ادبي ټوکې ټکالې
ټول افغان د نظره شو!!
Ahmad shah
23.05.2011
محترمو!
نن مې د وهاج افغان پهٔ لاسلیک کې لاندې جملې ولوستې؛ پهٔ داسې حال کې چې عادل عادل هم پرون د فورم سره خدای پاماني وکړه:
[color=blue:70a1e11d7f]په دې 5 کلن سفر کې مې هيڅکله له تا د جدايۍ سوچ نه وو کړی، په وفا مې تل زړه کې پاللې؛ خو اوس: د نازولو زور دې زيات شو. خو زه پښتون د سړو نه وړمه نازونه. له ډاکټر صاحب وطنمل نه د زړه له کومې مننه کوم؛ او نورو دوستانو: ما وبخښئ؛ ما بخښلي يئ.في أمان الله.[/color:70a1e11d7f]
د نوروزي جهاني پل سپېره وه، د کله نه چې هغهٔ وټول افغان ته لار موندلې ده، ټول افغان ښهٔ ورځ نه ده لیدلې، عادل پهٔ یوه ولاړ، وهاج پهٔ بله ولاړ، صادق پهٔ درېمه ولاړ، پښتون او تندر پهٔ چوپه خولهٔ فورم ته شا واړوله، ډارېږم هسې نهٔ چې پتنګ صیب به نوروزي پلمه کړي او فورم به پرېږدي.
که نوروزي د ټوکو فورم ته راګډ شو نو زما یې د هماغې ورځې د خدای پامان.
رښتینی
23.05.2011
په دی خبر می زړه ډېر شین شو که داسی خو
باذن الله وهاج صاحب به زه راستنوم او عادل هم نه
پریږدو خوملګرې دی دلته خپل نطرونه رایوځای کړی
دامشکل موږ ته د بل چا له خواندی راپیداشوی همدا
موږ په خپله ایجاد کړی دی نو یواځی موږ به یی د الله
په اذن سره حل کوو او دنظرکوونکو سترګې به دخپل
یووالی په تېرو غشو راکاږو
په مینه
Re: ټول افغان د نظره شو!!
خان آغا
24.05.2011
یار احمدشاه خانه څه زبردسته او دورورۍ لیکنه دی کړی ده زه وایم راځۍ چی وطنمل مخته کړو او موږ تاسی ورپسی شو اوټول په جرګه ورشو خدای ج مهربان راپخلا به شی اوپښتانه چی جرګه هره فیصله وکړی بیاتری انکارنه کوی که څنکه احمدشاه جانه؟ [quote:f12d933ec2="Ahmad shah"]د نوروزي جهاني پل سپېره وه، د کله نه چې هغهٔ وټول افغان ته لار موندلې ده، ټول افغان ښهٔ ورځ نه ده لیدلې، عادل پهٔ یوه ولاړ، وهاج پهٔ بله ولاړ، صادق پهٔ درېمه ولاړ، پښتون او تندر پهٔ چوپه خولهٔ فورم ته شا واړوله،
.[/quote:f12d933ec2]دنورزی دی خدای ج بیخ او بنیاد اوباسی چی داسفیره څیره یی دلته راښکاره کړه او موږ یی له فورمه زړه توری کړو-
اواحمدشاه که دا نورزی دی دټوکو فورم ته راغل ولا داسی سبق خو ورکړم چی ترخپله عمره به یی یاد ساتی؟[quote:f12d933ec2] ډارېږم هسې نهٔ چې پتنګ صیب به نوروزي پلمه کړي او فورم به پرېږدي.[/quote:f12d933ec2]له پتنګ صیب نه خوبیخی بیغمه اوسه هغه سیاسی رقیب ته هیڅکله میدان نه پریږدی-
رښتینی
24.05.2011
نه پوهیږم ملګرې دې موضوع ته ولي توجه نه کوې!!
ددې دواړو ملګرو تګ دټول افغان او ټولو ګډونوالو
له پاره دخواشېنی ځای دی خو دوی هلته دفرضي غونډو
په جوړولو لګیادی او سرې هندوانې سره خوري !
دې موضوع ته باید ټول وروڼه متوجه شې او هریوخپل نظر وليکی
په مینه
پښتون.
24.05.2011
ریښتینی صیب د ټوکه په خونه کې به دا موضوع څنګه جدی ونیول شي او توجه ورته راواړول شي.
او دا هم امکان لري چې د سرو هندواڼو په خوړولو کې دا ټول دوستان شریک شوی وي او
تاسو هم د هندواڼو او او د پروني میلمستیا څخه څه خوړلې او څکلې هم وي. خوند خو به مو حتمی اخیستی وي.
هسی خو به مو د شپانه قصه اوریدلې وي چې هر وخت به یې خلک پازابول چې هله لیوه راغې او رمه خوري ،
چې خلک به راغله نو لیوه به نه وه.او شپانه به خندل چې ومه غلولې،او دا عمل په څو کرتو تکرار شو او بیا بل
ځل چې په ریښتیا لیوه راغلې وه نو خلکو دا هم د شپانه ټوکه ګڼله چې ورته کیسه ما څو ورځئ مخکې فورم
کې ایښودی وه اومطلب مې هم دواړو مشرانو ته دا اشاره وه چې له تاسو مخکې نورو دا ټوکې کړی او
اوس به دا ټول یاران دا فکر کوي ګوندې وهاج صیب او عادل صیب به هم په ټوکو تللې وي او خبر به
نه وي چې هغوي په ریښتیا له فورم نه کډه بارکړی .
نو د محترم وهاج او محترم عادل صاحبانو یادونه او د هغوي دبیرته راتګ غوښتنه د وهاج صیب په
تکیه کلام چې په کاهناتو (کنایاتو) کې په څو څو کراتو د فورم د یارانو لخوا شوۍ ده او بیا هم
ورڅخه دا غوښتنه کوو چې له دی ځایه تلل به مو د دوستانو په ګټه او د ټول افغان په ګټه نه وي.
او هغه دوستان چې له دی ځایه نورو ویب پاڼو ته د تګ پخاطر د فورم ګډونوال هڅه وي هم هیله ده چې دا هڅونې نورې پریږدي.
د دواړو د بیرته راتګ په هیله.
-
24.05.2011
رښتینی صیب ستاسي په څیر زه هم دښاغلي وهاج او عادل صیب په خدای پامانۍ خفه یم. او باور لرم چي دفورم هر لیکوال به یي په تګ خواشینی وي.
تر کومه حده چې ما په فورم کي د وهاج صیب او عادل صیب سره شریک ژوند له لارې دوی پیژندلي، د هر یوه د توصیف څخه خپل ځان عاجز ګڼم.
رښتینی صیب لکه څرنګه چي تاسي ویلي وه چي د وروڼو سره مو کله ناکله خفګان رامنځته کیږي او بیا ژر بیرته له منځه ولاړ شي، زه یقین لرم چي د عادل صیب او وهاج صیب ترمنځ به هم دا عارضي خفګان ددي جوګه نه شي یو بل ته دتل لپاره فی امان الله وايي، ترکومه ځایه چی زه دغه دوه مشران پیژنم دواړه یي د قدر او عزت سړي دي او هیڅکله به دفورم د قدرمنو مشرانو خبره ځمکي ته ونه غورځوي. زه په دی نظر یم چي که عادل او وهاج څخه ښاغلی حامد، پتنګ، نوروزخان، تندر، چپرهاري، وطنمل اونور درانه مشران وغواړي چې تیره خوابدي هیره کړي زه فکر نه کوم چي وهاج یا عادل به یي ددي مشرانو غوښتنې بابیزه وګڼي او اعتنا به ورنکړي، بلکې به په هریو کي دا همت وینم چي د مشرانو غوښتنې ته به په درنه سترګه وګوري او د خپل ضد څخه به تیر شي.
زه نه پوهیږم دوی د چا بدو سترګو ووهل؟، په فورم کي موږ نه تنها دا چي ددوی د علمي استعداد څخه ګټه اخیستې، د صبر، تحمل، زغم ارزښتونه مو هم د همدوی څخه زده کړي،
حامد صیب زه باور لرم چي نه به عادل صیب داسې وکړي چې ستاسې او د فورم د نورو مشرانو په سپینه ږیره د اصلاح بین الاخوین پر بنیاد ددې منډوترړو په اړه بې اعتنايي وکړي او نه به وهاج صیب په خپل ضد دومره ټینګ ودریږي چې ستاسې په شان د عزت خلک خفه او نا امیده کړي.
زه بیا هم په دې ټینګار کوم دغه محترم مشران چي ما يي نومونه ذکر کړل په ګډه یا په انفرادي توګه د وهاج او عادل وروڼو څخه وغواړي چې تیر په هیر کړي او تر خپل مذموم ضده تیر شي، او یو تربله د ورورۍ په فضا کې غاړه غړۍ شي. ضرور نه ده چې په فورم کې علني غوښتنه ورڅخه وکړۍ کولای شۍ د شخصي پیغام له لاري ورسره خپله خبره شریکه کړۍ.
او زما په عقیده چي ان شاء الله هغوی به هم ستاسي غوښتني ته مثبت ځواب ووايي.
پښتون.
25.05.2011
ټولنه او ټولنپوهنه
چلونکي : ډاکتر وطنمل,[color=blue:df9e45cde5] رښتینی[/color:df9e45cde5], عادل عادل, هیښ
د چپرهاری صیب لخوا نه وهاج صیب او عادل صیب ته پیغام!
[quote:df9e45cde5]د ټول افغان دملګرو لیکونکو لخوا جرګه[/quote:df9e45cde5]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7193
خو بیا وختی د ټولنه او ټولنپوهنې لخوا تړلې شوی ده.چې ولې؟؟؟؟؟؟؟؟؟
رښتینی
25.05.2011
مایوځای چپرهاری صاحب ته لیکلي و چی داڅو ځایه یوه موضوع
لیکل سم ندې ځکه اوس ته وګوره داموضوع څومره ګډه وډه شوه یو
ملګری یوځای لیکل کوی بل یی بل ځای کوی داچې په یوه ځای وی
نو ښه به نه و ؟؟
chaparharay
25.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
رښتیني صیب تاسو ښه خبره کړي که ما یو ځاي خوندي کړي واي نو ټولي لیکني به ورپسي شوي واي او یو ښه لړلیک به تري جوړشوي وو او عادل صیب او وهاج صیب ته به هم لږ اهم ورښکاره شوي وو خو بس اوس شوي کاردي نو
چپرهاری به اوس پدي ....څه وکړي.
خو خیر اوس يي په یو ځاي کي کوم چي د ملګرو خوښه وي یو دبل پسي لیکني پیل کړي او یو ښه ملغلرینه سکالو به شي.
ستاسو چپرهاری
م
25.05.2011
[quote] ټول افغان دنظره شو[quote:94863d55e2]
چاپکه باندې راوځړوئ :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: که په نورزي یي نظیر نه وچیږي :lol: :lol: [/quote:94863d55e2]