د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

په اسعارو کې کمښت

-
04.06.2011

یو بخیل ډیر خفه وو ملګري ته یې وویل: ډیر بد قسمته یم.
ـــ ولې؟
ـــ زمونږ په ګاونډ کې چې اوس یوې دواخانې په نرخونو کې کمښت راوستی زمونږ په کور کې مریض نشته.
:roll: :roll: :roll: :roll:


عادل عادل
05.06.2011

السلام علیکم

بخیل ته ښایي چې د ورپېښ خپګان څخه راټوکیدلی ټېنشن د علاج لپاره د درملتون له ارزانه نرخونو څخه په استفادې سره دوا وپیري، خو دا چې په محض پېرودلو سره دده خپګان له منځه ځي، نو بیا به تللو پیسو او په لاس کې دوا ته زړه خوري :)

نتیجه دا چې د بخیل د بخل علاج دده په وجود کې په نورو بڼو سره بخل زیږوي، په بل عبارت بخل د بخیل په وجود کې د انرژی په شان له منځه تلونکی نه بلکه له یوه حالت څخه بل ته اوړي او په مستمر ډول یې کړوي.

دا چې علاج به یې څه وي؟ والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more