی ادبه دی نو ځکه زړه نه شمه پری کولای، کنه په یوه ساه به می یو درجن درته لیکلی وی.

والسلام


۰
15.06.2011

وزیري صیب !
دټوکو خوني ته تل راشي او هرکله راشي بس همدا یوه خونه ده چي غیرمتنازعه پاتي ده .
اوبل داچي وروره داسي خو مه وایه چي ټوکي بي ادبه دی ځکه بي ادبه صفت د متکلم راځي د کلام نه نو فلهذا که وواي چي ټوکي لږي نمکیني دي نو ښه به راشي که څنګه صادق صیب؟
او ټوکو باندي پیل وکړه هسي نه هم دلته ټول ملایان دي فکر مه کوه وردانګه پري!
وايی:
یوځدران ورور ته چا ویلي وو چي نن سبا څه کار کوی؟
ځدران : وریراااا کور خو مي نسته په کیر نوست یم [کار مي نشته په کورناست یم]

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
نو زمونږ هم نن سبا کارنشته بس ټوکو ته اوزګاریو نو څه وکړو پدي پام غلطوو.

مومندافغان


SADEQ MUSALMAN
15.06.2011

[quote:f0b3cab4c6="مومندافغان"]وریراااا کور خو مي نسته په کیر نوست یم[/quote:f0b3cab4c6]
هاهاهاهاهاهاهاها
همداسي ده.
وايي يوبل وهغه نه هم چاورته پوښتنه کړي وه.
ده په ځواب کي ورته ويلي وچې یاراااا کیرپه کيرکرځم زمکه ځوی نه روکاوي(کورپه کورګرځم زمکه ځای نه راکوي)
ليکن فکرته دي چې پام وي مومنده ! ترحدودوراتېرنشې پوهېږې کنه :lol: :lol: :lol:

اووزيرصيب هرکله راشې بې ادبه نه مالګيني ټوکي درسره راوړه.
وچ راځې او وچ ځې په خدای که ټکی خوندکوي.نورنوداړم خبره................


وزیري
15.06.2011

ښه ده نو یوه بی نمکه به در وتوغوم.

یو چا کره وای میلمه راغلی وه او دی سړی دوه ښځی هم لرلی، کوټه یی هم یوه وه. بله چاره نه وه نو میلمه یی پخپله کوټه کی له ځان سره بره غاړه د یخچال مخی ته څملولای وه. شپه چی ښه پخه شوه نو یوی ښځی یی میړه ته ویلی چی راځه سړیه خوشطبیعتی وکړو. نو میړه یی ورته ویلی چی جیګه شه او دا د یخچال دروازه راخلاصه کړه چی د بلپ (ګروپ) رڼا ته یی میلمه معلوم شی چی ویده ده او که یښ. ښځه هم لاړه او یخچال یی راخلاص کړو، د یخچال د ګروپ رڼا د میلمه پرمخ ولویده او میلمه یی ویده ولید. بیرته راغله او خوشطبیعتی یی وکړه. دی بلی ښځی یی هم سړی ته وویلی چی ماسره هم خوشطبیعتی وکړه، سړی ډیر کوز او بر شو خو ښځه د بنتوب ضد نیولی وه او سړی یی را وهڅاوه چی کار تری واخلی. د تیر په شان سړی ورته وویلی چی لاړه شه او یخچال را خلاص کړه او میلمه ووینه چی یښ خو به نه وی. ښځه لاړه او یخچال یی راخلاص کړو او میلمه یی ویده پیداکه. دی نه یی هم خرپ جیګ که.
سهر د چایو په سر د کور مالک میلمه ته ویل چی څنګه وه شپه دی؟ میلمه ورته کړه چی والله شپه ډیره ګرمه وه او تګی شوی هم ومه. د کور مالک ورته وویلی چی له یخچال سره پروت وی ظالمه خو یخی اوبه به دی چکلی وی کنه.
نو میلمه ورته ویلی چی، څنګه می چکلی وای خو چی چابه د یخچال دروازه راخلاصه کړه نو بیا به دی سومبه کاوه. :) :) :) :) :)


SADEQ MUSALMAN
15.06.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
ډېرښه وزيري صاحب ماليګنه نه بلک ټوله مالګه مالګه وه :lol:
مننه، داسي کله کله يوه نيمه ټوکه شريکوه.
مومندهم ورک شوهلته ورته خلک په ننواتي ناست دي زماپه اندهلته بيزي دی.


عادل عادل
15.06.2011

السلام علیکم

ریښتونې ټوکه:-

د تېر جهاد په مهال د پوهنتون د دورې یو ملګری د بل کره په وزیرو کې مېلمه شوی وو، هلته نو دستور داسې دی چې سطر مطر نشته خو څاري دې، که یې کوږ وموندې نو په ټوپک دې ولي، شپه شوه، کوټه یوه، ملګري ته یې ځای سم او څراغ یې مړ کړ، شپه چې په پخېدو شوه، نو مېړه او ښځې په دې خیال چې ستړی مېلمه نور ویده شو، پښې سره ورته کړې او د مساپری قضای عمري :) یې په ځای کړه، د کار په ترڅ کې مېړه مېرمنې ته وایي چې: .... څرګې یې ...... مزې دېرڅي...... مېرمن یې ځواب ورکوي چې: ...... ډېرې ډېرې که توت چې خورې ......

شپه سبا او میلمه په خپله مخه ځي، میاشتې وروسته دواړه ملګري چېرته د نورو ملګرو سره مېلمانه دي نو په ټوکو ټکالو سره په ډوډی ناست دي، کوربه ورته وایي چې ځنګه وه ډوډی مزه وکړه کنه، نو دې خدای وهلي ورته وویل چې ډېرې ډېرې لکه توت چې خورې، ....... د توتو ګوډي همدلته پرې راټوپ کړل، لاس او ګرېوان او د تل لپاره سره خپه شول. :)


pupal
16.06.2011

تاسي ټولو جالبي ټوكي ليكلي.


هوتک
16.06.2011

[quote:bdbb52432f="pupal"]تاسي ټولو جالبي ټوكي ليكلي.[/quote:bdbb52432f]‎هسې دې ستړی کړم ددې دو ټکو دپاره؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more