ادبي ټوکې ټکالې
د قذافي، شاه فیصل، یاسر عرفات او د جمال عبدالناصر مباحثه!!!
ahmad bilal
04.06.2011
د قذافي، یاسرعرفات، شاه فیصل شهیداو د جمال عبدالناصر مباحثه چې ما تری سخت خوند واخست!!!
---------------------------------------------------
یاسر عرفات کنفرانس ته د عمان څخه د کویتي ښځو برقعه کې راوخوځید، کله چې قاهرې ته ورسید نو هغه د شاه حسین (اردن پادشاه ) خلاف سخت غصه ؤ، او له بلې پلوه شاه حسین هم تیلیفون وکړ چې زه هم دې کنفرانس ته په خپله راځم ترسو د سوډان جمهور رئیس هغه الزام ځواب کړم، چې شاه حسین مسلسل د وینې تویونې ذمه دار ده!.
بعضې عرب مشران کنفرانس کې د شاه حسین د شمولیت خلاف ول، خو د رئیس جمهور جمال عبدالناصر دغه استدلال ؤ .... چې شاه حسین باید کنفرانس کې موجود وي، ځکه زموږ د کنفرانس مقصد مړینه او جنګ ختمول دي، خو په دی باندې د لیبیا رئیس جمهور، قذافې په قهر شو او وئې وئیل : د هغه د شمولیت څه فائیده؟ هغه خو لیونې ده، جنوني ده.
د سعودی شاه فیصل په دې خبره باندی خپل اعتراض او ردعمل ظاهر کړ: چې ته د یو عرب مشر په هکله داسې څرنګه وئیلی شي؟
قذافي ځواب ورکړ: چې د هغه پلار چیرې ده؟ آیا د هغه پلار د استبول په یوه لیونتون کی نده؟ حسین هم لیونې ده، په یقین سره لیونې ده، د هغوي د خاندان هم دغه میراث ده، هغوې ټول لیونیان دي!
شاه فیصل د ناصر څخه هیله وکړه ترسو قذافي چوپ کړي: چې موږ دا څنګه زغملې شو چې زموږ یو ملګرې، کوم چې یو عرب بادشاه ده، او څوک به چې سبا موږ سره دلته خبرو ته راځي ، هغه ته لیونې ووئیلې شي!!!!
(د شاه حسین پلار، شاه طلال د ۱۹۵۲ اګست د خپل تخت څخه ایسته شو، او تر جولائي ۱۹۷۲ خپل مرګ پورې هغه د استبول په یو لیونتون کې ؤ)
جمهور رئیس ناصر مسکې شو خو قذافي ضر ووئیلې :...... قسم په خداې هغه لیونې ده، سبا سحر موږ ته پکار دي ترسو د یو ډاکټر انتظام وکړو ترسو هغه لیونتون ته بوځي او بیا ووائي چی څوک لیونی ده او څوک نه!!!
جمال عبدالناصر په دی وخت کې مداخله وکړه او وئې یې وئیل چې داسې ښکاري چې موږ ټول لیونیان یو، او زما دغه خیال ده چې باید موږ ټول خپل خپل ځانونه ډاکټر ته وښایو ترسو ووائي،څوک صحیح ده او څوک نه!!!
شاه فیصل ووئیل: صحیح ده زما وروره، خو زه غواړم چې ډاکټر تر ټولو لومړې زما معائینه وکړي، ممکنه ده هغه اعلان وکړي چې زه لیونې یم او بیا د دغې رنګ بحث د ازیت څخه خلاص شم!!!
---------------------------------------------------------------------------
Book: The Cairo Document
صفحه ۳۷ او ۳۸
لیکوال: محمد حسنین هیکل
SADEQ MUSALMAN
04.06.2011
داخودومره اوږده ده بل وخت به يې ووايو :wink:
له تاسونه لادمخه مننه کوم