ادبي ټوکې ټکالې
دا شادي يا بیزو به دی زه در ته ونیسم
اړم
14.06.2011
یوه زنانه ماشوم په غیږ کیه سرویس ته پورته شوه دسرویس ډریور ورته وویل چه داسی بد صورته بدرنګه ماشوم ما په خپل ژوند کې ندی لیدلی زنانه ډیره په قهر لاړه د بس په آخری چوکی کی د یو سپين ږیری سړی سره کښیناسته او سپين ږیری وویل ولی څه خبره وه؟ ښځی وویل. چه ډریور داسی واېی سړي ورته وویل ورشه جنګ ورسره وکړه [color=green:dcb01d5679].دا شادي يا بیزو به دی زه در ته ونیسم[/color:dcb01d5679]
له فيسبوک نه
عادل عادل
14.06.2011
السلام علیکم
اړم صاحب په کابل ښار کې ډېر پخوا د پوهنتون څو محصلین چې به عین وخت کې مامورین هم وو، په تم ځای کې ولاړ او یو له دوی غوښتل چې تر څنګ ولاړې یوې مېرمنې ته چې مخ یې پټ او یو کوچنی ښایسته ماشوم هم ورسره دی، سپی سپی :) شي او یو څه ازار ورکړي.
لږ ورلنډ شو او ماشوم ته یې په خطاب کې وویل چې قربان یې شم څومره ښایسته هلک دی، خدای خبر چې دا مور به یې څومره ښایسته وي!
د ماشوم مور ورغبرګه کړه چې:-
مور یې څه کوې، وینده یې ښه وینده دی، که ښایسته ماشوم دې پکار وي نو یو څوک دې ورته راوله. :)
M Tahir
14.06.2011
[color=white:a0e8fd3450]عادل[/color:a0e8fd3450] [color=blue:a0e8fd3450]عادل[/color:a0e8fd3450] صاحب (اررررر پۀ عدالت لرنه کې څومره مبالغه کوې !!؟)
ډېره ښه ټوکه ده !
که تاسو د پنجاب پۀ بسونو کې سفر کړی وي، مالومه به وي درته چې ښځې او سړي ګډ پۀ کې درېږي . ان پېغلې، پېغلې نجونې او ناوې هم لا خوا نه بدوي. يو سړی چې هر وخت به پۀ همدې نېت پۀ کې تۀ راتۀ، يو وارې يي له يو ښځې سره څو وارې ديکې و وهلې خو اخېر بېخي پۀ ډېر خوند ورغی، او هغه ښځه مجبوره شوه او ورته وويل : دا څه کوې، لږ شرم وکړه ! سړي ورته وويل چې څه وکړم موټر پۀ رفتار کې بريک ونيسي، ټول خلک پۀ ديکو وهل کېږي . ښځې ورغبرګه کړه وايي : زۀ د څلور ماشومانو مور يم، ديکه هم پېژنم او جټکه هم راته مالومه ده!
يو بل پاکستانی له خپلې ښځې سره ډېر پۀ تنګ وو، څۀ به يي پټه درته کړم هغه د سپين ږيرو خبره نه پرې درېدله . اخېر مجبور سو او عدالت ته ولاړ. عدالت ښځه را وغوښتله چې دا مېړۀ دې درڅخه خپه دی، لږ يې خيال ساته. ښځې ورته و ويل چې خدای خبر چې دی ولې خپه دی، کنه دا د ټولې محلې سړي له ما خوشحاله دي !!!
نورې بيا که خير وو
پۀ مينه
ستاسو طاهر