ادبي ټوکې ټکالې
هوتک او کلیوال ته !مبارک ،مبارک،مبارک
پښتون.
24.05.2011
السلام علیکم درنو یارانو!
[color=blue:eacb09da9b]مبارک ،مبارک،مبارک،مبارک،مبارک[/color:eacb09da9b]
د سلیزه په پوره کولو سره ګران هوتک او کلیوال ته د زړه له کومی مبارکیانې وړاندی کوم.الله تعالې مو د فورم ټولو یارانو ،محترمو مشرانو،
کشران خو مې هسی هم یاران دي،عالمانو او درنو ملا صاحبانو سره روغ اوخوشحاله لره او بیا هم هیله لرم چې لکه اوس چې ټول سره داسی
خواږه دي تل تر تله همداسی خواږه او د یو بل ماتړ اوسئ. او زمونږه نه خفه شوي وروڼه او یا له یو بل څخه په نه څه خبره مرور وروڼه چې د
ټول افغان د بحث فورم یي په خپلو لیکنو ښایسته کړی وه او بی شماره کسانو یې له لیکنو څخه ګټه اخیستې او اخلي او په هغوي باندې دا
فورم ښایسته ښکاره کیده، بیرته راستانه شي او خپله پوهه او علم له مونږه ونسپموي او لا مو په خپلو ارزښتناکه لیکنو باندی د لوستلو تنده ماته کړي.
ګران هوتک او کلیواله د پلمې او یا بهانې لپاره د څه لیکلو زیار نباسم ،ستاسو پدی خوشحالۍ کې زه هم وم او ټول مراسم مې هم تر اوسه وکتل
خو الله ج دی تاسو راته خوشحاله لري بعضی وختونه فکر دومره ګډوډ وي چې مزاج په محفل کې د ګډون خنډ ګرخئ.
نوشې جان مو شه محفل مو ښه په درزو دروز روان دی چې د هوتک منډی له پرونه ۱۲۸او د کلیوال۱۲۲ته رسیدلې دي او دا د همدی سلیزی مبارکیو
په انرژی لیکل شوی دي او تر څو چې زه خپله مبارکې خپروم نو چې به څو ته رسیدلې وي.
نو زه هم تش لاس نه یم راغلې او تاسو ته مې دا سری سری هندواڼې راوړي دي،ښه په خوند سره ورله ګورئ.
[img:eacb09da9b]http://i1.tagstat.com/image06/0/ea87/008g052YeG7.jpg[/img:eacb09da9b] :lol: :lol:
[color=blue:eacb09da9b]مبارک ،مبارک،مبارک،مبارک،مبارک،مبارک ،مبارک،مبارک،مبارک،مبارک[/color:eacb09da9b]
-
24.05.2011
ډیره مننه پښتون صیب!
ما ته دې د مبارکۍ طرز ډیر خوند راکړ.
یقیني وایم.
اوس نو دا دی زه به دپښتون راوړې هنډوانې ماتې (زما په اصطلاح) یا سپینې کړم او ترهغې چي هوتک دوی راځي مابه په یخچال کي ایښي وي چې یخې شي.
هوتکه چي راځي نو مالګه درسره راوړه.
[img:8445d9467e]http://knol.google.com/k/-/-/2zz6jo0ujg3x7/gyo4yv/image%20(1).jpg[/img:8445d9467e]
[img:8445d9467e]http://blog.701panduan.com/images/watermelon.jpg[/img:8445d9467e]
هوتک
24.05.2011
کلیواله مالګه ډیره چه پښتون راغل بس هرڅه وغواړه؟
خو یاره پښتونه له مبارکیو دې ډیره ډیره مننه داسې هم څوک ځان ورکوی لکه تاچه ورک کړ؟
کلیواله په یخچال کې دی هندواڼه ایښې ده وبه یې نه خورم ځکه چه زما غاښونه له یخ سره ندی جوړ.
ځه خیر پښتون په دومره ناز راوړی اوتا بیا ښه په یخچال کې ایښې ده بس زه به پرې بسم الله کړم؟
ډیر راباندی ناوخته دی ګډه وډه لیکنه ده بخښنه غواړم.
پښتون.
24.05.2011
مننه کلیواله او هوتک وروره ،نوشی جان مو شه .
کلیواله دا هندواڼې چې ما در لیږلې وي د تورو زړو سره وي تا خو د هندواڼو سره یې زړی هم ورله سپین کړی دي.اعنی زمونږه هوتک درباندی زما پشان ډیر ګران دي.
ته یې لکه چې د غاښو غم وړی یې.هغه په مونږه ځوان دی نو د هندواڼو زړی خو به خویئ درله تیر کړي. :lol: :lol: :lol: :lol:
او یخچال مخچال او یا فریج مریج ته ضرورت نشته ما په واله کې یخي کړی او بیا مې درولیږلې . :D
او ګوره هوتکه چې پام دی وي هغه پاکستانې ټیز بویه مالګه درسره رانوړی چې د مالګې نه یې د ټیز بوي ډیر دي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
په لمړی ځل چې مې هغه پاکستانئ مالګه څکلې وه نو د شرم نه مې چاته څه نه ویل چې ایا دا ملګه خرابه ده او که زما د خولې خوند ټیزن شوی دی.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
پښتون:
24.05.2011
[img:26ac0bfcc9]http://up.vatandownload.com/images/4ee42jdhhtm98cteog9h.gif[/img:26ac0bfcc9]
زه هم د ناګڼلي پشان ډیره زیاته مبارکي دی دواړو ورونو ته وړاندي کوم.
په اغه بله ځې کې مې مبارکي ویله ،بیا مې پام شو چې هلته اوس په اخره لکه په هر واده یا خیرات کې چې ګډوډی شروع شي او یا تا ویل ماویل او یا ماته ئي پاتی شوني ایخودی وه او بس لاس ګریوان شي، نو خدایه خیر کی.
نو دی خوا راوتختیدم چې اوس لا اتڼ هم شروع کیږي او بي ډوله اتڼ ماته زده ندې.
په هر طریقه ځان مې تاسو ته راورساوه دا لاندینئ توحفې سره،ويي منئ.ستاسو مهربانې به وي.
د هندواڼې لپاره ځانگړى يخچال جوړشوی.
[img:26ac0bfcc9]http://www.alborznews.net/files/fa/news/1389/5/30/15803_121.jpg[/img:26ac0bfcc9]
ښه ساعت موتیر دی ماته ئي هم خوند راکړو اوس به زه هم چټکې چټکې منډی وهم. :wink: :D :lol:
هوتک
24.05.2011
پښتونه اوکلیواله تاسې خو هندواڼه ټوله ماته پریښوده لږ تاسې هم درواخلۍ یاره؟
له مهمندصیب نه هم مننه کوم چه موږ دواړو ته یې مبارکې راکړه؟
کلیواله یو ځای دې یو ورورته هرکلی کړی وو زه پکې نه یم په روشتیا درته وایم.
هاغه ده چپرهاری صیب هم راغل او له موږه ندی خفه زه یې وویرولم ماویل که زما اوستا نه مرور شو ده ویل بیا ماته دعوت رانکړۍ ماویل داتااوکلیوال خفه کړی دی.
مګر تش ګومان او لاړ.
۰
24.05.2011
نه ورونو خفګیان ښه شی ندی او چي چاکړی نو ګټه يي نده کړي زه هم بس هماغه لږ وخت لږ دک وم بیرته نارمل شوم هڅ خبره نشته نوره دخفګیان خبره ختتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتتمه شوه .
بس نورټوکي پیل کړي که ددي سوغاتونو پرځاي چا ټوکي په سوغاتو کي راوړي نو ډیر به مو خوښ کړي. که څنګه احمدشاخانه؟!
ستاسو مششششششششششششششر ورور ملا مومندافغان
پښتون.
25.05.2011
سلامونه!
ستاسو د ټوکو خو هیڅ څرک هم ونلږیده . :shock:
خو دا په ټوکو کې د خپګان کلمه د ټولو د خولې خوند خرابوي،نو د خپګان په ځاي ټوکه،ټوکه،ټوکه،،،،، وکړئ.
:D :D :D :D :D :D
يوسړي خپل ډاکترته دګلانوګیډۍ راوړه اوویی ويل چې ډاکترصاحب ستا نسخې ډیرپيسه دارکړم ډاکترترې پوښتنه وکړه چې روغ شوې صحیح ده خوپيسه دارڅنګه؟
ناروغ وويل چې هغه ستا دنسخې دوا ،زمانه مخکې زما اکا يوه ګولۍ وخوړه اوځای پّه ځای فيصله شواوجايداد یی په خيرټول ماته پاتې شو.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هوتک
25.05.2011
پښتونه خلګ نن بیخې ورک دې خصوصآ ګران کلیوال خو یو مخ نادرک دی خیر زه به دایوه وړوکې ټوکه ور ګذاره کړم که کلیوال یې راوست؟
ټوکه)
دیو چاکورته میلمه ورغی دکور خاوند ترې وپوښتل چه غورمه درته پخه کړو که ورجې:
مسافر ورته وویل چه ولې دوه دیګونه نه لرۍ؟
پښتون.
25.05.2011
هوتکه سلامونه!
ټوکې ته دی یو وار وخاندم هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
کلیوال صیب به هم راشي له خیره سره،داسي نه چې بیا دی د سودا پسی لیږلې دي. :lol: :lol: :lol: :lol:
هوتکه زمونږه مشر تندر صیب دا ډیره موده ځان غلې کړې او د پخوا پشان یې منډی سستې شوي دي.الله ج دی وکړی چې د چا په بېباکه لیکنه مرور نه اوسي.
د مساپرو یوه ټوکه به سره ولو.
ﻳﻮﻩ ورځ ﻳﻮ ﻣﺴﺎﭘﺮ یوﮐﻠﻲ ﺗﻪ چې له سپو ډک وو راﻏﻠﯽ وو او ډوډۍ ﻳﯥ ټوﻟﻮﻟﻪ، د دﻏﻮ ﺳﭙﻴﻮ څخه ﻟﻪ ﻳﻮﻩ
ﺳﺮﻩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮ، ﺳﭙﯽ ﭘﻪ ﻣﺴﺎﭘﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻏﭙﻞ او ﺑﺪﺣﺎل ﻳﯥ ﺟﻮړﮐړﯼ وو او ﻟکۍ ﻳﯥ هم ښـﻮروﻟﻪ.
د ﺳﭙﻴﻮ دا ﻋﺎدت دﯼ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ وﻏﺎﭘﻲ ﺧﭙﻠﻪ دښمﻨﻲ ښيي او ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻟکۍ وښوروي ﻧﻮ دا د ﻣلګرﺗﻴﺎ
نښه دﻩ ﻧﻮ ځکه ﭘﻪ خپل څښتن ﻧﻪ ﻏﺎﭘﻲ او هغه ﺗﻪ لکۍ ښوروي.
ﻧﻮ ځکه ﻣﺴﺎﭘﺮ ﻟﻪ ﺳﭙﻲ ﻧﻪ ﭘوښتنه وﮐړﻩ ﭼﯥ وﻟﯥ ته هم ﻏﺎﭘﯽ او هم ﻟکۍ ښوروي؟
ﺳﭙﻲ ځواب ورﮐړ : ﺑﯽ ﻋﻘﻠﻪ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﻮهیږې ﭼﯥ ﻏﺎﭘﻢ ﭘﻪ دې ﭼﯥ ﺧﭙﻞ څښتن ﺧﺒﺮوم ﭼﯥ دﻩ ﺗﻪ
ﺧﺪﻣﺖ ﮐﻮم او ﻟکۍ ځکه ښوروم ﭼﯥ ﻟﻪ ﺗﺎ ﺳﺮﻩ هم ملګری ﻳﻢ ﺧﭙﻪ ﻧﻪ ﺷﯥ او ﻟﻪ هغه ډوډۍ ﻧﻪ ﭼﯥ
ﺗﺎ ﺗﻪ رﺳﻴږې ﻳﻮ څه ﻣﺎ ﺗﻪ هم راﮐړې!!!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
Ahmad shah
25.05.2011
زبردسته ټوکه دې توغولې پښتون صیبه!
ټوکه نهٔ بلکې پند او نصیحت وو.
عقیده لرم چې زما پهٔ شمول د فورم نورو ډېرو لیکوالانو هم ترې استفاده کړي وي.
او زهٔ هم چې اوس تیار فورم ته راغلی یم، د خپل لاسلیک لپاره مې لاندې جمله راوړې او اوس یې پهٔ ټاکلي ځای کې پېسټ کوم:
پښتون.
25.05.2011
مننه احمدشاه وروره د ټوکې د ستاینې څخه.
زما خو اوس پام شو چې دا ټوکه څومره موثره ټوکه ده او هغه ورونو ته چې په پوښتنو او ځوابونو کې ډوب دی د یو مثال او پند په ځای ګټه ترینه واخیستلي شي.
لاس لیک دی ښه لاسلیک دي.
د ټرکونو شاته مې ډیر ځله لوستلې دي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هیله ده چې تر پایه له ملګرو سره اوسی.
او یوه ټوکه به د خندا لپاره وتغوم ستاسو په اجازه احمدشاه صیبه!
دوه کسانو خپلو کی سره جنګ کاوه دریمګړی د کلنګ سره راغی او ورته یی وویل دا کلنګ واخله او پر سر یی پری وهه، نورو خلکو د دریمګری څخه وپوښتل دا ته څه کوی په عوض ددی چه سره خلاص یی کړی کلنګ ورکوی چه سره مړه کړی ؟ دریمګری ورته وویل: زه قبر کیندونکې یم او د څو ورځو راهیسی مړی ندی شوی مه یی کوه چه سره مړه کړی او ماته کار پیدا شی.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
زه خو یې وخندولم ،ستاسو یې نو خوښه. :D
م
25.05.2011
ټوکه
داخبره ابله ورځ یوچاپه مجلس کی وکړه کیداسي رښتیا به هم وي ، یو دبولدک که دویش یوسړی په تبلیغ کي وه ، وای اول خو چي تقریر ته جګ شو نو دفرعون کیسه یي شروع کړه ، خوپه مابین کي دفرعون نوم ځیني غلط سو نو له محرابه یي غږ کړ چي امیر صاحب هغه بوړه څه نومیدی :lol: :lol: هغه دووس :lol: وایي وروسته یي دجنت بیان شروع کړ او ویل یي چی د پسکاوڼ جنتي به هم دومره باغ وي لکه له دا جایه بیا آن ترمردارې باغچي پوري :lol: :lol: :lol: :lol:
مرداره باغچي همدغي خواته لکه چي دکوم جای نوم ده هوتک صاحب ته به معلومات وي شاید هوتک صاحب خفه نه شي ټوکه وه :lol: :lol:
هوتک
25.05.2011
بختوره ډیر بلایې ډبره ګذاره کړې لاس ترشانسې هاهاهاهاهاهاها
هغه ستا ټوکه داسې وه؟
چه یوچمن والا په تبلیغ تللی وو (دوی دابړوه لفظ ډیر استعاله وې)نو کله چه ولاړ شو تقریر یې شروع کړ دفرعون نوم ځنې هیرشو پر آمیر یې ږغ وکړو ویل امیرصیب دابړوه څه نومیده هغه ویل کوم یې ده له لږ سوچه وروسته وویل:
فرعون یادوم،
نو خپل تقریر ته یې ادامه ورکړه ویل موسی علیه السلام چه کله راغلو فرعون په خبرسو؟
پر ډریور یې ږغ وکړه ویل هلکه جیف راروان که چه پسې ځو؟
امیر ورته ویل هغه وخت جیف نه وه اسان وه ارام کښینه ؟
ده ویل امیرصیب ته دا راته ووایه چه په چمن کې هسې یو لغړی جیف لرې دالاکوم رقم پاچا وو چه جیف یې نه درلود؟
بختورملاصیب ماهم دبل دخولې څخه اوریدلې وه؟
ګوره نو چه څه رقم به حقیقت اوکنه؟
-
25.05.2011
سلامونه
هوتکه بښنه به کوۍ چي نن دورځې مي فورم ته حاضري نه ده ورکړی.
ددي لپاره چي لږ موپه شونډو موسکا خپره شي داویډیو مې درته راوړه.
داسړی یو مشهور قاري او دکوم مسجد امام دی، او دخپل یو مقتدي قصه کوي.
http://www.youtube.com/watch?v=oyDuF5zRp-U&feature=related
که څوک يي په ژبه هم نه پوهیږي خو مطلب ترې پوره اخیستی شي. :)
خان آغا
25.05.2011
کلیواله ګومان نکوم چه هوتک دی دا ویډیو وګوری دافغانستان نیټ دی زما خو ولا زړه راشین کړی کیداسی چه ټول ملګری به تری ناراضه وی زما پشان.
کلیواله هغه ورځ می غوښتل چه ستاسی مهمانی ته یو تحفه راوړم دومره کمزوری نیټ وه چه یو تصویر باندی لس منټه هم ډیر وخت واخست بیرته تری راوګرځیدم ځان ته می ویل مړه دکلیوال راوړی ډوډۍ دخلاصیدو نه ده ته یی څله وړی-
نور به اوده شو
-
25.05.2011
خان آغا جانه تحفه دي ما او هوتک ته راورسیده موږ ته اخلاص پکار دی، هغه دکامل صیب اولنی لاسلیک که مو په یاد وي: حمیده مونږ ته تلي ته نه د یار تندي ته ګورو.
خو یاره خان آغا دا دویده کیدو خبره دي ډيييييييره شناخته راباندي ولګیده.
[quote:0e76adaa83="خان آغا"]نور به اوده شو[/quote:0e76adaa83]
غږ دې شناخته ولګيد ،والله اعلم
هوتک
26.05.2011
یاره کلیواله ته تر اوسه دا خان آغا نه پیژنې هاهاهاهاها
دا خو زه پرې شکمن یم چه دابه ..... هاهاهاهاها
په شناخته والې کې یې شک نشته خو اول ته ووایه چه څوک ده بیابه زه درته ووایم؟
هوتک
26.05.2011
[quote:f99992a19e="كليوال"]سلامونه
هوتکه بښنه به کوۍ چي نن دورځې مي فورم ته حاضري نه ده ورکړی.
[/quote:f99992a19e]کلیواله هیڅ خبره نده موږ اوتاسې خو ددی لپاره نه یو چه ټوله ورځ به فورم ته ناست یو او لیکنې به کوو خپل کار نه وروسته چه ښه فارغه سو بیابه فورم ته راځو که داسې نده؟
خیریوسی
26.05.2011
تر هر څه مخکی سلامونه قبول کړی او وتاسو نه دستورو مبارکی وایم
داچې تندر صاحب تشریف نه ؤ راوړی خفه خو نه دی که زما څخه خوابدی وی دزړه داخلاصه دی بخښه راته وکړی.
تندر صاحب ته خو په شعر ښه پوهیږی زما پر ګوډه مات شعر به لږ وخاندی او که دخوشحالی یوه لیکنه راوتوغوې مننه .
خوښ په سوړسک او مستو
پوډری پنیران څه کوم
پیسته بادام خوندور
دبل کاکوان څه کوم
پاکی دواوری اوبه
ګازی بوتلان څه کوم
دخبلی چرګی هګۍ
دبیګ چرګان څه کوم
تازه میوی لوی نعمت
پاپړ سازان ټکی ټکی
پاپړ خونو پاپړ دی دنوم څخه می لا هم بد راځی .
-
26.05.2011
تر هرڅه وړاندې خیریوسي صیب نه مننه چې دستورو مبارکي یي راکړې.
په دوهم قدم کې ښاغلي احرار صیب ته د زړه له تله هرکلی اوښه راغلاست وایم چي دامهال د پيښور په ګرمۍ کې دتحصیل شپې اوورځي تیروي.
هوتکه ته وایې چي خان آغا به څوک وي؟ هاهاهاهاهاهاها
تر اوسه پوره یقیني نه یم چې خان آغا به..... وي، خو (کوشش پسې کوم) :)
خو ته څنګه پرې شکمن یې؟ یوه کوچنۍ غوندي اشاره راکه چې زه هم پوه شم. :lol:
هوتک
26.05.2011
کلیوال صیب سلامونه، له خیریوسی صیب نه زه هم ډیره مننه کوم چه مبارکې یې راله راکړه. کلیواله تاخیریوسی صیب ته د ډوډۍ هم نه وه ویلې او دده صیب په حجره کې دې مهمانې جوړه کړیوه او ده ته دې نه وه ویلې زه ورته ډیر ملامت یم تانه یادوم بیابه چپرهاری صیب وایې چه ته کلیوال سره بازاری چل كوې؟
[quote:c0377f3864]؟
زه چې بیګاه فورم ته راغلم یو کس مې لاس په لاس ګیر کړو، خو څه مې ونه ویل او پرې مي ښود، ما ویل ځه خیر اوس خوب ورځي سهار به یي خپله فکر پر ځای شي.
اوس چې راغلم نو ومي لید دموقع نه یي استفاده کړې او تښتیدلی دی.
خو نه پوهیږم چي زما نیکي به ورباندې ښکاره شي او که نه.[/quote:c0377f3864]هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
کلیواله ښه خو دې ولید ماهم ولید ماویل خیر دې غریب یو خو میلمه دی اوبل نابلده دی پریږده یې بیابه خپله پوه سې.
که ستانیکې ورباندی ښکاره نسول نو دی به هسې په ښه نه پوهیږې ؟
کلیواله خان آغا به خپله ووایې چه زه څوک یم که زه اوس درته ووایم بیا به راته په غوصه وې وایې به چه ته ولې ماخلکو ته ورمعرفې کوی؟
او احرار هم زما په فکر دپیښور ګرمۍ راپه مخه کړی دې ځان یې فورم ته راورساوه زه هم له اوسه ورته هرکلی وایم مګر کلیواله احرار خو تر اوسه لیکنه هم نده کړی تاته څه پته ده چه دپیښور په ګرمۍ کې شپی او ورځې تیره وی هاهاهاهاهاهاه
ځه خیر کیدای سې تاته یې په شخصې پیغام ځان ښودلی وې.
-
26.05.2011
[quote:9d2d40d2f3]مګر کلیواله احرار خو تر اوسه لیکنه هم نده کړی تاته څه پته ده چه دپیښور په ګرمۍ کې شپی او ورځې تیره وی [/quote:9d2d40d2f3]
هوتکه اوس مې درته ویل خو احرار صیب به خفه شي چې زه لا راغلی نه یم او تاسې مې بیا په cv جوړولو شروع وکړه.
اوهغه بل چې ماورسره نیکي کړې وه ولا تراوسه خو يې هسې په اشاره کي هم راڅخه مننه نده کړې. :cry:
خان آغا
26.05.2011
راغلم یارانو تاسو ته فکرکوم ډیر ګران یم هر وخت می یادوۍ.
داچه تاسو ماته دشک په سترګه كورۍ نو نه پوهیږم چه زه به تاسی ته څوک ښکارم فکرکوم تاسی پرما دچپرهاری صیب ګومان کوۍ ومنۍ که زه چپرهاری یم-
ځان به درمعرفی کړم
زمانوم خان آغا دی یم دهلمندولایت اوسیدونکی په هلمند کې دحیدرآباد یم چه فی الحاله په دوبۍ کی دمسافری شپی او ورځی تیروم.
اوس نوکلیوال صاحب ته یی مه منه ښه دی.
پښتون.
26.05.2011
سلامونه!
څه حال دی ټول سره روغ او جوړ یاست ،الله مو راوله ،چیری دي دا نور یاران چې تاسو یې ځانته پریښودي یاست.
الله مو لره زه خو مو د الف نه تر پچکه ټول ښه پیژنم که په ګوتو ځئ او که په پوندو.
بس تاسو سره اخته شویي یاست او همدا لګیاست چې ومې پیژندی او ومې پیژندی .پریږدی هغه خوارکې نوي راغلې او تاسو ترینه ثبوت غواړئ.
میړه او ښځې وروسته له لسو کلو پریکړه وکړه چې نوی بوټان واخلی ، د بوټانو خرڅولو دوکان ته لاړل او ویی ویل : سلام علیکم !
مونږ ه بیا راغلو . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: